چاپېريال پالنه


چاپېريال پالنه يا چاپېريالي حقونه يوه پراخه فلسفه، ايډيالوژي او ټولنيز غورځنګ دی، چې د چاپېريالي خونديتوب لپاره اندېښنو او د چاپېريال د روغتيا پرمختګ ته پام کوي. په ځانګړي ډول د دې لپاره لکه څرنګه چې معيار هڅه کوي، چې د چاپېريال د بدلونونو اغېز پر انسانانو، ژوو، نباتاتو او ناژوندي شيانو سره ترکيب يا يو ځای کړي. په داسې حال کې چاپېریال پالنه د شنې ايډيالوژۍ او سياستونو (green ideology and politics) پر چاپېریالي او طبيعت پورې تړلو اړخونو باندې يو څه زيات تمرکز کوي، د ايکولوژي پالنه د ټولنيزې ايکولوژي نظريه او چاپېریال پالنه سره ترکيبوي. ايکولوجيزم په يو څه زيات عام ډول د لويې وچې په اروپايي ژبو کې کارول کېږي، په داسې حال کې چاپېریال پالنه په زيات عام ډول په انګليسي ژبه کې کارول کېږي، مګر ياد ويیکی يو څه بېلابېل مفهومونه لري.

چاپېریال پالنه د طبيعي چاپيريا او کړکېچن ځمکې سيستم (earth system) عناصرو يا لکه د اقليم غوندې د پړاوونو د ساتنې، بيارغونې او پرمختګ ساتنه يا ننګه کوي او کېدای شي د يوه غورځنګ په توګه ورته د ککړتيا د اداره کولو يا د نبات يا ژوي د ژوند تنوع د ساتنې په موخه ورته مراجعه وشي. د دې دليل لپاره د ځمکې اخلاق، چاپېریالي اخلاق، د ژوند راز راز والی، ايکولوژي او لکه په عمده ډول د (biophilia) فرضيه يادولی شو. [۱]

د دې په کيسۍ کې، چاپېریال پالنه د انسانانو او هغو بېلابېلو طبيعي سيستمونو تر منځ د اړيکو د متوازن کولو په موخه يوه هڅه ده، چې دوی پرې په داسې ډول تکيه کوي چې ټولې برخې د پايښت يوې ځانګړې يا مناسبې درجې له مخې دي. د دې ميزان ريښتيني معيارونه (اندازې) او پايلې د بحث وړ دي او په عمل کې د څرګندېدلو په موخه د چاپېریالي اندېښنو لپاره زياتې بېلابې لارې شته. چاپېریال پالنه او \اپېریالي اندېښنې زياتره د شين رنګ په واسطه وړاندې کېږي، مګر دا ټولنه د بازار موندنې صنعتونو له خوا د (greenwashing) په نوم د پېژندل شوي تکتيک لپاره ستايل شوې ده. [۲][۳]

د چاپېریال پالنې ضد خلک د چاپېریال پالنې مخالفت کوي. دوی وايي چې ځمکه له هغې کچې لږه نازکه ده، چې چاپېریال پالونکي يې په پام کې نيسي او چاپېریال پالنه د اقليم بدلون په برخه کې انساني ونډې ته د زيات غبرګون کوونکي په توګه انځوروي يا د انسان د پرمختګ مخنيوی کوي. [۴]

پېژندنې سمول

چاپېریال پالنه يو ټولنيز خوځښت په ګوته کوي، چې د هغې فعاليت او زده کړې په واسطه د دې لپاره د سياسي پړاو د اغېزمنولو غوښتنه کوي، چې طبيعي سرچينې او ايکوسيستمونه وژغوري.

چاپېریال پالونکی هغه شخص دی چې کېدای شي په عامه کړنلاره کې د بدلون يا انفرادي سلوک په واسطه زموږ د طبيعي چاپېریال او د هغې د سرچينو د تلپاتې مديريت په اړه خبرې وکړي. دا کېدای شي لاندې برخې راونغاړي: باخبره مصرف، د ساتنې نوښتونه، د نوې کېدو وړ سرچينو کې پانګه اچونه، د موادو په اقتصاد کې پرمختللې ګټورتياوې، د نويو محاسبو نمونې (لکه ايکولوژيکي اقتصاد) ته ورلېږدېدنه، له نا انساني ژوند سره زموږ د اړيکو بيا نوي کول يا بيارغول يا ان د مصرف د کمښت او پر سرچينو د فشار په موخه د يوه کوچني درلودل غوره کول.

