ښایسته سالاري

ښایسته سالاري یا میریټوکراسي د سیاسي نظامونو اړوند هغه مفهوم دی چې له مخې یې اقتصادي یا سیاسي واک وګړو ته د هغوی د ټولنیز ځایګي یا شتمنۍ پر ځای د وړتیاو، هڅو او لاسته راوړنو پر بنسټ سپارل کېږي. په دغه ډول نظامونو کې پرمختګ د چلن پر بنسټ دی، هماغه ډول چې د ازموینې یا څرګندې بریا پر بنسټ اندازه کېږي. له دې سره چې د ښایسته سالارۍ مفهوم له پېړیو راهیسې شتون لري خو له دغه اصطلاح څخه لومړنۍ په رسمیت پېژندل شوې ګټنه په ۱۹۵۶ زکال کې ټولنپوه آلن فاکس د ټولنیز تفسیر (Socialist Commentary) په نامه ژورنال کې کړې ده. دغې اصطلاح د ټولنپوه مایکل ډانلوپ یانګ له خوا په ۱۹۵۸ زکال کې د ښایسته سالارۍ د ظهور (The Rise of the Meritocracy) په نامه د نوموړي د سیاسي طنزي کتاب پر مټ دود وموند. [۱][۲][۳]

تعاریف سمول

لومړني تعاریف سمول

ښایسته سالاري په تر ټولو غوره بڼه د افلاطون له خوا د هغه په جمهوري کتاب کې تر بحث لاندې نیول شوې او په دې سره د لویدیځې نړۍ په سیاستونو کې یې بنسټیز ځایګی وموند. «د ښایسته سالارۍ په تر ټولو مروج تعریف کې وړتیا لرل د ازمیښت شوو وړتیاوو او قابلیتونو پر بنسټ په ډېر احتمال سره هغه ډول چې د ذهن د وړتیا په ازمیښتونو او یا هم د پرمختګ د معیاري ازموینو پر بنسټ ارزول کېږي، مفهوم مومي». په دولت او نورو ټولو اداري نظامونو کې «ښایسته سالاري» د هغو نظامونو څرګندويي کوي چې په هغو کې د یو کس لپاره د نظام دننه پرمختګ د هغو په «وړتیاوو» لکه کړنو، ځیرکتیا، اعتبار او زده کړو اوړي. دغه ټول د اشخاصو د مشخصې ارزونې پر بنسټ څرګندېږي. [۴][۵]

وروستي تعاریف سمول

په ۱۸۸۱ زکال کې د متحده ایالاتو د ولمسشر جیمز اې. ګارفیلډ له ترور وروسته په دغه هېواد کې د اړیکو پر بنسټ نظام پر ځای د ښایسته سالارۍ نظام رامنځته شو. په ۱۸۸۳ زکال کې د پنډلټون د مدني خدمتونو د اصلاحاتو قانون تصویب شو چې څرګندوله یې دولتي څوکۍ باید له سیاستوالو سره د اړیکو او یا هم سیاسي اړوندتیا پر ځای د وړتیاوو پر بنسټ چې د رقابتي ازموینې له مخې باید تشخیص شي، ووېشل شي.[۶]

نن ورځ د وړتیاو څرګندونکی تر ټولو دود ډول د لوړو زده کړو لرل دي. له دې سره د ګڼ شمېر لاملونو له امله د لوړو زده کړو له مخې د وړتیاو څرګندونکی سیسټم ناقص ګڼل کېږي؛ چې په دغه لاملونو کې په ټوله نړۍ کې د لوړو زده کړو د یو ډول معیارونو نشتون او همدارنګه لوړو زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې خنډونه شاملېږي (یو شمېر ډېره تکړه کسان د مالي امکاناتو نه لرلو له امله هېڅکله دا امکانات نه ترلاسه کوي څو لوړې زده کړې وکړي په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هېوادونو کې). له دې سره د لوړو زده کړو اسناد کولای شي د ښایسته سالارۍ د نورو لارو چارو په نشتون کې د ښایسته سالارۍ موخې مخته یوسي. ورته مهال زده کړې په یوازې توګه یو بشپړ سیسټم نه شي رامنځته کولای په داسې حال کې چې ښایسته سالاري په اتوماتیک ډول قدرت او واک یو چا ته ورکوي او د زده کړو سند په یوازې توګه د ښایسته سالارۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.[۷][۸][۹][۱۰]

