ښځې په جاپان کې

که څه هم له دويم نړیوال جنګ څخه وروسته په جاپان کې د ښځينه وو مساوي حقوق په رسمیت پېژندل شوي وو، مګر د ښځو لپاره اقتصادي شرایط غیر متوازن پاتې شوو. د عصري پالیسۍ موندنې ښايي چې ښځينه د مورولۍ او کاري ساحو کې د ګډون لپاره تشویقول مختلطې پایلې درلودې.[۱][۲]

جاپانيو ښځو په ۱۹۴۵زکال د رايې کارونې حق ترلاسه کړ. په داسې حال کې چې له هغه وخت راهیسې د جاپاني مېرمنو حالت په ثابت ډول پرمختګ کړی دی، له واده شوو مېرمنو او میندو څخه عنعنوي غوښتنې اوهیلې د هغوی د کامل اقتصادي مساوات پر وړاندې یو خنډ ذکر کولای شو. شاهي دولت په جدي ډول یوازې نارینه پرمخ وړي او یوه شهزادګۍ د یو عام سړي سره واده کوي، نو باید خپل شاهي نسب او حیثیت ترک کړی پرېږدي. [۳][۴]

کلتوري تاریخچه

سمول

په جاپاني ټولنو کې د ښځو د ګډون کچه د وخت او څو لسیزو او ټولګیو ټولنو ته په کتو سره بدلون کړی دی. په اتمه پېړۍ کې جاپان ښځينه سترواکه(امپراطوره) درلوده او په دوولسمه پېړۍ کې د (Hein) د دورې پرمهال جاپاني مېرمنو په خپل نوم د جایداد میراث امتیاز درلود. ښځو کولای شول ملکیت ولري، تعلیم وکړي، لوستې اوسي او که مجردې وي. د ژوند ملګری درلودلو اجازه هم ورکړل شوې وه. د Edo د دورې په وروستیو کې د ښځو رول کمرنګه شو. په th   ۱۷پېړۍ کې د کنفوسیوس پلوي لیکوال کاېباران ايکن (Kaibaran Ekken ) زده کړې د ښځو لپاره د سرلیک لاندې لیکلي: جاپاني مېرمنو هیلې د نوموړي پر وینا چې دا د مېرمنو حماقت دی، چې زده کړې پرځای بې باوره دي او یوازې د خپلو میړونو اطاعت کوي.  د ميجي (Meiji) د دورې په جریان کې متمدن او صنعتي کوونې د پلرونو او میړونو(خاوندانو) صلاحیت راکم کړ؛ مګر په عین حان کې د ۱۸۹۸ ز کال د (Meiji) مدني کود د ښځو قانوني حقونه رد کړل او هغوی يې یوازې د کور سرپرستۍ لپاره غوره وبللې.[۵][۶][۷]

سلوکي یا اخلاقي هیلې

سمول

د ۱۹۸۵ز کال په جاپان کې د کور مېرمنو سره په مرکو کې څېړونکو ومونده، چې په جاپان کې د مېرمنو اجتماعي سلوک د حیا، سپېڅلتوب، نزاکت، تفاهم او پر ځای د باور مختلفې بېلګې تعقیبوي. حیا په ورځنیو فعالیتونو او خبرو کې خاموشۍ ته وایي، په هغو کې سپېڅلتوب، شخصي ظاهري بڼه او پاک کور شامل وو.[۸]

یوه بله ځانګړنه نزاکت او ادب وو.ښځو په کورنیو اصولو د مېلمنو خوشحالي غوښته. د نمونې په توګه: په هغو کې، د چایوچمتو کول او ورکول او نور ورته فعالیتونو شاملېږي.

د ښځینه توب(زنانګۍ) د داخلي اخلاقو لپاره د لېبرا Lebra ځانګړې نښې  تفاهم و. د بېلګې په ډول: له ماشومانو څخه تمه کېده، چې د خپلو والدینو امرونه رد نه کړي. د مېرمنو په ځان  د باور حس وهڅول شو؛ ځکه چې اړمنې مېرمنې د نورو د اوږو بار وې. له جاپاني مېرمنو سره په دې مرکو کې  لېبرا (Lebra)) وموندل، چې نجونې د ښوونځيو اړوند د هغو فغالیتونو لپاره ګمارل کېدلې، چې هلکانو ورڅخه د تېښتې میلان درلود. د لېبرا Lebra) ) هڅې چې د انتقادي نظریو پر بنسټ وې، په ځانګړي ډول د يوې جاپانۍ مېرمنې په اقتصادي برخو يې تمرکز کاوه.[۹]

