ښځې په روسيه کې

ښځې په روسيه کې په بېلابېلو رژيمونو او بېلابېلو پېړيو کې غېر ثابت تاريخ لري. بايد يادونه وکړو، دا چې روسيه يوه ګڼ ملتي ټولنه ده، د مېرمنو تجربې په کې نژادي، مذهبي او اجتماعي برخو کې په اغېزناک ډول تغیير کوي. د يوې نژادي اقليت روسۍ مېرمنې ژوند په ډراماتيک ډول د نورولږه کیو اړوند لکه باشکېر چيچين (Bashkir Chechen) يا ياکوتس ساخا (Yakuts Sakha) مېرمنو د ژوند سره توپير لري. د يوې ټيټې طبقې کليوالې مېرمنې ژوند په کې د يوې منځنۍ کچې ښاري مېرمنې په نسبت توپير کوي. سره له دې هم په روسيه کې تاريخي او سياسي قرينه د مېرمنو په اړه د خبرو کولو د يوې خونې زمينه برابره کړې ده.

تاريخچه سمول

د لرغون پېژندنې  شواهد راښیي چې د روسيې اوسنی قلمرو له تاريخ څخه د مخکې وختونو راهيسې رامنځته شوی دی. (۱،۵) ميليونه کلونه پخوا اولدوان (Oldwan) د کبړۍ توکي د شمالي (Caucausus) په ډاګيسټن اکوشا (Dagestan Akusha) سيمو کې کشف شوي دي، چې په روسيه کې د ډېر پخواني انسان شته والي ته اشاره کوي. د روسانو مستقيم اصليت ختيځ غلامان او د (Finnic) وګړي دي. د ۲۰ پېړۍ ډېری خلکو لپاره د روسيې تاريخ په لازمي ډول شوروي اتحاد دی. دا په ۱۹۹۱ز کال د لويديځې اروپا د کمونيزم بلاک پخوانيو هېوادونو د اقتصادي سقوط او نورو ټولنيزو ستونزو له امله رامنځته شو. په روسيه کې مېرمنې يوه ډله نه دي؛ ځکه چې دا هېواد په خپله ډول ډول پاړکي لري. په ۲۰۱۰ز کال کې په روسيه کې شاو خوا ۲۰۰ ملیتونه او نژادي اقليتونو وو چې ۷۷،۷ سلنه يې روسان وو. که څه هم د نفوس ډېره برخه يې مسيحي ارتودوکس دي، مګر نوردينونه هم په کې شته. نږدې (٪۶) مسلمانان هم په روسيه کې مېشت دي. د روسيې په تاريخ کې مشهورې مېرمنې د روسيې انا (Anna of Russia)، د روسيې ايليزابت (Elizabeth of Russia)، کترين د ګريټ (Catherine the Great) او ياکاټيرينا اورونټسووا ډاشکووا (Yakaterina Vorontosova-Dashkova) وې. [۱][۲]

