ډوميټین په لاتیني ډومیټانوس (/dəˈmɪʃən, -iən /) د ۵۱ کال د اکتوبر له ۲۴ نه د ۹۶ کال د سپټمبر تر ۱۸مې پورې د روم سترواک و. هغه د ټیتوس کشر ورور او د وېسپسین (Vespasian) زوی و، چې د سلطنت پر پلازمېنه د نوموړي دوه نیکونه وو، هغه د فلاوین کورنۍ وروستی غړی و. د هغه د واکمنۍ په بهیر  کې د هغه د واکمنۍ صلاحیت پاله ماهیت، دی له سنا مجلس سره په سخت تضاد کې ښکېل کړ چې د یاد مجلس واک  یې زیات را کم کړ.

ډوميټین، د خپل پلار او ورور د واکمنۍ پر مهال جزئي او تر ډېره تشریفاتي اغېز درلود. د خپل ورور تر مرګ وروسته د پريتورین  ګارد له خوا سترواک اعلان شو. د نوموړي ۱۵ کلنه واکمني، د تیبریوس له واکمنۍ راهیسې تر ټولو اوږده وه. ډومېټین د سترواک په توګه د روم اقتصاد رومي سیکو ته د بیا ارزښت ورکولو له لارې پیاوړی کړ. د سترواکۍ دفاعي پولو ته یې پراختیا ورکړه او د روم د ځپل شوي ښار لپاره یې لویه د بیارغونې برنامه پیل کړه. په بریتانیا (چېرې چې د هغه جنرال اګریکولا هڅه وکړه، ترڅو کالېدونیا(caledonia ) یعنې سکاټلنډ فتحه کړي) او دارچیا( Darcia) (چېرې چې ډوميټین ونه شو کولی، د پاچا دیسیبالوس( Decebalus ) پر وړاندې پرېکندې بریاته ورسي) کې اړینې جګړې پېښې شوې. د ډوميټین دولت پیاوړې استبدادي ځانګړنې لرلې. مذهبي، کلتوري او پوځي تبلیغاتو یې فکري شخصیت ته وده ورکړه او د دایمي سانسور لپاره یې د خپلې نوماندۍ له لارې د عمومي او خصوصي اخلاقو په  کنترول کې هڅه کوله. په پایله کې ډوميټین د پوځ او خلکو تر منځ خورا محبویت درلود،  خو د روم د مشرانو مجلس غړو هغه ته د یوه ظالم په سترګه کتل.

د ډوميټین واکمني په ۹۶ ز کال کې د دربار د چارواکو له خوا د هغه له ترور سره پای ته ورسېده. په هم‌هغه ورځ یې سلاکار نېروا ځای ناستی شو. د نوموړي تر مړینې وروسته د ډوميټین یاد د سنا مجلس هېر کړ، په داسې حال کې چې سناتوري لیکوالانو، لکه: تاسیتوس (Tacitus)، ځوان پلیني (Pliny)، او  سیتونیوس (Suetonius) د ډوميټین لیدلوری د یوه ظالم واکمن او بدګمان زورواک په توګه تبلیغ کړ. په ځواب کې مډرنو بیاکتنې غوښتنکو( رېوېژنېستانو) ډوميټین یو بې رحمه، ظالم ،خو اغېزمن واکمن بللی، چې اقتصادي، کلتوري او سیاسي پروګرامونو یې د دویمې پېړۍ د سولې بنسټونه برابر کړل.

کورنۍ او مخینه(شالید)

سمول

ډمېټین د ۵۲ کال د اکتوبر په ۲۴ په روم کې زېږېدلی د تېتوس فلاویوس وېسپسیونوس (Titus Flavius Vespasianus) چې په عام ډول په وېسپاسین مشهور دی او فلاویا ډومیټالا مجور(Flavia Domitilla Major) تر ټولو کشری زوی دی. هغه یوه مشره خور او د ځوان ډوميټالا Domitilla)) په نوم ورو چې د تېتوس فلاویوس وېسپسیونوس (Titus Flavius Vespasianus)  په نوم هم یادیده، درلود. [۱][۲][۳]

