ښځې په بوديزم کې

په بوديزم کې ښځې هغه موضوع ده چې د شريعت، تاريخ، انتروپولوژي او فېمینیزم په ګډون له بېلابېلو اړخونو څخه راڅرګندېدلی شي. په موضوع پورې اړوند ګټو کې د ښځو ديني حالت، په کور اوعامه ځايونو کې د بودايانو په ټولنو کې د ښځو چلند، په بوديزم کې د ښځو تاريخ او د بوديزم په بېلابېلو بڼو کې د ښځو د تجربو پرتله کول شامل دي. د نورو مذهبونو په څېرد بودايي مېرمنو تجربې د پام وړ توپير لري.

لکه د برنارډ فوور (Bernard Faure) او ميرانډا شا (Miranda Shaw) غوندې ځينې پوهان په دې توافق لري، چې د جنسیت مسئلو ته د رسېدو په برخه کې بودايي څېړنې، په خپل ابتدايي پړاو کې دي. شا (Shaw) په ۱۹۹۴ ز کې  دې حالت ته يوه کتنه وکړه:

د هند - تبتي بوديزم په حالت کې د بوديزم په لومړيو کې، روحاني ژوند او مهايانا په بوديزم کې د ښځو په برخو کې يو څه پرمختګ شوی دی. په دوو مقالو کې د هند په تانتريک بوديزم کې د ښځو موضوع په جدي توګه راسپړلې ده، په داسې حال کې چې د تبتي راهبانو او جوګيانو ته يو څه زياته پاملرنه شوې ده.[۱]

له دې سره سره، په تبتي بوديزم کې ښځينه بودايي کشيشه خندرو رنپوچه (Khandro Rinpoche) دې موضوع ته د پام زياتولو اهميت لږوي: دا نانګ (Da Nang) په ويتنام کې د پېغلې بودا تر ټولو ستره مجسمه ده.

«کله چې د ښځو او بوديزم په اړه خبرې کېږي، ما درک کړي دي چې خلک زياتره دا موضوع يو څه نوې او بېله يا متفاوته ګڼي. دوی په دې باور دي، چې په بوديزم کې ښځې يوه مهمه موضوع ګرځېدلې ده؛ ځکه چې موږ په عصري وخت کې ژوند کوو او اوس زياتره ښځې په دارما (Dharma) يعنې مذهب باندې عمل کوي. که څه هم، دا قضيه نه ده. ښځينه سنګها (Sangha) له پېړیو راهيسې دلته ده. موږ په ۲۵۰۰ کلن پخواني دود کې نوي څه نه راوړو. ریښې یېهلته دي او موږ يې په اسانه توګه بيا پياوړې کوو».[۲]

په بوديزم کې د ښځو او مساواتو د اوسنۍ ارزونې په توګه، ماساتوشي يوکي (Masatoshi Ueki) د بوديزم له پيل څخه له لرغوني بوديزم څخه لوټس سوترا (Lotus Sutra) ته د بوديزم د متنونو متناسب تفسير وړاندې کړ. يوکي (Ueki) د 'نارینه' او 'ښځينه' اصطلاحات نه يوازې له بيولوژيکي پلوه د هر جنس د فزيکي ځانګړتياوو پر بنسټ؛ بلکې په ټولنه کې د دوی د فعالو ونډو پراساس وڅېړل؛ دوی ته يې "نارينه اصل" او "ښځينه اصل" وويل او دې پايلې ته ورسېد، چې د ښځو د روښنفکرۍ په اړه د شکياموني (Shakyamuni) په ښوونه يا تدريس کې هېڅ توپير نه دی تبلیغ شوی.

له ښځينه اصل سره په مساوي اندازه د نارينه اصل رامينځته کول، د شيانو طبيعي ترتيب دی. دوی بايد هيڅکله په دوه اړخيزو ځانګړو اړيکو کې شتون ونه لري. دوی بايد د يو بل په لګښت باندې ټينګار ونه کړي، دا ځکه چې دواړه اړين دي. ... د ريښتيني ځان رامينځته کول به، د نارينه او ښځينه دواړو لپاره د حقيقت واقعيت وي.[۳]

