چاپېریالي ډياوکسيريبونوکليک اسيد
چاپېریالي ډياوکسيریبونوکلیک اسید یا eDNA هغه DNA ده چې په مستقیمه توګه له یوه اورګانیزم څخه نه، بلکې د خاورې، د سمندر اوبو، واورې یا هوا په څېر، له چاپېریالي بېلابېلو نمونو څخه ترلاسه شوې وي. څرنګه چې بېلابېل اورګانیزمونه له چاپېریال سره په تعامل کې دي، DNA له بېلابېلو سرچینو څخه اېستل کېږي او د هغو په شاوخوا چاپېریال کې راغونډېږي.[۱]
په وروستیو کلونو کې، د انقراض له وېرې سره مخ ځناورو ژویو د پېژندنې په موخه له eDNA څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخېستل شوی دی. په ۲۰۲۰ز کې، د انسان روغتیا څېړونکو د کوویډ-۱۹ ساري ناروغي د څارلو لپاره د eDNA تخنیکونو په کارولو پيل وکړ. [۲]
د eDNA سرچینې عبارت دي له: فاضله مواد، بلغم، ګمیټونه، اچول شوی پوستکی، لاښ او وېښتان؛ خو یوازې دغو سرچینو ته نهلنډېږي. د بیولوجیکي تنوع چټک اندازه کولو او څارنې لپاره، دغه نمونې د DNA لړۍ موندنې لوړې وړتیا لرونکو مېتودونو (چې د مېتاجېنومیک او مېتابارکوډ کولو په توګه پېژندل کېږي) او د یوې واحدې نوعې د تشخیص لهلارې تحلیل او تجزیه کېږي. د یوې نمونې دننه د اورګانیزمونو د لا ښه توپیر کولو په موخه، د DNA له مېتابارکوډ کولو څخه کار اخېستل کېږي، چې په هغه کې نمونه تحلیل او تجزیه کېږي او د شته اورګانیزمونو د معلومولو لپاره، د BLAST (د بنسټیز موضعي پرلیکتیا لټون) په څېر، د DNA پخواني مطالعه شوي کتابتونونه کارول کېږي.[۳][۴][۵]
د eDNa مېتا بارکوډ کول د بیولوجیکي تنوع ارزونې لپاره یو نوی مېتود دی، چې په هغه کې د چاپېریال نمونې د اوبو، رسوبي موادو یا هوا لهلارې، چې له هغو څخه DNA کښل کېږي، اخېستل کېږي؛ وروسته، د پولیمرېز په ځنځیري تعامل کې د عمومي یا جهاني پرایمرونو په کارولو سره غښتلي کېږي او وروسته بیا اړونده لړۍ یې د «راتلونکي نسل لړۍموندنې» په مرسته موندل کېږي ترڅو د زرګونو مطالعاتو لپاره زمینه چمتو شي. له دغو ارقامو او معلوماتو څخه د نوعو شتون معلومولای او ټولیزه بیولوجیکي تنوع ارزولای شو. دا یو بینالرشتوي مېتود دی چې د ژورو مالیکولي مېتودونو او پرمختللو محاسبوي وسایلو په کارولو سره، ساحوي دودیزه اېکولوجي سره راغونډوي.[۶]
د eDNA شننه او څېړنه، نهیوازې د معمولو نوعو د څارنې لپاره، بلکې، په جنتیکي توګه، پر ساتندویه هلوځلو باندې د اغېزښندونکو نورو نوعو په تشخیص او معلومولو کې خورا وړتیا لري. دغه مېتود، د ژوندي اورګانیزمونو له غونډولو پرته د بیولوجیکي څارنې زمینه برابروي او پر اورګانیزم باندې له انساني فشارونو واردولو پرته، د بریدګرو، دفاعي یا د انقراض له ګواښ سره مخ اورګانیزمونو د مطالعې وړتیا رامنځته کوي. جنتیکي معلوماتو ته لاسرسی، د نامستند شویو نوعو د شمېر، د نوعو توزېع او د ټولګو خوځښت په پوهېدلو کې ستره ونډه لري. تر ټولو مهمه دا ده چې، eDNA د نمونې اخېستنې دودیزو مېتودونو په پرتله، ډېري وخت لا لږ لګښت لري. د eDNA نمونو بشپړتیا په چاپېریال کې د هغو له ساتنې سره تړاو لري.[۷][۸]