له میلاد نه مخکې په لومړۍ پېړۍ کې د کورنیو جګړو لسیزو د روم د پخوانیو اشرافو په له منځ وړلو کې ډېره مرسته وکړه، چې په ورو ورو نوي ايټالوي اشراف د پېړۍ په لومړیو کې شهرت ته ورسېدل. یوه له دغو کورنیو نه، فلاویان یا د فلاویا قبیله وه چې یوازې په څلورو نسلونو کې له نسبي نوم ‌ورکوالي وروسته شهرت ته ورسېده او د جولیو- کلودین کورنۍ د سترواکۍ پرمهال یي موقف او شتمني ترلاسه کړه. د ډوميټین لوی نیکه تیتوس فلاویوس پترو د قیصرد کورنیو جګړو پر مهال د یوې لس کسیزې ډلې د مشر په توګه د پامپي (Pompey ) تر قومانده لاندې و. د هغه پوځي دوره له میلاد نه مخکې په ۴۸ کال کې د فارسلوس په جګړه کې د جګړې له ډګر نه په تېښته له رسوايۍ سره پای ته ورسېده. [۴][۵]

له دې سره پېټرو له خورا شتمنې ټېټرولا (Tertulla) سره د واده کولو له لارې وکولی شوی، خپل حالت ښه کړي، چې د هغې شتمنۍ د لومړي تیتوس فلاویوس سابینوس (Titus Flavius Sabinus I) د زوی پېټرو د ډومېټین د نیکه مخ پر وړاندې خوځښت تضمین کړ. سابینوس په خپله په اسیا کې د ماليې راټولوونکې او په هيلویتیا (Helvetia  )(مډرن سویزرلنډ) کې د بانکدار په توګه د خپلو خدماتو له لارې نوره شتمني او ښايي د شهسوار حیثیت ترلاسه کړ. هغه له وسپازیا پولا سره په واده کولو د فلاویا کورنۍ د وسپازیا له لا معتبر نسل سره متحده کړه او د خپلو زامنو هر یو، دویم تیتوس فلاویوس سابینوس (Titus Flavius Sabinus II) او وسپاسیان (Vespasian) د سناتورۍ رتبې له ارتقاع نه ځان ډاډمن کړ. [۶]

د وسپاسیان په سیاسي دندو کې  د اېډایل( aedile )(په روم کې د عامه ودانیو د خوندیتوب او عامه جشنونو د تنظیم دفتر)، کوېسټور / quaestor (په لرغوني روم کې پر مالیاتو او خزانو د څار دفتر) او پېریاټور ( praetor) (یاد لقب په لرغوني روم کې هغه کس ته کارېده، چې له دوو رسمي بستونو نه یې په یوه کې فعالیت کاوه، یو د پوځ قومندان، دویم منتخب قاضي) دفترونه شامل وو او د ډوميټین د زېږون پر مهال په ۵۱ کال کې له قونصلګرۍ سره پای ته ورسېدل. وسپاسیان د یوه پوځي قومندان په توګه په ۴۳ کال کې پر بریتانیا د رومیانو په برید کې نسبي شهرت تر لاسه کړ. سره له دې لرغونې سرچینې د ډوميټین د روزنې پر مهال د فلاویان کورنۍ بې وزله یادوي، ان ادعا کوي چې وسپاسیان د کالیګولا (۳۷-۴۱) او نېرو (۵۴-۶۸) د سترواکیو پر مهال سپک(بدنام) شوی و. مډرن تاریخ دا ادعا رد کړې او وایي چې: دا کیسې د فلاویانو د واکمنۍ پر مهال د تبلیغاتي کمپاین د یوې برخې په توګه خپرې شوې، تر څو د جولیو-کلودین لړۍ لږ نامتو سترواکۍ د بریا چانس لږ کړي او د سترواککلودیوس (۴۱-۵۴) او د هغه د زوی بریتانیکوس لاسته راوړنې لوړې کچې ته ورسوي.  [۷][۸][۹][۱۰]

له ټولو څرګندونو سره فلاویان د ۴۰ او ۶۰ لسیزو په بهیر کې د سترواکۍ له اعظمي ګټو نه خوند واخیست. په داسې حال کې چې تیتوس درباري زده کړې د بریتانیموس په شرکت کې زده کړې او سپاسیان یوه بریالۍ سیاسي او نظامي حرفه وڅارله. د ۵۰مې لسیزې په بهیر کې تر اوږدمهاله تقاعدي دورې وروسته د نیرو تر نظر لاندې هغه دولتي منصبونو ته بېرته راوګرځېد او په ۶۳ کال کې یې د افریقا ولایت د قونصل په توګه خدمت وکړ او په ۶۶ کال کې یې له سترواکنېرو سره یونان ته په یوه رسمي سفر کې ملتیا وکړه. [۱۱]

