چاپېریالي ټيکنالوژي
چاپېریالي ټيکنالوژي (envirotech)، شنه ټيکنالوژي (greentech) يا پاکه ټيکنالوژي (cleantech) د چاپېریالي علم، شنې کيميا، چاپېریالي څارنې او برېښنايي يو يا زياتو وسيلو کاريال دی، چې د طبيعي چاپېریال د څارنې، موډل، ساتنې او په کې د انساني ونډې د منفي اغېزو د مخنيوي لپاره کارېږي. ياده اصطلاح لکه د فوټو ولټايک بادي توربينونو او داسې نورو د دوام وړ انرژي توليد ټيکنالوژۍ د تشرېح کولو په موخه هم کارول کېږي. د چاپېریالي ټيکنالوژيو اصطلاح د برېښنايي وسيلو د يو ټولګي د تشرېح کولو په موخه هم کارول کېږي، چې د سرچينو د پايښت وړ مديريت ته وده ورکولی شي.
تصفیه او د ضايعاتو مديريت
سمولبېلګې
سمول- Biofiltration [د ژونديو موجوداتو پاکول]
- Bioreactor [د ژونديو غبرګون کوونکي]
- Bioremediation[دژونديو بيا سمونه]
- Desalination [له مالګينو اوبو څخه منرالي موادو د لرې کولو پړاو]
- Thermal depolymerization [حرارتي ناترکيب کوونه]
- Composting toilet [د نباتي سرې زېرمې يا تشناب]
- Pyrolysis
د اوبو تصفیه
سمولد اوبو تصفیه: په چاپېریال کې د ناپاکه، ميکروب لرونکې او ککړتيا څخه د پاکو اوبو بهير لرلو ټول مفهوم يا نظريې ته وايي. د اوبو تصفیه له دې مفهوم څخه نورې زياتې ښکارندې تر لاسه کېږي. د اوبو ککړتيا د دې مفهوم اصلي دښمن يا ضد دی او د نړۍ په کچه د اوبو پاکول په برخه کې د مرستې په موخه ګڼې مبارزې او فعاليتونه ترتيب شوي دي. [۱]
د هوا تصفیه
سمولد هوا تصفیه: د هوا د تازه ساتنې په موخه د کورونو په دننه کې ساده او عام شنه نباتات کرل کېدای شي، ځکه چې ټول نباتات کاربن ډای اکسايد له منځه وړي او په اکسيجن يې بدلوي. غوره بېلګې يې: Dypsis lutescens, Sansevieria trifasciata او Epipremnum aureum دي. په خپله د نباتاتو د کارونې تر څنګ د بکتريا ځينې نوعې لکه (toluene) د زهري ګازونو د له منځه وړنې په موخه د دې نباتاتو پاڼو ته ورزياتېدلی شي. [۲][۳][۴]
د چټلو اوبو درملنه
سمولد چټلو اوبو درملنه په مفهومي ډول د اوبو له پاکولو سره ورته ده. د چټلو اوبو درملنه ځکه اړينه ده، چې د نفوس د کچو په نسبت اوبه پاکوي. تر ټولو زياتې ککړې اوبه د هيڅ شي لپاره نه کارول کېږي او لږې ککړې اوبه هغو ځايونو ته ورکول کېږي، چې اوبه په کې په پرېمانه يا پرله پسې ډول کارول کېږي. د اوبو درملنه کېدای شي د چاپېریال ساتنې، پايښت او داسې نورو ګڼو مفهومونو ته لاره هواره کړي. [۵]
چاپېريالي درملنه يا سمول
سمولچاپېریال درملنه د چاپېریال د عمومي ساتنې لپاره د ککړونکو يا ناپاکه کوونکو له منځه وړنه ده. دا موخه د ګڼو کيمياوي، بيولوژيکي او اغېزناکه مېتودونو له مخې تر لاسه کېږي. [۶]
د جامد ضايعاتو مديريت
سمولد جامد (کلکو) ضايعاتو مديريت د جامد ضايعاتو د تصفیې، مصرف، بيا کارونې، ترتيبونې او درملنې عمل دی، چې د يو ښار يا ښارګوټي د حکومت يا واکمن ډلو له خوا تر سره کېږي. [۷]
د دوام وړ انرژي
سمولد ککړتيا او شنو خونو ګازونو په اړه اندېښنو زموږ د اوسنيو سون توکو کارونې په برخه کې د دوام وړ متبادلو لارو لپاره څېړنه هڅولې ده. د شنو خونو ګازونو نړيوال کمښت د انرژي د ساتنې د توافق او همدارنګه د پايښت وړ توليد غوښتنه کوي. د چاپېریالي زيان د کمښت عوامل چې نړيوال بدلونونه رانغاړي، ځينې يې:
- له ژونديو کتلو څخه د هوا ککړتيا او ميتان کمول
- په رښتيني ډول د ګاډو، تودوخې او برېښنا لپاره چې په چاپېریال کې پاتې دي، د فوسيلي سون توکو له منځه وړل
