ژان-پال سارتر

ژان-پال شارل ایمار سارتر (زوکړه: د ۱۹۰۵ زکال د جون ۲۱مه – مړینه: د ۱۹۸۰ زکال د اپرېل ۱۵مه) فرانسوي فیلسوف، نمایشنامه لیکونکی، ناول لیکونکی، سناریو لیکونکی، سیاسي فعال، ژوند لیک لیکونکی او ادبي منتقد و؛ همدارنګه په ۲۰مه پېړۍ کې د فرانسوي فلسفې او مارکسېزم له مخکښو څېرو څخه ګڼل کېږي. سارتر د هستي پالنې د فلسفې (او پدیده پوهنې) یو له مخکښانو څخه و. د هغه آثارو په ټولنپوهنه، انتقادي نظریې، له استعمار وروسته نظریې او ادبي مطالعاتو اغېز لرلې او لا هم دغه اغېز شتون لري. نوموړي په ۱۹۶۴ زکال کې د نوبل د ادبیاتو جایزه ترلاسه کړه په داسې حال کې چې هڅه یې وکړه هغه رد کړي او ویل یې چې تل رسمي ویاړونه رد کوي، د دې لپاره چې «یو لیکوال نه باید اجازه ورکړي ځان یو بنسټ ته اړوند کړي». [۱][۲]

سارتر له مخکښې فیمینېستې او هستي پالونکې سیمون دو بووار سره پرانیستې اړیکه لرله. سارتر او دوبووار دواړو کلتوري او ټولنیز مفروضات او همدارنګه تربیتي توقعات چې بورژوايي یې بلل د ژوندانه په سبک او د تفکر په برخه کې وننګول. [۳]

ژوند لیک سمول

لومړنی ژوند سمول

ژان پال سارتر د ۱۹۰۵ زکال د جون په ۲۱مه په پاریس ښار کې وزېږېد؛ نوموړی د فرانسې د سمندریزو ځواکونو د افسر ژان باتیست سارتر او آن ماري (شوایتزر) یوازنی ماشوم و. هغه مهال چې سارتر دوه کلن و؛ پلار یې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ، چې په ډېر احتمال سره په هندوچین کې ورباندې اخته شوی و. آن ماري په مودون کې خپل پلرني کور ته ولاړه او سارتر یې د خپل پلار چارلز شوایتزر په مرسته را لوی کړ، هغه د جرمني ژبې ښوونکی و او سارتر ته یې د ریاضي درس ورکاوه همدارنګه یې په ډېر لږ عمر کې له کلاسیکو ادبیاتو سره بلد کړ. هغه مهال چې سارتر ۱۲ کلن و، مور یې بیاځلي واده وکړه او کورنۍ یې لاروشل ته کډه شوه، چېرې چې نوموړی تر ډېره پورې د ښۍ سترګې د کوږ دوه ګوني لید (حسي اګزوتروپي) له امله په مکرر ډول ځورېده.  [۴][۵][۶]

د یو نوي ځوان په توګه، سارتر په ۱۹۲۰مه لسیزه کې وروسته له هغه له فلسفې سره لیوالتیا ومونده چې د Time and Free Will: An Essay on the Immediate Data of Consciousness (وخت او آزاده اراده: د درک په برخه کې د اړینو معلوماتو اړوند مقاله) تر عنوان لاندې یې د هنري برګسون مقاله ولوستله. نوموړي په پاریس کې د کورس هاتمر (Cours Hattemer) په نامه خصوصي ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. له دې وروسته یې په پاریس کې د اکول نرمال سوپریور په نامه پوهنتون کې د ارواه پوهنې، د فلسفې د تاریخ، منطق، عمومي فلسفې، اخلاقو، ټولنپوهنې او همدارنګه د فزیک په برخه کې زده کړې وکړې او د هغو څخه یې د ماسټرۍ په کچه (diplôme d'études supérieures) سند ترلاسه کړ. دغه پوهنتون د څو مخکښو فرانسوي روڼ آندو او مفکرینو د زده کړو ځای پاتې شوی. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