د خاورې، د خاورې دایمي کنګل شوې برخې، خوږو اوبو او د سیند اوبو په څېر لوی چاپېریالونه په ښه توګه مطالعه شوي او له هغو څخه د eDNA نمونې راکښل شوې دي، چې هر یو یې ګڼشمېر فرعي چاپېریالونه لري. eDNA، د څواړخیزوالي لهامله، په ګڼشمېر فرعي چاپېریالونو کې پلي شوې ده؛ لکه: خوږې اوبه، د سیند اوبو نمونې، د ځمکنۍ خاورې نمونې (د تندرا دایمي کنګل شوې برخې)، د سیند د خاورې نمونې (سیند، جهیل، ډنډ او سمندري رسوبات)، یا نور هغه چاپېریالونه چې په هغو کې د نورمالې نمونې اخېستنې مېتودونه ستونزمن برېښي.[۹][۱۰]
ټولیزه کتنه
سمولچاپېریالي DNA یا eDNA، د بشپړو حجرو، له حجرې بهر DNA او بالقوه بشپړ اورګانیزمونو په شمول، په چاپېریالي نمونو (لکه: رسوبي مواد، اوبه او هوا کې شته جنتیکي مواد تشرېح کوي. د پام وړ چاپېریال د یوې نمونې په اخېستنې سره، د eDNA شننه او څېړنه پیلېږي. په نمونې کې شته DNA له راکښلو وروسته تصفیه کېږي. وروسته بیا، تصفیه شوې DNA غښتلې کېږي ترڅو د خپلې لړۍ پر بنسټ یې، د لړۍموندنې او ډلبندۍ پړاو بشپړ کړای شي. د دغو معلوماتو په درلودلو سره، د نوعو د تشخیص او ډلبندي امکان رامنځته کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
eDNA کېدای شي د پوستکي، بلغم، لاړو، سپرم، ترشحاتو، هګیو، فاضله موادو، ادرارو، وینې، ریښو، پاڼو، مېوو، پښتورګو او د لا لویو اورګانیزمونو له لاښو څخه ترلاسه شي، په داسې حال کې چې میکرواورګانیزمونه کېدای شي د خپلو مجموعو لهلارې لاسته راشي. د eDNA تولید، د اورګانیزم په بیولوجیکي کتلې (biomass)، عمر او د تغذیې فعالیت او همدا راز د هغه په فزیولوجي، د عُمر تاریخچې او د چاپېریال کارونې پورې تړاو لري.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]
سره لهدې چې eDNA، په پرتلهییزه توګه، د سروې او پلټنې یو نوی مېتود دی، خو له پخوا جوته شوې ده چې په بیولوجیکي څارنه کې غښتلې وړتیا لري. د بډایي او زیاتښت سروې او پلټنې لپاره متداول مېتودونه د ټکسونومیکي پېژندنې په چوکاټ کې تحدیدېږي، کېدای شي په استوګنځیو کې د اختلاط یا تخریب لامل وګرځي او کېدای شي داسې مېتودونه وکارول شي چې په هغو کې د کوچنیو یا دفاعي (زیانمنېدونکي) نوعو تشخیص ستونزمن وي او لهدې امله د بشپړو ټولګو (ټولنو) لپاره اټکلي تشخیص ناشونی کوي. د بېلابېلو نوعو ټاکلو، په لا لویې تنوع سره نمونې اخېستلو او د ټکسونومیکي دقت په لوړولو سره، eDNA کولای شي دغه مېتودونه بشپړ کړي. سربېره پر دې، eDNA د نایابو او کمپیدا نوعو د تشخیص وړتیا لري، خو د جنسیت نسبتونو او د جسمي وضعیتونو په څېر د یوې ټولګې د غړو کیفي معلومات معلوم کړي، نو لهدې امله د دودیزو مطالعاتو د بشپړولو لپاره یوه اېډیاله حللاره دی. سره لهدې، eDNA د یرغلګرو نوعو لومړیو پېښو، د ځایي نوعو دوامداره شتون (چې ګومان کېږي منقرض شوې یا له کوم بل ګواښ سره مخ دي)، او نورو دفاعي نوعو (چې په لا ټیټو تراکمونو کې پېښېږي او د دودیزو مېتودونو لهلارې یې پېژندنه ستونزمنه ده) په تشخیص کې خورا ګټوره پاتې شوې ده.[۲۴][۲۵][۲۶]
