چینایي شارپيي سپی

چنایي شار پي سپیان Chinese shar-pei د سپیانو نسل ده، زوړند چین لرونکی پوستکی لري، یو وخت تر ټولو کم پیدا کېدونکی د سپیانو نسل ګڼل کېده. په ۲۰ پېړۍ کې خلکو ډېر خوښول او له همدې امله یې نسل اخیستنه پېل شوه.

قد یې له ۴۵ تر ۵۰ سانتي متره (له ۱۸ تر ۲۰ انچه) پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۱ تر ۲۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په هر رنګ کې شته دي. کله چې بشپړ وده وکړي د بدن د پوستکي ډېرو برخو کې یې چین ورکیږي خو په سر او مخ کې یې پاتې وي. د ژبې رنګ یې نیله تور وي لکه د کوکو سپیانو (chow chows) په څېر خو تر اوسه مالومه شوې نده چې خپلمنځ کې کوم تړاو سره لري او که نه.

ګمان کیږي چې له زېږېدیز کال څخه ۲۰۰ کاله وړاندې په چین کې موجود وو او د ساتنې او ښکار لپاره چینایانو کارول. په وروستیو وختو کې خلکو د جنګ لپاره کارول خو کله چې غربیانو د غټو سپیانو نسل د جنګولو لپاره واخیسته نور دا سپیان چا د جنګ لپاره نه ساتل. اوسمهال یې خلک کورونو کې د کورني ژوي په توګه ساتي.