په بودیزم کې د ښځو مهال ویش سمول

  • له میلاده شپږ پېړۍ مخکې: مهاپاجاپتي ګوتامي (Mahapajapati Gotami) د بودا ترور او پالونکې مور لومړنۍ ښځه وه، چې بودايي حکم يې تر لاسه کړ. [Ordination: هغه مراسم دي چې په هغې کې عيسوي ملا مقررېږي، دسته بندی انتصاب].[۴][۵]
  • پنځمه پېړۍ: پراجنادرا (Prajñādhara) (پراجناتارا) د زين بوديزم (Zen Buddhism) اووه ويشتمه هندۍ مشره او د بودي درما (Bodhidharma,) ښوونکې په اړه باور دی چې يوه ښځه وه.[۶]
  • ديارلسمه پېړۍ: په جاپان کې لومړنۍ ښځينه زين (Zen) ماسټره، د جاپاني ښځينه صومعې رئيسه موګاي نيوډای (Mugai Nyodai) وه، چې په ۱۲۲۳ ز کې پیدا او په ۱۲۹۸ ز کې مړه شوه.[۷][۸]
  • ۱۸۸۰ز: مادام بلاوتسکي (Madame Blavatsky) او ډګروال اولکوټ (Olcott) لومړني لويديځوال شول، چې پناه او مفاهيم يعنې هغه مراسم يې تر لاسه کړل، چې له مخې يې يو څوک په دوديز ډول بودايي کېږي؛ په دې توګه بلاوتسکي (Blavatsky) لومړنۍ لويديځواله ښځه وه چې دا کار يې وکړ.[۹]
  • ۱۹۲۸ز: په تايلينډ کې يو سيکولر (نامذهبي) قانون تصويب شو، چې په بوديزم کې يې د ښځو بشپړ تنظيم منع کاوه. له دې سره سره، چې دا قانون څه وخت وروسته له هغې لغوه شو، چې ورنګانا وانويچيين (Varanggana Vanavichayen) په ۲۰۰۲ ز کې په تايلينډ کې لومړنۍ ښځينه راهبه وټاکل شوه.
  • ۱۹۶۶: بریتانوۍ فريدا بيدي (Freda Bedi) لومړنۍ لويدیځواله ښځه وه، چې په تبتي بوديزم کې يې د مذهبي شخصيت په توګه د ګمارنې ځانګړي مراسم واخېستل.[۱۰]
  • ۱۹۷۱ز: وورامی (Voramai) چې د تا تاو فا تزو (Ta Tao Fa Tzu) په نامه هم یادېږي، په تایوان کې د مهايانا (Mahayana) په شجره يا نسب کې لومړنۍ بشپړه ښځينه تایواني راهبه شوه او د خپلې کورنۍ کور يې په صومعه بدل کړ.[۱۱][۱۲]
  • ۱۹۷۶ز : کارونا دھرما (Karuna Dharma) په متحده ايالاتو کې د بودايي مذهبي ټولنې لومړنۍ بشپړه ټاکل شوې ښځينه غړې شوه.[۱۳]
  • ۱۹۸۱ ز: امريکايۍ ان پيما چوډرون (Ani Pema Chodron)، چې په ۱۹۸۱ ز کې د تبتي بوديزم په نسب کې د بیکخوني (bhikkhuni) يعنې په بشپړه توګه د بودايي راهبې په توګه وټاکل شوه. پيما چوډرون (Pema Chodron) لومړنۍ امريکایي ښځه وه، چې په تبتي بودايي دود کې د بودايي راهبې په توګه وټاکل شوه. [۱۴][۱۵]
  • ۱۹۸۸ز: امريکايۍ جيتسونما احکون لامو (Jetsunma Ahkon Lhamo) چې پخوا کاترين بروز (Catharine Burroughs) نومېده، لومړنۍ لويدیځواله ښځه شوه، چې د بيا ژوندي کېدنې (بيا زيږون) بودايي کشيشه نومول کېږي.[۱۶]
  • ۱۹۹۶ز: د سکياديتا (Sakyadhita) د هڅو له لارې، د بودايي مېرمنو نړيوالې ټولنې، لس سریلانکایي مېرمنې، د هند په سارنات (Sarnath) کې په بشپړه توګه د بودايي راهبې په توګه وټاکل شوې.[۱۷]
  • ۱۹۹۶ ز سبحانا بارزګي روشي (Subhana Barzaghi Roshi) د ډيامنډ سنګا (Diamond Sangha) لومړنۍ ښځينه روشي (زين ښوونکې) شوه، چې د مارچ په ۹ - ۱۹۹۶ ز کې يې په اسټراليا کې لېږد تر لاسه کړ. په دې مراسمو کې سبحانا (Subhana) د زين ښوونکي رابرټ ايتکن (Robert Aitken) په نسب کې لومړنۍ ښځينه زين ښوونکې هم شوه.[۱۸]
  • ۱۹۹۸ز : په بروکلين (Brooklyn) کې زېږېدلی شيري چايت (Sherry Chayat) لومړنۍ امريکایي ښځه شوه، چې د رينزی (Rinzai) د بوديزم په ښوونځي کې يې رسالت يا د مذهبي مراسمو لېږد تر لاسه کړ.[۱۹][۲۰][۲۱]
  • ۱۹۹۸ ز: له ۹۰۰ کلونو وروسته، د مذهبي مشرانو د ټاکنې له دې ډول مراسمو پرته، سریلانکا بيا د ښځو په توګه د بشپړې بودايي راهبانو په توګه ګومارل پيل کړل، چې د (bhikkhunis) په نامه یادېږي.[۲۲]
  • ۲۰۰۲ ز: امريکايۍ خينمو ډرولما (Khenmo Drolma) د بوديزم د دريکنګ کاګيو (Drikung Kagyu) په نسب کې په بشپړه توګه ټاکل شوې لومړنۍ بودايي راهبه شوه، چې د ټاکل کېدو لپاره يې تايوان سفر وکړ.[۲۳]
