چيروکي-امریکايي جګړې

چيروکي-امریکايي جګړې، چې د «چکاماوګا» جګړو په نوم هم پېژندل کېږي، به پخواني سويل لوېديځ کې يو لړ بريدونه، مبارزې، کمينونه، کوچنۍ نښتې، او ګڼې بشپړې سرحدي نښتې وې، چې له 1776 څخه تر 1794ز کال پورې د چيروکي او په سرحد کې د پرتو امریکايي استوګنو تر منځ پېښې شوي دي. ډېرې دا پېښې په لوړه سويلي سیمه کې منځ ته راغلي دي. په داسې حال کې چې دا نښتې په دې ټوله موده کې خپرې وې، داسې پړاونه هم و چې ډېرې کمې جګړې پکې شوي يا بیخي شوي نه دي.[۱]

چيروکي-امریکايي جګړې

د چيروکي رهبر «ډريګنګ کينو»، څوک چې ځينې تاريخپوهان د «وحشي ناپيليون» په نوم هم پېژني، د هغه جنګيالي او نور چيروکيان د ګڼو نورو قبيلو له جنګياليو سره په شريکه، څنګ په څنګ وجنګېدل، تر ډېره بريده دا جګړې په زاړه سويل لوېديځ په «مسکوجي» او زاړه شمال لوېديځ «شوني» کې وشوې. د دې انقلابي جګړې پر مهال، دوی همدا راز د برتانوي سرتېرو، وفادارو مليشو او د پاچا د «کارولينا» له رينجر (رينجر د يو ځواک نوم و) سره يو ځای د باغي استعمارګرو پر ضد وجنګېدل، او هيله يې درلوده چې دوی له خپلې سيمې وباسي.[۲][۳][۴]

د 1776ز کال د دوبي په موسم کې د واشنګټن ولسوالۍ په «اوور ماونټين» کليو کې پرانيستې جګړه پيل شوه، په ځانګړي ډول په ختيځ «ټينيسي» کې د واټاوګا، هولسټن، نوليچکي، او د ډو سيندونو تر څنګ، او همدا راز د ويرجينيا، شمالي کارولينا، سويلي کارولينا، او جورجيا په متسعمرو (چې وروسته ايالتونه شول) کې. وروسته په منځني «ټينيسي» او «کينټاکي» کې د «کمبرلينډ» سيند په څنډو کې ابادو کليو ته هم دا جګړه وغزېده.

دا جګړې په دوه پړاونو کې وېشل کېدای شي. لومړی پړاو يې له 1776 ز کال راهيسې تر 1783ز کال پورې دی، په کوم پړاو کې چې چيروکي د لويې برتانيې د پاچايۍ د ايتلافيانو په توګه د امريکايي مستعمرو پر ضد وجنګېدل. د 1776ز کال د چيروکي جګړې ټول چيروکي قوم په غېږ کې راونغاړه. د 1776ز کال په پای سره، يوازېني وسله وال چيروکي هغه و چې د «ډريګنګ کينو» سره يې د «چکاماوګا» ښارګوټو پر لور کوچ کړی و، او د چکاماګا چيروکي په نوم يې شهرت پيدا کړ. دويم پړاو يې له 1783ز کال څخه تر 1794ز کال پورې دوام درلود. چيروکيانو تازه په تازه جوړو شويو د امريکا متحده ايالاتو پر ضد د نيو سپين د نائب السطلنتۍ د نيابتيانو په توګه کار کاوه. له دې امله چې دوی د لوېديځ لور ته نويو کليو ته کډوال شوي وو چې په لومړي سر کې د «پنځه ښکته ښارګوټي» په نوم پېژندل کېدل، په دې نوم سره په «پيډمونټ» کې د دوی اصلي موقعيت ته اشاره کېده، دا خلک د ښکته چيروکي په نوم وپېژندل شول. دا اصطلاح په نولسمه پېړۍ کې هم په ښه ډول کارېده. چکاماوګا د 1794ز کال د «ټيليکو بلاک هاوس» تړون سره خپله جګړه پای ته ورسوله.