په چاپېریال کې د eDNA تخریب، د eDNA مطالعاتو محدوده کوچنۍ کوي، ځکه چې د جنتیکي موادو یوازې کوچنۍ ټوټې (په تېره بیا په تودو او استوایي سیمو کې) پاتې کېږي. سربېره پر دې، د چاپېریالي شرایطو او د اوبو په څېر چاپېریالونو کې د DNA د خوځېدو وړتیا ته په کتنې سره، د تخریب بېلابېل مهالي واټنونه کېدای شي د نوعو او ټولګو دقیق مهالي-مکاني لړیو له استنباط څخه اغېزمن شي. سره له دغو نیمګړتیاوو، eDNA لا هم د نسبي یا ترتیبي زیاتښت معلومولو وړتیا لري، ځکه چې د ځینو مطالعاتو پر بنسټ، eDNA له بیولوجیکي کتلې (biomass) سره اړخ لګوي، که څه هم په چاپېریالي نمونو کې ذاتي تنوع د کمیت معلومول ستونزمن کوي. په داسې حال کې چې eDNA په ساتنه، څارنه، او د اېکوسیسټم په ارزونه کې (او همدا راز په نورو مواردو کې چې لا بیان شوي نهدي) زیاتشمېر کارونې لري، د اوبو په ډنډونو کې د eDNA خورا بدلېدونکي تراکمونه او غښتلې نابرابري د دغه مېتود غورهګرځېدنه اړینه ګرځوي او هغه هم، په اېډیالي توګه، د هرې نوې کارونې لپاره له داسې یوې ازمایښتي مطالعې لهلارې، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د هدف د پېژندنې لپاره د نمونې اخېستنې طرحه مناسبه ده.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]
د ټولنې DNA
سمولپه داسې حال کې چې د eDNA تعریف روښانه او اسان برېښي، د DNA بېلابېلو بڼو ترمنځ کرښې لا خړې کېږي (په تېره بیا د ټولنې د DNA په پرتله)، چې د اورګانیزمونو لویو نمونو په توګه پېژندل شوې دي. د eDNA په اخېستل شویو نمونو کې د واړو میکرواورګانیزمونو په هکله یوه پوښتنه راولاړېږي: ایا دغه اورګانیزمونه د نمونې ډلبندي، د ټولنې DNA نمونې ته اړوي؟ سربېره پر دې، له فاضله موادو څخه د ترلاسه شویو جنتیکي موادو ډلبندي ستونزمنه ده او ډېري وخت د eDNA په توګه پېژندل کېږي. د دغو دوو مواردو ترمنځ توپیر کول مهم دي، ځکه چې د ټولنې DNA په ځانګړي مهال او مکان کې د اورګانیزم شتون ښیي، په داسې حال کې چې eDNA کېدای شي له جلا موقعیت، د ښکار کوونکو اورګانیزمونو له فاضله موادو او یا له پخوا موجودیت څخه ترلاسه شوې وي؛ خو بیا هم، د دغو توپير کول تر ډېر ناشوني دي. سره لهدې، څه ناڅه کېدای شي eDNA، د فاضله موادو شننې او څېړنې او لویو نمونو په شمول (چې د بیولوجیکي تنوع څېړنې او د اېکوسیسټم شننې لپاره د کارونې وړ وي)، د DNA بیولوجیکي تنوع څېړنې د ګڼشمېر برخو لرونکي مېتود په توګه وپېژندل شي.[۳۸][۳۹]
سرچينې
سمول- ↑ Stewart, Kathryn A. (2019-04-01). "Understanding the effects of biotic and abiotic factors on sources of aquatic environmental DNA". Biodiversity and Conservation (in انګليسي). 28 (5): 983–1001. doi:10.1007/s10531-019-01709-8. ISSN 1572-9710. S2CID 61811470.
