ژاکوېتا هاوکس


ژاکوېتا هاوکس (په انګلیسي: Jacquetta Hawkes؛ پيدایښت: ۵-اګوسټ-۱۹۱۰؛ مړینه: ۱۸-مارچ-۱۹۹۶) د انګلستان یوه لرغون‌پوه او لیکواله وه. هغه لومړنۍ ښځه وه چې په کمبرېج پوهنتون کې یې په د لرغونپوهنې او انسانپوهنې په څانګه کې زده‌کړې وکړې. هغه د ماقبل‌التاریخ لرغونپوهنې متخصصه وه او د مونټ کارمل په پالیولیتیک (د ډبرو لرغونې دوره) سیمه کې یې د یُسرا او دوروتي ګارود په مرسته د نیاندرتال پاتې‌شوني د کیندلو له‌لارې وپلټلې. په یونسکو کې د بریتانیا استازې او د بریتانیا په فستیوال کې «د بریتانیا خلکو» د نندارتون غرفې څارونکې وه.

په ۱۹۵۱ز کال کې د «A Land» کتاب له لیکلو وروسته د هاوکس شهرت تر ډېره خپور شو او د لرغونپوهنې په هکله یې ډېر څه ولیکل، د لیکنې ادبي بڼه یې د طبیعي منظرونو او د پخوانیو انسانانو د ژوند په هکله له ژورې پوهې سره تلفیق کړه او همدا راز، د بشریت نوي نسل ته د لرغونپوهنې په هکله د ذهنیت ورکولو په موخه یې له فلم او راډیو څخه کار واخېست. په ۱۹۵۳ز کال کې یې له ج. ب. پریستلي سره واده وکړ، چې څوګوني آثار یې هم ورسره لیکلي وو. هغه د اټومي بې‌وسلې کېدا کمپاین له بنسټګرو او د همجنس‌پالنې قانون د تعدیل ټولنې یوه فعاله غړې وه. په ۱۹۶۷ز کال کې یې «Dawn of the Gods» (د خدایانو څرک) کتاب چاپ شو، چې په هغه کې د یوه «ښځینه» تفسیر له‌لارې د مینوسیانو تمدن په هکله غږېدلې ده. د لرغونپوهنې د ملاتړ او په دې برخه کې د فعالیت او هلوځلو په ویاړ، په ۱۹۷۱ز کال کې، د بریتانیا د لرغونپوهنې شورا د مرستیالې په توګه وټاکل شوه.

د ژوند لومړي کلونه او زده‌کړې سمول

جېسي ژاکوېتا هوپکینز د ۱۹۱۰ کال د اګوسټ پر ۵مه په کمبرېج کې وزېږېدله. هغه د کورنۍ لومړۍ ماشومه وه، پلار یې فرېدریک ګولند هوپکنز (۱۸۶۱ تر ۱۹۴۷ز) د نوبل جایزې ګټونکی او بیوکېمیاپوه، او مور یې جېسي آن (۱۸۶۹ تر ۱۹۵۶ز) د ادوارډ ویلیام ستېفن (چې په رامس‌ګېټ کې یې د کښتیو جوړولو کار او بار کاوه) لور وه. ژاکوېتا یو ورور او یوه خور درلوده. پلار یې د شاعر «جرارد مانلي هوپکینز» د تره زوی ؤ. مور او پلار یې په «ګای» روغتون کې په ګډه کار کاوه او هلته سره ملګري شول. ژاکوېتا له کوچنیوالي راهیسې له لرغونپوهنې سره مینه درلوده؛ یوه ورځ یې ولیدل چې کور یې د منځنیو پېړیو د هدیرې په سیمه کې دی، هره شپه به پټه له کوره وتله او د کور په باغچه کې به یې ځمکه کیندله؛ په‌دې توګه یې لومړۍ ماشومانه څېړنې یې په ۹ کلنۍ کې ترسره کړې. [۱][۲][۳][۴][۵]

