ډیموکراټیک کېدنه

ډیموکراټیک کېدنه یا ډیموکراسي کېدنه د پام وړسیاسي بدلونونو په ګډون یو ډېر ډیموکراتیک سیاسي رژیم ته لېږد دی، چې په ډیموکراتیک لوري کې حرکت کوي. دا ښايي له یوه استبدادي رژیم نه بشپړې ډیموکراسۍ ته لېږد، له استبدادي سیاسي سیسټم نه نیمه ډیموکراسۍ ته لېږد یا له نیمه استبدادي سیاسي سیسټم نه ډیموکراتیک سیاسي سیسټم ته لېږد وي.

ښايي پایله یې پیاوړې شي (څرنګه چې په انګلستان کې وه) یا دیموکراتیک کېدنه کېدای شي له پرله پسې بدلونونو سره مخ شي (لکه په چیلي کې چې پېښ شوي). د ډیموکراسۍ بېلابېل ډولونه تر ډېره د نورو سیاسي پېښو د تشریح کولو لپاره کارېږي لکه دا چې یو هېواد جنګ ته ځي که اقتصاد یې وده کوي.

دا چې تر کومه حده ډیموکراسي رامنځته کېږي، د اقتصادي پراختیا، تاریخي میراثونو، مدني ټولنو او نړیوالو پروسو په ګډون د بېلابېلو عواملو له امله منسوب شوي دي. د ډیموکراسۍ ځینې حسابونه ټینګار کوي، چې څنګه اشرافو ډیموکراسۍ ته لاره هواره کړه، په داسې حال کې چې نور حسابونه بنسټیزو پروسو باندې ټینګار کوي.

مخالفه پروسه د ډیموکراټیک شالید یا استبدادي کولو په نوم پېژندل کېږي.

لاملونه

سمول

د هغو فکتورونو په اړه د پام وړ بحث شته، چې پر ډیموکراسۍ اغېز کوي (د بېلګې په توګه وده یا محدودیت). اقتصادي، کلتوري او تاریخي فکتورونه د پروسې د اغېزې په توګه یاد شوي دي.

اقتصادي پراختیا او عصري کېدل

سمول

پوهان لکه سیمور مارتین لیپسیټ، کارلس بوکس، سوسن سټوکس، ډایټریک روشیمایر، ایولین سټیفنز او جان سټیفنز استدلال کوي، چې اقتصادي پرمختګ د ډیموکراسۍ احتمال زیاتوي. په پیل کې په ۱۹۵۹ ز کال کې د لیپسټ له خوا استدلال شوی، چې وروسته د عصري کولو تیوري ته راجع شو. د ډینیل ټریزمن په وینا « په منځنۍ مودې کې (۱۰-۲۰ کلونو)د لوړ عاید او د ډیموکراسۍ او ډیموکراټیکې بقا (۱۰-۲۰ کلونو) ترمنځ قوي او ثابته اړیکه شته؛ خو دا اړینه نه ده چې په لنډ وخت کې دې وي». رابرټ ډهل دا استدلال وکړ، چې اقتصاد د ډیموکراتیکو بنسټونو لپاره مناسب شرایط برابر کړي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

