ډېجېټل پیسې

ډیجیټل پیسه څه شی ده او څنګه مینځ ته راغله؟

بیټ کواین

که پام وکړو نو په تېرو دوو لسیزو کښې نړئ خورا ډیره ډیجیټل شوی ده او لا هم په دغه لار کښې هره ورځ بدلونونه راځی خو د اقتصاد په ډګر کښې کله چې په کال ۲۰۰۸ کښې چې کله نړیوال اقتصادی بحران راغلو او د نړئ په کچه ډیر شرکتونه او بانکونه له درانده تاوانونو سره مخ شول نو په دغه وخت کښې یو امرکایی چې په خټه جاپانئ و او ستوشی ناکاموتو نومیده د رسنیو له لارې اعلان وکړو چې ددغه ستونزې د پاره یی تل پاتې حل لاره موندلې ده او په لومړی ځل یی د یوې نوې تکنالوژی چې بلاک چېن نومیږی په مټ یوه نوې ډیجیټل پیسه یا کریپټو کرنسی بازار ته معرفی کړه. ددغې نوې ډیجیټل پیسې نوم بیټ کواین و چې لا تر اوسه هم د ډیجیټل پیسو په لست کښې په لومړی سر کښې ځای لری. له دې وړاندې چې په بیټ کواین وغږیږو، دلته پوښتنه دا پیدا کیږی چې بلاک چېن څه شی دې؟

ددې تکنالوژی ماهرین دې ټیکنالوژی ته د انټرنیټ دوهم نسل وایی یعنی په دې مانا چې د انټرنیټ لومړی نسل (چې مونږ یی اوس هم کاروو) له لارې یوازې معلومات د یو ځای نه بل ځای ته لیږو، یعنی که چیرې زه تاسو ته کوم انځور، ویډیو یا بل شی د انټرنیټ له لارې لیږم نو په حقیقت کښې زه تاسو ته یوه کاپی لیږم او اصل یی له ما سره پاتې کیږی.

د معلوماتو تر شریکولو او لیږد را لیږد پورې خو دا یو ښه فرصت دې اما کله چې خبره ارزښتونو ته راځی نو بیا د کاپی لیږل خورا تاوانی خبره ده. بلاک چېن ټکنالوژی د ارزښتونو د لیږ را لیږد د پاره اختراع شوی ده لکه د پیسو لیږد رالیږد یا د هغه نورو شیانو چې د ارزښتونو په لست کښې راځی د هغوی د انتقال د پاره کارول کیږی. په دې اړه به بشپړ لیکنه په را روان وخت کښې ولولو اوس دلته په ډیجیټل پیسې بحث کوو.

بیټ کواین لومړئ ډیجیټل پیسه وه چې په ۲۰۰۸ کال کښې بازار ته معرفی شوه، کله چې بیټ کواین په لومړیو کښې بازار ته راغله نو د یو بیټ کواین ارزښت یی د ډالر په وړاندې ۰،۱۰ ډالره وټاکل شو او وروسته له پینځو کلونو مانا په ۱۰۱۳ / ۲۰۱۴ کښې د یو بیټ کواین ارزښت تر ۱۰۰۰ ډالرو هم واوښت. هغه چا چې په لومړیو کښې په دغه ډیجیټل پیسه باور وکړو او په دغه برخه کښې یی پانګونه وکړه خورا نه باور کوونکی ګټې یی وکړې، چې له دې جملې ځینې کیسې یی هغه وخت په رسنیو کښې خورا ګرمې وې لکه د ناروې هیواد یو تن محصل چې په بیټ کواین کښې یی ۲۶ ډالره پانګوونه کړې وه او یو وخت چې خپل حساب ته متوجه شو ګوری چې سرمایه یا پانګه یی ۸۸۰۰۰۰ ډالرو نه هم لوړه شوې وه. دې ته ورته نورې کیسې هم خورا ډیرې مشهورې شوې وې لکه د امریکا یوه مشهوره څېره جېرید کنه او وینکولس ټوینز چې د بیټ کواین له لارې یی میلونونه ډالره ګټه تر لاسه کړې وه. بیټ کواین د اته کالو په بهیر کښې څو ځله لوړ او ښکته شو چې اوس مهال هم د ۱۰۰۰ ډالرو په خوا او شا کښې ارزښت لری.

دا چې بیټ کواین یوه مستعاره ډیجیټل پیسه ده نو د خورا ستونزو سره هم مخ شوه خو بیا هم د تمې خلاف پرمختګ یی وکړو. بیټ کواین د ډیجیټل پیسې په ډګر کښې نورو ته یو فرصت پیدا کړو تر څو په دغه برخه کښې غوره کارونه تر سره کړی. اوس مهال په مارکیټ یا بازار کښې نیږدې ۷۵۰ نوع ډیجیټل پیسې شتون لری چې ځینې یی د پام وړ دی او ځینې یی لا هم د خلکو د پام وړ نه دی ګرځیدلی. مونږ په دې لیکنه کښې ون کواین ته ځانګړې پاملرنه کړې ده او ددې خپل دلایل دی.