- ↑ "Environmental DNA – how a tool used to detect endangered wildlife ended up helping fight the COVID-19 pandemic".
- ↑ Stewart, Kathryn A. (2019-04-01). "Understanding the effects of biotic and abiotic factors on sources of aquatic environmental DNA". Biodiversity and Conservation (in انګليسي). 28 (5): 983–1001. doi:10.1007/s10531-019-01709-8. ISSN 1572-9710. S2CID 61811470.
- ↑ "What is eDNA?". Freshwater Habitats Trust.
- ↑ Fahner, Nicole (2016). "Large-Scale Monitoring of Plants through Environmental DNA Metabarcoding of Soil: Recovery, Resolution, and Annotation of Four DNA Markers". PLOS ONE. 11 (6): 1–16. Bibcode:2016PLoSO..1157505F. doi:10.1371/journal.pone.0157505. ISSN 1932-6203. PMC 4911152. PMID 27310720 – via Directory of Open Access Journals.
- ↑ Ruppert, Krista M.; Kline, Richard J.; Rahman, Md Saydur (2019). "Past, present, and future perspectives of environmental DNA (EDNA) metabarcoding: A systematic review in methods, monitoring, and applications of global eDNA". Global Ecology and Conservation. 17: e00547. doi:10.1016/j.gecco.2019.e00547. S2CID 133855497. Modified text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
- ↑ Bohmann, Kristine; Evans, Alice; Gilbert, M. Thomas P.; Carvalho, Gary R.; Creer, Simon; Knapp, Michael; Yu, Douglas W.; de Bruyn, Mark (2014-06-01). "Environmental DNA for wildlife biology and biodiversity monitoring". Trends in Ecology & Evolution. 29 (6): 358–367. doi:10.1016/j.tree.2014.04.003. ISSN 1872-8383. PMID 24821515.
- ↑ Qu, Chanjuan; Stewart, Kathryn A. (2019-02-18). "Evaluating monitoring options for conservation: comparing traditional and environmental DNA tools for a critically endangered mammal". The Science of Nature (in انګليسي). 106 (3): 9. Bibcode:2019SciNa.106....9Q. doi:10.1007/s00114-019-1605-1. ISSN 1432-1904. PMID 30778682. S2CID 66881381.
- ↑ Thomsen, Philip Francis; Willerslev, Eske (2015-03-01). "Environmental DNA – An emerging tool in conservation for monitoring past and present biodiversity". Biological Conservation. Special Issue: Environmental DNA: A powerful new tool for biological conservation. 183: 4–18. doi:10.1016/j.biocon.2014.11.019.
- ↑ Tsuji, Satsuki (2016). "Effects of water pH and proteinase K treatment on the yield of environmental DNA from water samples". Limnology. 18: 1–7. doi:10.1007/s10201-016-0483-x. ISSN 1439-8621. S2CID 44793881.
- ↑ Ficetola, Gentile Francesco; Miaud, Claude; Pompanon, François; Taberlet, Pierre (2008). "Species detection using environmental DNA from water samples". Biology Letters. 4 (4): 423–425. doi:10.1098/rsbl.2008.0118. PMC 2610135. PMID 18400683.
- ↑ Barnes, Matthew A.; Turner, Cameron R. (2016). "The ecology of environmental DNA and implications for conservation genetics". Conservation Genetics. 17: 1–17. doi:10.1007/s10592-015-0775-4. S2CID 14914544.
- ↑ Deiner, Kristy; Walser, Jean-Claude; Mächler, Elvira; Altermatt, Florian (2015). "Choice of capture and extraction methods affect detection of freshwater biodiversity from environmental DNA". Biological Conservation. 183: 53–63. doi:10.1016/j.biocon.2014.11.018.