اتلسمه پېړۍ سمول

د اتلسمې پېړۍ روسي مېرمنې د اروپايي هېوادوالو په نسبت د ځينو وجوهاتو له امله بختورې وې. له بلې خوا د روسي مېرمنو ژوند ډېر سخت و. اتلسمه پېړۍ د ټولنيز او قانوني بدلون وخت و، چې ښځو په کې هغه بدلونونه تجربه کړل چې مخکې يې نه وو تجربه کړي. ستر پیټر (Peter the Great) له ۱۶۸۲- ۱۷۲۵ ميلادي کلونو پورې واکمني وکړه او روسي فرهنګ او هغو رواجونو کې یې ګڼ بدلونونه راوستل چې د ۱۴۵۰ز کلونو راهيسې د بیزانس(Byzantine) د سترواکۍ له وخته مراعات کېدل. د ټولنې درېوواړو طبقو تزار ته د هغوی د نژدېوالي له مخې دا اصلاحات تجربه کړل. لويو ښارونو په ډېرې چټکۍ سره د غربيتوب پړاو وازمویه، چې کليوالي سيمو ته لږه موده وروسته دا فرهنګ ورسېد. اشرافو، کروندګرو او سوداګرو مېرمنو هرې يوې په بېل ډول د Petrine اصلاحات مشاهده کړل. د ټيټې طبقې خلکو د اتلسمې پېړۍ تر پايه کوم ځانګړی بدلون حس نه کړ؛ تر دې چې د (Catherine the Great) د پاچهۍ پر مهال يې بدلونونه يو په يو حس کړل. کله چې دا تغیيرات په قانوني ډول د مېرمنو د ژوند د بدلون په موخه پيل شول، تر څنګ يې د مېرمنو ټولنيزو وړتياوو ته په پراختیا ورکولو کې هم مرسته وکړه. په دې پېړۍ کې د Petrine اصلاحاتو ډېرو مېرمنو ته په ټولنه کې د ګډون کولو اجازه ورکړه، په داسې حال کې چې له دې وړاندې زوړ فکر دا و چې ښځه بايد يوازې د کور مېرمن او مور وي. په روسيه کې د مېرمنو مقام بدلېدل، د هغو پينځو مېرمنو په يادولو سره چې ۷۰ کلونه يې په خپلو نومونو سترواکي رهبري کړه، په ښه توګه تشرېح کولی شوو.[۳]

قانوني بدلونونه سمول

تر ټولو مهم قانوني بدلون چې د مېرمنو ژوند يې اغېزمن کړ، په ۱۷۱۴ ز کال کې د ستر پیټر (Peter the Great) له خوا ښځو ته د ميراث حق ورکول دي. دا قانون فرض کړی شوی و چې د اشرافو په کورنيو کې د هغوی بچیانو ته د جاېداد د منع په واسطه به د روسيې په عاېد کې مرسته وکړي. د دې قانون پر بنسټ له ميراثه محرومې مېرمنې په اغېزناک ډول برخمنې شوې. د انفرادي وراثت قانون د ۱۷۲۵ز کال په فرمان يا حکم کې واضح شوی و. قانون حکم کاوه چې که چېرې يو سړی ژوندی وي او مجردې لورګانې ولري، تر ټولو مشره لور به  په جايداد کې خپله برخه اخلي؛ په داسې حال کې چې نورې خويندې به د پلار انتقالي شتنمني په خپل منځ کې وېشي. واده کړې لورهيڅ برخه نه لري، بې له دې چې د واده کولو پر مهال يې د پلار له خوا جهېز اخېستی وي. يعنې يوازې د جهېز برخه د دوی حق کېږي او په نورې شتمنۍ کې برخه نه لري. [۴][۵]

په ۱۷۳۰ز کال انا آيوانووا (Anna Ivanova) د فردي وراثت قانون لغو کړ. دا له هغه وخته چې په ۱۷۱۴ز کال Peter د لومړي ځل لپاره اعلان کړی و. د اشرافو تر منځ د سیالۍ يو ستر دليل و. له ۱۷۳۱ز کال څخه وروسته د شتمنۍ اړوند حقوقو کې د ځمکې وراثت هم شامل شو. مېرمنو ته یې په ملکيت کې هغه ستر ځواک ورکړ چې تمه يې کېده او يا به يې د واده په جهېز کې تر لاسه کړی و.[۶]

د ښځو لپاره زده کړې سمول

له پيټرين Petrine څخه وړاندې پېړيو کې روسانو د خپلو خلکو (غريبو يا مالدارو) د باسواده کولو سره هيڅ علاقه نه درلوده. تعليمي اصلاحات د Petrine د لويديځ پلويتوب يوه ستره برخه وه. که څه هم دا اصلاحات د دويمې کترين (Catherine) تر اصلاحاتو پورې  په عملي توګه موجود نه و. دويمې کترين د هرې طبقې ښځو او نارينه وو دواړو ته د تعليم کولو حق ورکړ. د نجونو زده کړې معمولاً په کورونو کې وې، ځکه دوی فکر کاوه چې نجونې يا د کور مېرمنې جوړېږي او يا ميندې. د رسمي زده کړو زمينه په ۱۷۶۴ز او ۱۷۶۵ز کلونو کې هغه وخت پيل شو چې دويمې کترين (Catherine II) د (Petersburg) په کوڅه کې د اشرافو نجونو لپاره د سمولني (smolny) په نوم انسټيټيوت او وروسته يې بيا د عامو خلکو د لورګانو لپاره د نووډيويچي (Novodevichii) په نوم انسټيټيوټ جوړ کړ.[۷]