تاریخچه سمول

د چین سترواکي سمول

د ملکي خدمتونو په برخه کې د اداري ښایسته سالارۍ لومړنۍ نښې لرغوني چین ته اړوندېږي. د دغه مفهوم ریښه له میلاد څخه وړاندې شپږمې پېړۍ ته رسېږي، هغه مهال چې چینايي فیلسوف کنفوسیوس له هغو ملاتړ وکړ، کنفوسیوس دغه مفهوم رامنځته کړ او څرګنده یې کړه چې «هر هغه څوک چې حکومت کوي باید د وړتیاو پر بنسټ یې ترلاسه کړي نه د ارثي ځایګي لرلو له مخې، د سترواکیو د ازموینو او بیروکراسۍ دروازې یوازې د هغو کسانو پر مخ پرانیستې دې چې هغوی له خپلو ازموینو بریالي راوتي وي». [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

له دې امله چې د کین او هان لړیو په دغه پراخې او لویې سترواکۍ باندې د واک ساتلو په موخه د ښایسته سالارۍ سیسټم ته پراختیا وکړه د دولت لپاره اړینه وه څو د چارواکو پېچلې شبکه رامنځته او هغه وساتي. واکمنو چارواکو کولای شو کلیوالي مخینه ولري او همدا و چې دولتي څوکۍ اشرافو ته محدودې نه وې. چارواکو ته ورکول کېدونکې رتبې د ملکي خدمتونو د ازموینو پر بنسټ وې، له همدې امله زده کړې د ټولنیز تحرک په قوې واوښتې. د هان سلسلې له سقوط وروسته د دریو پاچاهیو پر مهال ۹ رتبه یي سیسټم رامنځته شو. [۱۶][۱۷]

لرغونی یونان سمول

افلاطون او ارسطو دواړو له ښایسته سالارۍ دفاع کوله، افلاطون په خپل کتاب جمهوري کې استدلال کاوه چې تر ټولو عاقل کسان باید واک وچلوي، له همدې امله واکمنان باید مخکښ فیلسوفان وي. [۱۸]

اوولسمه پېړۍ سمول

د اوولسمې پېړۍ پر مهال د ښایسته سالارۍ مفهوم له چین څخه بریتانوي هند ته پراختیا ومونده. لومړنی اروپايي قدرت چې د لنډ مهال لپاره یې د ښایسته سالارۍ پر بنسټ مدني خدمتونو ته مخه کړه په هند کې د بریتانیا اداره وه: «د دغه شرکت مدیرانو خپل کارکوونکي د رقابتي سیالیو پر بنسټ ګمارل او د هغوی د ظرفیتونو په لوړاوي یې کار کوه څو له فساد او واسطې کولو مخه ونیسي». د بریتانیا استعماري مدیرانو نورو ټول ګټو هېوادونو ته د دغه سیسټم له پراختیا ملاتړ وکړ چې په دغه برخه کې تر ټولو هڅاند یې د چین د ګوانګژو لپاره بریتانوي قونسل توماس ټایلور میډوز و. میډوز د چین دولت او خلکو پر وړاندې په خپلو تحقیر کوونکو یاددښتونو کې چې په ۱۸۴۷ زکال کې خپاره شول دا استدلال کړی و چې د «چین د سترواکۍ دوام یوازې د ښې دولتدارۍ له امله دی هغه چې په کې وګړي د خپل استعداد او وړتیاوو له مخې ټاکل کېږي» او باید بریتانیا هم د خپلو ملکي خدمتونو برخه د ښایسته سالارۍ پر بنسټ اصلاح کړي. [۱۹][۲۰][۲۱]

