په ۱۹۹۵ م کال کې د ګروزنی جګړې پرمهال د یو چچن وګړی دعا.

چچن خلک (چیچینیان خلک یاهم چچن قوم) په شمالي قفقاز کې ترټولو لوی قوم بلل کیږي چې ترډیره د روسې په چچن ،داغستان او اینګوشتیا آیالاتونو کې میشت دي. د چچن خلکو ژبه چیچینیایي ژبه ده چې د شمالي قفقاز ژبو له کورنۍ څخه بلل کیږي. د دیارلسمې او نوڼسمې پیړۍ په اوایلو کې یاده ژبه په عربي الفابټو لکل کیدله چې وروسته بیا سریلیک ته واوښته. د چجن قوم شمیر د ۲-۵ میلیونو ترمنځ اټکل شوی دی.