له ۱۹۲۱ څخه تر ۱۹۲۸ز کال پورې یې د پېرس د انجونو په ښوونځي کې درسونه وویل او په ۱۹۲۹ز کال کې، په کمبرېج پوهنتون کې شامله شوه ترڅو خپلې زده‌کړې د لرغونپوهنې او انسانپوهنې په نوې رامنځ‌ته شوې څانګه کې سرته ورسوي؛ هغه لومړنۍ ښځه وه چې په دې څانګه کې یې زده‌کړې کولې. د پوهنتون په دوه‌یم کال کې یې کولچستر ته نږدې د یوې رومي سیمې په کیندلو او پلټنه کې ونډه واخېسته او هلته یې له خپل راتلونکي خاوند، لرغونپوه «کریستوفر هاوکس» (۱۹۰۵ تر ۱۹۹۲ز) سره پېژندګلوي پیدا کړه. ژاکوېتا له نیونهام کالج څخه په اعلی درجه فارغه شوه.[۶][۷]

لومړي کارونه سمول

په ۱۹۳۲ز کې له فراغت وروسته، ژاکوېتا فلسطین ته سفر وکړ او په بیت‌المقدس (اورشلیم) کې د بریتانیا لرغونپوهنې انسټیټوت سره یوځای شوه ترڅو د یُسرا او دوروتي ګارود په مرسته په مونټ کارمل کې کیندنې او پلټنې وکړي. هغې هلته د یوه نیاندرتال د سکلېټ کیندنو څارنه کوله. له فلسطین څخه له ستنېدو وروسته یې د ۱۹۳۳ کال د اکټوبر پر ۷مه نېټه د کمبرېج په ترینیتي کالج کې، په ۲۲ کلنۍ کې له کریستوفر هاوکس سره واده وکړ.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

ژاکوېتا په ۱۹۳۴ز کال کې، خپله لومړۍ مقاله «په لوېدیځې اروپا کې د نیولیتیک او کالکولیتیک پېرونو اړخونه» تر سرلیک لاندې په «Antiquity» علمي مجله کې خپره کړه. همهغه کال د یوه اووه کلن ماشوم «دېوېد اتنبرو» د فوسیلونو او جیولوجي له موزیم څخه یې لیدنه وکړه او ځینې نمونې یې نوموړي موزیم ته اهدا کړې. په ۱۹۳۵ز کال کې یې د بي‌بي‌سي رادیو یو پروګرام «Ancient Britain Out of Doors» پرمخ بیوه او د دغه پروګرام له‌لارې یې د لرغونپوهنې په هکله مهم ټکي او نظریې بیانولې او د بحث لپاره یې خپلو همکارانو ستوارت پیګوت او نووېل مایرس ته بلنه ورکوله. په ۱۹۳۷ز کال کې یې یوازېنی ماشوم «نیوکلاس» وزېږېده.[۱۳][۱۴][۱۵]

په ۱۹۳۸ز کې د هاوکس لومړی کتاب «د جرسي لرغونپوهنه» تر سرلیک لاندې خپور شو؛ دا د کانال ټاپوګانو د لرغونپوهنې په هکله د لیکل شوې ټولګې دوه‌یم اثر ؤ چې پیل یې د ت. د. کندرلیک له‌خوا شوی ؤ. د خپلې رسالې د علمي بریا په پایله کې، د لرغونپوهنې د ټولنې غړي په توګه وټاکل شوه. په ۱۹۳۹ز کال کې یې ایرلنډ ته سفر وکړ، ترڅو واټرفورډ ته نږدې د هاریس‌ټاون معبر ترڅنګ پرتې هدیرې د کیندنې او پلټنې څارنه وکړي. د کیندنې او پلټنې بودجه د کارموندنې مرستندویې طرحې په چوکاټ کې د عامه خدماتو ادارې له‌خوا تامین شوې وه.[۱۶][۱۷][۱۸]

