چیتا پړانګ

چیتا پړانګ (علمي نوم: Acinonyx jubatus) فقاریه او تي لرونکو ژوو ته اړوند ژوی دی چې د افریقا او مرکزي ایران بومي ژوی بلل کېږي. دا د ځمکې پر سر تر ټولو چټک ځغاسته کوونکی ژوی دی چې کولای شي په ساعت کې له ۸۰ کیلومترو څخه تر ۹۸ کیلومترو (۵۰ تر ۶۱ مایله) منډه ووهي؛ له همدې امله یې په ځانګړې بڼه تکامل موندلی چې وزن یې لږ، پښې یې اوږدې او تاو شوې لکۍ لري. د اوږو په برخه کې یې پلنوالی په معمول بڼه له ۶۷ څخه تر ۹۴ سانتي مترو (۲۶- ۳۷ انچه) او له سر څخه یې د بدن تر پایه اوږدوالی له ۱.۱ متر څخه رانیولې تر ۱.۵ مترو (۳ فوټه ۷ انچه او ۴ فوټه ۱۱ انچه) پورې رسېږي. د بالغو پړانګانو وزن له ۲۱ کیلو څخه تر ۷۲ کیلو (۴۶ او ۱۵۹ پونډه) پورې رسېږي. سر یې کوچنی او ګرد دی، پوز یې لنډی دی او د تورو اوښکو په څېر د پوز په چاپېر کې کرښې لري. رنګ یې په معمول ډول قهوه یي ته مایل کریمي سپین یا ژیړ بخونه دی چې له یو بل څخه په فاصله کې تور خالونه لري. د دغه ژوي څلور نورې فرعي نوعې هم پېژندل شوې دي.

پړانګان د دریو اصلي ټولنیزو ډلو په اډانه کې ژوند کوي: ښځینه پړانګانې او د هغوی بچیان، د نارینه پړانګانو ډله او منفرد نارینه. ښځینه یې تر ډېره کوچیاني ژوند لري او د خپلو لویو استوګنځایونو په چاپېر کې په خوړو پسې ګرځي، نارینه یې بیا تر ډېره په یوه ځای کې استوګنه کوي او ښځینه پړانګانو ته په پریمانه ښکار لرونکو سیمو کې ډیر کوچني ځایونه جوړوي. پړانګان د ورځې په اوږدو کې فعاله وي چې فعالیت یې په سهار او ماښام کې اوج مومي. دوی له کوچنیو ژوو څخه رانیولې د منځنۍ کچې تر ژوو پورې ښکار کوي چې په معمول ډول یې وزن له ۴۰ کیلوګرامه (۸۸ پونډه) لږ کېږي؛ دوی د ایمپالا هوسیو، تامسون هوسیو او خیز وهونکو هوسیو په څېر څلور پښې لرونکي حیوانات ښکار کوي. پړانګان په معمول ډول خپل ښکار ته په ۶۰ تر ۱۰۰ متره (۲۰۰ تر ۳۳۰ فوټه) فاصله کې کمین نیسي او د هغو د تعقیب او تېښتې پر مهال هغوی په ځمکه راغورځوي له ستوني یې نیسي څو ساه یې ووزي. پړانګان د کال په هر مهال کې د نسل د تولید وړتیا لري. ښځینه پړانګانې له درې میاشتنۍ امیدوارۍ وروسته درې تر څلور نوي پړانګان زېږوي. نوي زیږېدلي پړانګان د شغالانو او زمریانو په ګډون د نورو غوښه خوړونکو ژوو د ښکار پر وړاندې زیان منونکي دي. دوی له څلور میاشتني توب وروسته شیدې نه خوري او د ۲۰ میاشتني توب په عمر خپلواک کېږي.