په هم‌هغه کال کې په یهودیه ولایت کې یهودیانو د روم د سترواکۍ پر وړاندې پاڅون وکړ، چې اوس د یهودي-رومن د لومړۍ جګړې په نامه یادېږي. ویسپاسیان ته له تیتوس (چې دغه مهال یې د پوځي غونډ د مسؤل په توګه خپلې زده کړې بشپړې کړې وې) سره د یاغیانو پر ضد د رومي اردو د مشرۍ دنده پر غاړه ورکړل شوې وه.  [۱۲]

ځواني او شخصیت

سمول

د فلاویان کورنۍ له درېیو سترواکانو نه د ډوميټین واکمني تر ټولو اوږده وه، له دې واقعیت سره سره چې د هغه د ځوانۍ دوره او لومړنۍ دندې تر ډېره د هغه د مشر ورور تر سیوري لاندې تېرې شوې وې. تیتوس د یهودیانو او روم په لومړۍ جګړه کې پوځي شهرت موندلی و. پلار یې وسپاسیان په ۶۹ کال کې له کورنۍ جګړې وروسته، چې د څلورو سترواکانو په کال هم مشهور دی، سترواک شو. تیتوس ډېر منصبونه پر غاړه لرل، په داسې حال کې چې ډوميټین ویاړونه ترلاسه کړل، خو کوم مسؤلیت یې نه درلود.

هغه مهال چې ډوميټین ۱۶ کلن و، د نوموړي خور او مور له ډېر وخت راهیسې مړې شوې وې. په داسې حال کې چې پلار او ورور یې په پرله پسې توګه د روم په پوځ کې فعال وو چې په جرمني او یهودیه کې یې د پوځ قومانده پر غاړه وه. د ډوميټین لپاره دا په دې معنا وه چې، د هغه د نوې ځوانۍ ډېره برخه له نژدې خپلوانو نه پرته تېره شوې ده. د رومي - یهودي جګړې په بهیر کې د خپل تره(کاکا) دویم تیتوس فلاویوس سبینوس، چې هغه مهال یې د روم د ښاروال په توګه دنده ترسره کوله، یا هم ښایي د فلاویوس د وفادار ملګري او د ډوميټین د راتلونکي ځای ناستي مارکوس کوکسیوس نېروا تر پالنې لاندې و.[۱۳][۱۴][۱۵]

هغه د اشرافو طبقې د یوه ځوان سناتوري  زده کړې ترلاسه کړې، د بیان او ادبیاتو په برخه کې یې  زده کړې وکړې. سوئتونوس (Suetonius) په خپل ژوند لیک کې د دوولسو قیصرانو ژوند په نامه اثر کې په یوه نقل قول کې د یوه مهم شاعر او لیکوال په توګه، لکه: هومر او ویرجل په ځانګړو مناسبتونو کې  د ډوميټین وړتیا تاییدوي او هغه د یو پوه او لوستي ځوان په توګه تشرېح کوي، چې د خبرو اترو ښه وړتیا لري. د هغه د لومړیو خپرو شویو آثارو په منځ کې، د هغه اشعار او د حقوقي او اداري چارو اړوند لیکنې شاملې وې.[۱۶][۱۷]

سرچينه

سمول
  1. Suetonius, Life of Domitian 1
  2. Jones (1992), p. 1
  3. Townend (1961), p. 62
  4. Jones (1992), p. 3
  5. Jones (1992), p. 1
  6. Jones (1992), p. 2
  7. Jones (1992), p. 8
  8. Suetonius, Life of Domitian 4
  9. Suetonius, Life of Domitian 1
  10. Jones (1992), p. 7
  11. Jones (1992), pp. 9–11
  12. Jones (1992), p. 11
  13. Waters (1964), pp. 52–53
  14. Jones (1992), p. 13
  15. Murison (2003), p. 149
  16. Suetonius, Life of Domitian 9
  17. Suetonius, Life of Domitian 12.3