اتلسمه پېړۍ: لویدیځه افریقا سمول

اشانتي پاچا، اوسي کوادو چې له ۱۷۶۴ زکال څخه تر ۱۷۷۷ زکال پورې په واک کې و د ښایسته سالارۍ پر بنسټ یې د مرکزي چارواکو په ګمارنه لاس پورې کړ، هغه د استخدام کوونکو کسانو زیږون ته په نه پام د هغوی وړتیاوې په پام کې نیولې. [۲۲]

نوولسمه پېړۍ سمول

په متحده ایالاتو کې له ۱۸۲۸ زکال څخه په ۱۸۸۱ زکال کې د متحده ایالاتو د ولسمشر جیمز اې. ګارفیلډ تر ترور پورې چې له دندې موندلو څخه د یوه ناهیلي شوي کس له خوا ووژل شو د روابطو او سیاسي اړیکو پر بنسټ د استخدام سیسټم دوام درلود او په دې سره د هغو پر وړاندې شته ګواښونه یې ثابت کړل. دوه کاله وروسته په ۱۸۸۳ زکال کې د متحده ایالاتو د فدرال ادارې د ګمارنې سیسټم د پنډلټون د مدني خدمتونو د اصلاحاتو قانون د بریتانیا د ښایسته سالاره مدني خدمتونو څخه په اقتباس، تصویب شو. دغه قانون څرګنده کړه چې دولتي څوکۍ باید له سیاستوالو سره د اړیکو او یا هم سیاسي اړوندتیا پر ځای د رقابت پر بنسټ وویشل شي. همدارنګه یې څرګنده کړه چې د سیاسي لاملونو له امله د دولتي کارکوونکو تنزیل ناقانونه چاره ده. [۲۳]

د ښایسته سالاره نظام د جوړولو او غوره قضايي سیسټم په موخه د دغه قانون له مخې د متحده ایالاتو د ملکي خدمتونو کمیسیون جوړ شو. د امریکا د معاصرې ښایسته سالارۍ پر بنسټ ولسمشر ته یوازې محدود واکونه ورکړل شول چې هغه هم د متحده ایالاتو د سنا جرګې د تصویب څخه وروسته و. [۲۴]

اسټرالیا د زده کړو پر بنسټ د ښایسته سالارۍ د ترویج په موخه په ۱۸۵۰مه لسیزه کې د دولتي پوهنتونونو جوړولو ته مخه کړه. بېلابېلو ټولنیزو او مذهبي ډلو ته د اړوندې متوسطې طبقې وګړو لپاره د خدمت رسونې په موخه ښوونیز سیسټمونه رامنځته شول. په مخ پر زیاتېدوني ډول دولتي ښوونځیو د کلیوالي ریښه لرونکو او ورپسې مېرمنو او قومي لږکیو لپاره خدمتونو وړاندې کولو ته مخه کړه. [۲۵][۲۶]

له شلمې پېړۍ څخه تر نن ورځې سمول

سنګاپور ښایسته سالاري د خپلې داخلي عامه پالیسۍ د جوړولو په برخه کې یو له رسمي لارښودونکو اصولو څخه بولي او د زده کړو په مدارکو باندې د ښایسته سالارۍ د عیني معیارونو په توګه ټینګار کوي. [۲۷]

یو شمېر داسې نیوکې هم شتون لري چې د دغه سیسټم له مخې د سنګاپور ټولنه په مخ پر زیاتېدونکي ډول ډلبندي کېږي او مخکښه طبقه د وګړو له محدود قشر څخه غوره کېږي. سنګاپور د ماشومانو د روزنې په برخه کې د خصوصي تدریس مخ پر ودې کچه لري چې ښوونکي په کې د عامه ښوونځیو د ښوونکو په پرتله ښه معاشات اخلي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې سمول

