چمپانزي- د انسانانو وروستی شریک اصل (نیکه/سلف/ابا او اجداد)

چمپانزي –د انسانانو وروستی شريک اصل (CHLCA) وروستی شريک اصل دی چې د موجود «هومونيني» جنس د هومو (انسان) او پان (چپانزي او بونوبو) تر منځ شريک دی. د انواعو د پېچلي اختلاط له امله، اوسمهال د دې انواعو د عمر سم اټکل کول شوني نه دي. په داسې حال کې چې د دې انواعو تر منځ «اصلي اختلاف» له ديارلس میليونه کاله مخکې (Miocene) پر مهال منځ ته راغلی برېښي او هايبريډايزشن به يې تر څلور ميليونه کاله مخکې (Pliocene) پورې روان وو، (هايبريډايزشن دوه رګه کېدو ته ويل کيږي، چې يو حيوان د بلې کورنۍ له حيوان سره وروزل شي، يا توليد شي).

د انسانانو په جنتيکي مطالعو کې، CHLCA په انساني نفوس کې د «يو نيوکليوتايډ پوليمورفزم» (SNP) د اندازې د محاسبې لپاره د يوې منځګړې نقطې په توګه کار کولای شي، چېرې چې چمپانزي د يوې بهرنۍ ډلې په توګه کارول کېږي، يعنې د  اوسنيو شته انواعو په ډول، کوم چې له جنيتکي اړخه له هومو انواعو سره تر ټولو زيات ورته والی لري.

ډلبندي سمول

د Hominini  د جوړې شوې قبيلې وړاندېز د دې لپاره شوی و چې د انسانانو (جنس هومو) له چمپانزي (پين) او ګوریلا (جنس ګوريلا) نه جلا کړای شي، په دې موخه چې تر ټولو کم ورته والي لرونکي نسلونه له نورو دوو نه جلا کړای شي، خو وروستيو شواهدو روښانه کړه، چې له جنتيکي اړخه د پان او ګوريلا د نژديوالي په پرتله «پین» او هومو يو بل ته زيات نژدې دي، په همدې بنسټ، «پين» ته له هومو سره يو ځای د هومينيني قبيلې په توګه اشاره کېږي. ګوريلا اوس يو جلا جنس وګرځېد او د يوې نوې ډلبندي شوې ډلې «ګوريلا قبيلې» په توګه ورنه يادونه کېږي.

مان او ويس (۱۹۹۶ز) وړانديز کړی و چې «هومينيني» قبيله بايد په «پين» او «هومو» کې شامله کړای شي، کوم چې په جلا جلا فرعي ډلو کې ډلبندي کړای شوي دي. دوی «هومو» او ټول د دوو پښو لرونکي «ايپ» په فرعي قبيله «هومينينا» کې او «پين» يې د «پانينا» په نوم فرعي قبيله کې ډلبندي کړي دي. (ووډ (۲۰۱۰ز) د دې ډلبندۍ په يو بل اړخ باندې بحث کړی دی). ووډ او رچمند د يو «چمپانزي کليډ» په اړوند اټکل کړی و، دې ته يې د «پانيني» قبيلې په توګه اشاره کوله، د کوم تصور چې د «هومينيډي» کورنۍ نه اخیستل شوی و، کومه چې له درې فرعي کورنيو نه جوړه شوې وه.[۱][۲][۳]

رچرډ ورنګهم (۲۰۰۱ز) استدلال کوي چې د  CHLCA ډول له عام چمپانزي (Pan troglodytes)  سره ډېر ورته والی درلود – دومره زيات چې دا بايد د «پين» جنس د يو غړي په توګه ډلبندي شي او په ډلبندۍ کې د لومړي پين نوم ورکړل شي.[۴]

له پين نه تر انحراف (انحراف  يعنې د يوه ژوي نه د بل منځ ته راتګ) وروسته منځ ته راغلي ټولې قبيلې «د هومينيني» ټول اړوند انساني نسلونه د «هومينينا» په نامه قبيلې غړي دي، په کومو کې چې د «هومو» نوع او «اسټرالوپيتيکس» شامل دي. دا ډله د انساني کليډ استازيتوب کوي او د دې غړيو ته «هومينينس» ويل کېږي. [۵]