دویمه نړیواله جګړه سمول

سارتر په ۱۹۳۹ زکال د فرانسې پوځ ته وغوښتل شو او هلته یې د مترولوژېست (هوا پېژندونکي) په توګه خدمت وکړ. نوموړی په ۱۹۴۰ زکال کې په پادو کې د جرمني ځواکونو له خوا ونیول شو او ۹ میاشتې یې د جنګي بندي په توګه په نانسي او بالاخره د تریر په ستالاګ XII-D کې تېرې کړې، چېرې چې نوموړي د Barionà, fils du tonnerre تر عنوان لاندې خپله لومړنۍ نمایشنامه ولیکله او د کرېسمس اړوند ډرامه وه. همدلته په بند کې و چې د Sein und Zeit (هستي او مهال) په نامه د مارتین هایدګر اثر یې ولوست چې وروسته یې د هستي پوهنې اړوند د هغه په فینومونولوژیکي مقالې پام وړ اغېز درلود. د نامناسب روغتیايي حالت له امله (هغه وروسته ادعا وکړه چې د سترګو د دوه ګوني لید له امله د هغه د وجود تعادل له منځه تللی و) نوموړی د ۱۹۴۱ زکال په اپریل میاشت کې خوشی شو. د یو شمېر نورو منابعو په خبره نوموړی د سترګو ډاکټر ته د معاینې په موخه له ورتلو وروسته وتښتېد. غیرنظامي حالت ته په پام هغه پاریس ته نږدې د پاستور په لیسه کې د ښوونکي په توګه دنده ومونده او په میسترال هوټل کې استوګن شو. د ۱۹۴۱ زکال په اکتوبر میاشت هغه ته د پاریس په کوندورسه لیسه کې د استادۍ دنده ورکړل شوه چې له ده وړاندې یو یهودي ښوونکي دغه دنده مخته وړله، خو د ویشي قانون له امله له تدریس منع شوی و. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د ۱۹۴۱ زکال په مۍ میاشت کې پاریس ته له راګرځېدو وروسته نوموړي له سیمون دوبووار، موریس مرلو-پونټي، ژان توسن دسانتي، دومینیک دسانتي، ژان کاناپا او د ایکول نارمل د زده کوونکو سره یوځای د سوسیالېزم او آزادۍ (Socialisme et Liberté) په نامه د یو مخفي سازمان په جوړولو کې ونډه واخیسته. د ۱۹۴۱ زکال په پسرلي کې د یوې غونډې پر مهال نوموړي د «خوشحاله وحشیانو» د اصطلاح په کارولو سره وړاندیز وکړ چې د دغه سازمان غړي باید د جګړې ملاتړي لکه مارسل ډاټ ترور کړي، خو دوبووار څرګندوي چې د هغه وړاندیز رد شو ځکه چې «له موږ څخه هېچا هم د بم جوړولو او یا هم د لاسي بم د غورځولو وړتیا نه لرله». بریتانوي تاریخ لیکونکی یان اوسبي څرګندوي چې فرانسویانو د جرمنانو په پرتله د هغوی له فرانسوي ملاتړو څخه ډېره کرکه لرله او زیاتوي چې دوی د فرانسې د پوځي ګورنر جنران اوتو فون سټولناګل د ترور پر ځای د ډاټ د ترور غوښتنه لرله؛ همدارنګه د دې پر ځای چې دوی «مرګ پر هیټلر!» شعار ورکړي د دوی شعار «مرګ پر لاوال!» و. په اګست میاشت کې سارتر او دوبووار فرانسوي ریویرا (کوت دازور) ته ولاړل څو د آندره ژید او د آندره مالرو ملاتړ ترلاسه کړي. ورته مهال ژید او مالرو دواړو یې ملاتړ وه نه کړ چې دا کېدای شي د سارتر د ناهیلۍ او زړه تورۍ لامل ګرځېدلي وي. یاد مخفي سازمان منحل شو او سارتر پرېکړه وکړه چې په فعال مقاومت کې د ښکېلتیا پر ځای لیکوالۍ ته مخه کړي. نوموړي له دې وروسته د شتون او نشتون یا هستۍ او نیستۍ (Being and Nothingness)، مچان (The Flies) او خروج ممنوع (No Exit) په نومونو آثار ولیکل چې هېڅ یو یې هم د جرمنانو له خوا سانسور نه شو او همدارنګه په قانوني او غیرقانوني ادبي مجلاتو کې ترې ګټنه وشوه. [۱۶][۱۷]

