چین ماچین

دپښتو په زړو او لرغونو کیسو او افسانو او لنډیو ( ټپو)کې دچین ماچین دکلمې ډیره یادونه شوې ده .د چین ماچین کلمه په زړو پښتوتاریخونو کې کې هم راغلې ده . چین ماچین شمال لویدیز چین یاختیز ترکستان ته ویل کیږی چې دچین د هیواد دسینکیانګ ایا لت دی او دابن بیطار دمفرداتو دلومړي ټوک په ۱۳۱ مخ کې په عربی ژبه کې صین الصین راغلی دی چې مقصد او موخه یې همدا چین ما چین دی چې مشهور ښارونه یې کاشغر، ختن، آک سو، یارکند، تورفان، کوچا و ارومچی دي .ختیز ترکستان۱،۸۲۸،۴۱۷ وګړي لري اوخلک یې په ایغوري ژبه خبرې کوي .تاسو په لاندې نقشه کې په ابي رنګ کې چیني ترکستان یا چین ماچین لیدلی شئ !