  • ۲۰۰۲ ز: ورنګانا وانويچايين (Varanggana Vanavichayen) ۵۵ کلنه بودايي راهبه په تايلينډ کې لومړنۍ ښځينه راهبه شوه. هغې د سريلانکا د ښځينه راهبې له خوا د نارينه تاېلنډي راهب په شتون کې ټاکل شوې وه. د تر ټولو پخواني بودايي ښوونځي (Theravada) صحيفې لکه څرنګه چې په تايلينډ کې تعبير شوي، د ښځينه راهبې د ټاکلو غوښتنه کوي؛ په مراسمو کې بايد نارينه او ښځينه راهبان ګډون وکړي. له دې څخه څه موده وروسته په تايلينډ کې يو سيکولر (نامذهبي) قانون چې په ۱۹۲۸ ز کې تصويب شوی و او په بوديزم کې د ښځو بشپړ راهبت يې منع کاوه؛ لغوه شو.[۲۴]
  • ۲۰۰۳ ز: اييا سودهما (Ayya Sudhamma Bhikkhuni) چې په امريکا کې زيږېدلې وه، لومړنۍ ښځه شوه چې د سريلانکا په تر ټولو پخواني بودايي ښوونځي (Theravada) کې يې په بشپړ ډول د ښځينه راهبې اوسېدلو مراسم تر لاسه کړل.[۲۵][۲۶][۲۷]
  • ۲۰۰۳ ز: په بشپړ ډول ټاکل شوې راهبه دامميننانډا (Dhammananda)، چې پخوا د چتسومارن کابيلسنګ (Chatsumarn Kabilsingh) په نوم پېژندل کېده؛ لومړنۍ ښځينه تايلينډي مېرمن شوه چې د فبروري په ۲۸ – ۲۰۰۳ نېټه يې د بودايي تر ټولو لرغوني ښوونځي د ښځينه راهبې په توګه بشپړه ټاکنه تر لاسه کړه. هغه په ​​سريلانکا کې ګمارل شوې وه.[۲۸][۲۹]
  • ۲۰۰۳ز: ساکاوادي (Saccavadi) او ګوناسري (Gunasari) په سریلانکا کې د بشپړو ښځينه راهبانو په توګه ګمارل شوې وې، په دې توګه دوی په عصري زمانه کې لومړنۍ ښځينه برمانوي تازه کار ( نوي ايمان راوړونکې ښځينه شوې) چې په سريلانکا کې لوړې ټاکنې(رتبې) ترلاسه کوي.[۳۰]
  • ۲۰۰۴ز: امريکايي ځينمو ډرولما (Khenmo Drolma) د دواړو جنسونو لومړنۍ لویدیځواله ښځه شوه، چې د بوديزم د ډريکنګ کاګيو (Drikung Kagyu) په نسب کې د خانقاه د مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې په ورمونټ (Vermont) يانې د امريکا لومړنۍ تبتي بودايي صومعه کې په ۲۰۰۴ کال د واجرا داکيني صومعې (Vajra Dakini Nunnery) د مشرې په توګه وټاکل شوه.[۳۱]
  • ۲۰۰۶ز: ميرل کوډو بويډ (Merle Kodo Boyd) چې په تکزاس کې زېږېدلی دی، لومړنۍ افريقايي الاصله امريکایي ښځه شوه، چې د زين بوديزم (Zen Buddhism) کې  یې د مذهب لېږد تر لاسه کړ.[۳۲]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Shaw, Miranda (1994). Passionate Enlightenment: Women in Tantric Buddhism. New Jersey: Princeton University Press. د کتاب پاڼې 4. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-01090-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Rinpoche, Khandro (1999). Thubten Chodron, Sylvia Boorstein (المحرر). Blossoms of the Dharma: Living as a Buddhist Nun. North Atlantic Books. د کتاب پاڼې 171. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-55643-325-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Masatoshi, Ueki (2001). Gender Equality in Buddhism. New York: Peter Lang. د کتاب پاڼې 191. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8204-5133-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Life of Buddha: Maha Pajapati Gotami - Order of Nuns (Part 2)". www.buddhanet.net. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "A New Possibility". Congress-on-buddhist-women.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Austin, Shoshan Victoria (2012). "The True Human Body". In Carney, Eido Frances (المحرر). Receiving the Marrow. Temple Ground Press. د کتاب پاڼې 148. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0985565107. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Erickson, Lisa. "Mugai Nyodai, First Woman to Head a Zen Order". Buddhism Site. Lisa Erickson. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. SUSAN SACHSPublished: November 22, 1998 (په 1998-11-22 باندې). Japanese Zen Master Honored by Her Followers. Nytimes.com.
  9. Current Perspectives in Buddhism: Buddhism today : issues & global dimensions, Madhusudan Sakya, Cyber Tech Publications, 2011, page 244
