ډېبټ کارډ ته بانک کارډ یا چک کارډ هم ویل کیږي، دا په حقیقت کې یو پلاستیکي کارډ ده چې بانکې گڼوڼ ته لاسرسي اسانه کوي ، د توکو د پیر او پلور پر مهال د نغدو پیسو پر عوض هم کاریدلی شي. کچیرې وغواړو د انټرنیټ پر مرسته توکي و پيرو نو په څینو ځانگړو مواردو کې کارډ پورې اړوند گڼوڼ نمبر څخه استفاده کوو چي د کارت فزیکي موچودیت ته هم اړتیا نه وي. د ۲۰۰۰ میلادي کال له نیمایی نه را پدیخوا نوښتگرو مؤسسو دا چاره نوره هم اسانه کړې او په یوه ښار یا هیواد کې ویشل شوې کارډونه په بله ساحه یا هیواد کې هم د کاریدو وړ دي. د ډیبټ کارډ په مرسته پیسې له یوه ځایه بل ځای ته بې له دې چې بیرته را وگرځي لیږلې کیږي او هم د ATM کارډ په شان له خپل گنوڼ څخه د پیسو د ایستلو او ایښودلو لپاره کارول کیږي. ځینو هیوادونو کې بانکونه په دې ډول معاملو یا ترانزکشنونو باندی لږ حق الزحمه وضع کوي ، په انگلستان کې تاجران دا ډول چاره مني ځکه دوي غواړی پيسی یی خوندي وی خو عادي مشتریان بیا له دې کاره معاف دي ، همدا شان ډیر خرڅونکي د کوچنیو بانکي معاملو لپاره ډیبټ کارډ نه مني ځکه د جنس گټه د بانکي حق الزحمې په واسطه له مینځه ځي او دا کار خرڅونکي ته بی گټې تمامیږي.

دوتنه:Smartcard2.png
د دبت کارټ یوه بېلگه.