د بریتانیا فستیوال سمول

په ۱۹۴۹ز کال کې هاوکس ملکي او دولتي کارونه پرېښودل ترڅو یوازې د لیکوال په توګه کار وکړي. هغې غوښتل چې د تخلیقي لیکنې او فلمونو له‌لارې د لرغونپوهنې او هنرونه او خپلو لوستونکو ترمنځ اړیکه ټینګه کړي. په ۱۹۵۰ز کال کې د بریتانیا فلم په انسټیټوت کې د رئیسې په توګه وټاکل شوه. په تلقیني توګه لیکنه، چې وروسته د «لرغونپوهنیز تخیل» په توګه وپېژندل شوه، د هغې په فعالیت کې ستر نقش لوبوه. د هغې لومړنۍ تخلیقي پروژه په ۱۹۵۱ز کې ترسره شوه، کله چې د بریتانیا د فستیوال مشاوره وه؛ په‌دې فستیوال کې هغې «د بریتانیا خلکو» تر نامه لاندې د نندارتون یوه غرفه جوړه کړه. د غرفې مهندس ھ. ت. کادبُري براون ؤ او د ډیزاین چارې یې جېمز ګاردنر ترسره کړې وې. د هاوکس له‌خوا د جوړې شوې غرفې ظاهري بڼې د لرغونپوهنې اړوند سیمې داسې ښودلې چې ګوندې د لومړي ځل لپاره کشف شوې دي، په پرله‌پسې توګه د ماقبل‌التاریخ یوه کبر څخه پیلېده، ورپسې د برونز پېر اړوند د سروزرو یوه غاړه‌ګۍ او له هغو وروسته د رومیانو یوه موزاییکي خونه. د رومیانو برخې وروسته، لیدونکو د سوتون هو د کښتۍ له کبر څخه لیدنه کوله.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

له ج. ب. پریستلي سره واده سمول

ژاکوېتا او کریستوفر هاوکس په ۱۹۵۳ز کال کې سره طلاق شول؛ هغې په همدغه کال کې له پریستلي سره واده وکړ. هغوی په وایټ ټاپو کې ژوند کاوه او په ۱۹۶۰ز کال کې د واریک‌شر الوېستون ته ولاړل. د ګډ ژوند په اوږدو کې، د یو بل په همکارۍ یې یوشمېر تجربوي ادبي آثار خپاره کړل، د بېلګې په توګه: د ښامار خوله (Dragon’s Mouth) تمثیلي ټوټه او د شنې‌زرغونې تر لاندې سفر (Journey Down a Rainbow) چې د تخیلي خطونو له‌مخې لیکل شوی اثر دی. په ذکر شوي اثر کې د پریستلي خطونه «په تګزاس کې د باتورې نوې امریکا» په قالب کې تنظیم شوي وو، په داسې حال کې چې هاوکس د نیومکسیکو د بومي ټولنو له لرلید څخه لیکلي وو.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

په ۱۹۶۰ز لسیزه کې په لرغونپوهنه کې فعالیت سمول

د هاوکس لرغونپوهنیزو څېړنو دوام درلود او له لیونارد وولي سره یې په ګډه د ماقبل‌التاریخ په هکله «د بشریت تاریخ» تر سرلیک لاندې د یونسکو کتاب ولیکه، چې دغه کتاب په ۱۹۶۳ز کال کې خپور شو. هغې ته د پالیولیتیک او نیولیتیک برخو د لیکنې دنده ورکړل شوې وه، په داسې حال کې چې وولي د برونز پېر هغې برخې په هکله لیکل چې وروسته د «وږیمنې میاشت» په نامه ونومول شوه. د یوه هالنډي لرغونپوه «سیګفراید ج. دې لایت» د کره‌کتنې له‌مخې، د هاوکس د لیکلو بڼه د ستایلو وړ وه ځکه چې هغې پر «نړۍشموله» ماقبل‌التاریخ باندې ټینګار کاوه؛ سره له‌دې، د هغې له‌خوا ځینې وړاندې شوي واقعي معلومات ډېر زاړه او ناموثقه ګڼل کېږي.[۳۱]

مړینه او میراث سمول

هاوکس د ۱۹۹۶ کال د مارچ پر ۱۸مه نېټه مړه شوه. د مړي له سوځولو وروسته یې، ایرې د پریستلي له‌خوا د هوبرهولم کلیسا په انګړ کې په یوه نامعلوم ځای کې ښخې شوې. سره له‌دې، د یادګار په پار یې په کلیسا کې یوه ډبرینه تخته لګېدلې ده.[۳۲][۳۳][۳۴]