په 1786ز کال کې، «موهواک» رهبر «جوزف برانټ»، څوک چې د «اروکويس» د جګړې يو مهم مشر و، د قبايلو لوېديځ ايتلاف تنظیم کړی و، تر څو په اوهايو هېواد کې د امريکايي استوګنو پر ضد مقاومت وکړي. ښکته چيروکيان يې تمويلونکي غړي و او په شمال لوېديځ هندي جګړه کې وجنګېدل، کومه جګړه چې له دې شخړې منځ ته راغله. د شمال لوېديځ هندي جګړه په 1795ز کال کې د «ګرينويلي» په تړون سره پای ته ورسېده.

د هندي جګړو (دلته له هندي څخه د امریکا لويې وچې د اصلي اوسېدونکي دي چې هغه مهال د هنديانو نوم ورکړل شوی و) پای د هغو سيمو د ابادېدو لامل وګرځېد، چې د 1763ز کال په شاهي اعلان کې دې سيمې ته «هندي سيمه» نوم ورکړل شي، او په لومړيو کې په «ټرانس-اپلاچي» ايالتونو، په 1792ز کال کې په کينټاکي او په 1803ز کال کې په اوهايو کې پای ته ورسېده.

پيلامه (1763-75)

سمول

فرانسوي او هندي جګړه او د هغې اړوند د اروپا په صحنه کې منځ ته راغلې شخړه چې د اوه کلونو د جګړې په نوم هم يادېږي، په سرحدي سيمو کې د چيروکي او امريکايي مېشتېدونکو تر منځ د ډېرو شخړو بنسټ کېښود. په سرحد کې دا کړکيچونه د امريکايي اوښتون سره په پرانيستو دوښمنيو بدل شول.

د فرانسوي او هندي جګړې پایلې

سمول

په شمالي امريکا کې په فرانسوي او هندي جګړه کې د انګلستان او چيروکي جنګ هم شامل و، کوم چې تر 1758-1761ز کلونو پورې روان و. د جنرال «جيمز ګرانټ» په مشرۍ کې برتانوي پوځونو ډېر چيروکي ښارګوټي ویجاړ کړل، کوم چې بیا هېڅکله ونه نيول شول. «کيتووا» خوشې کړای شو، او د دې سيمې پخواني اوسيدونکي د لوېديځ لور ته وکوچېدل؛ دوی په «ميلکو» کې استوګنه غوره کړه، کوم چې د «ګريټ ايلينډ ښارګوټي» په نوم پېژندل کېدل، او «اوور هيل» چيروکي په منځ کې، د «لټل ټينيسي» پر سيند اباد دی. د دې جګړې په پای کې، چيروکي د ويرجينيا له مستعمرې سره د «هولسټن لانګ ايلينډ» تړون (1761) او د سويلي کارولينا ايالت سره د «چارلس ټاون» تړون (1762) لاسليک کړ. د شخړې پر مهال مذاکرات کونکی مشر « Conocotocko» (Standing Turkey) ځای «Attakullakulla» ونيو، څوک چې د برتانويانو پلوی و.[۵]

د اروپايي شخړې د حل لپاره په 1763ز کال کې د پاريس پر تړون له لاسليک وروسته، برتانويانو هيله درلوده چې په مستعمرو کې امنيت پر ځای وساتي، او له دې سملاسي وروسته په شمال کې د «پونټياک» د جګړې په پيل کېدو سره حيران شول. په ځواب کې، پاچا درېيم جورج په 1763ز کال کې د يو شاهي اعلان صادرولو کې بيړه وکړه، تر څو د اصلي اوسېدونکو قبايلو او تيري کونکو استعمارګرو تر منځ يوه پوله وټاکي. دې اعلان سره د «اپالاچين» غرونو په لوېديځ کې استعماري مېشتېدل منع کړل، که څه هم لږ تر لږه د لنډ مهال لپاره وو، خو نيواکګرو په دې اعلان پراخه خفګان څرګند کړ.