د پاتې شونو شواهد سمول

تر اوسه هېڅ راز پاتې شونې په دې نامه نه دي پېژندل شوي چې دا د CHLCA  پاتې شوني دي. د اټکل له مخې نوماند يې « Graecopithecus» دی. په دې سره به CHLCA د افريقا پر ځای په اروپا کې سره ووېشل شي.[۶][۷]

«Sahelanthropus tchadensis» يو له منځه تللی «هوميناين» دی، په کوم کې چې تر يو بريده د مورفولوژي (د شيانو د جوړېدو مطالعه) وړانديز شوی (خو اختلافات په کې دي) چې د تمې تر مخې د CHLCA اړوند به وي او نږدې اووه ميليونه کاله مخکې يې ژوند کړی – یعنې د چمپانزي وخت ته نژدې – چې همدا د انسان د بدليدو وخت هم دی. خو دا معلومه نه ده، چې ايا بايد د «هومينيني» د قبيلې د غړي په توګه ډلبندي کړای شي که نه، یعنې «هومينين»، د «هومو» او «پين» د اصل (نيکونو/سلفو/ابا او اجدادو) په توګه او خپله د  CHLCA د انواعو لپاره، يا په ساده ډول يو Miocene ايپ، کوم چې له ډېرو وروستيو «هومينيني» سره تر يو بريده مخالف اناتوميکي ورته والی لري.

د اټکل له مخې «Ardipithecus» پنځه اعشاریه پنځه ميلیونه کاله مخکې د انسان-چپانزي له وېش وروسته راڅرګند شول، داسې مهال چې هايبرډايزيشن لا هم روان و. دا له چمپانزي سره يو لړ شريکې ځانګړتياوې لري، خو د دوی د پاتې شونو د نیمګړتيا له امله او د انسان-چمپانزي د جلا کېدو له اټکل سره سم، په پاتې شونو کې د «Ardipithecus » دقيق حالت معلوم نه دی. په ترجيحي ډول دا د چمپانزي له نسب نه اخیستل شوی دی او په دې ډول، دوی د انسانانو اصل نه دي، خو «Sarmiento» (۲۰۱۰ز) وايي چې: «Ardipithecus» په هغو ځانګړتياوو کې شريک نه دي چې تر انسانانو پورې خاص دي او د دوی د ځينو ځانګړتياوو (کوم چې په مړوندونو او basicranium کې شته)، دا وړانديز کړی دی چې دوی له انسان نه مخکې د عام انسان/افريقايي «ايپ» له زېرمو نه جلا شوي وي، کوم چې د چمپانزي او ګوريلا جلا کېدل دي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

تر ټولو لرغوني پاتې شوني په انسان کې په څرګند ډول، خو د چمپانزي په نسب کې کم تر کمه څلور اعشاريه پنځه نه تر څلور ميلیونه کاله مخکې تر منځ موده کې له « Australopithecus anamensis» سره راڅرګند شوي دي.

د «چمپانزي-سايډ» د وېش په اړوند د پاتې شونو ځينې نمونې موندل شوې؛ کومې چې د چمپانزي لومړۍ نمونې دي، تاريخ يې له ۵۴۵ نه تر ۲۸۴ کير (زر کاله، راډيميټر) پورې رسېږي، دوی د ختيځې افريقا د کينيا په ريفټ دره کې موندل شوي (McBrearty, 2005). په ټاکسوباکس کې ثبت شوي ټول له منځه تللي نسلونه د هومو لپاره اصل دي، يا د هغوی څانګې دي، خو دواړه «Orrorin» او « Sahelanthropus» د دوی د جلا کېدو د وخت په شا او خوا کې موجود وو، په همدې بنسټ د «هومو» او «پين» دواړو نسلونو له جملې يو يا دواړه د دوی نيکونه(اصل) دي. [۱۲]