- د عامه لېږد رالېږد، بټري او د سون بټرۍ ګاډو پراخه کارول
- د باد، لمر يا اوبو پر مټ يو څه زياته توليد شوې برېښنا
- د کاربن مالياتو او د کارونې د وخت په بيې سره لوړې غوښتنې کمول
دا چې د صنعت او لېږد رالېږد وسيلو په واسطه کارول سون توکي د نړۍ د سترې غوښتنو لپاره منسوبېږي، په ساتنې او ګټورتوب کې (د لږ سون توکو کارول) د پانګه اچونې په واسطه له دې دوه برخو څخه د ککړتيا او شنو خونو ګازونه په ټوله نړۍ کې کمېدلی شي. د پرمختللې انرژي اغېزناک برېښنايي موتور يا ماشين (او برېښنايي توليدونکې) ټيکنالوژي چې د خپل کاريان د هڅونې په برخه لکه د بدلون وړ چټکتيا توليدوونکي او د ګټورې انرژي کارونه کې اغېز لرونکې بيه لري، د کاربن ډای اکسايد او سلفرډای اکسايد اندازه کمولی شي چې د نه کمېدلو په حالت کې که چېرې برېښنا د فوسيلي سون توکو د کارونې پر مټ توليد شوي وي؛ ياد اکسايدونه به هوا کې خپاره شي. (Greasestock) يوه پېښه ده چې د نيويارک په (Yorktown Heights) کې په کلني ډول تر سره کېږي، چې په متحده ايالتونو کې د چاپېریالي ټيکنالوژۍ يو له سترو نندارو څخه ده. ځينو عالمانو اندېښنه څرګنده کړې ده، چې په لوړ پرمختللي ملي اقتصاد کې د نوې چاپېریالي ټيکنالوژيو پر لاره اچول کېدای شي په لږ پرمختللو هېوادونو کې د اقتصادي او ټولنيزې ماتېدنې سبب شي. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
بېلګې
سمول- د اوبو برېښنا
- بادي انرژي يا برېښنا
- بادي توربين
- د سمندر د حرارتي انرژۍ اوښتون
- لمريزه انرژي
- فوټوولټيک [د انځوريزې برېښنا بهير]
- څپه ايزه (موجي) انرژي
- برېښنايي ګاډي
- د تودوخې پمپ
- هايدروجني برېښنايي بټري
- شنه محاسبه (Green Computing)
- د انرژي ساتنه يا خونديتوب
- په دوه ګوني ډول تغذيه شوی برېښنايي ماشين
- د انرژي ساتنې موډلونه
- د کورونو دننه د هوا د کيفيت او چاپېریال اداره کول
د نوې کېدو وړ انرژي
سمولد نوې کېدلو وړ انرژي هغه ده، چې په اسانۍ سره بېرته بشپړېدلی شي. موږ کالونه کېږي چې د خپلو اړتياوو او انرژي توليدلو لپاره د لرګيو، لمر، اوبو او داسې نوروې سرچينې کاروو. هغه انرژي چې د طبيعي شيانو لکه: لمر، باد او داسې نورو په واسطه توليدېږي، د نوې کېدو وړ په توګه په پام کې نيول کېږي. هغه ټيکنالوژي چې تر اوسه کارول کېږي، بادي برېښنا، د اوبو برېښنا، لمريزه انرژي، د ځمکې د تودوخې انرژي او د ژونديو موجوداتو په واسطه توليد شوې انرژي ده.
د انرژي ساتنه
سمولد انرژي ساتنه د هغو وسيلو څخه ګټه اخيستنه ده، چې د برېښنا د مصرف د کمولو په موخه لږې انرژي ته اړتيا لري. د برېښنا د کارونې کمښت د موخه برېښنا د چمتو کولو په پار د لږو فوسيلي سون توکو د سوځېدنې سبب کېږي.
eGain forecasting [د eGain اټکل]
سمولeGain اټکل يو مېتود دی چې پر يوې ودانۍ باندې د راتلونکې هوا اغېزې د اټکلولو په موخه د اټکل اړوند ټيکنالوژي کاروي. ياد سيستم د هوا د اټکل پر بنسټ د تودوخې برابرولو په واسطه د تودوخې زياته ګټه اخيستنه کموي يا له منځه وړي، چې د همدې له امله د انرژي مصرف او د شنو خونو ګازونو توليد کموي. [۱۴][۱۵]
زده کړه
سمولپه چاپېریالي سيستمونو يا چاپېریالي ټيکنالوژۍ کې د ځانګړو مهارتونو په لرلو سره د فارغانو د ورکولو په موخه کورسونه (زده کړيزې دورې) يو څه زياتې عامې کېږي او په درې پراخو ټولګيو کې وېشل کېږي:
- چاپېریالي انجنيرينګ يا د چاپېریالي سيستمونو دورې د سيول انجينري پر لور متمايل دي، چې ساختمانونه او منظرې په کې د چاپېریال ساتنې په موخه جوړې شوې دي.