  1. "meritocracy". Dictionary.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Littler, Jo (2018). Against Meritocracy: Culture, Power, and Myths of Mobility. Milton Park, Abingdon, Oxon: Routledge. د کتاب پاڼې 32. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-138-88954-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 25 January 2002 باندې). Michael Young, 86, Scholar; Coined, Mocked 'Meritocracy'. The New York Times.
  4. Levinson, David; Cookson, Peter W.; Sadovnik, Alan R. (2002). Education and Sociology: An Encyclopedia. Taylor & Francis. د کتاب پاڼې 436. Most common definition of meritocracy conceptualizes merit in terms tested competency and power, and most likely as measured by IQ or standardized achievement tests. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Definition of Meritocracy". Oxford Dictionary. Oxford University Press. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Civil Service Reform". Digital History. University of Houston. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. What's College For?: The Struggle To Define American Higher Education; Zachary Karabell; کينډۍ:ISBN
  8. Journal of College Teaching & Learning – May 2008 Volume 5, Number 5 AACSB Accreditation
  9. Furlong, Andy; Cartmel, Fred (2009-06-01). Higher education and social justice. Maidenhead: Open University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-335-22362-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Dalio, Ray (2017). Principles: Life and Work. New York: Simon & Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781501124020. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Kazin, Edwards, and Rothman (2010), 142. One of the oldest examples of a merit-based civil service system existed in the imperial bureaucracy of China.
  12. Tan, Chung; Geng, Yinzheng (2005). India and China: twenty centuries of civilization interaction and vibrations. University of Michigan Press. د کتاب پاڼې 128. China not only produced the world's first "bureaucracy", but also the world's first "meritocracy" الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Konner, Melvin (2003). Unsettled: an anthropology of the Jews. Viking Compass. د کتاب پاڼې 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780670032440. China is the world's oldest meritocracy الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Tucker, Mary Evelyn (2009). "Touching the Depths of Things: Cultivating Nature in East Asia". Ecology and the Environment: Perspectives from the Humanities. Harvard Divinity School: 51. To staff these institutions, they created the oldest meritocracy in the world, in which government appointments were based on civil service examinations that drew on the values of the Confucian Classics الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Sienkewicz, Thomas J. (2003). Encyclopedia of the Ancient World. Salem Press. د کتاب پاڼې 434. Confucius invented the notion that those who govern should so because of merit and not inherited status, setting in motion the creation of the imperial examinations and bureaucracies open only to those who passed tests. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Burbank and Cooper (2010), 51.
  17. Kazin, Edwards, and Rothman (2010), 142.
  18. See Estlund (2003) for a summary and discussion.
  19. Kazin, Edwards, and Rothman (2010), 142.
  20. Bodde, Derke. "China: A Teaching Workbook". Columbia University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Huddleston, Mark W. Boyer, William W. The higher civil service in the United States: quest for reform. (University of Pittsburgh Press, 1996), 9-10.
  22. Kevin Shillington, 1995 (1989), History of Africa, New York: St. Martin's Press. p. 195.
  23. "Civil Service Reform". Digital History. University of Houston. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Civil Service Reform". Digital History. University of Houston. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Julia Horne, and Geoffrey Sherington, "Extending the educational franchise: the social contract of Australia's public universities, 1850-1890", Paedagogica Historica (2010) 46#1 pp 207-227
  26. Miriam Henry (1988). Understanding Schooling: An Introductory Sociology of Australian Education. Psychology Press. د کتاب پاڼې 81. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780203135990. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Speech by Singapore Ambassador to France, 28 August 2008. Archived 2 March 2012 at the Wayback Machine.
  28. Ngiam Tong Dow (28 October 2006). "Singapore's elites". Little Speck. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۰۶ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. . Growing trend of uplifting education business in Singapore.
  30. . $1 billion spent on tuition in one year.
  31. (په 2015-01-21 باندې). 2015 Private Tuition Rates in Singapore | Epigami Blog.