چیتا پړانګان په مختلفو ځایونو لکه د افریقا د سرنګتي په ساوانا دښته، د افریقا د لویې صحرا په وچو غرونو او د ایران په دښتو کې شتون لري. د دغو پړانګانو نسل د هغوی د استوګن ځایونو د له منځه تلو، له انسانانو سره د نښتو، ناقانونه ښکار او له ناروغیو سره د پریمانه حساسیت لرلو په ګډون د ګڼ شمېر نورو عواملو له امله له ګواښ سره مخ دی. له تاریخي پلوه د پړانګانو نسل تر ډېره د افریقا په سویلي صحرا کې شتون لرلی او بیا یې له هغه ځایه د ختیځ لور ته تر منځني ختیځ او د هندوستان تر مرکز پورې پراختیا موندلې، اوس مهال یې کوچنۍ او جلا شوې ډلې د ایران په مرکز او د افریقا په سویلي، ختیځو او شمال لویدیځو برخو کې شتون لري. په ۲۰۱۶ زکال کې د نړۍ په کچه په طبیعت کې د شته پړانګانو شمېر ۷۱۰۰ وښودل شو؛ چې په دې سره د آی یوسي ان په سره رنګي نوملړ کې د زیانمن کېدونکو ژوو په ډله کې وشمېرل شول؛ یعنې دا چې نسل یې د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دی. د ۲۰۲۲ زکال په سپټمبر میاشت کې وویل شول چې په هند کې د دغه ژوو له انقراض اویا کاله وروسته بیاځلي دغه ژوي را پیدا شوي. په تېرو مهالونو کې پړانګان د سوم لرونکو حیواناتو د ښکار په موخه د انسانانو له خوا رام او روزل کېدل. دغه ژوی په پراخه کچه په هنر، ادبیاتو، تبلیغاتو او انمېشن کې انځور شوی دی.

د نوم ریښه

سمول

د «چیتا» سیمه ئیز نوم د هندوستاني اردو له چیتا او هندي चीता (ćītā) څخه اخیستل شوی. دغه نوم په خپل نوبت سره له سانسکرېت چیتاریا (चित्रय) څخه اخیستل شوی چې په سانسکرېت کې یې معنی «تنوع» «ارایش شوی» یا «نقاشي شوی» ده. په تېرو مهالونو کې چیتا د «ښکاري پړانګ» په نامه یادېده ځکه چې کېدلای شو هغه رام شي او د بزکشۍ په څېر لوبو کې به ترې ګټنه کېدله. د هغو جنسیتي Acinonyx نوم په ډیر احتمال سره د دوه یوناني کلمو؛ ἁκινητος (akinitos) چې معنی یې «بې حرکته» او «بې احساسه» ده او همدارنګه له ὄνυξ (onyx) کلمې اخیستل شوی چې د «نوک» یا «سوم» په معنی دی. د دغو دقیقه ژباړه «بې حرکته نوکان یا پنجې» ده چې د چیتا پړانګانو د پنچو د راغونډولو محدودې وړتیا ته اشاره لري.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

طبقه بندي

سمول

په ۱۷۷۷ زکال کې یوهان کریسټین ډانیل فون شربر، چیتا پړانګ د خپل پوست پر بنسټ د کیپ آف ګوډ هوپ شبه جزیرې ته اړوند ژوی وباله او هغو ته یې د فیلیس جوباتوس (Felis jubatus) علمي نوم ورکړ. جاشوا بروکس په ۱۸۲۸ زکال کې دغه ژوي ته د اسینونیکس (Acinonyx) جنسیتي علمي نوم وټاکه. په ۱۹۱۷ زکال کې ریجنالډ انس پوکوک چیتا پړانګان د ژوو په Acinonychinae فرعي کورنۍ کې له دې امله شامل کړل چې له تازي سره یې پام وړ مورفولوژیکي ورته والی او د پشکو له کورنۍ څخه یې پام وړ انحراف درلود؛ له دې څخه په وروسته طبقه بندیو کې پړانګان د فقاریه تي لرونکو ژوو د پشکو په کورنۍ کې شامل وګڼل شول. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

په ۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ کې د چیتا پړانګانو ګڼ شمېر نمونې توضېح شوې؛ چې یو شمېر له هغو څخه په فرعي نوعو کې شامل ګڼل کېدل. د بېلګې په توګه د سویلي افریقا ډول یې «پشمي پړانګ» بلل کېږي چې دغه نوم ورباندې د پریمانه ویښتانو د شتون له امله اېښودل شوی – دغه ډول پړانګان د فیلیپ سکلتر له خوا په ۱۸۷۷ زکال کې د نوې نوعې (Felis lanea) په ډله کې شامل وبلل شول، خو دغه طبقه بندي تر ډېره د بحثونو لامل وګرځېده. ورته مهال د پړانګانو او تازیانو په نوم اېښودو (Panthera pardus) کې پام وړ ګډوډي شتون لري له همدې امله ډېری لیکوالان د دوی نومونه د یو بل لپاره په غلطه بڼه کاروي. یو شمېر نور بیا «ښکار کوونکي تازیان» د یوې جلا نوعې په توګه په پام کې نیسي او یا یې هم له پړانګانو سره برابر بولي. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

