ښځې په عراق کې

د ۲۱ پېړۍ په پیل کې د عراق د ښځو حالت د بېلابېلو عواملو له امله اغېزمن شوی دی. جګړې، مذهبي ګوندونه، د عراق د اساسي قانون او اسلامي شریعت په اړه مناظرې، کلتوري رسم او رواج او عصري سیکولریزم يې د بېلګې په ډول یادولی شو. په سلهاوو او ان زرګونه عراقۍ ښځې د جګړو او کورنیو شخړو له امله کونډې دي. د ښځو د حقونو سازمانونه ښځو ته د ګواښونو او ځورونې مخنیوي لپاره هڅه کوي. دوی په قانون کې د ښځو د حیثیت لوړولو، زده کړو کاري چاپېریال او نورو برخو کې د پرمختګ او د بې عزتۍ او اجباري ودونو غوندې ناوړه دودونو د له منځه وړو لپاره هڅه کوي.

تاریخي شالید

سمول

د اوومې پېړۍ په جریان کې بودايي کشیشانو د خپلې بریا د یوې برخې په توګه له فارسیانو سره جګړه کوله چې ماتې يې خوړلې وه. ډورين ګنګرام (Doreen Gngram) د (Awakened) لیکوال د عراق ښځو وویل، چې دا هغه وخت وو چې عراقۍ ښځو سره مرستې کولو ته اړتیا وه. په ځانګړي ډول اوولس کلنه امينه بنت قيس (Amina bint Qais) لومړنۍ هغه ښځه وه چې د جګړ په لومړیو کې يې د یوې روغتیايي ډلې مشري کوله. د هغوی له بریا وروسته هغه عربانو، چې په بین النهرین باندې يې واکمني کوله، هغه هېواد عراق ونوماوه. د عباسي خلافت په ترڅ کې د لوړې طبقې په نارینه وو کې د وینځو درلودل عام وو او ځينې هغه ښځې، چې وینځي نه وې د پوهې او جاذبې له امله پېژندل شوې وې. د وخت ډېری پېژندل شوې ښځې غلامې وې چې له کوچنیوالي څخه د موسیقي، نڅا او شاعرۍ په برخو کې روزل شوې وې.[۱][۲][۳]

یو زر او یوه شپه کیسه د تودود په نامه د یوې غلامې نجلۍ په اړه ده چې ویل کیږي د هارون الرشید لخوا په خورا لوړه بیه اخیستل شوې وه ځکه چې له هغې څخه د ستورپوهنې، طب، قانون، فلسفې، موسیقۍ   او تاریخ په برخه کې د ډیرو نامتو پوهانو له خوا ازموینه اخیستل شوې وه.

د ازادو ښځو لپاره دا یو نادر حالت و چې په عباسي ټولنه کې امتیاز ترلاسه کړي؛ که څه هم د یادونې وړ ځينې ښځې موجودې وې. د ښځینه امتیاز لرونکو څېرو له ډلې یوه عالمه شهدا ( Shuhada) وه، چې د په اتمه پېړۍ کې په بغداد کې د ښځو د ناوې په توګه مشهوره وه.

په ۱۲۵۸ زکال کې مغلو د بغداد په ښار حمله وکړه او ښار يې ونیولو. د مغلو په له منځه تلو سره تر ۱۵۵۳ زکال پورې د فارسیانو د بریا رقابت و، هغه وخت چې عثمان سلطان سلېمان (Ottoman Sultan Suleiman) بغداد او د هغه ولایتونه ونېول او بغداد د ترکيې سترواکۍ یوه برخه شوه. انګرامس(Jngrams) وايي، چې ترکان د ښځو اړوند ثابت قوانین لري، چې د ښځو حالت کمزوری کوي. د دې برعکس بيټرايس فوربس مونټ ( Beatrice Forbes Mont) وايي، چې په ترکي او مغولي ټولنو کې ښځو ته د هغوی اړوند لوړ او عام موقفونه ورکړل شوي وو او لکه د تيمور(Timurid) د سترواکۍ د ترکي کورنۍ بېلابېلو ښځو د عراق په اداره کې کار کاوه او سیاسي ارزښت يې ترلاسه کړ.[۴][۱]: Script error: The function "hyphen2dash" does not exist.

په لومړۍ نړيواله جګړه کې د عثماني سترواکۍ له ماتې وروسته د ملتونو ټولنې له خوا انګلستان ته امر وشو چې د عراق مشري وکړي. هماغه وو چې په عراق کې تر بریټانوي واکمنۍ لاندې دوره پيل شوه. په ۱۹۲۰ ز کال کې ښځو په لوړه کچه ونډه واخیسته. په ۱۹۳۲ زکال کې عراق خپلواک اعلان شو او په ۱۹۵۸ زکال کې د ملتونو د ټولنې د یو غړي په توګه جمهوري اعلان شو. د ډورين ګنګرام( Doreen Gngram) د وینا له مخې، بې ثباتي تر ۱۹۶۸ ز کال پورې په سیمه کې وه، تر هغې چې بعث (Ba’ath) ګوند د ولسمشر البکر (Al Bakr) څخه واک واخیست او عراق د ثبات له دورې خوند اخیستل پيل کړل. په ۱۹۷۰ ز کال کې د رايې کارولو حق، سیاسي موقفونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزې، زده کړو ته د لاسرسي او شتمنۍ درلودو په ګډون، د عراق په اساسي قانون کې ښځو ته مساوي حقوق وګڼل شول.[۵]

