د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

اسلامي اخلاق (ادب) سمول

که انسان پانګه، پوهه، ښکلا او عقل ولري؛ خو ادب و نه لري؛ نو دا هر څه له لاسه ورکوي او خلک به ترې خپه او الله به ورته غوسه وي. هو! (( د عالم او عاقل ارزښت یې په ادب کې دی.[1]))

هغه چې ادب لري، سپکې سپورې نه وايي، کنځل  نه کوي، غیبت نه کوي، ورانه خوله نه خوځوي او تور نه لګوي.

مولا علي کرم الله وجهه وايي:

(( هغه چې ادب لري، تر هغه غوره دی، چې مشهوره کورنۍ لري؛ خو ادب نه لري.[2]))

امام صادق وايي:

(( که موروپلار خپل اولاد په ادب وروزي، تر هغه غوره دی، چې اولاد یې بې ادبه وي؛ خو بې ادبه اولاد ته پانګه او مال زېرمه کړي.[3])) او بیا یې وویل: (( انسان ادب ته تر مال او شتمنۍ ډېره اړتیا لري.[4]))

امام باقر خپل زوی سپارښتنه کوي:

(( له بې ادبو وګړیو سره ملګرتیا به دې خراب کړي.)) او (( هغه چې د خولې برغولې نه لري او هر څه وايي؛ نو ژر به پښېمانه شي.[5]))

له خلکو سره مو وینا او کړنې باید داسې وي؛ لکه څنګه چې خوښېږو، چې د خلکو وینا او کړنې هماغسې له موږ سره هم وي.

رسول الله (ص) وايي:

(( په غوسه کې څوک مه ادبوئ[6])).

ځکه شونې ده په داسې وخت کې ادبول له وهلو، ډبولو او سپکاوي سره مل وي، چې پایله به یې اپوټه وي.

له باادبه وګړیو سره ملګرتیا به دې باادبه کړي. د علم زده کړه هم په ادب اغېزمنه ده. د نورو درناوی د هغوی د ادبولو لامل ګرځي.

د ادب لومړی ځای دادی، چې د الله ادب ولرو، د الله نامه په ستریا واخلو، بې اودسه د الله او رسول الله پر نامه او قرآن شریف لاس کېنږدو او که په ستونزه کې راګېر شوو؛ نو لامل یې الله  و نه ګڼو. د بېلګې په توګه: که خوبوړي وو، یا مو موټر خراب و او یا مو ټرافيکي قوانین پلي نه کړل او پېښه مو وکړه؛ نو و نه وايو، چې الله راپېښه کړه.

قرآن کریم په څو ځایونو کې وايي:

((خداى پرې تېرى کړی نه دى ؛ بلكې دوی پر ځانونو تېرى كوي [7].))

قرآن کريم په فجر سورت[8] کې وايي:

[خو انسان ته يې چې پالونكى د ازمېښت لپاره عزت او نعمت وركړي، (مغرورېږي) وايي: ((پالونكي مې عزتمن كړم (؛ ځکه ځاى يې راکې شته)!)) او چې د ازمېښت لپاره روزي پرې ورتنګه كړي؛ نو (نهيلېږي او) وايي: ((پالونكي مې سپک كړم!)) هېڅكله داسې نه ده! (کړه وړه مو سم نه دي)؛ بلكې پلارمړي نه پالئ، او يو بل بېوزليو ته د خوړو په وركولو نه هڅوئ، او (له مشروعو او نامشروعو لارو) ميراث راټولوئ او خورئ يې،او له شتمنۍ سره ډېره مينه لرئ (او له لامله يې ډېر ګناهونه كوئ).]

د الله په نسبت ادب دادی، چې د لمانځه پر مهال مو جامې پاکې او ښکلې وي، بدن مو هوسا وي نه ستړی، مسواک مو وهلی وي، د الله د بندګانو او جوماتونو درناوی وکړو، چې د الله کورونه دي.

د بوډاګانو په نسبت ادب سمول

امام حسن او امام حسین په ماشومتوت کې یو بوډا وکوت، چې اودس کوي؛ خو سم یې نه کاوه، غوښتل یې پوه یې کړي؛ خو په تشویش کې شول، چې که ورته ووايي، چې سم اودس نه کوې؛ نو خېجله به شي؛ نو د هغه ادب په پار، چې درلود یې، بوډا ته یې وویل: موږ دوه کوچنیان به اودس وکړو؛ نو ته مو وڅاره، چې د چا اودس سم دی؟ دې دوو کوچنیانو د بوډا په مخ کې اودس وکړ. بوډا وویل: ستاسې د دواړو اودس سم دی، زما اودس ناسم دی.[9]

د موروپلار په نسبت ادب سمول

د موروپلار په نسبت ادب دادی، چې خپل غږ مو د هغوی تر غږه لوړ نه کړو، په مینه ور وګورو، مننه یې وکړو، خبره یې ومنو، پر لار چې ځي، مخې ترې نه شو او بې اجازې یې چېرې ولاړ نه شو.

د نامسلمانانو په نسبت ادب سمول

که د کورنۍ له غړیو، ګاونډیانو او ټولو خلکو سره په ادب وچلو؛ نو پر ټولو به ګران یو. امام صادق یو ملګری درلود، چې خپل مريي ته یې سپکې سپورې خبرې وکړې. امام له ډېر خپګان خپل ځان ته سپېړه ورکړه او و یې پوښتل: ولې دې خپل مریی داسې ناروا تورن کړ؟ ملګري یې وویل: هغه مې مریی او مور یې هم مسلمانه نه ده. امام وویل: ان نامسلمان او ان مریی هم ناروا تورنولی نشې، ما خو ته با ادبه ګڼلې، اوس چې دې داسې بې ادبي وکړه؛ نو له ما لرې شه.


'[1]' .غررالحکم،۴۸ مخ.

'[2]' . غررالحکم،۲۴۸ مخ.

'[3]' . اصول کافي/ اتم ټوک، ۱۵۰ مخ.

'[4]' .غرر الحکم، ۲۴۷ مخ.

'[5]' .تحف العقول/۳۷۶ مخ.

'[6]' .اصول کافي، اووم ټوک، ۲۶۰ مخ.

'[7]' . آل عمران/۱۱۷(وَمَا ظَلَمَهُمُ اللَّهُ وَلَكِنْ أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ)

[8] . فجر/۱۵-۲۰ آیتونه.(( فَأَمَّا الْاِنْسانُ إِذا مَا ابْتَلاهُ رَبُّهُ فَأَکْرَمَهُ وَ نَعَّمَهُ فَیَقُولُ رَبِّی أَکْرَمَنِ.وَ أَمّا إِذا مَا ابْتَلاهُ فَقَدَرَ عَلَیْهِ رِزْقَهُ فَیَقُولُ رَبِّی أَهانَنِ.کَلاّ بَلْ لاتُکْرِمُونَ الْیَتِیمَ. وَ لاتَحَاضُّونَ عَلى طَعامِ الْمِسْکِینِ. وَ تَأْکُلُونَ التُّراثَ أَکْلاً لَمّاً. وَ تُحِبُّونَ الْمالَ حُبّاً جَمّاً))

[9] .بحارالانوار، ۴۳ مخ، ۳۱۹ مخ.