ډبليو. ايچ اوډن

ويسټن هيو اوډن (21 فبروري 1907 – 29سپتمبر 1973) يو برتانوی الاصله امريکايی شاعر و. د اوډن شاعري د هغه د اسلوبي او تخنيکي لاسته راوړنې، له سياست، اخلاقو، مينې او مذهب سره د هغې له تړاو او لهجې، بڼې او موادو کې د هغې د تنوع له امله شهرت درلود. د هغه ځينې مشهور شعرونه د مينې په اړه لکه د " Funeral Blues" په عنوان؛ د سياسي او ټولنيزو موضوعاتو په اړه لکه "د سپتمبر 1، 1939" او " The Shield of Achilles"؛ او همدا راز د کلتور او رواني موضوعاتو په اړوند لکه د «The Age of Anxiety» په عنوان؛ د مذهبي موضوعاتو په اړوند لکه د " For the Time Being" او " Horae Canonicae" په عنوانونو نظمونه دي.[۱][۲][۳][۴]

نوموړی په يارک کې زېږېدلی په برمنګم او له دې سيمې سره نږدې په يوه مسلکي د منځنۍ طبقې کورنۍ کې ستر شوی و. نوموړي په ګڼو انګليسي خصوصي (يا دولتي) ښوونځيو کې زده کړې وکړې، او د اکسفورډ په کرايسټ کليسا کې يې انګليسي ولوسته. په 1928-29ز کلونو کې په برلین کې د څو مياشتو له تېرولو وروسته، نوموړي پنځه کاله (1930-35) په برتانوي خصوصي چمتوالي ښوونځیو کې په تدريس تېر کړل، بيا يې ايسلينډ او چين ته سفرونه وکړل، تر څو د خپلو سفرونو په اړه کتابونه ولیکي.

په 1939ز کال کې، نوموړی متحده ايالاتو ته ولاړ او په 1946ز کال کې يې امريکایي تابعيت تر لاسه کړ، داسې حال کې چې برتانوي تابعيت يې هم ساتلی و. نوموړي له 1941 څخه تر 1945ز کال پورې په امریکايي پوهنتونونو کې تدريس وکړ، له هغې وروسته يې د 1950ز ليسزې په اوږدو کې کله کله د ميلمه په توګه پروفيسرۍ هم تر لاسه کړه. له 1947 څخه تر 1957ز کال پورې، نوموړي د ژمي موسم په نیويارک او د دوبي موسم په «اسچيا» کې تېراوه؛ له 1958ز کال څخه د ژوند تر پايه هغه په نيويارک کې د ژمي موسم (له 1972-73 کې په اکسفورډ کې) او د دوبي موسم د لوير اتريش په کرچسټيټن کې تېر کړ.

نوموړي په 1930ز کال کې د دېرش کلنۍ په عمر کې د «Poems» په نوم کتاب له امله د عامې توجه مرکز وګرځېد؛ له هغې وروسته په 1932ز کال کې د «The Orators» په نوم د هغه کتاب خپور شو. د 1935 او 1938ز کلونو تر منځ د «Christopher Isherwood» سره په شریکه لیکل شويو درې ډرامو د چپ اړخي سياسي لیکوال په توګه د هغه شهرت جوړ کړ. اوډن د دې شهرت څخه د خونديتوب په موخه د يو څه وخت لپاره متحده ايالاتو ته ولاړ، او په 1940ز لسيزه کې د هغه په کارونو کې اوږده شعرونه د «For the Time Being» په نوم او د «The Sea and the Mirror» په نوم دي چې په ديني موضوعاتو تمرکز لري. نوموړي د خپل 1947ز کال اوږد نظم «The Age of Anxiety» لپاره په شاعرۍ کې د «پولټزر» جايزه وګټله، د کوم نظم عنوان چې د نوي عصري پړاو د تشريح کولو لپاره يوه مهشوره جمله ګرځېده. له 1956 څخه تر 1961ز کال پورې، نوموړی په اکسفورډ کې د شاعرۍ پروفيسر و؛ د هغه درسونو په محصلینو او استادانو کې شهرت درلود، او د 1962ز کال د «The Dyer's Hand» په نوم د نثري ټولګې لپاره بنسټ وګرځېد.[۵]

