ښاري مقاومت

ښاري مقاومت یا ښاري پایښت په هر ډول ټکانونو کې د پایښت یا تدوام د ساتنې لپاره د هر ښاري سیستم وړتیا ته ویل کېږي، په داسې ډول چې مثبت تطابق او د پایدارۍ پر لوري بدلون ورسره مل وي. پر دې بنسټ، مقاوم ښار هغه ښار دی چې طبیعي او انساني، ناڅاپي او ټکنیو، د تمې وړ او د تمې خلاف ګواښونو ته د غبرګون او چمتو کېدو لپاره اټکلونه کوي، پلانونه جوړوي او اقدام کوي. مقاوم ښارونه د خلکو د ژوند د کچې لوړولو، د پراختیایي لاسته‌راوړنو د تضمین، د پانګونې وړ چاپېریال د رامنځته کولو او مثبتو بدلونونو لپاره ښه موقعیت لري. د ښاري مقاومت اکاډمیک بحث په لومړي ګام کې پر درېیو بېلابېلو ګواښونو متمرکز دی چې اقلیمي بدلونونه، طبیعي ناورینونه او ترهګري دي. د دغو ګواښونو پر وړاندې د مقاومت په اړه د ښاري پلان‌جوړونې د فزیکي او غیر فزیکي مفاهیمو په محتوا کې بحثونه شوي دي. پر دې بنسټ، د مقاومت ستراتیژيانې له ترهرګرۍ او طبیعي ناورینونو (لکه زلزلو، اور لګېدنو، سونامي، ساحلي سېلابونو او لمریزو توپانونو) سره د مبارزې او د تلپاتې انرژۍ له زېربناوو سره د تطابق له نظره په پام کې نیول کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

په ښارونو کې پایښت رامنځته کول د پانګونې په هغو پرېکړو پورې اړه لري چې د بدیل وړاندې کوونکو فعالیتونو اړوند لګښتونه لومړیتوب ګرځوي او دا هغه څه دي چې په بېلابېلو سناریوګانو کې یې ښه رول ادا کړی دی. دغه ډول پرېکړې باید راتلونکي ګواښونه او ناباورۍ په پام کې ونیسي. که څه هم خطرونه هېڅکله هم په بشپړ ډول له منځه نه‌شي وړل کېدای، خو د بیړنیو حالتونو او ناورینونو لپاره پلان‌جوړونه ډېره مهمه ده. د بېلګې په توګه د ناورینونو د خطرونو د مدیریت چوکاټونه د پایښت ډېرولو لپاره عملي فرصتونه رامنځته کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

له ۲۰۰۷ کال راهیسې د نړۍ څه باندې نیمايي نفوس په ښارونو کې ژوند کوي او اټکل شوی چې ښاریتوب به تر ۲۰۵۰ کال پورې ۸۰ سلنې ته ورسېږي. دا په دې معنا ده چې زموږ په دوره یا عصر کې به د بېوزلۍ کمولو، طبیعي ګواښونو او اقلیمي بدلونونو، چاپېریالي پایدارۍ او ټولنیز مشارکت په څېر د پایښت اصلي ننګونې په ښارونو کې بریالۍ شي یا به ماتې وخوري. د نفوس ډېروالی خلک د شدیدو ناورینونو او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو په مقابل کې زیان‌منونکي کوي چې له همدې امله د پایښت یا مقاومت پلان‌جوړونه مهمېږي. په تېره پېړۍ کې د ښاریتوب له ودې سره د ښارونو پراختیا هم ډېره زیاته شوه. د پایښت هڅې پر دې موضوع متمرکزې دي چې څه ډول اشخاص، ټولنې او کاروبارونه نه یوازې دا چې د بېلابېلو ټکانونو له عهدې وځي، بلکې فرصتونه د پرمختګ لپاره کاروي. [۱۴][۱۵]

د ښاري مقاومت لپاره ډيجیټل ټکنالوژي، پرانیستې ډېټا او حکومتولي سمول

یو هغه مهم عامل چې د ښاري مقاومت په نورو برخو کې د پرمختګ لامل کېږي، ښاري حکومتولي ده. پایدار، مقاوم او هراړخیز ښارونه تر ډېره د ښې حکومتولۍ پایله ده چې ښه رهبري، د خلکو پراخ مشارکت او مالي خوندیتوب په کې شاملېږي. د دې موخې لپاره حکومتي چارواکي هغې عمومي ډېټا ته لاسرسی لري چې پر شواهدو د ولاړې تصمیم‌نیونې شونتیا برابروي. پرانیستې ډېټا هم هغه طریقې بدلوي چې ځايي حکومتونه له خلکو سره څه ډول معلومات شریکوي، څه ډول خدمتونه وړاندې کوي او پر کارکړنو نظارت کوي. دغه کار په هم‌مهاله ډول معلوماتو ته د عمومي لاسرسي د ډېرېدو او په پرېکړو کې د خلکو د مستقیم ګډون امکان برابروي.[۱۶]