لوړ کورنۍ ناخالص تولید له ډیموکراسۍ سره تړاو لري او ځینې ادعا کوي، چې هېڅکله داسې نه دي لیدل شوي، چې  ترټولو بډایه ډیموکراسي دې له استبداد سره مخ شوې وي. د جرمني په ویمار کې د هټلر او نازیانو راڅرګندېدل د یوه ښکاره ضد مثال په توګه لیدل کېدای شي؛ خو که څه هم د ۱۹۳۰ لسیزې په پیل کې المان لا له وړاندې یو پرمختللی اقتصاد درلود، له هغه وخت له لومړۍ نړیوالې جګړې (۱۹۱۰ کې) راهیسې هېواد هم په حقیقت کې د اقتصادي ناورین په حالت کې و. یوناورین چې په پای کې د اقتصادی ناورین د اغېزو له امله خراب شو. په دې اړه عمومي نظر هم شته، چې له صنعتي انقلاب نه مخکې ډیموکراسي ډېره نادره وه. د تجربوي څېړنوپه توګه ډېری خلک په دې باور دي، چې اقتصادي پرمختګ یا ډیموکراسي (د عصري کولو تیوري) ته د لېږد چانس ډېروي یا د نوې تاسیس شوې ډیموکراسۍ په یووالي کې مرسته کوي. یوې څېړنې موندلې چې اقتصادي پرمختګ یوازې په منځنۍ موده کې (۱۰ـ۲۰ کاله) ډیموکراسي هڅوي، دا ځکه چې پرمختګ ښايي د اوسني مشر په واک کې راولي؛ خو د هغه لپاره دا سختوي، چې د وتلو پر وخت دولت زوی یا باوري همکار ته وسپاري، په هر حال په دې اړه بحث چې ایا ډیموکراسي د شتمنۍ پایله ده، د هغې یو لامل دی یا دواړه پروسې یو له بل سره تړاو نه لري، له پایلې نه لرې دی. بله څېړنه ښیي چې اقتصادي پرمختګ د ډیموکراسۍ د ودې لپاره د یو هېواد په سیاسي ثبات پورې اړه لري. کلارک، رابرټ او ګولډر، د البرټ هیرشمن د وتلو، غږ او وفادارۍ ماډل په اصلاح کولو تشریح کوي چېپه یوه هېواد کېدا ولې د شتمنۍ زیاتوالی نه دی، چې د ډیموکراسۍ پر پروسې اغېز کوي، بلکې په ټولنیزو - اقتصادي جوړښتونو کې بدلونونه دي، چې د شتمنۍله زیاتوالي سره یوځای کېږي. دوی تشریح کوي چې څنګه دا ډول بدلونونه له اصلي دلیلونو نه ګڼل کېږي، چې ډېری اروپایي هېوادونه د هغوی د ټولنیزو اقتصادي بڼو په بدلېدو سره ډیموکراتیک شوي، ځکه چې عصري کولو د کرنې سکتور ډېراغېزمن کړی، د وخت او سرچینو لویه پانګه د تولید او خدماتو سکتورونو لپاره کارېږي.د بېلګې په توګه په انګلستان کې، د روزنې غړو په سوداګریزو فعالیتونو کې ډېرې پانګونې پیل کړې، چې دوی ته یې اجازه ورکړه، څو د دولت لپاره په اقتصادي توګه ډېرګټور تمام شي. دا نوی ډول تولیدي فعالیتونه له نوي اقتصادي ځواک سره راغلل، د دولت لپاره د شتمنیو شمېرل خورا ستونزمن شوو او له همدې امله د مالیاتو ورکول ستونزمن شوو. له دې امله وړاندوینه نور ممکنه نه وه او دولت باید د عوایدو د استخراج لپاره له نویو اقتصادي اشرافو سره خبرې اترې وکړي. یوه دوامداره معامله باید ترسره شي، ځکه چې دولت د خپلو اتباعو له ژمن پاتې کېدو پورې تړلی و او اتباع تازه د هېواد لپاره د پرېکړې کولو په پروسه کې په پام کې نیول شوي دي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

برابري او ټول شموله بنسټونه

سمول

اسیموګلو او روبینسن استدلال وکړ، چې د ټولنیزو مساواتو او ډیموکراټیک لېږد ترمنځ اړیکه پیچلې ده: خلک په مساوي ټولنه (د مثال په توګه سینګاپور) کې د بغاوت لپاره لږ هڅونه لري، نو د ډیموکراسۍ احتمال کم دی. په یوه خورا نابرابره ټولنه کې (د بېلګې په توګه تر اپارتایډ لاندې جنوبي افریقا) به په ډیموکراسۍ کې د شتمنۍ او واک بیا وېش د اشرافو لپاره دومره زیانمن وي، چې دا به د ډیموکراسۍ د مخنیوي لپاره هرڅه وکړي. ډېر احتمال لري چېپه هغه هېواد کې دې ډیموکراسي رامنځته شي، چې اشرافي امتیازات یې وړاندیز کوي، ځکه چې (۱) دوی د انقلاب ګواښ د اعتبار وړ ګڼي او (۲) د امتیازاتو لګښت خورا لوړ نه دی. دا تمه له تجربوي څېړنو سره سمون لري چې ښیي ډیموکراسي په مساوي ټولنو کې ډېرټینګښت لري.[۱۵][۱۶]