په بېلابېلو لارو کې (د بېلګې په ډول: عام فعاليتونه او لاريونونه) چاپېریال پالونکي او چاپېریالي سازمانونه په انساني چارو کې طبيعي نړۍ ته د يوه پياوړي غږ ورکولو غوښتنه کوي. [۵]

په عمومي اصطلاحاتو کې چاپېریال پالونکي د سرچينو د تلپاتې مديريت او په عامه کړنلاره او انفرادي سلوک کې د بدلونونو په واسطه د طبيعي چاپېریال د ساتنې (او که اړينه وي د بيا رغونې) ننګه کوي. په ايکوسيستمونو کې د يوه ګډونوال په توګه د انسانيت په پېژندنه کې ياد غورځنګ د ايکولوژي، روغتيا او انساني حقونو په برخو کې متمرکز دی.

تاريخچه سمول

د چاپېریالي ساتنې لپاره اندېښنه د تاريخ په اوږدو کې د نړې په بېلابېلو برخو کې په څو بڼو کې تکرار شوې ده. د چاپېریال د ساتنې اصالت لومړنۍ نظريې په (Jainism) کې موندل کېدلی شي، چې په لرغوني هند کې له ميلاد نه مخکې په شپږمه پېړۍ کې د (Mahavira) له خوا بيارغول شوې ده. (Jainism) يوه نظريه وړاندې کوي، چې له چاپېریالي فعاليت پلوۍ سره مل په اصلي ارزښتونو سره کېدای شي وړ ښکاره شي. لکه: د تاوتريخوالي د نه شتون په واسطه د ژوند ساتنه، چې پياوړي ايکولوژيکي باورونه تشکيلولی شي چې خپل غږ د چاپېریال د ساتنې لپاره د نړۍ له غوښتنو سره يو ځای کوي (زياتوي). د ټولو ژونديو موجوداتو او پينځو عناصرو (ځمکه، اوبه، هوا، اور او فضا) تر منځ پر همغږۍ او اړيکو باندې د نوموړي ښوونې نن ورځ د چاپېریالي علومو بنسټ جوړوي. [۶][۷]

په اروپا کې د انګلينډ (King Edward I) په ۱۲۷۲ ز په لندن کې د يوې اعلاميې له مخې د سمندري ډبرو سکارو سوځول وروسته له هغې منع کړل، چې لوګی يې يوه ستونزه شوه. سون توکي په انګلينډ کې دومره عام وو، چې لپاره يې دا تر ټولو پخواني نومونه تر لاسه شوي دي. ځکه چې دا د څرخ په واسطه له ځينو ساحلونو نه لرې لېږدول کېدلی شول. [۸][۹]

پخوا په منځني ختيځ کې خليفه ابوبکر په ۶۳۰ لسيزه کې خپل پوځ ته امر وکړ: «ونو ته نه زيان ورسوي، نه يې په اور سره وسېزي او د خپل دښمن هيڅ رمه مه حلالوئ، خپل خواړه وساتئ». د ۹ نه تر ۱۳ پېړيو پر مهال عربي طبي مقالې د ککړتيا په ګډون د چاپېریال پالنې او چاپېریالي علم سره سروکار لري، چې د الکندي، کوستا ابن لوکا، الرازي، ابن الجزر، التميمي، المسيحي، علي ابن رضوان، ابن جومی، اسحاق اسرايل بن سلمان، عبدالطيف، ابن القف او ابن النفيس له خوا ليکلې شوې وې. د دوی کارونو د ککړتيا اړوند يو شمېر مضمونونه راونغاړل. لکه: د هوا ککړتيا، د اوبو ککړتيا، د خاورې ککړتيا، د ښاري جامدې ضايع ناسم پر مخ وړل او د ټاکلو درکونو د چاپېریالي اغېزې ارزونې. [۱۰][۱۱]

لومړنۍ چاپېریالي قانون اېښودنه سمول

د بړاس او برېښنا په راڅرګندېدلو کې د تاريخ ځير کېدل (H. G. Wells 1918)[۱۲]