د CHLCA د نوماندانو لپاره د نمونو د شواهدو د کمښت له امله، Mounier (۲۰۱۶ز) د هومو او پين دواړو د تکاملي تاريخ په ټولو نمونو ډيجيټل «مورفوميټرکس» او شميريز الګوريتم عملي کولو سره د يوه«مجازي فوسل(پاتې) شوني» د جوړولو يوه پروژه وړاندې کړه، چې همدا طريقه يې د نيندرتال او هومو سپينز د وروستي شريک اصل د سر د کوپړۍ د ليدلو (اټکل کولو) لپاره استعمال کړې وه.[۱۳][۱۴]

د عمر اټکل سمول

په ۱۹۹۸ز کال کې د TCHLCA لپاره له لس نه تر ديارلس ميلیونه کاله اټکل وړاندې کړای شوی و او « White et al» (۲۰۰۹ز) له اووه نه تر لس ميلیونه کاله مخکې وخت اندازې اټکل کړی و.

په حقيقت کې، اوس د دې اټکل لپاره کوم دليل نه شته، چې د انسان-چمپانزي د جلا کېدو وختونه په ځآنګړي ډول ډېر وروستي دي او د نمونو شواهد اوس د پخواني چمپانزي-انسان تر منځ د جلا والي د تاريخونو سره په بشپړ ډول سمون خوري [له اوه څخه تر لس ميلیونه کاله... وايټ ايټ ال. (۲۰۰۹ز)[۱۵]

ځينو څېړونکود «بايو پوليمر» د جوړښت په کارولو سره د  CHLCA (TCHLCA) د عمر د اندازې معلومولو هڅه کړې ده، کوم چې د نژدې اړوندو ژويو په منځ کې يو څه مختلف دی. په دې څېړونکو کې «ايلن سي ولسن» او «ويسنټ ساريچ» د انسانو لپاره د ماليکولي ساعت (ماليکولي ساعت يوه اصطلاح ده چې په تېر کې د دوو ژونديو شيانو د جلا کېدو د وخت اندازې معلومولو لپاره کارول کېږي) د جوړولو په برخه کې مخکښان وو. د پروټينو ترتيب په کار کولو سره، دوی په پايله کې (۱۹۷۱ز) پرېکړه وکړه چې «ايپس» انسانانو ته له دې هم زيات نژدې و، کوم چې د لرغونو ژونديو موجوداتو ځينو پوهانو د نمونو د ثبت پر بنسټ درک کړې ده. وروسته «ونسنټ سارچ» دې پايلې ته ورسېد چې د TCHLCA عمر له اته ميلیونه کاله نه زيات نه و، د دې حد له اوس نه مخکې د څلور نه تر شپږ ميلیونه کلونو تر منځ و. [۱۶]

دا بېلګه ييز عصر، د ۱۹۹۰ز لسيزې تر پايه پورې تر مالیکولي انسان پېژندنې پورې وتړل شو. له ۱۹۹۰ز لسيزې راهيسې، دا اټکل يو ځل بيا تر ډېرو لرې وختونو پورې بوتلل شو، ځکه چې په څېړنو کې د مالیکولي ساعت د کرارېدو شواهد وموندل شول، ځکه چې «ايپ» د يوې عامې بیزوډوله اصل نه له نورو بیزوګیانو سره يو ځای تکامل موندلی و او انسان د يو عام «ايپ» په څېر اصل نه له نورو غیر انساني «ايپونو» سره يو ځای تکامل کړی و.[۱۷]

د ۲۰۱۶ز کال يوې څېړنې د جينوم په ترتيب کې په CpG سيمو باندې شويو بدلونونو کتنه کوله، کوم چې د نورو بدلونونو په پرتله تر ډېره بريده ساعت ته ورته چلند څرګندونه کوي، کومه څېړنه چې د انسان او چمپانزي تر منځ د دولس اعشاريه يو ميليونه کاله مخکې بدلون وخت اټکل ته رسېدلې وه. [۱۸]

