چینچار پول

چینچار پول د لغمان ولایت د الینگار پر سیند جوړ پول دی چې په پاخه او اساسي بڼه جوړ شوی دی. ددې پول اوږدوالی ۴۰ متره او د امریکې د بیارغاونې ټيم له خوا یې د رغاونې بسپنه ورکړ شوې ده.

دوتنه:Alingar Destrect of Laghman Province-00Afghanistan د الینگار ولسوالۍ-،لغمان ولایت- افغانستان.jpg
د چینچار پول

مخېنه سمول

دوتنه:Alingar Destrect of Laghman Province-0Afghanistan د الینگار ولسوالۍ-،لغمان ولایت- افغانستان.jpg
د شخه-ترۍ کلي څخه د چینچار پول یو انځور

دا پول ځکه په چینچار نومول شوی چې پخوا وختو کې ددې سیند ترڅنگ د چینچار او ... په نامه دوه وروڼه مېشت ول. د سیند هاخوا وگړو به د روغ رنځور پر وخت نشول کولای په اسانۍ له غړانده سینده په اسانۍ راپورې وځي، نو همدې وروڼو ددې سیند پر سر داسې پول جوړ کړ چې لر او بر په پړو تړل شوی و، منځ کې یې تختی ورکړې وی، هره تخته بیا له پورتنیو پړو او تختې بیا خپلو کې سره په نورو پړو تړل شوې وی. دې خوځنده پول په خپل وخت سره د کلیوالو وگړو ستونزې تر ډېره هوارې کړی وی. د ولس وگړو هم ددې وروڼو د هاند و هڅو له لامله نوموړي پول ته د چینچار پول نوم ورکړل چې تر دې دمه په همدې نامه یادېږي.

کله چې دا پول د ظاهرشاه په واکمنۍ کې په پاخه او اساسي بڼه جوړ شو، نو بیا هم په همدې نامه مشهور و، او د پخواني هېوادمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې دې پول ته پراختیا ورکړ شوه او په څنگ کې یې یو نوی لوی او ستر پول جوړ کړای شو چې هغه هم اوس د چینچار په نامه یادېږي.

د طالبانو چاودنه سمول

دوتنه:Alingar Destrect of Laghman Province- 0Afghanistan د الینگار ولسوالۍ-،لغمان ولایت- افغانستان.jpg
د چینچار پول یوه څنډه د مخالفو وسله والو له خوا په بمونو الوځول شوی.

په هېواد کې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د روانې جگړې له لامله دا پول هم امن کې پاتې نه شو، او د ۲۰۱۳ کال جنورۍ میاشت ۱۲مه نیټه مخالفو وسله والو ددې پول د الوزولو لپاره چاودونکي توکي د پول په پایو وتړل، چې له ښه مرغه د پول پایله لږه زیانمه شوه او د پول سړک یې هم یو څه زیانمن کړ، مگر د لېږدوونکو وسیلو او وگړو پر مخ یې لاره لا هم پرانېستې ده، او د اړونده ولسوالۍ وگړي ترې گټه پورته کوي.

دا هم وگورئ سمول

سرچینې سمول