ډیکسامیتازون

د ۲۰۲۰ کال د جون په ۱۶ نېټه پېتر هار بای د اکسفورډ پوهنتون د طب په نوفیلډ څانګه کې پروفیسر د (COVID -19) هغو ناروغانو لپاره چې اکسیجن ورکول کیږي د ډیکسا میتازون ورکولو تصدیق وکړ. د انګلستان ټولټال ۲۱۰۴ ناروغانو ته به د ورځې یو ځل ۶ ملي ګرامه ډیکسا میتازون ورکړل شي. ډیکسا میتازون د اټوایمیون او پړسوب حالتونو کې له ډېره وخته کاریږي.


سوداګریز نومونه یې (Dextenza, Ozurdex) او ځینې نور نومونه دي. کیمیاوي فورملو یې (C22H29FO5) دی. یو ډول کورټي کوسټیرویډ درمل دي. د زیاتو حالتونو د درملنې لپاره کاریږي په دې حالتونو کې روتیک ستونزې، یو شمېر د پوستکي ناروغۍ، سخت حساسیت، استما یا سا لنډي، د سږو اوږدمهاله ناروغي، په کوچنیانو کې کروپ یا د حنجرې او قصبه الریه پړسېدنه او د سا لنډېدو لامل کېدنه، د مغز پړسوب، د سترګو له جراحي وروسته د سترګو درد، په نري رنځ کې له انتي بیوتیک سره شامل دي. که چېرې د (adrenocortical insufficiency) لپاره وکارول شي نو له داسې درملو سره باید نسخه شي چې مینرالو کورټي کویډ اغیز لري لکه فلوډرو کورټیزون. له مودې مخکې د اولاد په زېږېدو کې هم کاریږي. ډیکسا میتازون د خولې له لارې خوړل کیږي، یا په عضله کې تذریق کیږي، او یا په رګ کې تذریق کیږي. په یوه ورځ کې اغیز کوي او اغیز یې تر درې ورځو پورې دوام کوي.


که چېرې د اوږدمهال لپاره وکارول شي نو ممکن ژبه مرخیړي پیدا کړي (د کاندیدا یو ډول په خوله او ژبه کې پیدا شي)، ممکن د هډوکو له لاسه ورکولو لامل شي، په سترګو کې کټارکټ یا اوبه پیدا کړي او د کم لید لامل شي، پوستکي کې په ډېره اسانۍ شینوالی پیدا شي او یا هم په عضلاتو کې د کمزورتیا لامل شي. کومې ښځې چې خپلو بچیانو ته شیدې ورکوي دوي ته نه نسخه کیږي.


ډیکسا میتازون د پړسوب ضد او د ایمني سیستم د فعالیت مخنیونکې ځانګړنې لري. په لمړي ځل په کال ۱۹۵۷ کې جوړ شوي او طبي کارونه یې په ۱۹۶۱ کې تصدیق شوې. په متحده ایالتونو کې یې د درملنې یو کورس تر ۲۵ ډالرو کم ارزښت لري، په هند کې بیا دا کورس تر ۲ ډالرو پورې موندل کیږي. د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې شته دي. په ۲۰۱۶ کې ۲۵۹ تر ټولو زیات نسخه شوي درمل وو.

سرچینې سمول

https://rahimiz.com/2020/06/17/dexamethasone-%da%89%db%8c%da%a9%d8%b3%d8%a7%d9%85%db%8c%d8%aa%d8%a7%d8%b2%d9%88%d9%86/ Archived 2022-04-23 at the Wayback Machine.