چربیلي د بګټي او ځینې نورو بلوڅو قبیلو هغه لرغونی دود دی د کوم تر مخه چې یو تورن کس د جرګې په مخکې د اور پر بلو سکرو(انګار) باندې تېرېږي ترڅو خپل ځان سپین(بیګناه) ښکاره (ثابت) کړي.[۱]

د چربېلي دود څنګه وي سمول

د چربیلي دود هغه وخت کارول کېږي کله چې یو څوک پر بل کس د غلا، زنا او یا بل کوم تور پورې کړي بیا جرګه د چربیلي پریکړه کوي.

دولس فټه اوږد دوه نیم فټه سرور او دوه فټه ژوور کډی کیندل کېږي بیا په هغه کډي کې ښه ډېر لرګي وسوځول شي چې کډی له ښو بلو سکرو(انګارونه) ډک شي نو بیا هغه وخت یو ملا یا بل نیک کس د قرآن کریم یو څو ایاتونه تلاوت کړي او اور ته د خدای روئ ور وړي چې که دا تورن کس ګناهکار دی نو ویې سېځه او که سپین دی نو زیان مه ور رسوه بیا هغه تورن کس د جرګې او ولس په مخکې پر دغه بل انګار په یبلو( لغړو) پښو تېرېږي او د کډي هغه بل لور ته یو کس د پوسه تازه وینه په تال کې اچولې وي دغه تورن کس بیا خپلې پښې په هغه وینه کې ونیسي لژ وروسته یې د جرګې خلک پښې ګوري که یې پښې ټڼاکې (سوځېدلې) وي بیا تور(ګناهګار)دی ګنې سپین دی او هغه بل کس به بخښنه ترې اخلي چا چې تور پر پورې کړی وي او دا ډول دا فیصله کېږي.

چربېلي او پښتانه سمول

د چربېلي دود په پښتني سیمو کې نشته خو لومړی پېښه پر ۱۷م دسمبر ۲۰۲۱میلادي کې د سهېلي پښتونخوا د زیارت ولسوالۍ په سنځاوۍ نومې سیمه کې راپور شوه وروسته یې دولتي چارواکو پلټنې پیل کړې.[[۲]]

د چربېلي شرعي او قانوني حیث سمول

د ډېری علماوو په وینا د چربېلي دود یو غیر شرعي دود دی او په هیڅ وخت کې دا دود روا نه دی.

د نړۍ هیڅ یو هېواد په قانون کې د دغه دود اجازه نشته په پاکستان کې څو ځله د هغه جرګې غړي چا چې د چربېلي پریکړه کړېوي نیول شوي دي.

سرچینې سمول

۱ ـ د چربېلي دود

https://www.samaa.tv/urdu/blogs/2018/10/1319667/

۲ـ چربېلي زیارت (سنځاوۍ)

https://www.independenturdu.com/node/88481

۳. چربېلي سنځاوۍ ویډیو

https://www.facebook.com/xabalkhan0300/videos/415476780268706/