ښځې په اشرافيت کې سمول

په اتلسمه پېړۍ کې د Petrine اصلاحاتو او روښانفکره نظرياتو اشرافي کورنيو ته د منلو او نه منلو بدلونونه راوړل. د شتمنو کورنيو ښځينه بچیان منتصب کېدل او په يو ځانګړي ځای کې ساتل کېدل. دا ځای به معمولاً يوه بېله ودانۍ وه، چې له کور سره به د يو دهلېز په واسطه نښتې وه. په دې ودانۍ کې به معمولاً هغه نجونې ساتل کېدلې چې د واده عمر ته به رسېدلې وې. عقيده دا وه چې دوی پاکې او له هر ډول جنسي اړيکو څخه لرې وساتي. دې نجونو ته يوازې په نورو اشرافي کورنيو کې د واده کولو او پيوستون حق ورکول کېده. د کليو او بانډو ټيټو طبقو کورونو د پېغلو نجونو يا ناواده مېرمنو د بېلولو لپاره جلا ځای نه درلوده. دا ډول مېرمنې بايد له خپلو وروڼو، پلرونو او خاوندانو سره يو ځای اوسېدلی وی او تر څنګ يې بايد په ځانته ځان د کور کارونه هم کړی وی. د ستر پیتر (Peter  the Great) له خوا د نوو اصلاحاتو د تصويب په پايله کې، په ځانګړي ډول تزار روسيې ته د نږدې شتمنو خلکو د واده کولو رواجونو هم په تدريجي ډول بدلون وکړ. د واده لپاره منځنی عمر هم زيات شو.  [۸][۹][۱۰][۱۱]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Chepalyga, A.L.; Amirkhanov, Kh.A.; Trubikhin, V.M.; Sadchikova, T.A.; Pirogov, A.N.; Taimazov, A.I. (2011). "Geoarchaeology of the earliest paleolithic sites (Oldowan) in the North Caucasus and the East Europe". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ مې ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۳. Early Paleolithic cultural layers with tools of oldowan type was discovered in East Caucasus (Dagestan, Russia) by Kh. Amirkhanov (2006) [...] الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The World Factbook — Central Intelligence Agency". Cia.gov. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Pushkareva, Natalia (1997). Women in Russian History: From the Tenth to the Twentieth Century. Armonk, NY: M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 153. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Rosslyn, Wendy (2003). Women and Gender in 18th-Century Russia. Burlington, VT: Ashgate Publishing. د کتاب پاڼې 228. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lamarche- Marrese, Michelle (2002). A Woman's Kingdom: Noblewomen and the Control of Property in Russia, 1700-1861. New York: Cornell University Press. د کتاب پاڼې 30. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780801439117. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lamarche-Marrese, Michelle (2002). A Woman's Kingdom: Noblewomen and the Control of Property in Russia, 1700-1861. NY: Cornell University Press. د کتاب پاڼي 30–31. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Bisha, Robin (2002). Russian Women, 1698-1917 Experience and Expression: An Anthology of Sources. Bloomington, IN: Indiana University Press. د کتاب پاڼي 162–163. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pushkareva, Natalia (1997). Women in Russian History: From the Tenth to the Twentieth Century. Armonk, NY: M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 89. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Pushkareva, Natalia (1997). Women in Russian History: From the Tenth to the Twentieth Century. Armonk, NY: M.E. Sharpe. د کتاب پاڼي 96–97. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Pushkareva, Natalia (1997). Women in Russian History: From the Tenth to the Twentieth Century. Armonk, NY: M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 157. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Pushkareva, Natalia (1997). Women in Russian History: From the Tenth to the Twentieth Century. Armonk, New York: M.E. Sharpe. د کتاب پاڼې 95. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)