چغندر

(له چقندر نه مخ گرځېدلی)

چقندر (Beetroot) د بوټو ځېلا ده چې د سبزۍ په توگه استعماليږي.د چقند استعمال په گڼ شمېر څيزونو کې کېږي. په چقندر کې څلور قسمونه وي ، په دې څلورو ډوله چقندرو کې يو ډول چقندر د چينو جوړولو لپاره استعماليږي او نور درې ډوله د سبزۍ په توگه په پخلي کې کاريږي. د چقندر کرل په لومړي ځل په شپاړسمه سلنۍ کې په يورپ کې شروع شول. او بيا دا سبزي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلکو وکرله.په کال 1747 کې يو جرمني ساينسدان چې نوم يي اينډريز سگمنټر و، هغه دا خبره معلومه کړه چې چقندر هم د گني پشان چيني لري، هغه ساينسدان د چقندر کرلو او د هغه څخه چيني راويستلو بېلابېلې طريقې هم وښودلې خو هغه وخت چا دې خبرې ته دومره توجو ور نکړه . په 18مه سلنۍ کې ريکارډو نومې کس د چقندر څخه چيني جوړولو کې کامياب شو او بيا ريکارډو چقندر نوم شوگربيټ کېښودو. د ريکارډو د کاميابې تجربې څخه وروستو د جرمني هيواد باچا فريډرک وليم په کنرن ښار کې د چقندر څخه چيني جوړولو لپاره لومړۍ کارخانه جوړه کړه.چقندر د پښتونخوا په ډېرو سيمو کې کرلی کېږي. په کال 1952 کې پوهانو تحقيق وکړو او هغو دا خبره وکړه چې چقندر څخه جوړ شوي چيني د گني د چينو څخه غوره دي.

د چقندر بېلابېل ډوله

نور ولولئ سمول