اوډن او «ايشر ووډ» د 1927 او 1939ز کلونو تر منځ اوږدمهالې؛ خو وقفه يي جنسي اړيکې درلودې، خو دواړو له نورو سړيو سره لنډې؛ خو ډېرې ژورې اړېکې درلودې. په 1939ز کال کې، اوډن د «چيسټر کالمين» په مينه ګرفتار شو، او دوی خپلې اړيکې د واده په توګه بللې، خو په 1941ز کال کې هغه مهال پای ته ورسېدې، کله چې «کالمين» د وفادارۍ هغه اړيکې رد کړې، چې اوډن يې غوښتنه کوله. په هر حال، دواړو د ملګرتيا اړيکو ته دوام ورکړ، او له 1947ز کال څخه د اوډن تر مړينې پورې دوی په يو کور يا اپارتمان کې ژوند کاوه چې جنسي اړيکې يې نه درلودې، او کله کله به يې د «ايګور ستراوينسکي» په موسيقۍ سره د «The Rake's Progress» په څېر  «اوپيرا لبريټي» په اړه همکارۍ کولې.[۶]

اوډن د ادبي، سياسي، رواني او مذهبي موضوعاتو په اړوند د نثري ليکنو او ارزونو يو پیاوړی لیکوال و، او هغه په بېلا بېلو وختونو کې د فلمونو، شاعرانه ډرامو او نورو فعاليتونو په ډولونو کار وکړ. د خپل مسلک په اوږدو کې هغه يو متنازع او اغېزناک شخص و، او د هغه پر کار د تنقيدي نظرياتو په سختۍ سره رد کولو تر څنګ – چې  هغه يې له ډبلوي.بي يټس او ټي.ايس.ايليټ څخه کم شخصيت په توګه وړاندې کاوه –پياوړي اثبات هم شامل و، لکه د «جوزف براډسکي» په وينا کې چې هغه «د يوويشتمې پېړۍ د لویو دماغو څښتن و". د هغه له مړينې وروسته، د فلمونو، خپرونو او مشهورو رسنيو له لارې د هغه شعرونه ډېرو زياتو عوامو کې مشهور شول.

ژوند

سمول

ماشومتوب

سمول

اوډن د انګلستان د يارک په 54 بوتم کې، د جارج اګسټن اوډن (1872-1957) چې يو ډاکټر و، او «کانسټينس روزالي اوډن» (1869-1941) کره زېږېدلی و، مور يې د مبلغې نرسې په توګه روزل شوې وه (خو کله يې هم دا دنده تر سره نه کړه). نوموړی د دوی په درې زامنو کې درېيم و؛ مشر يې «جارج برنارډ اوډن» (1900-1978) يو کروندګر شو، دويم يې «جان بيکنيل اوډن» (1903-1991) يو ژوپووه شو. د اوډن کورنۍ يوه پياوړې د روحاني دود کوچنۍ لوستې کورنۍ وه، چې اصلاً د «Rowley Regis» اوسېدونکې؛ خو وروسته د « Staffordshire» په «Horninglow» کې استوګنه شوه.[۷][۸][۹]

د اوډين دواړه نيکونه د انګلستان د کليسا پادریان وو، په يوه انګلو-کاتولیکه کورنۍ کې ستر شو، کومې چې د انګليکين ازم د يوې لوړې بڼې پيروي کوله، د کومې اصولو او روحانيت چې د رومي کاتوليک ازم سره ورته والی درلود. نوموړي له موسيقۍ او ژبې سره خپله مينه تر يو بريده په خپل ماشومتوب کې په کليسا کې له خدماتو څخه تر لاسه کړه. هغه باور درلود چې له ايسلينډي نسل څخه دی، او له ايسلينډي افسانو او زړو نورس حماسو سره څخه د هغه زړه راښکون د هغه په کار کې روښانه دی.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