پاچا چیتا پړانګ

سمول

پاچا چیتا پړانګ د کریمي رنګه پړانګ هغه نادره ډول دی چې په ځان کې لوی تور خالونه او همدارنګه د ملا د تیر پر سر له غاړې څخه تر لکۍ پورې درې تورې پلنې کرښې لرې. د زیمبابوې په مانیکالنډ ایالت کې دغه ډول پړانګ د نوسيفیسي (nsuifisi) په نوم پېژندل کېږي او انګېرل کېږي چې د تازي او پړانګ دوه رګه نسل دی. په ۱۹۲۶ زکال کې جګړن اې کوپر د چیتا پړانګ په څېر هغه ژوي اړوند ولیکل چې معاصر هراره ښار ته یې نږدې ویشتی و، دغه پړانګ د واورین پړانګ په څېر تور خالونه لرل او سربېره پر هغو یې تورې لیکې هم لرلې. هغه څرګنده کړه چې دا کېدای شي د تازي او پړانګ ګډ نسل وي. د دغه ډول نورو پړانګانو له مشاهدې څخه څرګنده شوه چې هغوی د چیتا پړانګانو په څېر نه راغونډېدونکې پنجې لري.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په ۱۹۲۷ زکال کې پوکوک دغه ډول پړانګان د پاچا پړانګانو (Acinonyx rex) په نامه د نوې نوعې په توګه توصیف کړل. ورته مهال نوموړی له خپلې دغې ادعا له دې امله لاس پر سر شو چې ورته یې ملاتړیز لامل وه نه موند. آبل چپمن دغه ډول پړانګان د معمولي خالداره چیتا پړانګانو په توګه وګڼل. له ۱۹۲۷ زکال را وروسته د زیمبابوې، بوتسوانا او شمالي ترانسوال په طبیعت کې د پاچا پړانګ د لیدو پنځه راپورونه ورکړل شول؛ د هغو له یوه څخه په ۱۹۷۵ زکال کې انځور هم واخیستل شو. [۲۱][۲۲]

په ۱۹۸۱ زکال کې د سویلي افریقا په ډي ویلټ چیتا او ویلډ لایف مرکز (De Wildt Cheetah and Wildlife Centre) کې دوه ښځینه چیتا پړانګانې د ترانسوال له یوه وحشي چیتا پړانګ سره یوځای کړای شوې او هرې یوې یو پاچا چیتا پړانګ وزیږاوه. له دې وروسته نور پاچا پړانګان هم وزیږېدل. په ۲۰۱۲ زکال کې د هغوی په پوست کې دغه ژنیټیکي بدلون د انتخابي لېږدونکي امینوپپټیډاز (تکپیپ) له امله وبلل شول، هماغه ژن چې په تابي پشکو کې د کلاسیک خال لرونکي ډول پر ځای د لیکو لرونکي پوست لامل ګرځي. دغه بدلون د یو مغلوب الل د پیاوړتیا له امله دی. له دې امله که چېرې دوه جفت کېدونکي چیتا پړانګان د جهش موندلي هتروزایګوټ الل لېږدونکي وي، دا تمه ترې کېږي چې د هغو د بچیانو یو پر څلورمه برخه به پاچا پړانګان وي. [۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې

