ډلگۍ د پوځیانو يوه وړه ډله ده چې خپلې دندې د بلوک په چوکاټ کې او يا په مستقله توگه تر سره کوي. د پياده نظام ډلگۍ معمولا د ٩ کسو څخه جوړه وي چې يو کس يې د بولندوی حيثيت لري. د پياده ډلگۍ تشکيل ثابت نه دی له ضرورت سره سم کم و زياتېدلای شي. وسله او تجهيزات يې هم همداسې وي. پياده ډلگۍ دوه نظامه لري چې يوه تهيې جمع نظام او بل ته يې د ډلگۍ محاربوي نظام وايي.[۱]



سرچينه

  1. پښتو - پښتو تشریحي سيند