که څه هم جاپان په ټولنیز ډول یوه محافظه کاره ټولنه پاتې کېږي. جاپانۍ مېرمنې او ټولنه له هغه کلیشو څخه چې د سفرونو لارښود یا بهرنیو رسنیو کې پېژندل کېدې، په بشپړه توګ متفاوت وې. په دې کلیشو کې جاپانۍ مېرمنې فرمانبردارې او په خپله خوښّه د هر ډول پريکړې کولو څخه خالي وې. يوه بله کليشه هم وه چې ښځې يوازې بايد په کور پاتې شي او په هيڅ عام او ټولنيز ژوند کې برخه نه شي اخيستلی: په حقيقت کې ډېری مېرمنې دندې لري. له ۱۵-۶۴ کلونو په عمرد مېرمنو د ګمارنې کچه ۶۹،۶ سلنه ده. (د OECD د ۲۰۱۸ کال د معلوماتو پر بنسټ).[۱۰][۱۱]

د مېرمنو سیاسي حالت

سمول

په دویم نړیوال جنګ کې د جاپان د محاصرې څخه وروسته یانې ۱۹۴۲ کال کې مېرمنو ته د رايې ورکولو حق ورکړل شو. د جاپان د نوي عملي پلان له مخې دوګلاس مک ارتر (Dauglas MacArthur) د ۱۹۴۶ز په فبرورۍ کې د یو نوي اساسي قانون د مسودې امر وکړ. د دوه مېرمنو بيټي ساېروټا ګوردان (Bete Sirota Gordan) او اقتصاد پوه ايلېنر هاډلي ( Eleanor Hadley) په ګډون یوه فرعي کمېټه جوړه شوه. دا دواړه مېرمنې په اساسي قانون کې د مدني او د ښځو د حقونو اړوند برخو د لیکلو لپاره غوره شوې وې. په دې کار سره مېرمنو ته په جاپاني ټولنو کې ازادي، نارینه سره مساوات او لوړ حیثیت ورکړل شو. [۱۲][۱۳][۱۴]

له جنګ څخه وروسته نورو اصلاحاتو د مېرمنو لپاره تعلیمي بنسټونه پرانېستل او هم يې د عین کار په بدل کې د عین عاید غوښتنه کوله. په ۱۹۸۶ کال کې د دندو مساوي فرصت قانون اغېزناک وګڼل شو. په قانوني ډول په ټولنیز ژوند کې  مېرمنو ته د مساویانه ګډون محدود خنډونه پاتې شول. [۱۵][۱۶]

که هم څه په ټولیز ډول د کارونو ډېروالی ، کاري ساعتونو  او په کاري ساحو کې د نارینه وو نفوذ د مېرمنو لپاره د کار فرصتونه راکم کړل.

په پارلمانونو کې د ښځو په نړیواله سروې کې جاپان د ۱۸۹هېوادونو له منځه ۱۲۳ هېواد شو، سره له دې هم، چې په ۲۰۲۰ زکال د حکومت د موخې په توګه باید ۳۰٪ رسمي بنسټونه د مېرمنو وي؛ مګر له ۱۰٪  څخه کم دولتي بنسټونو کې مېرمنو کار کاوه. د Diet ښکتنۍ جرګې ٪۸ او د پورتنۍ جرګې ٪۱۹ مېرمنې وې. له ٪۱ څخه لږې مېرمنې ښاروالې وې.

د هيسي( Heisei)  په دوره  ۲۱ پېړۍ کې د څو متمرکزو او مستقیمو رایو په واسطه د جاپان حکومت دې غیر مساواتو ته خپل میل ښکاره کړ او د ۲۰۱۲ زکال د کابینې د دفتر له خوا يوې ټولنپوښتنې وموندل، چې شاو خوا ٪۷۰ رايې موافقې وې، چې له نارینه وو سره امتیازي چلند کېږي.[۱۷][۱۸]

مسلکي ژوند

سمول

په ۲۱ پېړۍ کې جاپانۍ مېرمنې د امریکايي کاریګرو مېرمنو په پرتله، په لوړ شباهت سره کار کوي، په جاپان کې د نارینه او ښځو تر منځ د عاید کچه مساوي نه ده، جاپانۍ مېرمنې د نارینه په نسبت ٪۴۰ کم عاید ترلاسه کوي او يوازي لسمه برخه اداري بنسټونه مېرمنو نیولي. په منځني ډول ښځې په لنډمهاله او له وخت وروسته دندو بوختې دي. په ۲۰۱۲ زکال کې  ٪۷۷ سلنه دا ډول دندې مېرمنو درلودې. د ښځو ترمنځ د ښځو اتحاديې د اندازې او ځواک له مخې کوچنۍ وې. د پېغلواو مېرمنو لپاره يو عام شغل، په دفترونو کې خدمت و. دا هغه ښځينه کارکوونکې وې چې د ډېرو کمو پيسو په مقابل کې يې د چای راوړلو، سکرتريت او يا کتابت په شان دندې پر مخ وړلې. [۱۹][۲۰]