  10. "Nonfiction Book Review: The Revolutionary Life of Freda Bedi: British Feminist, Indian Nationalist, Buddhist Nun by Vicki Mackenzie. Shambhala, $16.95 trade paper (208p) ISBN 978-1-61180-425-6". Publishersweekly.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Queen, Christopher S.; King, Sallie B. (1996-03-14). Engaged Buddhism: Buddhist Liberation Movements in Asia - Google Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780791428443. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "IPS – Thai Women Don Monks' Robes | Inter Press Service". Ipsnews.net. 2013-11-01. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ نومبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tweti, Mira (Winter 2006). "Daughters of Buddha". Tricycle Magazine. The Tricycle Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Works by Chögyam Trungpa and His Students". Dharma Haven. Dharma Haven. June 23, 1999. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Ani Pema Chödrön". Gampoabbey.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ نومبر ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په 1988-10-26 باندې). U.S. Woman Is Named Reborn Buddhist Saint. Nytimes.com.
  17. Monica Lindberg Falk (2007). Making Fields of Merit: Buddhist Female Ascetics and Gendered Orders in Thailand. NIAS Press. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-87-7694-019-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Subhana Barzaghi Roshi Archived April 2, 2012, at the Wayback Machine.
  19. "Article: First Female Rabbi in Belarus travels the Hinterlands: On the Road with Nelly Shulman". Highbeam.com. 2001-03-23. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ نومبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Encyclopedia of women and religion in North America, Volume 2 By Rosemary Skinner Keller, Rosemary Radford Ruether, Marie Cantlon (pg. 642)
  21. HarperSanFrancisco, 2006 320 pages; $24.95 (hardcover). "The Lost Lineage". Thebuddhadharma.com. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  22. Bhikkhuni Sobhana. "Contemporary bhikkuni ordination in Sri Lanka". Lakehouse.lk. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ مې ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Khenmo Drolma". Vajradakininunnery.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جون ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 2002-02-11 باندې). First Thai Female Monk Ordained. www.thaibuddhism.met
  25. The Outstanding Women in Buddhism Awards (2006) Archived 2011-01-14 at the Wayback Machine.
  26. Carolina Buddhist Vihara (n.d.) Archived September 7, 2010, at the Wayback Machine.
  27. Bhāvanā Society Forest Monastery (2007) Archived 2017-11-18 at the Wayback Machine., p. 165.
  28. "Ordained At Last". Thebuddhadharma.com. 2003-02-28. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ فبروري ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Rita C. Larivee, SSA (2003-05-14). "Bhikkhunis: Ordaining Buddhist Women". Nationalcatholicreporter.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Sujato, Bhante. "Saccavadi's story". Sujato's Blog. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Vajra Dakini Nunnery". Vajra Dakini Nunnery. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. James Ishmael Ford (2006). Zen Master Who?: A Guide to the People and Stories of Zen. Wisdom Publications. د کتاب پاڼي 166–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-86171-509-1. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)