ښځو ته د رایو د حق غوښتونکو بمي بریدونه او اور اچونې

په لویه بریتانیا او ایرلنډ کې د ښځو لپاره د رایو حق غوښتونکو له ۱۹۱۲ زکال څخه تر ۱۹۱۴ زکال پورې یو لړ بمي چاودنې او اور اچونې ترسره کړې. دغه مبارزه د ښځو د ټولنیزې او سیاسي اتحادیې (WSPU) له خوا تحریک شوه چې د ښځو د رایو د حق په موخه د پراخې مبارزې برخه وه. یاده مبارزه د املین پنکرسټ په څېر د WSPU د مخکښو څېرو له خوا رهبري کېده چې زیربناوې، دولتي ودانۍ، کلیساوې او عامه وګړي یې په نښه کړل؛ دوی په خپلو بریدونو کې د واټ ته څېرمه بمونو، اور اچونو، پستي بمونو، ترورونو او د تاوتریخوالو له نورو ډولونو کار اخیست.

په دغو بریدونو کې د ښځو لپاره د رایو د حق د یو فعال په ګډون شاوخوا ۵ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۴ تنه ټپیان شول چې په دغو کې هم دوه مبارزه کوونکي شامل وو. دغه مبارزه د ۱۹۱۴ زکال په اګست میاشت کې د جګړې په پیل سره ودرېده، پرته له دې چې د ښځو لپاره د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړي ځکه چې دوی ژمنه وکړه، په جګړه کې به د مرستې په موخه خپله مبارزه ودروي.

د رایو حق غوښتونکو او همدارنګه د وخت چارواکو اور اچونې او همدارنګه بمي بریدونه د ترهګریزو چارو په توګه توصیف کول. معاصر مطبوعاتي راپورونه هم په بریتانیا او متحده ایالاتو کې دغه پېښې د «ترهګریزو» پېښو په توګه یادوي. د سي جي بیرمن، راشل مونګان او فیمنېست تاریخ پوهانو فرن ریډل او شریل یورګنس – ارپ په ګډون یو شمېر تاریخ پوهانو هم دغه چارې د ترهګریزو چارو په توګه ډلبندي کړې دي.

د کورونو په نښه کول سمول

د رایو د حق غوښتنې په دغو مبارزاتو کې تر ټولو رایج بریدونه د سیاستوالو یا عامو وګړو په کورونو بریدونه وو. دغه بریدونه د WSPU له خوا له دې امله توجیه کېدل چې د املاکو ډېری څښتنان نارینه و او له وړاندې څخه یې د رایو ورکولو حق درلود. دوی استدلال کاوه چې له دې امله چې دوی له وړاندې څخه د رایو ورکولو حق درلود نو د دولت د چارو مسئولیت هم ور تر غاړې دی. په ټول هېواد کې ګڼ شمېر کورونو ته بمونه ور واچول شول او یا هم وسوزول شول؛ د ۱۹۱۳ زکال په مارچ میاشت کې په ټوله ساري سیمه، چورليووډ، ناروېچ، پوټرز بار او همفسټیډ ګارډن کې شخصي کورونو ته اور واچول شو. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

وژنې او د ټپیانو زیاتوالی سمول

د ۱۹۱۳ زکال د جون میاشتې په لومړیو کې د براډفورډ په کلیوالي برخو کې د کورونو سوزول پیل شول، چې له امله یې دوه نارینه مړه او ګڼ شمېر آسونه ووژل شول. د دغو چارو مسئولیت په رسمي بڼه د رایو حق غوښتونکو په خپل رسمي اخبار، سوپرګېټ (The Suffragette) کې پر غاړه واخیست. په راتلونکو څو میاشتو کې د هغوی بریدونو دوام وموند چې له امله یې د تلفاتو کچه زیاته شوه. د جون په ۲مه دغو مبارزینو ته اړوند یو بم د لندن د سویل ختیځې برخې په یوه پوسته خانه کې ونیول شو چې په کافي کچه نایتروګلسرین په کې کارول شوي او د دغې پوسته خونې د بشپړې ودانۍ د نړولو او د ۲۰۰ کسانو د وژلو ځواک یې درلود. له یوې بلې جدي پېښې څخه هغه مهال ونیول شوه چې مبارزینو ته اړوند یو بل بم ونشو کولای د برمنګهم په یارډليوډډ سیمه کې د ستراټفورډ – آوان کانال ویجاړ کړي. له دې امله چې تر ۱۱ مایلي فاصلې پورې بل هېڅ بند شتون نه درلود په بند کې له رامنځته شوي درځ څخه ټولې اوبه د ګڼ شمېر وګړو لرونکې یوې درې پر لور په تدریجي بڼه تخلیه شوې چې احتمالا ځاني تلفات یې هم لرل. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ټایمز اخبار راپور ورکړ چې د کال تر وروستیو پورې په ټول هېواد کې د ښځو لپاره د رایو د حق غوښتونکو له خوا ۳۹ بمي بریدونه ثبت شوي دي.[۱۲]