د جاپان يو غښتلی فرهنګ له واده څخه وروسته په کور کې د مېرمنو پاتې کېدل دي. کله چې يوه مور بايد کار وکړي، نو زیاتره د خپلو بچیانو اوخاوند له مهالوېش سره سم د ورځې يوه برخه د کم عاېد لرونکي دنده کوي. د کورنۍ او کور اړوند چارو خيال ساتل د مېرمنو يو عمده رول بلل کېږي او له کاريګرو مېرمنو هم د دې د تر سره کولو تمه کېږي. سره له دې چې په وروستيو کلونو کې د کاريګرو مېرمنو کچه زياته شوې ده، په ۲۰۱۴ز کال کې مېرمنو د جاپان ۴۲،۷ سلنه کاري ځواک جوړاوه. په جاپان کې هغه مېرمنې چې له رسمي وخت وروسته کار کوي، په خپلو کې لوړ شباهت لري او ډېری له دې مېرمنو ميندې دي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Soble, Jonathan (1 January 2015). "To Rescue Economy, Japan Turns to Supermom". The New York Times. بياځلي په 2015-04-07.
  2. Borovoy, Amy (2005). The too-good wife: alcohol, codependency, and the politics of nurturance in postwar Japan. Berkeley, CA: University of California Press. ISBN 0520244524.
  3. "Birth of the Constitution of Japan - Chronological Table". National Diet Library, Japan. بياځلي په 18 February 2020.
  4. Nohara, Yoshiaki. "Goldman's Matsui Turns Abe to Womenomics for Japan Growth". Bloomberg.
  5. "Heroines: Heian Period (Women in World History Curriculum)". www.womeninworldhistory.com.
  6. Ekken, Kaibara (2010). Onna Daigaku A Treasure Box of Women's Learning. Gardners Books. ISBN 978-0955979675.
  7. The Meiji Reforms and Obstacles for Women Japan, 1878–1927
  8. Lebra, Takie Sugiyama (1985). Japanese women : constraint and fulfillment (Pbk. ed.). Honolulu, HI: University of Hawaii Press. ISBN 0824810252.
  9. Tamanoi, Mariko Asano (October 1990). "Women's Voices: Their Critique of the Anthropology of Japan". Annual Review of Anthropology. 19 (1): 17–37. doi:10.1146/annurev.an.19.100190.000313.
  10. Rethinking Japan: Social sciences, ideology & thought, by Adriana Boscaro, Franco Gatti, Massimo Raveri, pp. 164-173
  11. "Employment - Employment rate - OECD Data". theOECD (in انګليسي). بياځلي په 2019-11-03.
  12. Fox, Margalit (January 1, 2013). "Beate Gordon, Long-Unsung Heroine of Japanese Women's Rights, Dies at 89". The New York Times. بياځلي په 2013-01-02. Correction: January 4, 2013
  13. Dower, pp. 365-367
  14. Chanlett-Avery, Emma; Nelson, Rebecca M. (2014). ""Womenomics" in Japan: In Brief" (PDF). Congressional Research Service.
  15. Economist. "Holding back half the nation". The Economist. بياځلي په 15 December 2015.
  16. Beech, Hannah (30 September 2013). "'You Mean Women Deserve Careers?' Patriarchal Japan Has Breakthrough Moment". Time. Time Magazine. بياځلي په 15 December 2015.
  17. Abe, Shinzo (25 September 2013). "Unleashing the Power of 'Womenomics'". Wall Street Journal. Wall Street Journal. بياځلي په 15 December 2015.
  18. Cabinet Office, Gender Equality Bureau. "Perceptions of Gender Inequality" (PDF). www.gender.go.jp/. Japan Cabinet Office Gender Equality Bureau. بياځلي په 15 December 2015.
  19. "Holding back half the nation". The Economist. بياځلي په 12 December 2015.
  20. Briskin, Linda (1999). "Autonomy, diversity and integration: Union women's separate organising in North America and Western Europe in the context of restructuring and globalization". Women's Studies International Forum. 22 (5): 543–554. doi:10.1016/S0277-5395(99)00053-9.
  21. Hendry, Joy (1986). Marriage in changing Japan : community and society (1st Tuttle ed.). Rutland, Vt.: C.E. Tuttle Co. ISBN 0804815062.
  22. Morsbach, Helmut (1978). Corbyn, Marie (ed.). Aspects of Japanese Marriage. Penguin Books. p. 98.
  23. Hirata, Keiko; Warschauer, Mark (2014). Japan : the paradox of harmony. New Haven: Yale University Press. p. 49. ISBN 978-0300186079.
  24. Nemoto, Kumiko (September 2013). "Long Working Hours and the Corporate Gender Divide in Japan". Gender, Work & Organization. 20 (5): 512–527. doi:10.1111/j.1468-0432.2012.00599.x.
  25. "Labor force, female (% of total labor force) | Data".
  26. Yu, p. 494