ډيونيسوس
په لرغوني يوناني دين او افسانو کې، ډاينايسس د شرابو جوړولو، باغونو او ميوو، بوټو، ښېرازۍ، جشن، ليونتوب، مذهبي ليونتوب، مذهبي وجد [جوش/مستي/مينه] او نندارې خدای دی. نوموړی يونانيانو د «باکس» (هغه نوم چې وورسته روميانو هم خپل کړ) په توګه هم پېژندلو، او لامل يې يو هيجان و چې ويل کېږی هغه «باکيا» باله. د «ډاينايسس ايليتوريس» (ازادي ورکونکي) په توګه، د هغه شراب، موسيقي او وجدي ګډا د هغه پيروان د خپل شعورۍ د وېرې او احتياط څخه ازادوي، او ځواکمن جابرانه بنديزونو ته د پای ټکی ږدي. د هغه «ترسس»، چې د ځڼکۍ د بوټي د ډنډر امسا ده، چې کله کله په «ايوي» [پروتې ته ورته يو بوټی دی چې له نورو بوټو تاوېږي] سره ټپي کېږي او شات څڅوي، دواړه يوه ګټوره امسا ده او هم يوه وسله ده چې هغه خلک له منځه وړي، څوک چې د هغه د مذهبي فرقې او د هغو ازاديو مخالفت کوي، د کومو چې هغه استازولي کوي. باور دا دی چې څوک د هغه په اسرارو کې برخه اخلي، هغه خپله د خدای تر اثر لاندې راځي او خپله بااختياره ګرځي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]
عمومي مالومات |
---|
برخه د |
---|
د هغه منشأ معلومه نه ده ، او د هغه مذهبي فرقې ډېرې بڼې خپلې کړې دي؛ يو شمېر يې لرغونو سرچينو د «ټريشن» په توګه تشريح کړي دي، او نورو سرچينو بيا د يوناني په توګه بيان کړي دي. په اورفيزم کې، هغه په مختلف ډول د زيوس او پرسفني زوی دی؛ د مړيو په نړۍ کې اوسېدونکی يا د زيوس د مړيو د نړۍ يو اړخ؛ يا د زيوس او فاني «سميلي» دوه ځلې زېږېدلی زوی. الوسيني اسرارو هغه د ډيميتري د زوی يا مېړه «ياکوس» په توګه پېژندلی دی. ډېر روايتونه وايي چې هغه په «ترس» کې زېږېدلی و، بهر يې سفر کړی و، او د يو بهرني په توګه يونان ته رسېدلی دی. له بهر څخه د راغلي بهرني خدای په توګه د هغه دا بهرنی صفت ښايي چې د هغه د مذهبي فرقو لپاره ميراثي او اړين وي، ځکه چې هغه د «ايپفيني» خدای دی، څوک چې کله کله هغه خدای بلل کېږي چې راځي. [۸][۹][۱۰][۱۱]
د ډاينايسس په مذهبي فرقه کې شرابو ته ځانګړې پاملرنه کېده، او د هغه ځمکنی تجسم و. شرابو مصيبتونه کمولای شول، خوښي يې روستلای شوه، او د الاهي وجد الهام يې ورکاوه. د ډاينايسس په جشنونو کې د سپېڅلو نندارو وړاندې کول شامل و، چې د هغه افسانې به يې نمايش ته وړاندې کولې، کوم څه چې په لوېديځ کلتور کې د نندارو د وړاندې کولو د پرمختګ تر شا لومړی محرک دی. د ډاينايسس مذهبي فرقه هم د روحونو فرقه ده؛ د هغه ښځينه پلويانو به د وينې د نذر په مټ مړيو ته خوراک ورکاوه، او هغه به د مړيو او ژونديو تر منځ د الاهي اړيکې کار کاوه. نوموړی کله کله د مړ کېدونکي او راپورته کېدونکي خدای په توګه ډلبندي شوی دی.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
روميانو باکس د لايبيريايي جشن د خپل لايبر پيټر، "ازاد پلار" څخه پېژندلی دی، څوک چې د شرابو د انګورو، شرابو او نارينه ښېرازۍ سرپرست، او د عمر او تابعيت اړوندو دودونو، رسوماتو، او ازاديو ساتونکی و؛ خو رومي دولت د «باکس» (Bacchanalia) [د باخوس اختر يا جشن] خپلواک، مشهور جشنونه تخريبي وبلل، تر يو بريده له دې امله چې د دوی طبقو او جنسيتونو ازاد اختلاط دوديز ټولنيز او اخلاقي بنديزونه تر پښو لاندې کول. د دولت له خوا د منل شويو او تر څارنې لاندې کم رنګه بڼو او کمو راټوليدنو [غونډو/اجتماعاتو] پرته يې، Bacchanalia يو ستر جرم وګرځولو. د باکس جشنونه د لايبر او ډاينايسس له جشنونو سره يوځای کړای شول.