زده کړې

سمول

عراق په ۱۹۲۱ زکال کې د زده کړې سیستم رامنځته کړ او په ۱۹۷۰ز کال کې په ټولو برخو کې وړیا او عامې شوې. له دې سره چې تر۱۹۷۰ ز کال پورې تعلیم وړیا و؛ خو بیا هم د نارینه وو په پرتله د ښځو د لوستیا کچه ټيټه وه. نجونو په لږ اندازه زده کړې کولې؛ ځکه دوی ته د زده کړو لپاره کافي ښوونځي نه وو، که څه هم د عراق حکومت زده کړې په هر فرد لازمي کړې. خو له دې ورهاخوا په ۱۹۵۷ زکال کې د ښځينه رایه ورکوونکو لپاره یو شرط دا و چې لږ تر لږه ابتدائیه زده کړې باید وکړي. د همدې وخت یوه احصائیه ښيي چې یوازې یو سلنه ښځو کولای شول په قانوني ډول رایه وکاروي. دا یوازې د لوستو ښځو نه؛ بلکې د ټولو هغو یو لوی توپير په ډاګه کوي چې د رايې ورکولو وړتیا لري. د ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ ز کلونو په ترڅ کې که څه هم صدام حسين (Saddam Hussein) هڅه کوله چې لوړې زده کړې د تبلیغاتو د یوې بڼې په توګه وکاروي. په ټوله کې د نا لوستیا کچه د عراق او ایران ترمنځ جګړو له امله راښکته شوه. د عراق او ایران ترمنځ جګړه، د خلیج جګړه او د ۲۰۰۳ ز کال کې د عراق جګړه، د دې جګړو په اوږدو کې ډیری واکمن مشران شته چې د حکومت تګلارې یې په لوړو زده کړو منفي اغیزه کړی.  د حکومت په تګلاره کې یو له هغو بدلونونو څخه دا وو چې د ایران اوعراق ترمنځ له جګړې وروسته پوهنتونونولپاره په ځانګړې شوې بودیجه کې کمښت راغی.[۶][۷][۸]

دغه مهال دعراق حکومت  په پوهنتونونو کې د سړي سر لګښتونه له ۶۲۰ ډالرو څخه ۴۷ ډالرو ته راټيټ کړل. دغه رکود د وخت په تېرېدو سره په ارام ډول رامنځ ته شو. عراق د یو هېواد په توګه له اقتصادي بندیزونو کړېده او خپله بودیجه يې په بل ځای کې لګوله. بالاخره دا د دې سبب شول چې په پوهنتون کې د شمولیت کچه ٪۱۰ او د تعجیل اخیستو کچه ٪۲۰ راټيټه شي چې د ٪۱۸ نارینه او ٪۳۱ سلنه يې ښځې وې. ډېرو کمو ښځو په لوړو موقفونو کې دندې لرلې په داسې حال کې چې په لومړیو (لوړو) بستونو کې يې ښځې نه شوای زغملی. د عراق او ایران له جګړې وروسته د ښځو د لوست کچه راټيټه شوه. په دې سیمو کې له پيله زده کړې ستونزمنې وې.[۹]

د عراق د جګړې پرمهال د ٪۸۲ هلکانو په پرتله د نجونو حضور ٪۶۸ و، په داسې حال کې، چې دغه کچه په کلیوالي سیمو کې ٪۲۵ وه. دې جګړو په ښځو فشار راوړ، چې باید د کرڼه  په برخه کې کار وکړي د دې پر ځای چې تحصیلي سند ترلاسه کړي، ځکه چې د خوراک او څښاک په شان اړین توکي کم او ګران شول. د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی لکه جنسي تېری، د جګړې د دورې پر مهال ډېر عام شو چې دا د زده کړو د نه کولو یو بل لامل و، د جګړې د وخت تاوتریخوالی په شمالي ولایتونو کې لږ تر سترګو کېده؛ ځکه چې دغه سیمې د کردي مشرانو تر واک لاندې وې او جګړې  په کې لږ کېدې. د خلیج جګړې په ترڅ کې اقتصادي حالت دومره ویرونکی شو چې ښځو ان ښوونځي ته د تګ کرایه نه درلوده.[۱۰][۱۱]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Doreen Insgrams, The Awakened: Women in Iraq. (Third World Centre for Research and Publishing Ltd., Lebanon, 1983)
  2. Ahmed, Leila (1992). Women and Gender in Islam: Historical Roots of a Modern Debate. Yale University Press. pp. 79–85. ISBN 9780300055832.
  3. کينډۍ:Cite document
  4. Anthony Nutting, The Arabs. (Hollis and Carter, 1964), p. 196
  5. "Was Life for Iraqi Women Better Under Saddam?". 19 March 2013.
  6. Lancasten, Janine L. "Iraq - Education". www.nationsencyclopedia.com.
  7. Efrati, Noga. Women in Iraq: Past Meets Present. New York: Columbia University Press, 2012. Web.
  8. Al-Ali, Nadje. “Reconstructing Gender: Iraqi Women between Dictatorship, War, Sanctions and Occupation.” Third World Quarterly, vol. 26, no. 4/5, 2005, pp. 739–758
  9. Jawad, Al-Assaf. “The Higher Education System in Iraq and Its Future.” International Journal of Contemporary Iraqi Studies 8.1 (2014): 55–72. Web
  10. Press, World. Iraq Women in Culture, Business & Travel: A Profile of Iraqi Women in the Fabric of Society. Petaluma: World Trade Press, 2010. Print.
  11.   Enloe, Cynthia. Nimo's War, Emma's War: Making Feminist Sense of the Iraq War. 1st ed. Berkerley: University of California Press, 2010. Web.