ژبژغورنه او ابوبکر ځلاند

له نن څخه ۵ کاله مخکې د ژبژغورنې ملي غورځنګ آند په هندوستان کې هغه مهال رامنځته شو، چې هلته د پښتو ژبې ډیپارټمېنټ د بنسټیزؤلو لپاره غږ پورته شو، چې بلاخره د ډهلي جواهرو لعل نهرو نړیوال پوهنتون کې رسماً د پښتو ژبې د لېسانس دوره، هندي زدکړیالانو ته پیل شوه. د پښتو ژبې د دغه پوهنیز پرمختګ څخه ښاغلی ابوبکر ځلاند چې د یاد غورځنګ بنسټګر دی، چې هلته لؤړو زدکړو باندې بوخت و لا هم اغېزمن شو او هوډ یې وکړ چې پښتو لپاره به مشروع پرځنګ (مبارزه) کوي او دا پرځنګ یې له نورو ملګرو سره په ټولیزه توګه ټولنیزو رسنیو کې پیل او د ژبنیز ویښتابه غږ یې لؤړ کړ، لیکنې یې وکړې نورځوانان یې هم منسجم کړل.دا چې پښتو ملي او رسمي ژبه ده خو نه ادراتو کې مکتوب پرې لیکل کیږي، نه کابل پوهنتون کې ژبنیز استحقاق ورکړل شوی، نه سوداګریزو توکو باندې لیکل شوې، نه د مدرسې او مسجد ژبه شوه، نه د پلورنځیو د لیکدړو، نه د لیکوالۍ/ژباړې.