نوم
سموللغتپوهنه
سمولپه لرغونې يوناني ژبه کې د dio مختاړی له لرغونې زمانې څخه له زيوس (اضافتي Dios) سره تړلی دی، او داسې برېښي چې د دې نوم مختلف شکلونه د اصلي *Dios-nysos ټکي لور ته اشاره کوي. تر ټولو پخوانۍ تاييد شوې مايسينيايي يوناني اضافتي بڼه يې (di-wo-nu-so) ده، چې په دوه تختو ليکلې موندل شوې ده، کومې چې په مايسينيايي «پايلاس» کې موندل شوي دي، او تاريخ يې دولسمې يا ديارلسمې مخزېږديزې پېړۍ ته رسېږي. هغه مهال، په دې اړه پوره کره والی نه و موجود چې ايا دا په رښتيا هم يو کنايي نوم و که نه، خو په 1989-90ز کلونو کې د «هانيا» په «کاسټيلي هيل» کې د يونانيانو او سويډنيانو د کيندنو پر مهال د نورو تر څنګ څلور لرغوني اثار کشف شول، چې د B خطي ليک کتيبې هم پکې وې؛ د KH Gq 5 په نوم توکي ليکلنې په اړه باور کېږي چې د ډاينايسس ابتدايي عبادت تاييدوي. په مايسينيايي يونان کې، زيوس di-wo دی. د دې دويم عنصر منشأ نه ده معلومه چې هغه عنصر – nūsos دی. ښايي همدا لامل وي چې په يوناني افسانو کې د خدای د زېږېدو د ځای «ماونټ نيسا» سره تړاو لري، چېرته چې د هغه پالنه د حورې (Nysiads) له خوا شوې وه، په داسې حال کې چې د «سيروس» «فيريسايډ» تر شپږمې مخزېږديزې پېړۍ پورې د "ونې" لپاره د لرغوني ټکي په توګه د nũsa ټکي کارول کېدل اټکل کړي دي. د «سوفولاس» يوې ګلدانۍ ته د «نيسيډ» نوم νύσαι (nusae) ورکړل شوی دی. «کريچمر» ټينګار کړی دی چې νύση (nusē) ټکی يو «تيريشينيايي» ټکی دی، چې د νύμφη (nýmphē) سره يو شان معنا لري، کوم چې νυός (nuos) ته ورته لفظ دی (انګور، يا ناوی، I-E *snusós، سانسکرتي snusā). هغه وړانديز کړی چې نارينه [مذکر] بڼه يې چې د νῦσος (nūsos) په شکل ده، او له دي ټکي څخه ډاينايسس "د زيوس زوی" جوړېږي. «جين ايلن هيريسن» باور درلود چې د ډاينايسس نوم معنا ده "ځوان زيوس". «رابرټ ايس. پي بيکس» د دې نوم لپاره له يوناني ژبې څخه مخکې ژبې رېښې وړانديز کړي دي، ځکه چې د اندو-اروپايي نوم د لټون ټولې هڅې شکمنې دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۱۸][۲۸][۱۸]
معنا او ډولونه
سمولپه «بيوشيا» کې په وروستيو ډولونو کې يې Dionūsos او Diōnūsos ډولونه شامل دي؛ په «تيسلي» کې يې د Dien(n)ūsos بڼه؛ په «ايونيايي» ډولونو کې Deonūsos او Deunūsos؛ او په «ايوليا» بڼو کې يې Dinnūsos شامله ده، د دې تر څنګ نور ډولونه هم لري. د Dio مختاړی يې په نورو نومونو کې هم موندل کېږي، لکه په ډايسکوريس کې، او ښايي چې له Dios اخيستل شوی وي، کوم چې د زيوس د نوم اضافت دی.[۲۹]
«نونس» په خپل «ډايونيسياکا» کې ليکلي دي چې د ډانيايسس نوم معنا ده "د زيوس-ګوډ" او دا چې «هرميس» په دې نوي زېږېدلي ماشوم د ډانيايسس نوم اېښی و، "ځکه کله به چې زيوس خپل بار پورته کولو، د خپل ورون د وزن څخه به يې يوه پښه ګوډه پورته کوله، او په «سايراکوزينيايي» ژبه کې د «نايسوس» د ټکي معنا ده ګوډ ګوډ تګ". د دې کرښو په اړه «ډبليو.ايچ.ډي راوس» په خپله ملاحظه کې ليکلي دي چې "د دې ويلو اړتيا نه شته چې د نوم دا رېښې غلطې وبلل شي". د بيزانس دايرة المعارف «سوډا»، چې د کلاسيکي سرچينو پر بنسټ ليکل شوې ده، وايي چې "د ټولو هغو لپاره د تر لاسه کولو [διανύειν] چې ځنګلي ژوند لري. يا هغو ته د هر څه چمتو کول [διανοεῖν] چې ځنګلي ژوند لري" ته په کتنې سره «ډاينايسس» ته دا نوم ورکړل شوی دی.[۳۰][۳۱]