کلتور

سمول

د ځینو له خوا دا ادعا کېږي، چې ځینې کلتورونه د نورو په پرتله د ډیموکراتیکو ارزښتونو لپاره خورا مناسب دي. احتمال لري چې دا نظر پر توکم متمرکز وي. په عمومي ډول سره ډیمکراسي له لویدیځ څخه ریښې لري،‌ بلکې هر کلتور کولی شي چې د ډیموکراسۍ یو قسم خپل کړي.‌ ډیموکراتیک کیدل،‌ یواځې دا معنا نه لري چې خلک باید د لودیځ‌ کلتور خپل کړي بکلې یو ځایي قبیله هم ډیموکراتیک کیدلی شي سربېره پر دې چې خپل ټول کتلور یې ساتلی وي،‌ مثال په ډول، یوه ځایي قبیله کولی شي چې واک په خپله قبیله کې وویشي او نورو غړو ته دا اجازه ورکړي چې دوی دې د قبلې په مهمو برخو کې رایه واچوي،‌ په دې صورت کې چې دوی ټول خپل کلتور ساتلی.‌ خو بیا هم، افراطي ډلې چې بهرنۍ نظریې هیڅ نه مني او یواځې یواځې خپل ارزښتونه ساتي، ډیموکراسي ستونزمنه یا ناخوښه ګڼي. دا استدلال کله ناکله د غیرډیموکراتیکو رژیمونو له خوا د ډیموکراتیکو اصلاحاتو په پلي کولو کې د دوی د ناکامۍ توجیه کولو لپاره کارېږي. په هر حال نن ورځ ډېرېنا لوېدیځې ډیموکراسيشته. مثالونه یې عبارت دي له: هند، جاپان، اندونیزیا، نامیبیا، بوټسوانا، تایوان، او سویلي کوریادي. څېړنې موندلې چې « لوېدیځ لوستي مشران د هېواد د ډیموکراسۍ د پام وړ امکانات ښه کوي».[۱۷]

سټیون فش او رابرټ بارو اسلام له غیروډیموکراتیکو پایلو سره تړلی دی. لیزا بلیډز او ایریک چاني د لوېدیځ او منځني ختیځ ترمنځ ډیموکراتیک توپیر د مسلمانو واکمنانو له خوا په مملوک (غلامانو) تکیه کولو پورې تړلیګڼي، په داسې حال کې چې اروپایی واکمنان باید د نظامي ځواکونو لپاره په محلي اشرافو تکیه وکړي، په دې توګه دغو اشرافو ته د معاملې واک ورکوي، چې د نمایشي حکومت لپاره فشار راوړي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

رابرټ ډهل په ان ډیموکراسي کې استدلال وکړ، هغه هېوادونه چې «ډیموکراتیک سیاسي کلتور» لري، ډیموکراسۍ او دیموکراټیکې بقا ته ډېرلېواله دي. هغه دا استدلال هم وکړ، چې کلتوري یووالي له ډیموکراټیکې بقا سره مرسته کوي. په هر حال نورو پوهانو دا نظر ننګولی دی، چې کوچني دولتونه ډیموکراسي پیاوړې کوي.[۲۲][۲۳]

د ۲۰۱۲ ز کال یوې څېړنې دا وموندله، چې د افریقا هغه سیمې چې پروتستانت تبلیغیان لري، ډېر احتمال لري چې باثباته ډیموکراسي ولري. د ۲۰۲۰ ز کال یوه څېړنه د دې موندنو په نقل کولو کې پاتې راغلې ده.[۲۴][۲۵]

