چين نړيوال ځواک

چین آن د ۱۱۰۰ – ۱۸۰۰ کلونو تر منځ نړیوال ځواک و

  لیکوال : نورالحق ن. څلی

په ټوله کې د ښکېلاک او هر اشغال بنسټ پر دوکو او دروغو ولاړ دی . له دې چې له روسیې پرته نور ټول استعماري ځواکونه په لوېدیځ کې دي نو ځکه د لوېدیځ ډېری اکادمیک بنسټونه یو مخ داسې ادعا لري چې ښکېلاک ګر ځواکونه د خپلو علمي ، اقتصادي ، تکنالوژیکي ، او نظامي پرمختګونو او لاسبریو له برکته وتوانېدل چې د ختیځ هېوادونه او د نړۍ د نورو وچو خاورې لاندې کړي . همدا شان یاد بنسټونه داسې ښیې چې ته وا ختیزې ټولنې ډېرې وروسته پاتې ، ناپوهه ، تنګ نظره او د زورواکۍ تر ځغ لاندې ځپل شوې وې .

  پروفیسور مونتاګو هوبسن د اقتصاد ، ټولنپوهنې او تاریخ پوهنې په ډګر کې هغه وتلی عالم دی چې د لوېدیزو اکادمیکو کړیو ناسم ، له تعصب نه ډک او یو اړخیزو انګیرنو پر ضد یې آواز اوچت کړی دی . هوبسن یو ډېر ښه اثر لیکلی دی چې « د لوېدیځ تمدن ختیزې سرچینې » نومېږي .

دغه کتاب نه یواځې یوه پرتله ییزه څېړنه ده چې د ختیځ او لوېدیځ ، په تېره بیا د چین او برتانیې په اړه ډېرې شمېرنې وړاندې کوي . په حقیقت کې دغه کتاب د نړۍ تاریخي نقشه له سره کښلې ده .

ښاغلی هوبسن دا څرګندوي او شواهد وړاندې کوي چې هغه اختراع ګانې چې اروپا ته یې دا وړتیا ورکړه ، تر څو ټوله نړۍ لاندې کړي ، په حقیقت کې له آسیا ، په تېره بیا له چین څخه اروپا ته خپرې شوې وې . په لنډه توګه ویلی شوچې ښاغلی هوبسن د لوېدیځ په تمدن کې د ختیځ ونډه راسپړي . په بله وینا پر لوېدیځ باندې ، په تېره بیا پر برتانیې باندې د چین اقتصادي او تکنالوژیکي برلاسی ښیې .

په پوره ډاډ سره ویلی شو چې دغه ارزښتناک کتاب به د څېړنو نوې څپې په خوځښت راولي . دلته له دغه کتاب څخه ځینې اخیستنې وړاندې کوو . هوبسن لیکي : چین آن په ۱۰۷۸ کال کې د فولادو ستر تولیدوونکی و ( ۱۲۵۰۰۰ ټنه یې تولید کړي وو ) ؛ پداسې حال کې چې برتانیې څو پېړۍ وروسته ، په ۱۷۸۸ کې ۷۶۰۰۰ ټنه فولاد تولید کړل .

د ټوکر اوبدنې ( نساجي ) صنعت په برتانیې کې په اتلسمه پېړۍ کې رامنځ ته شو ، خو چین په ټوکر اوبدنې کې اووه پېړۍ دمخه د نړۍ مخکښ هېواد و .

چین له ډېر پخوا راهیسې د نړۍ مخکښ سوداګریز هېواد و ، او سوداګریزې کرښې یې آن تر جنوبي آسیا ، افریقا ، منځني ختیځ او اروپا پورې غځېدلې وې . د چین کرهنیز انقلاب او ګټورتوب ( حاصلخیزتوب ) آن تر اتلسمې پېړۍ پورې له لوېدیځ څخه پرمختللی او ډېر غوړېدلی و .

د کاغذ په تولید ، کتاب چاپولو ، د وسلو او توکو په برخه کې د نوښتونو او تولید له درکه چین په یوه ځبر ځواک بدل شوی و . د چین تولیدي توکي د دغه هېواد د بېړۍ چلونې د ډېر پرمختللي سیستم په مټ د نړۍ بېلا بېلو سیمو ته لېږدول کېدل .

چین په نړۍ کې یواځينی هېواد و چې ډېرې سترې سوداګریزې بېړۍ یې لرلې . په ۱۵۸۸ کې تر ټولو سترې انګلیسي بېړۍ څلور سوه ( ۴۰۰ ) ټنه بار لېږدولی شو ، حال دا چې په همدغه کال کې سترې چینایي بېړۍ ( ۳۰۰۰ ) ټنه بار لېږدولی شو . چینایي سوداګرو آن د اتلسمې پېړۍ  په پای کې ۱۳۰۰۰۰ د خصوصي ترانسپورت بېړۍ ګمارلې وې چې د برتانیې په پرتله څو ځله ډېرې وې . چین خپل دغه مقام آن د نولسمې پېړۍ تر لومړیو کلونو پورې ساتلی و .

برتانوي او اروپایي تولیدوونکو د چین مخکښ توب تعقیب کړ او د دغه هېواد پرمختللې تکنالوژي یې خپله او واخیستله . هغوی دې ته ډېر لېواله وو چې د چین پرمختللي او فایده من بازار ته ننوځي .

بانکي چارې ، پر کاغذي پیسو باندې ولاړ باثباته اقتصاد ، تولید او ډېره حاصلخیزه کرهڼه د دې سبب شوه چې په چین کې « د سړي سر عاید » ډېر لوړ شي . په برتانیې کې د سړي د سر عاید ایله په ۱۷۵۰ کې له چین سره د پرتله کولو جوګه شو .

په پای کې د چین لاسبری مقام د برتانوي امپریالیزم له خوا وګواښل شو . برتانیه وتوانېده چې د چین او نورو آسیایي هېوادونو پرمختللې تکنالوژي ، د بېړۍ چلونې او بازارونو نوښتونه پدې موخه خپل کړي ، تر څو د نړیوال ځواک کېدو ، له لومړیو پړاونو څخه په څنګ تېر شي . ( ۱ )

اخیست ځای :

   1 -  John Hobson,The Eastern Origins of Western Civilization ( Cambridge University Press 2004 ) Ch.9 PP.190 – 218.