منشأ
سمولپه نولسمه پېړۍ کې علمي ماهرين، د ژبپوهنې او مقايسوي داستانپوهنې په کارولو سره، ډېر ځله ډاينايسس يو بهرنی خدای بولي، څوک چې په پرتليز ډول په بې ميلۍ سره د ټولو ارباب الانواع په معياري یوناني عبادتځای کې ډېر وروسته ومنل شو، د هغو افسانو پر اساس چې اکثره پکې دا موضوع شامله وي – هغه خدای چې خپل ډېر وخت په ځمکه دباندې تېروي، او کله چې يونان ته بېرته راستنېږي نو د منلو لپاره هڅې کوي. په هر حال، د نورو وروستيو شواهدو څخه روښانه کېږي، چې ډاينايسس په حقيقت کې د یونان د مرکزي سيمو په کلتور کې تاييد شويو تر ټولو پخوانيو خدايانو څخه يو دی. د ډاينايسس د عبادت تر ټولو ابتدايي ليکلي تاريخچې د مايسينيايي يونان څخه تر لاسه کېږي، په ځانګړي ډول په «پايلاس» کې د «نيسټر» په ماڼۍ او د هغې په شا او خوا کې چې تاريخ يې شا اوخوا 1300 مخزېږديز ته رسېږي. په دې پړاو کې د ډاينايسس شا او خوا د هر دين تفصيلات ډېر کم دي، او ډېر شواهد يوازې د هغه د نوم په بڼه تر لاسه کېږي، چې په B خطي ليکه کې د di-wo-nu-su-jo ("Dionysoio" =د ډايناسس) په ډول ليکل شوی دی، کوم شواهد او ثبوتونه چې د خټې د تختو په ټوټو خوندي دي، هغه څه چې د شرابو د وړاندې کولو يا تادياتو اړوند ښودنه کوي، او دا د ډاينايسس په توګه تشریح شوی دی. د "اينوا د ښځو"، "د شرابو د ځای" په اړوند هم سرچينې روښانه شوي دي، څوک چې په وروستيو پړاونو کې د ډاينايسيايي ښځو سره مطابقت لري.[۳۲][۳۳]
سرچينې
سمول- ↑ ذکر کېدنه: Oxford Classical Dictionary (4th rev. ed.). Publisher: Oxford University Press. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۲.
- ↑ Hedreen, Guy Michael. Silens in Attic Black-figure Vase-painting: Myth and Performance. University of Michigan Press. 1992. ISBN 9780472102952. p. 1
- ↑ James, Edwin Oliver. The Tree of Life: An Archaeological Study. Brill Publications. 1966. p. 234. ISBN 9789004016125
- ↑ In Greek "both votary and god are called Bacchus". Burkert, p. 162. For the initiate as Bacchus, see Euripides, Bacchae 491. For the god, who alone is Dionysus, see Sophocles, Oedipus Rex 211 and Euripides, Hippolytus 560.
- ↑ Csapo, Eric (2016-08-03). "The 'Theology' of the Dionysia and Old Comedy". In Eidinow, Esther (ed.). Theologies of Ancient Greek Religion (په انګليسي). New York: Cambridge University Press. p. 118. ISBN 978-1-316-71521-5.
- ↑ Olszewski, E. (2019). Dionysus’s enigmatic thyrsus. Proceedings of the American Philosophical Society, 163(2), 153–173.