د مقاومت د ستراتیژیو د یوې برخې په توګه ښاري دولتونه د ښاري زېربناوو او د خدمتونو وړاندې کولو د سیستمونو په توګه پر ډيجیټل ټکنالوژۍ تکیه کوي. پر ټکنالوژيو او الکتریکي خدمتونو وړاندې کولو د تکیې له امله ښارونه د هک او سایبري بریدونو په مقابل کې زیان‌منونکي شوي دي. په ورته وخت کې معلوماتي ټکنالوژیو د نوښتونو په ملاتړ او د ښاري زېربناوو د کارندوالي په لوړولو سره ډېرې مثبتې اغېزې لرلې دي او د ښاري خدمتونو په لګښتونو کې د کمښت لامل شوې دي. د زېربناوو په ابتدايي ودانۍ یا رغونه کې د نویو ټکنالوژیو استفادې په ځینو مواردو کې له ښاري اقتصادونو سره مرسته کړې ده چې چټک پرمختګ وکړي.[۱۷]

اقلیمي بدلون او ښاري مقاومت سمول

د اقلیمي بدلونونو ښاري اغېزې په جغرافیايي او پراختیايي کچو کې ډېرې متفاوتې دي. د ۶۱۶ ښارونو (چې ۱.۷ میلیارده کسان په کې مېشت دي او په ټولیز ډول یې ناخالص داخلي تولید ۳۵ ټریلیون ډالره دی) په اړه یوې وروستۍ څېړنې وښوده چې سېلابونه د نورو ټولو طبیعي خطرونو په پرتله ښارمېشتي خلک له ګواښ سره مخ کوي او ورپسې زلزلې او توپانونه هم د ګواښ نور موارد دي. دلته لاندې د ګرمۍ د څپو، وچکالۍ او سېلابونو په اړه د بحث هڅه شوې ده او د پایښت ستراتيژۍ به معرفي او تشرېح شي.[۱۸]

د ګرمۍ څپې او وچکالي سمول

د ګرمۍ څپې له نړیوالو اقلیمي بدلونونو سره ډېرې لوړېږي. په ۱۹۸۰ کال کې په متحدو ایالتونو کې د ګرمۍ څپې او وچکالۍ ۱۰۰۰۰ کسان ووژل. د ګرمۍ دې ته ورته څپې او وچکالۍ په ۱۹۸۸ کال کې هم ۱۷۰۰۰ امریکايي وګړي وژلي وو. د ۲۰۰۳ کال په اګسټ میاشت کې په بریتانیا کې د اوړي د تودوخې درجه تر ریکارډ کچې واوښته او منځنۍ کچه یې په دوامدار ډول څه باندې ۳۲ سانتي ګراد درجې وه. په دې موده کې په بریتانیا کې د ګرمۍ له امله د شاوخوا ۳۰۰۰ کسان مړه شول چې یوازې په لندن کې ۴۲ سلنه زیاتوالی په کې راغلی دی. د ګرمۍ دغه څپه په ټوله اروپا کې د څه باندې ۴۰۰۰۰ کسانو د مړینې لامل شوه. څېړنې ښيي چې تر ۲۰۴۰ کال پورې به د اوړي څه باندې ۵۰ سلنه موسمونه د ۲۰۰۳ کال په پرتله ګرم وي او تر ۲۱۰۰ کال پورې به د اوړیو همدغه تودوخه د سړې هوا په توګه په پام کې نیول کېږي. په ۲۰۱۰ کال کې د شمالي نیمکرې د اوړني ګرمۍ څپه هم ناورین زیږوونکې وه او په مسکو کې د کابو ۵۰۰۰ کسانو د مړینې لامل شوه. د ګرمۍ دغه څپې پر مړینو سربېره نورې مهمې ستونزې هم پېښوي. د ګرمۍ او وچکالۍ اوږدمهالې دورې د محصولاتو د له منځه تګ، برېښنا ته د تقاضا د ډېرېدو، د ځنګلونو د سوځېدو، د هوا د ککړتیا او په حیاتي ځمکو او سمندري ایکوسیستمونو کې د ژوندیو موجوداتو د بېلابېلوالي د کمېدو لامل کېږي. د ګرمۍ او وچکالۍ له امله رامنځته شوي کرنیز تاوانونه ښايي په مستقیم ډول ښاري سیمو ته وانه‌وړي، خو بې له شکه چې د ښارونو د اوسېدونکو پر ژوند اغېز کوي. د محصولاتو د عرضې د کمښت له امله ښايي د خوراکي توکو بیې لوړې شي، خوراکي توکي کم شي، مدني ارامي له منځه لاړه شي شي او حتا په سختو حالتونو کې ښايي د لوږې لامل شي.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سېلابونه سمول