سرچينې

سمول
  1. Lipset, Seymour Martin (1959). "Some Social Requisites of Democracy: Economic Development and Political Legitimacy". The American Political Science Review. 53 (1): 69–105. doi:10.2307/1951731. ISSN 0003-0554. JSTOR 1951731. S2CID 53686238.
  2. Boix, Carles; Stokes, Susan C. (2003). "Endogenous Democratization". World Politics (in انګليسي). 55 (4): 517–549. doi:10.1353/wp.2003.0019. ISSN 0043-8871. S2CID 18745191.
  3. Capitalist Development and Democracy. University Of Chicago Press. 1992.
  4. Geddes, Barbara (2011). Goodin, Robert E (ed.). "What Causes Democratization". The Oxford Handbook of Political Science (in انګليسي). doi:10.1093/oxfordhb/9780199604456.001.0001. ISBN 978-0-19-960445-6. خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-05-30.
  5. Korom, Philipp (2019). "The political sociologist Seymour M. Lipset: Remembered in political science, neglected in sociology". European Journal of Cultural and Political Sociology. 6 (4): 448–473. doi:10.1080/23254823.2019.1570859. ISSN 2325-4823. PMC 7099882. PMID 32309461.
  6. Treisman, Daniel (2020). "Economic Development and Democracy: Predispositions and Triggers". Annual Review of Political Science. 23: 241–257. doi:10.1146/annurev-polisci-050718-043546. ISSN 1094-2939.
  7. Dahl, Robert. "On Democracy". yalebooks.yale.edu. Yale University Press. بياځلي په 2020-02-02.
  8. Przeworski, Adam; et al. (2000). Democracy and Development: Political Institutions and Well-Being in the World, 1950-1990. Cambridge: Cambridge University Press.
  9. Rice, Tom W.; Ling, Jeffrey (2002-12-01). "Democracy, Economic Wealth and Social Capital: Sorting Out the Causal Connections". Space and Polity. 6 (3): 307–325. doi:10.1080/1356257022000031995. ISSN 1356-2576. S2CID 144947268.
  10. Treisman, Daniel (2015-10-01). "Income, Democracy, and Leader Turnover". American Journal of Political Science (in انګليسي). 59 (4): 927–942. doi:10.1111/ajps.12135. ISSN 1540-5907.
  11. Traversa, Federico (2014). "Income and the stability of democracy: Pushing beyond the borders of logic to explain a strong correlation?". Constitutional Political Economy. 26 (2): 121–136. doi:10.1007/s10602-014-9175-x. S2CID 154420163.
  12. FENG, YI (July 1997). "Democracy, Political Stability and Economic Growth". British Journal of Political Science. 27 (3): 416, 391–418. doi:10.1017/S0007123497000197.
  13. Clark, William Roberts; Golder, Matt; Golder, Sona N. (2013). "Power and politics: insights from an exit, voice, and loyalty game" (PDF). Unpublished Manuscript.
  14. "Origins and growth of Parliament". The National Archives. Retrieved 7 April 2015."Origins and growth of Parliament". The National Archives. Retrieved 7 April 2015.
  15. Przeworski, Adam; et al. (2000). Democracy and Development: Political Institutions and Well-Being in the World, 1950-1990. Cambridge: Cambridge University Press.
  16. Acemoglu, Daron; James A. Robinson (2006). Economic Origins of Dictatorship and Democracy. Cambridge: Cambridge University Press.
  17. Gift, Thomas; Krcmaric, Daniel (2015). "Who Democratizes? Western-educated Leaders and Regime Transitions". Journal of Conflict Resolution. 61 (3): 671–701. doi:10.1177/0022002715590878. S2CID 156073540.
  18. Fish, M. Steven (October 2002). "Islam and Authoritarianism". World Politics (in انګليسي). 55 (1): 4–37. doi:10.1353/wp.2003.0004. ISSN 1086-3338. S2CID 44555086.
  19. Barro, Robert J. (1999-12-01). "Determinants of Democracy". Journal of Political Economy. 107 (S6): S158–S183. doi:10.1086/250107. ISSN 0022-3808.
  20. Ross, Michael L. (February 2008). "Oil, Islam, and Women". American Political Science Review (in انګليسي). 102 (1): 107–123. doi:10.1017/S0003055408080040. ISSN 1537-5943. S2CID 54825180.
  21. Blaydes, Lisa; Chaney, Eric (2013). "The Feudal Revolution and Europe's Rise: Political Divergence of the Christian West and the Muslim World before 1500 CE". American Political Science Review (in انګليسي). 107 (1): 16–34. doi:10.1017/S0003055412000561. ISSN 0003-0554. S2CID 33455840.
  22. Erk, Jan; Veenendaal, Wouter (2014-07-14). "Is Small Really Beautiful?: The Microstate Mistake". Journal of Democracy (in انګليسي). 25 (3): 135–148. doi:10.1353/jod.2014.0054. ISSN 1086-3214. S2CID 155086258.
  23. Dahl, Robert Alan; Tufte, Edward R. (1973). Size and Democracy (in انګليسي). Stanford University Press. ISBN 978-0-8047-0834-0.
  24. Woodberry, Robert D. (2012). "The Missionary Roots of Liberal Democracy". The American Political Science Review. 106 (2): 244–274. doi:10.1017/S0003055412000093. ISSN 0003-0554. JSTOR 41495078. S2CID 54677100.
  25. Nikolova, Elena; Polansky, Jakub (2020). "Conversionary Protestants Do Not Cause Democracy". British Journal of Political Science (in انګليسي). 51 (4): 1723–1733. doi:10.1017/S0007123420000174. ISSN 0007-1234. S2CID 234540943.