سرچينې سمول

  1. کينډۍ:Cite ODNB
  2. Cooke, Rachel (2013). Her Brilliant Career – Ten Extraordinary Women of the 1950s. UK: Virago. د کتاب پاڼي 224–34, 250–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781844087419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Obituary: Jacquetta Hawkes". The Independent. 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 21 March 1996 باندې). Jacquetta Hawkes, Archeologist, Is Dead at 85. The New York Times.
  5. Bell, Katy (9 May 2014). "Jacquetta Hawkes". Trowel Blazers. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Obituary: Jacquetta Hawkes". The Independent. 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Cite ODNB
  8. کينډۍ:Cite ODNB
  9. Cooke, Rachel (2013). Her Brilliant Career – Ten Extraordinary Women of the 1950s. UK: Virago. د کتاب پاڼي 224–34, 250–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781844087419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Obituary: Jacquetta Hawkes". The Independent. 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Bell, Katy (9 May 2014). "Jacquetta Hawkes". Trowel Blazers. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Thornton, Amara (2021). "13. A Land" (PDF). Online Exhibition: The MERL is 70. Museum of English Rural Life. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Attenborough, David (2002). Life on Air: Memoirs of a Broadcaster (په انګلیسي ژبه کي). BBC. د کتاب پاڼې 318. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-563-53461-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Attenborough, David (2002). Life on Air: Memoirs of a Broadcaster (په انګلیسي ژبه کي). BBC. د کتاب پاڼې 318. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-563-53461-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Thornton, Amara (2021). "13. A Land" (PDF). Online Exhibition: The MERL is 70. Museum of English Rural Life. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hawkes, Jacquetta (1941). "Excavation of a Megalithic Tomb at Harristown, Co. Waterford". The Journal of the Royal Society of Antiquaries of Ireland. 11 (4): 130–147. ISSN 0035-9106. JSTOR 25510313. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Women in Archaeology: IWW 2014". UK Archaeology News (په انګلیسي ژبه کي). 16 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Finn, Christine (2020), "Jacquetta Hawkes", Encyclopedia of Global Archaeology (په انګلیسي ژبه کي), Cham: Springer International Publishing, د کتاب پاڼي 1–2, doi:10.1007/978-3-319-51726-1_2660-1, hdl:10454/18315, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-51726-1, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Obituary: Jacquetta Hawkes". The Independent. 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Finn, Christine (2000). "Ways of Telling: Jacquetta Hawkes as Film-maker". Antiquity. 74 (283): 127–130. doi:10.1017/S0003598X00066229. S2CID 162582214. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Hawkes, Jacquetta (1946). "The Beginning of History – a film". Antiquity. 20 (78): 78–82. doi:10.1017/S0003598X00019402. S2CID 163795089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. کينډۍ:Cite ODNB
  23. Hick, Dan. "Jacquetta Hawkes, Sir Isaac Newton & the idea of stratigraphy". Day of Archaeology. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Cooke, Rachel (2013). Her Brilliant Career – Ten Extraordinary Women of the 1950s. UK: Virago. د کتاب پاڼي 224–34, 250–53. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781844087419. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Cox, Ian (1951). The South Bank Exhibition: A guide to the story it tells. London: H M Stationery Office. د کتاب پاڼي 62–66. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Thornton, Amara (2021). "13. A Land" (PDF). Online Exhibition: The MERL is 70. Museum of English Rural Life. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Díaz-Andreu, Margarita; Price, Megan; Gosden, Chris (2009). "Christopher Hawkes: his archive and networks in British and European archaeology". The Antiquaries Journal (په انګلیسي ژبه کي). 89: 405–426. doi:10.1017/S0003581509000080. ISSN 1758-5309. S2CID 161938354. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Obituary: Jacquetta Hawkes". The Independent. 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Cite ODNB
  30. "Obituary: Jacquetta Hawkes". The Independent. 23 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. De Laet, Sigfried J. (1963). "PREHISTORY AND THE BEGINNINGS OF CIVILIZATION. (History of Mankind. Cultural and Scientific Development. Vol. 1.) By Jacquetta Hawkes and Sir Leonard Woolley. London, George Allen & Unwin, 1963. xlviii + 873 pp., 56 pls. , 92 text-figs. , 19 maps , 3 charts . £3 15 s ". Antiquity (په انګلیسي ژبه کي). 37 (148): 322–327. doi:10.1017/S0003598X00030350. ISSN 0003-598X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Finn, Christine (2020), "Jacquetta Hawkes", Encyclopedia of Global Archaeology (په انګلیسي ژبه کي), Cham: Springer International Publishing, د کتاب پاڼي 1–2, doi:10.1007/978-3-319-51726-1_2660-1, hdl:10454/18315, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-51726-1, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ سپټمبر ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "Hubberholme Church". www.yorkshire-dales.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Hubberholme church congregation remembers literary icon J B Priestley | Craven Herald". 10 October 2021. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)