ډیجیټل کرنسي

د ډیجیټل کرنسۍ د اعتبار په اړه پوښتنې او ځوابونه

سمول

ډېر هېوادوال دا پوښتنه کوي چې کومه ډیجیټل کرنسي د اعتبار وړ ده چې یو څوک په کې پانګونه وکړي. دلته یو تفصیلي ځواب وړاندې کوم.

ډیجیټل کرنسي او اعتبار

په حقیقت کې ډیجیټل کرنسي هغه نړیوال اعتبار نه لري چې د دودیزو کرنسۍ لکه ډالر یا یورو لري. دودیزې کرنسۍ د یوه هېواد لخوا ملاتړ کیږي او یو فزیکي حالت لري، په داسې حال کې چې ډیجیټل کرنسۍ یوازې یو کود دی. د دې کود اعتبار او ارزښت په بازار کې د عرضه او تقاضا پر بنسټ ټاکل کېږي، چې دا په خپله کې ډېره بې ثباته وي.

د ډیجیټل کرنسۍ بې ثباتي

ډیجیټل کرنسي د طلا په څېر فزیکي موجودیت نه لري، نو ځکه یې ارزښت د یو کود په توګه دی. دا امکان شته چې یوه ډیجیټل کرنسي سبا ورځ هیڅ ارزښت ونه لري، او امکان شته چې سبا ورځ یې ارزښت تاسو میلیونر کړي. په همدې دلیل، دا بازار د اعتبار وړ نه دی او د ډېرو خطرونو سره مخ دی.

د اعتبار وړ ډیجیټل کرنسي

که څه هم عمومي ډیجیټل کرنسي د اعتبار وړ نه ګڼل کیږي، مګر بیا هم دوه کرنسي شته چې لږ څه اعتبار لري:

بیټ کوین (Bitcoin): بیټ کوین د لومړۍ او مشهوره ډیجیټل کرنسي په توګه پېژندل کیږي. دا کرنسي د ډېرو نړیوالو کمپنیو لخوا د راکړې ورکړې لپاره منل کیږي او په بازار کې یې یو معتبر موقف ترلاسه کړی دی.

ایتریم (Ethereum): ایتریم د بیټ کوین وروسته دویمه مشهوره ډیجیټل کرنسي ده. دا هم د ډېرو نړیوالو کمپنیو لخوا منل کیږي او د مختلفو تخنیکي او سوداګریزو پروژو لپاره کارول کیږي.

لنډه به یې کړم

په پایله کې، که څه هم ډیجیټل کرنسي د دودیزو کرنسۍ په څېر اعتبار نه لري او د ډېرو خطرونو سره مخ ده، مګر بیټ کوین او ایتریم دوه هغه ډیجیټل کرنسۍ دي چې لږ څه اعتبار لري. دا دوه کرنسۍ د نړیوالو کمپنیو لخوا منل شوي او په بازار کې یو معتبر موقف لري. په هر حال، پانګونه په ډیجیټل کرنسۍ کې تل د خطر سره مل وي او پکار ده چې خلک د دې خطرونو په اړه ښه پوه شي مخکې له دې چې پانګونه وکړي. زما مشوره دا ده که خپل د ورځنۍ چارو پیسې په دې بندوی نو دا کار مکوی. که داسي پیسې لری چې ورته اړتیا نلری هغه هم په داسي وخت کې په یو معتبره کرنسي باندي بند کړی چې ارزښت یې ولري.

اوس نو تاسو راته ووایاست تاسو په کوم یوه پانګونه کړي او اعتبار پري لری.