چونګښې ټول هغه بې لکۍ ذوحیاتین یا دوه ژواکي دي چې د انورا ډلې (order Anura) کې شاملې دي. په دې ډله کې د رانیدای کورنۍ (family Ranidae) چونګښې ریښتینې چونګښې ګڼل کیږي او ډېر خلک چونګښه نوم د همدې کورنۍ غړو ته کاروي. خو د چونګښې نوم پراخه کارېدنه د چونګښو انوران ډولونه کوم چې نرم لوند پوستکی لري او ټوپ وهونکې دي له وچ، ذخه لرونکي پوستکي، ټوپ وهونکې خو د لنډو پښو لرونکو څخه جلا کوي. په انګرېزۍ (Toad) هغې چونګښې ته وایي چې لنډې پښې لري، زخې لرونکی وچ پوستکی لري چې زهر هم ترشح کولای شي او (Frog) هغې چونګښې ته وایي چې نرم لوند پوستکی لري، وروستۍ پښې یې ډېرې اوږدې وي.

چونګښې بهر ته وتلې سترګې لري او بې لکۍ وي، وروستۍ پښې یې د لامبو وهلو او ټوپ وهلو وړتیا لري. زېاتې یې په اوبو کې ژوند کونکې دي خو ځینې یې په ځمکه او ونو کې ژوند کوي. ځینې یې له ۱۲ تر ۱۵ متره پورې ټوپ ته ورته الوتنه هم کولای شي. د زېاتو چونګښو د بدن پوستکی زهر تولیدونکي مرغړي لري چې له ښکار کوونکې مارانو، مرغانو او تی لرونکو پرې خپل ځان ژغوري. کوم چې د خوړو وړ دي د ځان ژغورنې لپاره له پټېدو کار اخلي. ډېری چونګښې خپل ځان په حشرو تغذیه کوي خو ځینې یې واړه ارتروپوډ (arthropod)، چونجیان، نورې چونګښې او خاپورټ یا خزندګان (reptile) خوري.

په عمومي توګه د مثل تولید په تازه اوبو کې کوي. د جنسي طریقې نښلېدو یا غاړه غټۍ کېدو ته یې انګرېزۍ کې (amplexus) وایي په کومه کې چې نر ښځه له وروسته خوا رانیسي او سپرم بهر د ښځینه په هغو هګیو تویوي چې بهر ته یې غورزولې یا وېستلې وي. د هګیو اچولو طریقه یې مختلف شکلونه لري چې شمېر یې له سلګونو تر زرګونه پورې وي او په هر ډول کې توپیر لري. دا هګۍ په تار ډوله ماده، کیسه او یا کپسول کې وي چې ډېر وخت په اوبو کې بوټو، ډبرو یا نورو توکو پسې نښلوي، د ځینو ډولو په اوبو کې ډوبیږي. هګۍ یې له څو ورځو تر څو اونیو پورې په بچیانو بدلیږي او مېتاموفوز (metamorphose) یا د شکل تغیر له دوه میاشتو تر درې کلو پورې وخت نیسي. د مېتامورفوزیس (metamorphosis) موده کې یې سږي وده کوي، د بدن غړي لکه پښې او داسې نور یې راڅرګندیږي، لکۍ یې له منځه ځي، او خوله د چونګښې خولې ته ورته والی پیدا کوي. د ګرمو سیمو ځینې چونګښې په ځمکه هګۍ اچوي او بچیان یې د شکل تغیر نکوي بلکې له هګۍ د وړې چونګښې په څېر پیدا کیږي.

تړلې لیکنې

سمول

شنی چونگښې عامې چونگښې