- ↑ Ruppert, Krista M.; Kline, Richard J.; Rahman, Md Saydur (2019). "Past, present, and future perspectives of environmental DNA (EDNA) metabarcoding: A systematic review in methods, monitoring, and applications of global eDNA". Global Ecology and Conservation. 17: e00547. doi:10.1016/j.gecco.2019.e00547. S2CID 133855497. Modified text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
- ↑ Taberlet, Pierre; Coissac, Eric; Pompanon, François; Brochmann, Christian; Willerslev, Eske (2012). "Towards next-generation biodiversity assessment using DNA metabarcoding". Molecular Ecology. 21 (8): 2045–2050. doi:10.1111/j.1365-294X.2012.05470.x. PMID 22486824. S2CID 41437334.
- ↑ Bohmann, Kristine; Evans, Alice; Gilbert, M. Thomas P.; Carvalho, Gary R.; Creer, Simon; Knapp, Michael; Yu, Douglas W.; de Bruyn, Mark (2014-06-01). "Environmental DNA for wildlife biology and biodiversity monitoring". Trends in Ecology & Evolution. 29 (6): 358–367. doi:10.1016/j.tree.2014.04.003. ISSN 1872-8383. PMID 24821515.
- ↑ Barnes, Matthew A.; Turner, Cameron R. (2016). "The ecology of environmental DNA and implications for conservation genetics". Conservation Genetics. 17: 1–17. doi:10.1007/s10592-015-0775-4. S2CID 14914544.
- ↑ Stewart, Kathryn A. (2019-04-01). "Understanding the effects of biotic and abiotic factors on sources of aquatic environmental DNA". Biodiversity and Conservation (in انګليسي). 28 (5): 983–1001. doi:10.1007/s10531-019-01709-8. ISSN 1572-9710. S2CID 61811470.
- ↑ Stewart, Kathryn; Ma, Hongjuan; Zheng, Jinsong; Zhao, Jianfu (2017). "Using environmental DNA to assess population-wide spatiotemporal reserve use". Conservation Biology (in هسپانوي). 31 (5): 1173–1182. doi:10.1111/cobi.12910. ISSN 1523-1739. PMID 28221696. S2CID 3781648.
- ↑ Barnes, Matthew A.; Turner, Cameron R. (2016). "The ecology of environmental DNA and implications for conservation genetics". Conservation Genetics. 17: 1–17. doi:10.1007/s10592-015-0775-4. S2CID 14914544.
- ↑ Goldberg, Caren S.; Turner, Cameron R.; Deiner, Kristy; Klymus, Katy E.; Thomsen, Philip Francis; Murphy, Melanie A.; Spear, Stephen F.; McKee, Anna; Oyler‐Mccance, Sara J.; Cornman, Robert Scott; Laramie, Matthew B.; Mahon, Andrew R.; Lance, Richard F.; Pilliod, David S.; Strickler, Katherine M.; Waits, Lisette P.; Fremier, Alexander K.; Takahara, Teruhiko; Herder, Jelger E.; Taberlet, Pierre (2016). "Critical considerations for the application of environmental DNA methods to detect aquatic species". Methods in Ecology and Evolution. 7 (11): 1299–1307. doi:10.1111/2041-210X.12595. S2CID 89432389.
- ↑ Hering, Daniel; Borja, Angel; Jones, J.Iwan; Pont, Didier; Boets, Pieter; Bouchez, Agnes; Bruce, Kat; Drakare, Stina; Hänfling, Bernd; Kahlert, Maria; Leese, Florian; Meissner, Kristian; Mergen, Patricia; Reyjol, Yorick; Segurado, Pedro; Vogler, Alfried; Kelly, Martyn (2018). "Implementation options for DNA-based identification into ecological status assessment under the European Water Framework Directive". Water Research. 138: 192–205. doi:10.1016/j.watres.2018.03.003. PMID 29602086. S2CID 5008250.
