ژاګ هينګ (78-139زېږديز) په رومي ټکو د «Chang Heng» په بڼه لېکل کېږي، يو چينايي ټولپوهاند ساينسپوه او سياستوال و، چا چې د هان واکمنې کورنۍ پر مهال ژوند کړی. د «Luoyang» او «Chang'an» په مرکزي ښارونو کې يې زده کړې کړي، نوموړي د فلکيات پوه، رياضي پوه، ځمکلړزه (زلزله) پېژندونکي، هايډروليکي مهندس، مخترع، ځمکپوه، نقشه ايستونکي، توکم پېژندونکي، انځورګر، شاعر، فلسفي، سياستوال او ادبي عالم په توګه برياليتوبونه تر لاسه کړي.

ژانګ هينګ خپله دنده په «نانيانګ» کې د يو کوچني ملکي مامور په توګه پيل کړه. بالاخره هغه د فلکپوهانو مشر، د دولتي ګاډيو مشر مسئول، او بيا د ټولواک په دربار کې د ماڼۍ متصدي شو. د تاریخي او تقويمي موضوعاتو په اړوند د هغه نه بدلېدونکي دريځ له امله هغه يوه يوه لانجمنه څېره وګرځېده، او همدا لامل شو چې هغه د يو ستر تاريخ پوه حيثیت ته ونه رسېد. د سترواک «شون» (125-144) د واکمنۍ پر مهال په ماڼۍ کې له خواجه ګانو سره د هغه سياسي دوښمنۍ د دې لامل وګرځېدې چې له مرکزي دربار څخه تقاعد واخلي او د اوسمهال «هبي» (د يو ايالت نوم دی) کې د «هيجين» پاچايۍ کې د يو مدير په توګه کار وکړي. ژانګ په 138ز کال کې يو ځل بيا په پلازمېنه کې د کار کولو لپاره له راغوښتل کېدو مخکې د لنډې مودې لپاره «نانيانګ» کې خپل کور ته راغلی و. نوموړی درې کاله وروسته په 139ز کال کې ومړ.

ژانګ د ميخانيک او ماشيني ګيرونو (وسايل او تجهيزات) په برخه کې خپله پراخه پوهه په خپلو اختراعاتو کې استعمال کړه. نوموړي په فلکياتي مشاهداتو کې د مرستې لپاره د نړۍ لومړی په ابو چلېدونکې لاسي کره اختراع کړه؛ د يوې بلې ټانکۍ په يو ځای کولو سره يې د اوبو په بهېدو چلېدونکی ساعت لا پسې ښه کړ، او د زلزلې کتنې لومړۍ اله يې اختراع کړه، کومې چې د زلزلې اصلي لوری (سمت) له پنځه سوه کيلو متره (310 ميله) لېرې واټن څخه معلوم کړ. هغه د pi (pi یو رياضياتي ثابت دی) لپاره پخوانۍ چينايي محاسبه ښه کړه. د ستورو په خپل پراخه لست کې د شا اوخوا 2500 ستورو پر مستند کولو سربېره، ژانګ له سپوږمۍ او لمر سره د هغوی د اړيکو په اړه نظريات وړاندې کړل: په ځانګړي ډول، هغه د سپوږمۍ د ګردوالي، له يو لوري څخه د لمر د رڼا په انعکاس سره د هغې د رڼا او دويم لوري ته د پټ طبيعيت، او د لمر او سپوږمۍ تندر نيولو په اړه بحث وکړ. د هغه فو (حماسي شعر) او «shi» شاعري په خپل وخت کې ډېر مشهور و، او وروسته چينايی لیکوالانو هغه تحليل او مطالعه کړل. ژانګ ته د خپلې پوهې او ذهانت له امله له مړينې وروسته ډېر امتيازات ورکړل شول؛ ځينې پوهان په فکلیاتو کې د هغه اثار د يوناني رومي بطليموس (86-161ز) سره پرتله کوي.[۱][۲][۳][۴][۵]

ژوند سمول

د ژوند لومړي کلونه سمول

د نانيانګ د « Xi'e» په سيمه (د اوسني هنين ايالت په نانيانګ شمال کې) کې زېږېدلی و، ژانګ هينګ په يوه قدرمنه خو غېر شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی و. د هغه نيکه ژانک کان (張堪) د دې سيمې والي او يو له هغو مشرانو څخه و چې د Xin د «وانګ مانګ» غاصب له مړينې وروسته (9-23) يې د سترواک «ګوانګ وو» (25-57) له خوا د هان د واکمنۍ بيا تر لاسه کولو ملاتړ کړی و. په لس کلنۍ کې د ژانګ پلار ومړ، او هغه د خپلې مور او نيا له خوا وپالل شو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په ځوانۍ کې د يو پياوړي ليکوال په توګه، ژانګ په 95 کال کې له کوره ووت، تر څو د «چانګ ان» او «لويانګ» په پلازمېنو کې خپلې زده کړې تعقيب کړي. «لوويانګ» ته د سفر مهال، ژانګ د «ماونټ لي» سره نږدې له يوې ګرمې چينې څخه تېر شو، او د خپلو «فو» شعرونو څخه يو شعر يې دې ته ډالۍ کړ. د "فو په ګرمو چينو کې» په عنوان د هغه دا اثر ګرمو چينو ته د راتلونکو خلکو هجوم تشریح کوي، کومه چې وروسته د «د هاقنګ تودو چينو» په توګه شهرت پيدا کړ، کوم ځای چې د «ټانګ» واکمنې کورنۍ پر مهال د «YangGuifei» شاهي معشوقې د ساعت تېرۍ لپاره د خوښې وړ ځای و. د Luoyang په Taixue کې له څو کلونو زده کړې وورسته، هغه له کلاسيکي شيانو سره ښه بلد، او د رياضي پوه او خطاط «Cui Yuan» (78-143)، رسمي او فلسفي مبصر «Ma Rong» (79-166)، او فيلسوف «Wang Fu» (78-163) په ګډون يې د پام وړ خلکو سره ملګرتيا وه،. دولتي چارواکو ژانګ ته په يو شمېر دفترونو کې د ګومارنې وړانديز وکړ، چې په دې کې يوه دنده شاهي منشيتوب و، خو هغه دا دندې رد کړې.[۱۴][۱۵][۱۶]