سېلاب چې د اوبو او هوا پېښې، د سمندرونو کچه لوړېدل یا د زېربناوو خرابېدل دي یې لاملونه دي، په ټوله نړۍ کې د مړینو، ناروغیو او اقتصادي زیانونو یو لوی لامل دی. اقلیمي بدلونونه او په چټکۍ سره پراخېدونکي ښاري مېشت‌ځایونه دوه هغه عوامل دي چې په ښاري سیمو په ځانګړي ډول په مخ پر وده هېوادونو کې د سېلابونو د پېښېدو او ډېرېدو لامل کېږي. سېلابي توپانونه پر ساحلي ښارونو اغېز کولی شي چې لامل یې د هوا کم‌فشاره سیستمونه دي. ناڅاپي سېلابونه او د سیندونو سېلونه پر هر هغه ښار اغېز کولی شي چې په سېلابي دښته کې واقع وي یا د اوبو د ایستلو لپاره کافي زېربناوې نه لري. د دغو سېلابونو لامل ښايي ډېر باران او یا هم د واورو چټکه ویلي کېدنه وي. ښارونه د سېلاب د هرې بڼې په مقابل کې ځکه زیان‌منونکي دي چې سطحې یې هوارې او کانکرېټي دي. دغه سطحې چې د نفوذ وړ نه دي، د ډېرو روانو اوبو د راټولېدو لامل کېږي او د اوبو د ایستلو محدودې زېربناوې، د سېلونو کانالونه او سېلابي دښتې ډېرې ژر اغېزمنولی شي. په مخ پر وده هېوادونو کې ډېری ښارونه داسې دي چې د سېلابونو د مسیر بدلولو لپاره هېڅ ډول زېربناوې نه‌لري. په ټوله نړۍ کې سېلابونه هر کال د زرګونو کسانو ژوند اخلي او میلیاردونه ډالره اقتصادي زیانونه اړوي. سېلاب هم د ګرمۍ د څپې او وچکالۍ په څېر کرنیزې سیمې ویجاړولی شي او ګڼ شمېر محصولات په ډېره اسانۍ سره له منځه وړلی شي. هغه ښارونه چې د اوبو د ایستلو زېربناوې یې کمزورې دي یا یې هېڅ نه‌لري، هلته سېلابونه د څښاک د اوبو سرچینې (ځمک‌لاندې اوبه، څاه‌ګان او داخلي اوب‌لارې) ککړولی شي چې خوږې اوبه تروشوي، له کیمیاوي پلوه یې ککړوي او تر ډېره ویروسي او باکتیریايي ککړتیاوې ور اضافه کوي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې سمول