د ۱۹۱۴ زکال بریدونه سمول

اور اچونو او بمي بریدونو تر ۱۹۱۴ زکال پورې دوام وموند. د دغه کال یو له لومړنیو بریدونو څخه د جنوري په اوومه هغه مهال ترسره شو چې یو ډینامیټي بم په لیډز کې د هارووډ پوځ د ودانۍ له دیوال څخه ودانۍ ته دننه وغورځول شو، دغه مهال له دې ودانۍ څخه د پولیسو د روزنځای په توګه ګټنه کېدله. د بم په چاودنه کې یو تڼ ټپي شو په داسې حال کې چې نورو ته د بم د لوېدو له ځای څخه لږ لرې د پروت حالت په غوره کولو هېڅ زیان وه نه رسېد. د سکاټلنډ د کمري ایالت ابروچیل قلا ته د اور اچونې په پېښه کې چې د فبروري په ۴مه رامنځته شوه چاته زیان وه نه رسېد. دغه ودانۍ ته هغه مهال اور واچول شو چې کارکوونکي په کې دننه و او هغوی په ډېرو ستونزو سره ځانونه وژغورل. یوه میاشت وروسته د کورنیو چارو د وزیر رجینالډ مکېانا کور ته د یوه برید پر مهال اور واچول شو. [۱۳][۱۴][۴][۱۴][۱۳]

د رایو د حق غوښتونکو په اهدافو کې کلیساوې هم شاملې وې، ځکه چې دوی باور درلود د انګلستان کلیسا ښځو ته د رایو ورکولو د حق سره په مخالفت کې مرسته کوي. له ۱۹۱۳ زکال څخه تر ۱۹۱۴ زکال پورې ۳۲ کلیساوې په نښه شوې. په ۱۹۱۴ زکال کې هم څو کلیساوو ته بمونه ور وغورځول شول. د اپرېل په پنځمه د لندن په ترافالګار میدان کې د سنت مارټینز – ان ده فیلډز کلیسا ته بمونه ور وغورځول شول چې د کړکیو ماتو شیشو په لاره تلونکي وګړي ژوبل کړل. یو بل بم د لندن په تابرناکل مټروپولیټن کلیسا کې ونیول شو؛ سربېره پر دې په جون میاشت کې په ویسټ مینسټر کلیسا کې د بم چاودنې له امله د تاج اېښودو څوکۍ ته زیان ورسېد. دغه مهال کلیسا له عبادت کوونکو ډکه وه او د چاودنې پر مهال له ۸۰ څخه تر ۱۰۰ تنو پورې دلته شتون درلود. [۷][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

په ډېر احتمال سره دغه بم له چاودنې څخه شیبه مخکې د هغې ډلې د یوه غړي له خوا اېښودل شوی و چې له کلیسا وتلي و. یو شمېر دغو کسانو د چاودنې پر مهال له کلیسا یوازې شل ګزه/یارډه (شاوخوا شل متره) فاصله لرله او چاودنه د کلیسا په خروجي دروازو کې د وحشت د جوړېدو لامل وګرځېده، خو له دغې چاودنې څخه د کوم جدي زیان راپور ورنکړل شو. بم له نټونو او پیچونو جوړ شوی و څو د له منځه وړونکي بم په توګه یې اغېز زیات شي. [۲۲][۲۳][۲۳]