د چاپېریالي غورځنګ پيل د صنعتي اوښتون پر مهال په فضا کې د دود ککړتيا زياتېدونکې کچې ته په غبرګون کې کېښودل کېږي. د سترو فابريکو راڅرګندېدل او د ډبرو سکارو په استهلاک کې ورسره پراخه ودې په صنعتي مرکزونو کې د هوا ککړتيا بې مخينې کچه لوړه کړه، چې له ۱۹۰۰ نه وروسته د صنعتي کيمياوي ترشحاتو پراخ حجم د ناسالم انساني ضايع وده وال پېټي ته ورزيات شول. په پراخه کچه لومړني معاصر قوانين د بریتانيې د الکلي قوانينو (Alkali Acts) په بڼه رامنځته شول، چې په ۱۸۶۳ ز کې د زيان رسونکې هوا ککړتيا (ګازي هايدروليک اسيد) د منظم کولو په موخه تصويب شو، د ليبلېنک پړاو (Leblanc process) په واسطه راووت او د سوډا ايره يې توليدوله. يو الکلي پلټونکی او څلور فرعي پلټونکي د دې ککړتيا د مخنيوي په موخه ټاکل شوي وو. د پلټونکو مسووليتونه په تدريجي ډول غځول شوي وو، چې د الکلي په ترتيب (Alkali Order) ۱۹۵۸ز کې لوړې درجې ته رسېدل او ټول هغه ستر صنعتونه يې ځای پر ځای کړل چې تر څارنې لاندې يې دود، شګلنې ډبرې، خټه او بخار خپور کړل. [۱۳]

په صنعتي ښارونو کې سيمه ييز متخصصين او سمون غوښتونکي په ځانګړي ډول له ۱۸۹۰ ز نه وروسته د چاپېریالي نابرابرۍ او ککړتيا په مشخص کولو کې مشري ونيوله او د اصلاحاتو د غوښتنې او تر لاسه کولو په موخه (grass- roots) سطحي غورځنګونه رامنځته کوي. په نمونه يي ډول تر ټولو لوړ لومړيتوب اوبو او د هوا ککړتيا برخو ته ورکړل شو. د ډبرو سکارو د لوګي کمولو ټولنه، په ۱۸۹۸ ز کې جوړه شوه، چې د چاپېریال په برخه کې يو له پخوانيو نادولتي سازمانونو نه ده. ياده ټولنه د هنرمند ښاغلي (William Blake Richmond) له خوا تمويل شوه، چې د ډبرو سکارو د لوګي په واسطه په بې خونده ګڼلو سره بې پايلې شوه. که څه هم يو څه لومړنۍ قانون ايښودنې وې، د عامې روغتيا قانون ۱۸۷۵ ز تنورونو او اورځايونو نهه وغوښتل چې خپل لوګی استهلاک کړي. دې قانون د هغو فابريکو پر وړاندې تحريمونه هم برابر کړل، چې په پراخ ډول يې تور لوګی خوشې کاوه. د دې قانون مقررات په ۱۹۲۶ ز کې د لوګي د کمښت قانون سره پراخ شول، تر څو د نورو ګازونو توليدات، لکه: دود (د بخارۍ)، ايرې او شګلنې ذرې راونغاړي او د خپلو مقرراتو د تحميلولو په موخه سيمه ييز صلاحيتونه پياوړي کړي. [۱۴]

سرچینې سمول

  1. "Environmentalism – Definition and More from the Free Merriam-Webster Dictionary". Merriam-webster.com. 13 August 2010. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cat Lincoln (Spring 2009). "Light, Dark and Bright Green Environmentalism". Green Daily. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Bowen, Frances, and J. Alberto Aragon-Correa. "Greenwashing in corporate environmentalism research and practice: The importance of what we say and do." (2014): 107-112.
  4. Rowell, Andrew (1996). Green Backlash. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-12828-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Robert Gottlieb, Forcing the Spring: The Transformation of the American Environmental Movement (2005)
  6. Long, Jeffery D. (2013). Jainism: An Introduction. I.B.Tauris. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85773-656-7 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Jainism Introduction". fore.yale.edu. Yale Forum on Religion and Ecology. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. David Urbinato (Summer 1994). "London's Historic 'Pea-Soupers'". U.S. Environmental Protection Agency. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Deadly Smog". PBS. 17 January 2003. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Aboul-Enein, H. Yousuf; Zuhur, Sherifa (2004), Islamic Rulings on Warfare, Strategic Studies Institute, US Army War College, د کتاب پاڼې 22, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-58487-177-4 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gari, L. (November 2002), "Arabic Treatises on Environmental Pollution up to the End of the Thirteenth Century", Environment and History, 8 (4): 475–88, doi:10.3197/096734002129342747, S2CID 85197649 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. In the Fourth Year: Anticipations of a World Peace, (London: Chatto & Windus), p. 100.
  13. Fleming, James R.; Bethany R. Knorr. "History of the Clean Air Act". American Meteorological Society. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Harold L. Platt, Shock cities: the environmental transformation and reform of Manchester and Chicago (2005) excerpt.