  1. Mariani, Luisana. "Urban Resilience Hub". urbanresiliencehub.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Coaffee, J (2008). "Risk, resilience, and environmentally sustainable cities". Energy Policy. 36 (12): 4633–4638. doi:10.1016/j.enpol.2008.09.048. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Pickett, S. T. A.; Cadenasso, M. L.; et al. (2004). "Resilient cities: meaning, models, and metaphor for integrating the ecological, socio-economic, and planning realms". Landscape and Urban Planning. 69 (4): 373. doi:10.1016/j.landurbplan.2003.10.035. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Sharifi, Ayyoob (October 2019). "Urban form resilience: A meso-scale analysis". Cities. 93: 238–252. doi:10.1016/j.cities.2019.05.010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Sharifi, Ayyoob (February 2019). "Resilient urban forms: A macro-scale analysis". Cities. 85: 1–14. doi:10.1016/j.cities.2018.11.023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Sharifi, Ayyoob (January 2019). "Resilient urban forms: A review of literature on streets and street networks". Building and Environment. 147: 171–187. doi:10.1016/j.buildenv.2018.09.040. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sharifi, Ayyoob; Yamagata, Yoshiki (July 2016). "Principles and criteria for assessing urban energy resilience: A literature review". Renewable and Sustainable Energy Reviews. 60: 1654–1677. doi:10.1016/j.rser.2016.03.028. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rogers, Peter (2012). Resilience and the City: change (dis)order and Disaster. London: Ashgate. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0754676584. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Sharifi, Ayyoob; Yamagata, Yoshiki (September 2016). "On the suitability of assessment tools for guiding communities towards disaster resilience". International Journal of Disaster Risk Reduction. 18: 115–124. doi:10.1016/j.ijdrr.2016.06.006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Sharifi, Ayyoob (October 2016). "A critical review of selected tools for assessing community resilience". Ecological Indicators. 69: 629–647. doi:10.1016/j.ecolind.2016.05.023. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Batty, Michael (2008). "The Size, Scale, and Shape of Cities". Science. 319 (5864): 769–771. Bibcode:2008Sci...319..769B. doi:10.1126/science.1151419. PMID 18258906. S2CID 206509775. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Jha; et al. (2013). Building Urban Resilience: Principles, Tools, and Practice. The World Bank. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The Professional Practices for Business Continuity Management, Disaster Recovery Institute International (DRI), 2017.
  14. Dowe, M. "Urbanisation and Climate Change". د اصلي آرشيف څخه پر January 21, 2022 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Risk-related resettlement and relocation in urban areas The Climate and Development Knowledge Network (CDKN), accessdate 25 July 2017
  16. World Cities Report 2016: Emerging Futures. UN Habitat. 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. World Cities Report 2016: Emerging Futures. UN Habitat. 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Mind the risk: cities under threat from natural disasters". www.swissre.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. National Climatic Data Center. "Billion Dollar U.S. Weather Disasters". د اصلي آرشيف څخه پر سيپټمبر 15, 2001 باندې. د لاسرسي‌نېټه مې 17, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Office of National Statistics. "Health Statistics Quarterly" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 14, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 17, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Robine, Jean-Marie; et al. (2008). "Death toll exceeded 46,000 in Europe during the summer of 2003". Comptes Rendus Biologies. 331 (2): 171–8. doi:10.1016/j.crvi.2007.12.001. PMID 18241810. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. CABE. "Integrate green infrastructure into urban areas". د لاسرسي‌نېټه May 16, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Sinclair, Lulu. "Death Rate Surges in Russian Heatwave". Sky News Online HD. د اصلي آرشيف څخه پر August 8, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 17, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Kane, S; Shogren, J. F. (2000). "Linking Adaptation and Mitigation in Climate Change Policy". Climatic Change. 45 (1): 83. doi:10.1023/A:1005688900676. S2CID 152456864. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Karl, T. R.; Trenberth, K. E. (2003). "Modern Global Climate Change". Science. 302 (5651): 1719–23. Bibcode:2003Sci...302.1719K. doi:10.1126/science.1090228. PMID 14657489. S2CID 45484084. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. IPCC (2001). Climate Change 2001: The Scientific Basis. Contribution of Working Group I to the Third Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 881. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. IPCC (2007). Climate Change 2007: Impacts, Adaptation and Vulnerability. Summary for Policymakers. Contribution of Working Group II to the Fourth Assessment Report of the Intergovernmental Panel on Climate Change. Cambridge University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Chanson, Hubert (2011). "The 2010–2011 Floods in Queensland (Australia): Observations, First Comments and Personal Experience". La Houille Blanche (1): 5–11. doi:10.1051/lhb/2011026. ISSN 0018-6368. د لاسرسي‌نېټه April 22, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Flather, R.A.; et al. (1994). "A storm surge prediction model for the northern Bay of Bengal with application to the cyclone disaster in April 1991". Journal of Physical Oceanography. 24 (1): 172–190. Bibcode:1994JPO....24..172F. doi:10.1175/1520-0485(1994)024<0172:ASSPMF>2.0.CO;2. ISSN 1520-0485. د لاسرسي‌نېټه May 20, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Brown, Richard; Chanson, Hubert; McIntosh, Dave; Madhani, Jay (2011). Turbulent Velocity and Suspended Sediment Concentration Measurements in an Urban Environment of the Brisbane River Flood Plain at Gardens Point on 12–13 January 2011. Hydraulic Model Report No. CH83/11. Brisbane, Australia: The University of Queensland, School of Civil Engineering. د کتاب پاڼي 120 pp. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-74272-027-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Tanner, T.; Mitchell, T.; et al. (2009). "Urban Governance for Adaptation: Assessing Climate Change Resilience in Ten Asian Cities". IDS Working Papers. 2009 (315): 31. doi:10.1111/j.2040-0209.2009.00315_2.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Godschalk, D. (2003). "Urban Hazard Mitigation: Creating Resilient Cities" (PDF). Natural Hazards Review. 4 (3): 136–143. doi:10.1061/(asce)1527-6988(2003)4:3(136). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر September 29, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 16, 2001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)