تړونونه او د ځمکې پرېښودل

سمول

کله چې دوی د «پونټياک» له کانفدراسيون سره دوښمنۍ پای ته رسولو کې بريالي شول، برتانويانو خپله پاملرنه يو ځل بيا هغو تړونونو تر سره کولو ته زياته کړه، کومو چې په ټولو مستعمرو کې له قبايلو سره د د ځمکو ادعاوې حل کولای شوې. د شمالي او سويلي مستعمرو لپاره د هندي چارو دوه سمبالونوکو، په يو وخت کې له چيروکي سره د «هارډ ليبر» د تړون او په 1768 له «ايروکوای» سره د «فورټ سټين وکس» تړون په اړه مذاکرات وکړل. په لومړيو کې چيروکي غوښتل چې د «کاناوها» سيند لوېديځ لور ته خپلې سيمې وساتي، کومې چې د اوهايو سره د دې سيندونو له يوځای کېدو پيل او د دې اوبو تر سرچينو پورې رسېږي، او په سويل کې غزېدلې پورې څخه نيولې چې تر اسپانوي فلوريډا پورې رسېږي.

په هر حال، په چيروکي سيمه کې استعمارګرو د دې تړون ليکې ته پام نه کولو ته دوام ورکړ، تر يو بريده له دې امله چې «فورټ سټين وکس» په شمال کې يوه پوله جوړه کړه، چې د اوهايو په اوږدو کې په لوېديځ کې غزېدلې وه. د پولې د لا زيات تنظيم لپاره، د سويلي هندي چارو سمبالګر په توګه، «جان سټورټ» په 1770ز کال کې له چيروکي سره د يو دويم تړون په اړه مذاکرات وکړل، چې دا د «لوچابر» تړون و. په دې سره، د هغوی له خوا په هغو سيمو پاتې ادعاوې پرېښودل شوې چې اوسمهال ويست ويرجينيا او کينټاکي سيمې دي، او د اوسمهال ټينيسي-ويرجينيا سرحدي سيمه کې يې د هولسټن سيند په شمال کې استعمارګر خوندي کړل.

ابتدايي استعماري مېشتېدنې

سمول

کومه سيمه چې پورته لوېديځ ټينيسي شوه، د دې سيمې په شا اوخوا کې تر ټولو پخواني استعماري کلی سيپلنګ ګرو (برسټل) و. د هولسټن په شمال کې د دې ابتدايي استعمار بنسټ «ايون شيلبي» اېښی و، څوک چې ډېر مخکې په لومړي ځل په 1765ز کال کې دې سيمې ته داخل شوی و، خو دا ځمکه يې په 1768ز کال کې له «جان بکانن» څخه راونيوله. «جيکب براون» د «نوليچکي» پر سيند يو بل کلی پيل کړ، او «جان کارټر» يو بل کلی کوم چې وروسته د کارټر درې په نوم مشهور شو (د کلينچ سيند او بيچ کريک تر منځ)، دا دواړه په 1771ز کال کې پيل شوي وو. په 1771ز کال کې د الامانس له جګړې وروسته، جيمز رابرټسن له شمالي کارولينا څخه د واټاوګا تر سيند پورې د شا او خوا دولس يا ديارلس منظمو کورنيو د يوې ډلې مشري وکړه. د 1772ز کال د مۍ په اتمه نېټه، په واټاوګا او نوليچک کې مېشتو د واټاوګا په قرارداد لاسلیک وکړ، تر څو د واټاوګا ټولنه جوړه کړي.

سرچينې

سمول
  1. Flora, MacKethan, and Taylor, p. 607 | "Historians use the term Old Southwest to describe the frontier region that was bounded by the Tennessee River to the north, the Gulf of Mexico to the South, the Mississippi River to the west, and the Ogeechee River to the east"
  2. Goodpasture, p. 27
  3. Phelan, p. 43
  4. Alderman, p. 37
  5. Klink and Talman, p. 62