- ↑ Ruppert, Krista M.; Kline, Richard J.; Rahman, Md Saydur (2019). "Past, present, and future perspectives of environmental DNA (EDNA) metabarcoding: A systematic review in methods, monitoring, and applications of global eDNA". Global Ecology and Conservation. 17: e00547. doi:10.1016/j.gecco.2019.e00547. S2CID 133855497. Modified text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
- ↑ Deiner, Kristy; Bik, Holly M.; Mächler, Elvira; Seymour, Mathew; Lacoursière‐Roussel, Anaïs; Altermatt, Florian; Creer, Simon; Bista, Iliana; Lodge, David M.; Vere, Natasha; Pfrender, Michael E.; Bernatchez, Louis (2017). "Environmental DNA metabarcoding: Transforming how we survey animal and plant communities". Molecular Ecology. 26 (21): 5872–5895. doi:10.1111/mec.14350. PMID 28921802. S2CID 8001074.
- ↑ Ma, Hongjuan; Stewart, Kathryn; Lougheed, Stephen; Zheng, Jinsong; Wang, Yuxiang; Zhao, Jianfu (2016-12-01). "Characterization, optimization, and validation of environmental DNA (eDNA) markers to detect an endangered aquatic mammal". Conservation Genetics Resources (in انګليسي). 8 (4): 561–568. doi:10.1007/s12686-016-0597-9. ISSN 1877-7260. S2CID 1613649.
- ↑ Stewart, Kathryn; Ma, Hongjuan; Zheng, Jinsong; Zhao, Jianfu (2017). "Using environmental DNA to assess population-wide spatiotemporal reserve use". Conservation Biology (in هسپانوي). 31 (5): 1173–1182. doi:10.1111/cobi.12910. ISSN 1523-1739. PMID 28221696. S2CID 3781648.
- ↑ Stewart, Kathryn; Ma, Hongjuan; Zheng, Jinsong; Zhao, Jianfu (2017). "Using environmental DNA to assess population-wide spatiotemporal reserve use". Conservation Biology (in هسپانوي). 31 (5): 1173–1182. doi:10.1111/cobi.12910. ISSN 1523-1739. PMID 28221696. S2CID 3781648.
- ↑ Coissac, Eric; Riaz, Tiayyba; Puillandre, Nicolas (2012). "Bioinformatic challenges for DNA metabarcoding of plants and animals". Molecular Ecology. 21 (8): 1834–1847. doi:10.1111/j.1365-294X.2012.05550.x. PMID 22486822. S2CID 24398174.
- ↑ Taberlet, Pierre; Coissac, Eric; Pompanon, François; Brochmann, Christian; Willerslev, Eske (2012). "Towards next-generation biodiversity assessment using DNA metabarcoding". Molecular Ecology. 21 (8): 2045–2050. doi:10.1111/j.1365-294X.2012.05470.x. PMID 22486824. S2CID 41437334.
- ↑ Eichmiller, Jessica J.; Best, Sendréa E.; Sorensen, Peter W. (2016). "Effects of Temperature and Trophic State on Degradation of Environmental DNA in Lake Water". Environmental Science & Technology. 50 (4): 1859–1867. Bibcode:2016EnST...50.1859E. doi:10.1021/acs.est.5b05672. PMID 26771292.
- ↑ Goldberg, Caren S.; Turner, Cameron R.; Deiner, Kristy; Klymus, Katy E.; Thomsen, Philip Francis; Murphy, Melanie A.; Spear, Stephen F.; McKee, Anna; Oyler‐Mccance, Sara J.; Cornman, Robert Scott; Laramie, Matthew B.; Mahon, Andrew R.; Lance, Richard F.; Pilliod, David S.; Strickler, Katherine M.; Waits, Lisette P.; Fremier, Alexander K.; Takahara, Teruhiko; Herder, Jelger E.; Taberlet, Pierre (2016). "Critical considerations for the application of environmental DNA methods to detect aquatic species". Methods in Ecology and Evolution. 7 (11): 1299–1307. doi:10.1111/2041-210X.12595. S2CID 89432389.
- ↑ Deiner, Kristy; Bik, Holly M.; Mächler, Elvira; Seymour, Mathew; Lacoursière‐Roussel, Anaïs; Altermatt, Florian; Creer, Simon; Bista, Iliana; Lodge, David M.; Vere, Natasha; Pfrender, Michael E.; Bernatchez, Louis (2017). "Environmental DNA metabarcoding: Transforming how we survey animal and plant communities". Molecular Ecology. 26 (21): 5872–5895. doi:10.1111/mec.14350. PMID 28921802. S2CID 8001074.