- چاپېریالي کيميا، د پايښت وړ کيميا يا چاپېریالي کيمياوي انجنيري دورې چې په چاپېریال کې د کيمياوي اغېزو د پوهېدنې لپاره متمايل دي. دا ډول جايزې د معدن ويستنې پر پړاوونو او ککړوونکو باندې تمرکز کوي او په عام ډول حياتي کيمياوي پړاوونه هم رانغاړي.
- د چاپېریالي ټيکنالوژي دورې چې د برېښنايي توليد، برېښنايي يا برېښنايي ټيکنالوژي فارغانو تمايل لري، چې د وده وال وسيلو او د نوې کېدلو وړ سرچينو څخه د څارنې، د انرژي د توليد اداره کولو او د غير عادي انرژي توليد ټیکنالوژيو ته د ودې ورکولو په ګډون د څارنې، اندازې، موډل او د چاپېریالي اغېزې د اداره کولو وړ لاسي توکو وړ وي.
سرچینې
سمول- ↑ Recycling”. Retrieved June 15th, 2009. http://earth911.com/recycling/. “Recycle.gif”. Retrieved June 15th, 2009. "Archived copy". خوندي شوی له the original on 2012-11-23. بياځلي په 2009-06-24.
{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) “What is Water Purification”. Retrieved June 16th, 2009, [۱] “Sewage Treatment”. Retrieved June 17th, 2009 "Archived copy". خوندي شوی له the original on 2009-03-26. بياځلي په 2009-06-24.{{cite web}}
: CS1 maint: archived copy as title (link) “Environmental Remedies and water Resource - ↑ Kamal Meattle on how to grow fresh air Archived 2011-06-06 at the Wayback Machine. TED (conference)
- ↑ EOS magazine, February 2017; Azalea's with extra bacteria can help to degrade toluene
- ↑ "Bacteria on Hedera helix able to help degrade exhaust gases from Diesel engines running on Diesel". بياځلي په 2022-01-30.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ “Sewage Treatment”. Retrieved June 17th, 2009 Starrett, Steve, ed. (2009). World Environmental and Water Resources Congress 2009. doi:10.1061/9780784410363. ISBN 9780784410363. خوندي شوی له the original on 2009-03-26. بياځلي په 2009-06-24. “Environmental remedies and water Resource"
- ↑ Livescience. Retrieved June 27, 2009.10 top emerging environmental technologies. http://www.reference.md/files/D052/mD052918.html
- ↑ Retrieved June 16th, 2009. “Urban Waste Management”. Retrieved June 16th, 2009. http://documents1.worldbank.org/curated/en/237191468330923040/pdf/918610v20WP0FM0BE0CATALOGED0BY0WED0.pdf
- ↑ Eric Bonds and Liam Downey, "“Green” Technology and Ecologically Unequal Exchange: The Environmental and Social Consequences of Ecological Modernization in the World-System" in: Journal of World-Systems Research, Volume 18, Issue 2 (http://jwsr.pitt.edu/ojs/index.php/jwsr/article/view/482)
- ↑ Norman, Jim. "Where There’s Never an Oil Shortage". The New York Times. May 13, 2007.
- ↑ Tillman, Adriane. "Greasestock Festival returns, bigger and better Archived 2008-05-18 at the Wayback Machine.". May 14, 2008.
- ↑ "Greasestock 2008 Archived 2008-05-29 at the Wayback Machine.". Greasestock Archived 2008-05-29 at the Wayback Machine. . Retrieved May 20, 2008.
- ↑ Max, Josh. "Gas-guzzlers become veggie delights at Greasestock in Yorktown Heights Archived 2011-08-05 at the Wayback Machine.". Daily News. May 13, 2008.
- ↑ "Greasestock 2008: Alternative Fuel, Fun and French Fries Archived 2008-05-29 at the Wayback Machine.". Natural Awakenings. May 2008.
- ↑ Taesler, R. (1990/91) Climate and Building Energy Management. Energy and Buildings, Vol. 15-16, pp 599 - 608.
- ↑ United States Patent 6098893 Comfort control system incorporating weather forecast data and a method for operating such a system (Inventor Stefan Berglund)