- ↑ Sutton, p. 2, mentions Dionysus as The Liberator in relation to the city Dionysia festivals. In Euripides, Bacchae 379–385: "He holds this office, to join in dances, [380] to laugh with the flute, and to bring an end to cares, whenever the delight of the grape comes at the feasts of the gods, and in ivy-bearing banquets the goblet sheds sleep over men."
- ↑ Thomas McEvilley, The Shape of Ancient Thought, Allsworth press, 2002, pp. 118–121. Google Books preview
- ↑ Reginald Pepys Winnington-Ingram, Sophocles: an interpretation, Cambridge University Press, 1980, p. 109 Google Books preview
- ↑ Zofia H. Archibald, in Gocha R. Tsetskhladze (Ed.) Ancient Greeks west and east, Brill, 1999, pp. 429 ff.Google Books preview
- ↑ Rosemarie Taylor-Perry, 2003. The God Who Comes: Dionysian Mysteries Revisited. Algora Press.
- ↑ Julian, trans. by Emily Wilmer Cave Wright. To the Cynic Heracleios. The Works of the Emperor Julian, volume II (1913) Loeb Classical Library.
- ↑ Isler-Kerényi, Cornelia; Watson, Wilfred G. E. (2007). "An Iconography in Process". Dionysos in Archaic Greece. Brill. pp. 5–16. JSTOR 10.1163/j.ctt1w76w9x.7.
- ↑ Brockett, Oscar Gross (1968). History of the Theatre. Boston: Allyn & Bacon. pp. 18–26.
- ↑ Riu, Xavier (1999). Dionysism and Comedy. Rowman and Littlefield. p. 105. ISBN 9780847694426.
- ↑ Corrente, Paola. 2012. Dioniso y los Dying gods: paralelos metodológicos. Tesis doctoral, Universidad Complutense de Madrid.
- ↑ Palaima, Thomas G. University of Texas at Austin, 1998
- ↑ ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ ۱۸٫۲ Beekes 2009، م. 337.
- ↑ John Chadwick, The Mycenaean World, Cambridge University Press, 1976, pp. 99ff: "But Dionysos surprisingly appears twice at Pylos, in the form Diwonusos, both times irritatingly enough on fragments, so that we have no means of verifying his divinity."
- ↑ Raymoure, K. A. (November 2, 2012). "Khania Linear B Transliterations". Minoan Linear A & Mycenaean Linear B. Deaditerranean. "Possible evidence of human sacrifice at Minoan Chania". Archaeology News Network. 2014. Archived from the original on 2014-03-17. نه اخيستل شوی 2014-03-17. Raymoure, K. A. "Khania KH Gq Linear B Series". Minoan Linear A & Mycenaean Linear B. Deaditerranean. "KH 5 Gq (1)". Dāmos: Database of Mycenaean at Oslo. University of Oslo.
- ↑ "The Linear B word di-wo". Palaeolexicon.
- ↑ Fox, p. 217, "The word Dionysos is divisible into two parts, the first originally Διος (cf. Ζευς), while the second is of an unknown signification, although perhaps connected with the name of the Mount Nysa which figures in the story of Lykourgos: (...) when Dionysos had been reborn from the thigh of Zeus, Hermes entrusted him to the nymphs of Mount Nysa, who fed him on the food of the gods, and made him immortal."
- ↑ Testimonia of Pherecydes in an early fifth-century BC fragment, FGrH 3, 178, in the context of a discussion on the name of Dionysus: "Nũsas (acc. pl.), he [Pherecydes] said, was what they called the trees."
- ↑ "Greek Word Study Tool". www.perseus.tufts.edu.
- ↑ Martin Nilsson Script error: The function "Lang" does not exist. (1967). Vol. I, p. 567.
- ↑ کينډۍ:LSJ.
- ↑ Palaima, Thomas G. University of Texas at Austin, 1998
- ↑ Myths of Greece and Rome, by Jane Harrison (1928).
- ↑ This is the view of Garcia Ramon (1987) and Peters (1989), summarised and endorsed in Janda (2010:20).
- ↑ Nonnus, Dionysiaca 9.20–24.
- ↑ Suda s.v. Διόνυσος .
- ↑ Kerényi, Karl. 1976. Dionysus. Trans. Ralph Manheim, Princeton University Press. ISBN 0691029156, 978-0691029153
- ↑ Isler-Kerényi, Cornelia; Watson, Wilfred G. E. (2007). "An Iconography in Process". Dionysos in Archaic Greece. Brill. pp. 5–16. JSTOR 10.1163/j.ctt1w76w9x.7.