وروسته ژوند او مړینه سمول

د ۱۹۶۴ زکال په اکتوبر میاشت کې ساتر د ادبیاتو د نوبل جایزه وګټله، خو هغه دغه جایزه رد کړه. دا د نوبل د جایزې لومړنی ګټونکی و چې په داوطلبانه بڼه یې دغه جایزه رد کړه، په دې سره نوموړی د نوبل د جایزې یو له هغو دوه ګټونکو څخه شو چې دغه چاره یې ترسره کړې. د لارس ګیلنسټن په خاطرات، یوازې خاطرات (Minnen, bara minnen) نومي کتاب کې چې په ۲۰۰۰ زکال کې خپور شو، راغلي چې خپله سارتر او یا هم د هغه یو له نږدې کسانو څخه په ۱۹۷۵ زکال کې د جایزې د پیسو د ترلاسه کولو په موخه د سویډن له اکاډمۍ سره اړیکه ونیوله، خو د هغوی غوښتنه رد شوه. نوموړي په ۱۹۴۵ زکال کې د لژیون دونور مډال (د فرانسې تر ټولو عالي مډال دی) له ترلاسه کولو هم ډډه وکړه. سارتر د ۱۹۶۴ زکال د اکتوبر په ۲۲مه د نوبل جایزې ګټونکی اعلان شو؛ په داسې حال کې چې سارتر د اکتوبر په ۱۴مه د نوبل بنسټ ته په یوه لیک کې د نوماندانو له ډلې څخه د خپل نوم د ویستو غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې که چېرې ګټونکی اعلان شي جایزه به وانخلي، خو دغه لیک وه نه لوستل شو. د اکتوبر په ۲۳ مه لي فیګارو ورځپاڼې د سارتر لیکنه خپره کړه او په هغو کې یې د جایزې له ترلاسه کولو څخه د ډډې کولو لامل لیکلی و، هغه ویلي و چې نه غواړي د دغه ډول جایزې په ترلاسه کولو «چاته اړوند» وبلل شي؛ همدارنګه نه غواړي لویدیځ ته له اړوند دغه ډول مخکښ کلتوري بنسټ څخه د جایزې په ترلاسه کولو سره د ختیځ او لویدیځ په کلتوري مبارزه کې له یوه لوري ملاتړ وکړي. له دې سره هم نوموړی دغه کال د نوبل د ادبیاتو د جایزې ګټونکی و.  [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سارتر د ۱۹۸۰ زکال د اپرېل په ۱۵مه د سږو د پړسوب او التهابي کېدو له امله ومړ. هغه نه غوښتل چې په پر-لاشز هدیره کې د خپلې مور او د خپل پلندر په خوا کې خښ کړای شي، له همدې امله پلان دا ونیول شو چې په مون پارناس هدیره کې یې خښ کړي. د نوموړي د جنازې په مراسمو کې چې د اپرېل په ۱۹مه ترسره شول ۵۰ زره پاریسي وګړي د مون پارناس واټونو ته راووتل څو د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

سرچينې سمول

  1. "Sartre" Archived 24 January 2015 at the Wayback Machine.. Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  2. "Minnen, bara minnen" (کينډۍ:ISBN) from year 2000 by Lars Gyllensten. Address by Anders Österling, Member of the Swedish Academy. Retrieved 4 February 2012.
  3. McCloskey, Deirdre N. (2006). The Bourgeois Virtues: Ethics for an Age of Commerce. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 297. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-55663-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Forrest E. Baird (22 July 1999). Twentieth Century Philosophy. Prentice Hall. د کتاب پاڼې 226. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-13-021534-5. مؤرشف من الأصل في ۱۹ مارچ ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Brabazon, James (1975). Albert Schweitzer: A Biography. Putnam. د کتاب پاڼې 28. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Leak, Andrew N. (2006), Jean-Paul Sartre, London: Reaktion Books, pp. 16–18.
  7. Jean-Paul, Sartre; Arlette Elkaïm-Sartre, Jonathan Webber (2004) [1940]. The Imaginary: A Phenomenological Psychology of the Imagination. Routledge. د کتاب پاڼي viii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-28755-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Quelques Anciens Celebres". Hattemer. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Schrift, Alan D. (2006). Twentieth-century French Philosophy: Key Themes and Thinkers. Blackwell Publishing. د کتاب پاڼي 174–175. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4051-3217-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Memoirs: Fifty Years of Political Reflection, Raymond Aron (1990).
  11. Auffret, D. (2002), Alexandre Kojeve. La philosophie, l'Etat, la fin de l'histoire, Paris: B. Grasset.
  12. Boulé, Jean-Pierre (2005). Sartre, Self-formation, and Masculinities. Berghahn Books. د کتاب پاڼې 114. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-57181-742-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fulton 1999، ص. 7.
  14. Van den Hoven, Adrian; Andrew N. Leak (2005). Sartre Today: A Centenary Celebration. Andrew N. Leak. Berghahn Books. د کتاب پاڼي viii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84545-166-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bakewell, Sarah (2016). At the Existentialist Café. Chatto&Windus. د کتاب پاڼې 158. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4735-4532-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Ousby 2000، ص. 225.
  17. Ousby 2000، ص. 218.
  18. "Nobel Prize in Literature 1964". Nobelprize.org (Press release). The Nobel Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ جولای ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Nobel Prize facts". NobelPrize.org. Nobel Media AB. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Histoire de lettres Jean-Paul Sartre refuse le Prix Nobel en 1964 Archived 3 February 2009 at the Wayback Machine., Elodie Bessé.
  21. (په 2 January 2015 باندې). Sartres brev kom försent till Akademien.
  22. "All Nobel Prizes". NobelPrize.org. Nobel Media AB. مؤرشف من الأصل في ۰۶ اپرېل ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Ces personnalités qui ont refusé la Légion d'honneur". FIGARO. 2 January 2013. مؤرشف من الأصل في ۰۵ اکتوبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Bishop, Tom (7 June 1987), "Superstar of the Mind", The New York Times. Archived 4 February 2009 at the Wayback Machine..
  25. (په 10 March 2005 باندې). Hell is other people removing your cigarette.کينډۍ:Cbignore
  26. "The last days of Jean-Paul Sartre". www.newcriterion.com. مؤرشف من الأصل في ۲۳ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Hayman 1992، ص. 464.