سمول
  1. Platts, J. T. (1884). "چيتا चीता ćītā". A Dictionary of Urdu, Classical Hindi, and English. London: W. H. Allen & Co. p. 470.
  2. Macdonell, A. A. (1929). "चित्रय kitra-ya". A Practical Sanskrit Dictionary with Transliteration, Accentuation, and Etymological Analysis throughout. London: Oxford University Press. p. 68. Archived from the original on 2 July 2020. نه اخيستل شوی 5 April 2019.
  3. Marker, L.; Grisham, J. & Brewer, B. (2018). [[[:کينډۍ:Google Books]] "A brief history of cheetah conservation"]. In Marker, L.; Boast, L. K. & Schmidt-Kuentzel, A. (eds.). Cheetahs: Biology and Conservation. London: Academic Press. pp. 3–16. ISBN 978-0-12-804088-1. {{cite book}}: Check |chapter-url= value (help)
  4. Liddell, H. G. & Scott, R. (1889). "ἁκινητος". An Intermediate Greek–English Lexicon. Oxford: Clarendon Press. pp. 27, 560.
  5. Rosevear, D. R. (1974). "Genus Acinonyx Brookes, 1828". The Carnivores of West Africa. London: Natural History Museum. pp. 492–512. ISBN 978-0-565-00723-2.
  6. Skinner, J. D. & Chimimba, C. T. (2005). [[[:کينډۍ:Google Books]] "Subfamily Acinonychinae Pocock 1917"]. The Mammals of the Southern African Subregion (3rd ed.). New York: Cambridge University Press. pp. 379–384. ISBN 978-0521844185. {{cite book}}: Check |chapter-url= value (help)
  7. Lewis, C. T. & Short, C. (1879). "jubatus". A Latin Dictionary. Oxford: Clarendon Press. p. 1014.
  8. Meachen, J.; Schmidt-Kuntzel, A.; Haefele, H.; Steenkamp, G.; Robinson, J. M.; Randau, M. A.; McGowan, N.; Scantlebury, D. M.; Marks, N.; Maule, A. & Marker, L. (2018). "Cheetah specialization: physiology and morphology". In Marker, L.; Boast, L. K. & Schmidt-Kuentzel, A. (eds.). Cheetahs: Biology and Conservation. London: Academic Press. pp. 93–106. ISBN 978-0-12-804088-1.
  9. Schreber, J. C. D. (1777). "Der Gepard (The cheetah)". Die Säugthiere in Abbildungen nach der Natur mit Beschreibungen [The Mammals in Illustrations according to Nature with Descriptions] (په جرمني). Vol. Dritter Theil. Erlangen: Wolfgang Walther. pp. 392–393.
  10. Brookes, J. (1828). "Section Carnivora". A Catalogue of the Anatomical and Zoological Museum of Joshua Brookes. London: Richard Taylor. p. 16.
  11. Pocock, R. I. (1917). "The classification of the existing Felidae". Annals and Magazine of Natural History. Series 8. XX (119): 329–350. doi:10.1080/00222931709487018.
  12. Caro, T. M. (1994). [[[:کينډۍ:Google Books]] "Serengeti, and the taxonomy and natural history of cheetahs"]. Cheetahs of the Serengeti Plains: Group Living in an Asocial Species. Chicago: University of Chicago Press. pp. 15–48. ISBN 978-0-226-09434-2. {{cite book}}: Check |chapter-url= value (help)
  13. Sclater, P. (1877). "The secretary on additions to the menagerie". Proceedings of the Zoological Society of London: 530–533.
  14. Lydekker, R. (1893). "The hunting leopard". The Royal Natural History. Vol. 1. London: Frederick Warne & Co. pp. 442–446.
  15. Baker, E. D. (1887). Sport in Bengal: and How, When and Where to Seek it. London: Ledger, Smith & Co. pp. 205–221.
  16. Sterndale, R. A. (1884). Natural History of the Mammalia of India and Ceylon. Calcutta: Thacker, Spink & Co. pp. 175–178.
  17. Thompson, S. E. (1998). [[[:کينډۍ:Google Books]] "Cheetahs in a bottleneck"]. Built for Speed: The Extraordinary, Enigmatic Cheetah. Minneapolis: Lerner Publications Co. pp. 61–75. ISBN 978-0-8225-2854-8. {{cite book}}: Check |chapter-url= value (help)
  18. Bottriell, L. G. (1987). [[[:کينډۍ:Google Books]] King Cheetah: The Story of the Quest]. Leiden: Brill Publishers. pp. 26, 83–96. ISBN 978-90-04-08588-6. {{cite book}}: Check |url= value (help)
  19. Heuvelmans, B. (1995). [[[:کينډۍ:Google Books]] "Mngwa, the strange one"]. On the Track of Unknown Animals (3rd, revised ed.). Abingdon: Routledge. pp. 495–502. ISBN 978-1-315-82885-5. {{cite book}}: Check |chapter-url= value (help)
  20. Pocock, R. I. (1927). "Description of a new species of cheetah (Acinonyx)". Proceedings of the Zoological Society of London. 97 (1): 245–252. doi:10.1111/j.1096-3642.1927.tb02258.x.
  21. Pocock, R. I. (1927). "Description of a new species of cheetah (Acinonyx)". Proceedings of the Zoological Society of London. 97 (1): 245–252. doi:10.1111/j.1096-3642.1927.tb02258.x.
  22. "Cheetah—guépard—duma—Acinonyx jubatus". IUCN/SSC Cat Specialist Group. نه اخيستل شوی 6 May 2014.
  23. "Cheetah—guépard—duma—Acinonyx jubatus". IUCN/SSC Cat Specialist Group. نه اخيستل شوی 6 May 2014.
  24. Aarde, R. J. van & Dyk, A. van (1986). "Inheritance of the king coat colour pattern in cheetahs Acinonyx jubatus". Journal of Zoology. 209 (4): 573–578. doi:10.1111/j.1469-7998.1986.tb03612.x.
  25. Sunquist, F. & Sunquist, M. (2002). [[[:کينډۍ:Google Books]] "Cheetah Acinonyx jubatus (Schreber, 1776)"]. Wild Cats of the World. Chicago: The University of Chicago Press. pp. 19–36. ISBN 978-0-226-77999-7. {{cite book}}: Check |chapter-url= value (help)