تصادف خو دا و چې د چاودنې پر مهال له کلیسا یوازې ۱۰۰ ګزه هاخوا د عوامو جرګې د رایو د حق غوښتونکو د تاوتریخوالو څخه د ډکو تاکتیکونو سره د مبارزې د څرنګوالي اړوند خبرې کولې. د عوامو جرګې ډیری غړو د دغې چاودنې غږ واورېد او د پېښې ځای ته یې ورمنډې کړې څو ومومي څه شوي دي. د ویسټ مینسټر کلیسا له چاودنې دوه ورځې وروسته د سنت پل په لویه کلیسا کې یو بل بم وړاندې له دې چې چاودنه وکړي کشف شو. د جولای په ۱۲مه د ښځو د حقونو فعالې آنی کني هڅه وکړه د ویسټ مینسټر د سمیت څلور لارې په سنټ جان کلیسا کې دویمه چاودنه وکړي، خو هغه مهال چې بم یې د یوې تختې لاندې پټ کېښود دلته موجود یو کس هغه ولیده او له دې امله چې د استخباراتو له خوا له وړاندې تر تعقیب لاندې وه د وتلو پر مهال ونیول شوه. دلته موجود کسان په کلیسا کې پاتې شول او وه یې شو کولای له چاودنې وړاندې بم شنډ کړي. [۲۳][۲۴]

د مۍ په ۲۲مه په ډانډي کې یو روغتون په نښه کړای شو او مبارزینو د دغه روغتون ودانۍ ته اور واچوه. د همدغه کال په اوږدو کې په دوه دولتي چارواکو باندې هم پلان شوي بریدونه وشول: په مارچ میاشت کې د سکاټلنډ د طبي بندیانو کمېشنر په عامه محضر کې د رایو د حق غوښتونکو له خوا په قمچینو ووهل شو، د جون په دریمه د هالوې بندخونې طبي افسر ډاکټر فارورډ هم په عامه محضر کې په قمچینو ووهل شو. یو بل کس په جولای میاشت کې په یو روان اورګاډي کې د بمي برید له امله په سالوېک کې ټپي شو. وروسته له هغه چې بم د اورګاډي د واګون د اور اخیستو لامل وګرځېد، ساتونکو هڅه وکړه سون توکي له اورګاډي بهر وغورځوي څو له زیات زیان مخه ونیسي. له دې امله ساتونکي د لاسونو په ناحیه کې په شدیده بڼه وسوزېدل، خو وتوانېدل سون توکي له اورګاډي بهر کړي. د می میاشتې په اوومه په اوبو کې د پریمانه شمېر وګړو لرونکې یو درې د لاهو کولو هڅه وشوه، هغه مهال چې په پورته وینډلډن کې د پنیسټون د اوبو پر زخیره یو بم سرېښ کړای شو، که چېرې دغه چاودنه بریالۍ شوې وای، درې ته د ۱۳۸ میلیونه ګیلنه اوبو د تخلیې لامل ګرځېده، خو د پلان پر خلاف د چاودنې له امله هومره زیان زخیرې ته وه نه رسېد. [۲۵][۴][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې سمول

  1. Riddell 2018، ص. 121.
  2. "Suffragettes, violence and militancy". The British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Riddell 2018، ص. 142.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Bartley 2003، ص. 43.
  5. Monaghan 1997، ص. 75.
  6. Monaghan 2000، ص. 261.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bearman 2005، ص. 378.
  8. "Books interview with Fern Riddell: "Can we call the suffragettes terrorists? Absolutely"". HistoryExtra (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Webb 2014، ص. 123.
  10. Bearman 2005، ص. 385.
  11. Bearman 2005، صص. 372–374.
  12. Monaghan 1997، ص. 72.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Webb 2014، ص. 136.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Monaghan 1997، صص. 72–73.
  15. "Suffragette bombings - City of London Corporation". Google Arts & Culture (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Bearman 2005، ص. 391.
  17. "Suffragette bombings - City of London Corporation". Google Arts & Culture (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Suffragettes, violence and militancy". The British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Webb 2014، ص. 148.
  20. Webb 2014، ص. xiii.
  21. Webb 2014، ص. 65.
  22. Walker 2020، ص. 59.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ ۲۳٫۲ Jones 2016، ص. 65.
  24. Webb 2014، صص. 152–153.
  25. Metcalfe, Agnes Edith (1917). Woman's Effort: A Chronicle of British Women's Fifty Years' Struggle for Citizenship (1865-1914) (په انګلیسي ژبه کي). B. H. Blackwell. د کتاب پاڼې 312. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Walker 2020، ص. 60.
  27. Webb 2014، ص. 144.
  28. Mayhall 2003، ص. 107.
  29. Webb 2014، ص. 41.