- ↑ Hering, Daniel; Borja, Angel; Jones, J.Iwan; Pont, Didier; Boets, Pieter; Bouchez, Agnes; Bruce, Kat; Drakare, Stina; Hänfling, Bernd; Kahlert, Maria; Leese, Florian; Meissner, Kristian; Mergen, Patricia; Reyjol, Yorick; Segurado, Pedro; Vogler, Alfried; Kelly, Martyn (2018). "Implementation options for DNA-based identification into ecological status assessment under the European Water Framework Directive". Water Research. 138: 192–205. doi:10.1016/j.watres.2018.03.003. PMID 29602086. S2CID 5008250.
- ↑ Carew, Melissa E.; Pettigrove, Vincent J.; Metzeling, Leon; Hoffmann, Ary A. (2013). "Environmental monitoring using next generation sequencing: Rapid identification of macroinvertebrate bioindicator species". Frontiers in Zoology. 10 (1): 45. doi:10.1186/1742-9994-10-45. PMC 3750358. PMID 23919569.
{{cite journal}}
: CS1 maint: unflagged free DOI (link) - ↑ Goldberg, Caren S.; Turner, Cameron R.; Deiner, Kristy; Klymus, Katy E.; Thomsen, Philip Francis; Murphy, Melanie A.; Spear, Stephen F.; McKee, Anna; Oyler‐Mccance, Sara J.; Cornman, Robert Scott; Laramie, Matthew B.; Mahon, Andrew R.; Lance, Richard F.; Pilliod, David S.; Strickler, Katherine M.; Waits, Lisette P.; Fremier, Alexander K.; Takahara, Teruhiko; Herder, Jelger E.; Taberlet, Pierre (2016). "Critical considerations for the application of environmental DNA methods to detect aquatic species". Methods in Ecology and Evolution. 7 (11): 1299–1307. doi:10.1111/2041-210X.12595. S2CID 89432389.
- ↑ Deiner, Kristy; Bik, Holly M.; Mächler, Elvira; Seymour, Mathew; Lacoursière‐Roussel, Anaïs; Altermatt, Florian; Creer, Simon; Bista, Iliana; Lodge, David M.; Vere, Natasha; Pfrender, Michael E.; Bernatchez, Louis (2017). "Environmental DNA metabarcoding: Transforming how we survey animal and plant communities". Molecular Ecology. 26 (21): 5872–5895. doi:10.1111/mec.14350. PMID 28921802. S2CID 8001074.
- ↑ Ruppert, Krista M.; Kline, Richard J.; Rahman, Md Saydur (2019). "Past, present, and future perspectives of environmental DNA (EDNA) metabarcoding: A systematic review in methods, monitoring, and applications of global eDNA". Global Ecology and Conservation. 17: e00547. doi:10.1016/j.gecco.2019.e00547. S2CID 133855497. Modified text was copied from this source, which is available under a Creative Commons Attribution 4.0 International License.
- ↑ Deiner, Kristy; Bik, Holly M.; Mächler, Elvira; Seymour, Mathew; Lacoursière‐Roussel, Anaïs; Altermatt, Florian; Creer, Simon; Bista, Iliana; Lodge, David M.; Vere, Natasha; Pfrender, Michael E.; Bernatchez, Louis (2017). "Environmental DNA metabarcoding: Transforming how we survey animal and plant communities". Molecular Ecology. 26 (21): 5872–5895. doi:10.1111/mec.14350. PMID 28921802. S2CID 8001074.
- ↑ Creer, Simon; Deiner, Kristy; Frey, Serita; Porazinska, Dorota; Taberlet, Pierre; Thomas, W. Kelley; Potter, Caitlin; Bik, Holly M. (2016). "The ecologist's field guide to sequence‐based identification of biodiversity". Methods in Ecology and Evolution. 7 (9): 1008–1018. doi:10.1111/2041-210X.12574. S2CID 87512991.