په 1908ز کال کې د هغه کورنۍ د برمنګم سره نږدې په «سولي هول» کې د «هومر روډ» ته ولېږدېده، چېرته چې د هغه پلار د ښوونځي د روغتيايي امر او د عامې روغتيا د ښوونکي (وروسته پروفيسر) په توګه ټاکل شوی و. د اوډن عمري رواني لېوالتياوې د هغه د پلار په کتابتون کې پيل شوې. له اته کلنۍ راهيسې، نوموړی د ليليې ښوونځي کې زده کړه پيل کړه، چې کور ته به يوازې په رخصتيو کې راتلو. د هغه په يو شمېر شعرونو کې د «پنين» طبيعې منظرې او د هغې مخ پر ځوړ د سرپو د کان کيندلو صنعت څخه د هغه ليدنې؛ د «روکوپ» لېرې پرته مخ پر زوال د کان کيندنې کلی، د هغه لپاره يوه «سپېڅلې طبيعي منظره» وه، کومه چې د هغه د «Amor Loci» په عنوان شعر کې بیان شوې ده. تر پنځلس کلنۍ پورې، نوموړي هيله درلوده چې د کان کيندنې انجنير شي، خو له تورو سره د هغه مينه له مخکې پيل شوې وه. نوموړي وروسته وليکل: "تورو زه دومره راپارولی وم، چې د بېلګې په ډول يوه فحش کيسه، له جنسي اړخه ما هومره راپاروي، چې يو ژوندی انسان يې نه شي کولای".[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

زده کړه

سمول

اوډن د «سوري» د «هنډ هيډ» په «ايډمنډ» ښوونځي کې داخل شو، چېرته چې نوموړي له «کرسټوفر ايشر ووډ» سره ولیدل، چې وروسته خپله د يو ناول ليکونکي په توګه مشهور شو. په ديارلس کلنۍ کې، نوموړی د نورفولک په هولټ کې د ګريشم ښوونځي ته ولاړ؛ دلته په 1922ز کال کې، کله چې د هغه ملګري «رابرټ ميډلي» له هغه پوښتنه وکړه چې ايا شعرونه ليکي، اوډن په لومړي ځل احساس کړه چې د هغه مسلک بايد د يو شاعر وي. له دې ډېر ژر وروسته، هغه وموندله چې خپله عقيده يې له لاسه ورکړې ده (د دې تدريجي احساس سره چې هغه په مذهب کې لېوالتيا بايللې ده، نه دا چې په نظرياتو کې د بدلون له امله يې دا پرېکړه کړې وه). په ښوونځي کې د شيکسپير د ډرامو د جوړولو پر مهال، نوموړي په 1922ز کال کې د «The Taming of the Shrew» په نوم ډرامه کې د «کيترينا» کردار اداء کړ، او په 1925ز کال کې د «The Tempest» په نوم ډرامه کې د «کيليبن» کردار تر سره کړ، چې دا په ګريشيم کې د هغه وروستی کال و. د کيترینا د کردار په ډول د هغه د فعاليت په ارزونه کې وليدل شول چې د کمزورو جعلي ويښتو سره سره، هغه په خپل جذباتي هيجان کې د پوره وقار په پيدا کولو بریالی شوی و. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې

سمول
  1. The date on the death certificate; the 28 September date on his grave was an error.
  2. Auden, W. H. (2002). Mendelson, Edward (ed.). Prose, Volume II: 1939–1948. Princeton: Princeton University Press. p. 478. ISBN 978-0-691-08935-5. Auden used the phrase "Anglo-American Poets" in 1943, implicitly referring to himself and T. S. Eliot.
  3. The first definition of "Anglo-American" in the OED (2008 revision) is: "Of, belonging to, or involving both England (or Britain) and America.""Oxford English Dictionary (access by subscription)". نه اخيستل شوی 25 May 2009. See also the definition "English in origin or birth, American by settlement or citizenship" in Chambers 20th Century Dictionary. 1969. p. 45. See also the definition "an American, especially a citizen of the United States, of English origin or descent" in Merriam Webster's New International Dictionary, Second Edition. 1969. p. 103. See also the definition "a native or descendant of a native of England who has settled in or become a citizen of America, esp. of the United States" from The Random House Dictionary, 2009, available online at "Dictionary.com". Archived from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 25 May 2009.
  4. Smith, Stan, ed. (2004). The Cambridge Companion to W. H. Auden. Cambridge: Cambridge University Press. ISBN 978-0-521-82962-5.
  5. Davenport-Hines, Richard (1995). Auden. London: Heinemann. ISBN 978-0-434-17507-9.
  6. Davenport-Hines, Richard (1995). Auden. London: Heinemann. ISBN 978-0-434-17507-9.
  7. Burke's Landed Gentry, 18th edition, vol. I, ed. Peter Townend, 1965, Auden formerly of Horninglow pedigree
  8. The name Wystan derives from the 9th-century St Wystan, who was murdered by Beorhtfrith, the son of Beorhtwulf, king of Mercia, after Wystan objected to Beorhtfrith's plan to marry Wystan's mother. His remains were reburied at Repton, Derbyshire, where they became the object of a cult; the parish church of Repton is dedicated to St Wystan. Auden's father, George Augustus Auden, was educated at Repton School.
  9. Carpenter, W. H. Auden, pp. 1–12.
  10. "Kindred Britain". Archived from the original on 26 August 2013. نه اخيستل شوی 12 October 2015.
  11. Carpenter, Humphrey (1981). W. H. Auden: A Biography. London: George Allen & Unwin. ISBN 978-0-04-928044-1.
  12. Davenport-Hines, Richard (1995). Auden. London: Heinemann. ISBN 978-0-434-17507-9.
  13. کينډۍ:Cite ODNBکينډۍ:Subscription or libraries
  14. Davidson, Peter (2005). The Idea of North. London: Reaktion. ISBN 978-1861892300.
  15. کينډۍ:Cite ODNBکينډۍ:Subscription or libraries
  16. Carpenter, W. H. Auden, pp. 16–20, 23–28.
  17. Carpenter, W. H. Auden, pp. 13, 23.
  18. Myers, Alan; Forsythe, Robert (1999). W. H. Auden: Pennine Poet. Nenthead: North Pennines Heritage Trust. ISBN 978-0-9513535-7-8.
  19. Auden, W. H. (1993). The Prolific and the Devourer. New York: Ecco. p. 10. ISBN 978-0-88001-345-1.
  20. Partridge, Frank (23 February 2007). "North Pennines: Poetry in Motion". Independent.co.uk. Archived from the original on 14 February 2022. نه اخيستل شوی 2 December 2016.
  21. Blamires, Harry (1983). A Guide to twentieth century literature in English. p. 130.
  22. Carpenter, Humphrey (1981). W. H. Auden: A Biography. London: George Allen & Unwin. ISBN 978-0-04-928044-1.
  23. Auden, W. H. (1973). Forewords and Afterwords. New York: Random House. p. 517. ISBN 978-0-394-48359-7.
  24. Wright, Hugh, "Auden and Gresham's", Conference & Common Room, Vol. 44, No. 2, Summer 2007.
  25. The Times, 5 July 1922 (Issue 43075), p. 12, col. D
  26. "The Taming of the Shrew" Archived 9 January 2023 at the Wayback Machine., The Gresham, 29 July 1922, accessed 8 January 2023