سرچینې سمول

  1. Mann, Alan; Mark Weiss (1996). "Hominoid Phylogeny and Taxonomy: a consideration of the molecular and Fossil Evidence in an Historical Perspective". Molecular Phylogenetics and Evolution. 5 (1): 169–181. doi:10.1006/mpev.1996.0011. PMID 8673284. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. B. Wood (2010). "Reconstructing human evolution: Achievements, challenges, and opportunities". Proceedings of the National Academy of Sciences. 107: 8902–8909. Bibcode:2010PNAS..107.8902W. doi:10.1073/pnas.1001649107. PMC 3024019. PMID 20445105. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wood and Richmond.; Richmond, BG (2000). "Human evolution: taxonomy and paleobiology". Journal of Anatomy. 197 (Pt 1): 19–60. doi:10.1046/j.1469-7580.2000.19710019.x. PMC 1468107. PMID 10999270. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Out of the Pan, Into the Fire" in: Frans B. M. De Waal, المحرر (2001). Tree of Origin: What Primate Behavior Can Tell Us About Human Social Evolution. د کتاب پاڼي 124–126. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674010048. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Bradley, B. J. (2006). "Reconstructing Phylogenies and Phenotypes: A Molecular View of Human Evolution". Journal of Anatomy. 212 (4): 337–353. doi:10.1111/j.1469-7580.2007.00840.x. PMC 2409108. PMID 18380860. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Fuss, Jochen; Spassov, Nikolai; Begun, David R.; Böhme, Madelaine (2017). "Potential hominin affinities of Graecopithecus from the Late Miocene of Europe". PLOS ONE. 12 (5): e0177127. Bibcode:2017PLoSO..1277127F. doi:10.1371/journal.pone.0177127. PMC 5439669. PMID 28531170. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . Graecopithecus freybergi: Oldest Hominin Lived in Europe, not Africa.
  8. Wood, Bernard; Harrison, Terry (2011). "The evolutionary context of the first hominins". Nature. 470 (7334): 347–35. Bibcode:2011Natur.470..347W. doi:10.1038/nature09709. PMID 21331035. S2CID 4428052. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Wood, Bernard; Harrison, Terry (2011). "The evolutionary context of the first hominins". Nature. 470 (7334): 347–52. Bibcode:2011Natur.470..347W. doi:10.1038/nature09709. PMID 21331035. S2CID 4428052. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Wolpoff, Milford H. (1996). Human Evolution. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0070718333. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Sarmiento, E. E. (2010). "Comment on the Paleobiology and Classification of Ardipithecus ramidus". Science. 328 (5982): 1105, author reply 1105. Bibcode:2010Sci...328.1105S. doi:10.1126/science.1184148. PMID 20508113. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. McBrearty, Sally; Nina G. Jablonski (2005). "First fossil chimpanzee". Nature. 437 (7055): 105–108. Bibcode:2005Natur.437..105M. doi:10.1038/nature04008. PMID 16136135. S2CID 4423286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "'Virtual fossil' reveals last common ancestor of humans and Neanderthals". 18 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Mounier, Aurélien; Mirazón Lahr, Marta (2016). "Virtual ancestor reconstruction: Revealing the ancestor of modern humans and Neandertals". Journal of Human Evolution. 91: 57–72. doi:10.1016/j.jhevol.2015.11.002. PMID 26852813. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Arnason U, Gullberg A, Janke A (December 1998). "Molecular timing of primate divergences as estimated by two nonprimate calibration points". Journal of Molecular Evolution. 47 (6): 718–27. Bibcode:1998JMolE..47..718A. doi:10.1007/PL00006431. PMID 9847414. S2CID 22217997. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Dolhinow, Phyllis; Sarich, Vincent (1971). Background for Man. Little, Brown & Co. د کتاب پاڼې 76. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780512246967. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Venn, Oliver; Turner, Isaac; Mathieson, Iain; de Groot, Natasja; Bontrop, Ronald; McVean, Gil (June 2014). "Strong male bias drives germline mutation in chimpanzees". Science. 344 (6189): 1272–1275. Bibcode:2014Sci...344.1272V. doi:10.1126/science.344.6189.1272. PMC 4746749. PMID 24926018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Moorjani, Priya; Amorim, Carlos Eduardo G.; Arndt, Peter F.; Przeworski, Molly (2016). "Variation in the molecular clock of primates". Proceedings of the National Academy of Sciences. 113 (38): 10607–10612. doi:10.1073/pnas.1600374113. ISSN 0027-8424. PMC 5035889. PMID 27601674. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)