په درويشت کلنۍ کې، ژانګ د والي «باو ډي» (له 103 څخه تر 111 پورې پر دنده) تر واکمنۍ لاندې د اسنادو د مسئول په توګه دنده تر سره کولو سره په «نانيانګ» کې د اعلی افسر په توګه بېرته خپلې سيمې ته راستون شو. له دې امله چې هغه ته د والي د ليکنو او نقاشۍ د لیکنو دنده ورکړل شوې وه، هغه د دولتي اسنادو د ليکنې تجربه تر لاسه کړه. په دې سيمه کې د اعلی افسر په توګه، نوموړی همدا راز د سيمه ييزو ګومارنو او د لوړو دندو لپاره نوماندو افراود ته د پلازمېنې د سپارښتنو مسئوليت هم درلود. هغه خپل ډېر وخت د پلازمېنې په ښارونو کې د حماسي شعرونو په ليکلو تېر کړ. کله چې «باو ډي» په 111 کال کې د مالي وزير په توګه د کار کولو لپاره پلازمېنې ته بېرته وغوښتل شو، نو ژانګ په Xi'e کې په خپل کور کې خپلو ادبي کارونو ته دوام ورکړ. ژانګ هينګ په دېرش کلنۍ کې د فلکياتو په اړه خپله مطالعه پيل کړه، او د فلکياتو او رياضي په اړوند يې د خپلو اثارو خپرول پيل کړل.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

رسمي مسلک سمول

په 122 کال کې، ژانګ د سترواک «اين» (106-125) دربار ته وغوښتل شو، چا چې په رياضياتو کې د هغه د مهارتونو په اړه اورېدلي و. کله چې هغه په پلازمېنه کې د کار لپاره ونومول شو، نو ژانګ «لوويانګ» ته په ګاډيو کې ولېږدول شو – چې دا د  هغه د رسمي حيثيت يوه نښه وه – چېرته چې نوموړی د شاهي سکرتريت لپاره کار کونکی يو درباري معزز وګرځېد. نوموړي ته د دربار لپاره د فلکيات پوهانو د مشر په توګه ترفيع ورکړل شوه، د خپل کار لومړۍ دوره يې د سترواک «ان» تر واکمنۍ لاندې له 115 څخه تر 120 پورې بشپړه کړه او دويمه دوره يې د هغه د ځای ناستي سترواک تر واکمنۍ لاندې له 126 څخه تر 132 کال پورې بشپړه کړه. د فلکيات پوهانو د مشر په توګه، ژانګ د مراسمو د وزير تر امريت لاندې و، څوک چې له نهو وزيرانو څخه يو و، هغه له درې تر ټولو لوړ رتبه مسئولينو څخه بیخي لاندې و. د اسماني مشاهدو او نښو د ثبتولو، تقويم (کليزې) د چمتو کولو او د دې پر ويلو سربېره چې کومه ورځ ښه او کومه ورځ بدمرغه ده، ژانګ د سترواکۍ په سکرتريت او سانسور کولو د دفتر د ټولو نوماندانو لپاره د لوړې درجې د سواد ښودنې د ازموينې مسئول هم و، د دواړو دفترونو غړي اړ وو چې لږ تر لږه 9000 توري او د ليکلو ټولې مهمې طريقې زده کړي. د «ان» سترواک د واکمنۍ پر مهال، د ساتنې د وزارت لاندې د دولتي ګاډیو لپاره د مشر مسئول، تخت ته د يادښتونو (د پاليسيو او ادارې په اړه رسمي ليکنې) تر لاسه کولو د مسئول، او تر څنګ يې د دولتي ګومارنو لپاره د نومادو افرادو په توګه هم دنده تر سره کړه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې سمول

  1. Needham (1986), Volume 4, 30.
  2. Needham (1986), Volume 4, 30.
  3. Wright (2001), 66.
  4. Huang (1997), 64.
  5. Needham (1986), Volume 4, Part 2, 479 footnote e.
  6. Crespigny (2007), 1049.
  7. Xiao and Knechtges (1996), 397.
  8. Yan (2007), 127.
  9. Asiapac (2004), 120.
  10. Crespigny (2007), 1049.
  11. Xiao & Knechtges (1996), 398.
  12. Asiapac (2004), 120.
  13. Loewe (1968), 105.
  14. Crespigny (2007), 1049.
  15. Neinhauser et al. (1986), 211.
  16. Fraser (2014): 371.
  17. Crespigny (2007), 1049.
  18. Yan (2007), 127.
  19. Xiao & Knechtges (1996), 398.
  20. Crespigny (2007), 1229.
  21. Neinhauser et al. (1986), 211.
  22. Xiao & Knechtges (1996), 398.
  23. Crespigny (2007), 1222.
  24. Crespigny (2007), 1049 & 1223.
  25. Yan (2007), 128.
  26. Bielenstein (1980), 9 & 19.