چاپېريالي قانون


چاپېريالي حقوق د قوانينو د هغو اړخونو رانغاړونکې ټوليزه اصطلاح ده، چې د چاپېريال ساتنه رامنځته کوي. د دې اړوند مګر د تنظیمي نظامونو يوه بېله ټولګه چې په اوس وخت کې په سخت ډول د چاپېريالی قانوني اصولو په واسطه اغېزمن شوی دی، د مشخصو طبيعي سرچينو لکه ځنګلونو، منرالونو يا کب نيونې په مديريت باندې تمرکز کوي. نورې برخې، لکه د چاپېريالي اغېز ارزونه، کېدای شي په هېڅ يوې ډلې سره په ښه ډول مناسبت ونه لري، مګر بيا هم د چاپېریالي قوانينو مهمې برخې دي. [۱]

تاريخچه سمول

د قانوني تصويبونو لومړنۍ بېلګې چې په شعوري ډول د چاپېريال ساتنې په موخه د خپلې نېکمرغۍ يا انساني هوساينې لپاره جوړ شوي دي، د تاريخ په اوږدو کې موندل کېږي. په عام قانون کې لومړنۍ ساتنه د ځوروونکي (nuisance) په قوانينو کې موندل شوی و، مګر دې يوازې ځمکې ته د زيان د موجوديت په حالت کې د شخصي عملونو ويجاړۍ يا حکم لپاره اجازه ورکړه. د همدې له امله له شپولونو، د چټلۍ د ډېرانونو پر وړاندې د باور سختې وړتيا يا د ډيمونو چوېدلو له ويجاړۍ نه بويونه (وږم) پورته کېږي. خصوصي فشار که څه هم محدود او له بده بخته د سترو چاپېريالي ونو په برخه کې په ځانګړي ډول عامه سرچينو ته د ونو په برخه کې نامناسب و. د ۱۸۵۸ ز د ستر تعفن [بد بويۍ] (Great Stink) په جريان کې د سيند تاميس (River Thames) ته د چټلو اوبو وراړولو د اوړي په ګرمۍ کې په ټکان ورکوونکي ډول بوی کول پيل کړل، چې پارلمان بايد ترک کړی شوی وی. د پيغور په ډول د ښاريانو د کثافاتو د کميسيون قانون (Metropolitan Commission of Sewers Act 1848) د کثافاتو لپاره د ښاريانو کميسيون ته اجازه ورکړه چې د يوې هڅې په توګه د پاکولو په موخه د ښار شاوخوا د ناولو اوبو ويالې بندې کړي، مګر دې چارې په اسانۍ سره د سيند ککړولو ته خلک رهبري کړل. په ۱۹ ورځو کې پارلمان د لندن د کثافاتو سيستم د جوړولو (London sewerage system) په موخه يو بل قانون هم تصويب کړ. لندن هم د هوا له بدې ککړتيا نه رنځ ووړ او دا حالت د ۱۹۵۲ز د سترې لوږي يا دود (Great Smog) په قانون کې اوج ته ورسېد، چې په وار سره يې خپل مقننه ځواب (د پاکې هوا قانون (Clean Air Act 1956)) په لاره واچاوه. بنسټيز تنظيمي ساختمان د کورنيو او سوداګرۍ لپاره د ګلخانه يي ګازونو د خپرېدلو په برخه کې محدوديتونه ټاکل (په ځانګړي ډول د سوځېدونکو ډبرو سکرو په برخه کې)، په داسې حال کې چې يو پلټونکي پلاوي به يې منښت يا موافقت تحميلاوه. [۲][۳][۴]

د ککړتيا اداره کول سمول

د هوا څرنګوالی سمول

د هوا د څرنګوالي قوانين فضا ته د هوا ککړونکي ګلخانه يي ګازونه اداره کوي. د هوا د کيفيت د قوانينو يوه مشخص شوې فرعي ټولګه د ودانيو په دننه کې د هوا کيفيت تنظيموي. د هوا د کيفيت قوانين زياتره په خاص ډول د دې لپاره جوړ شوي دي، چې د هوا ککړوونکو تغليظ د محدودولو يا له منځه وړلو په واسطه د انسان روغتيا خوندي کړي. نور نوښتونه د پراخو ايکولوژيکي ستونزو د په ګوته کولو لپاره جوړ شوي دي. لکه: د کيمياوي توکو په اړه محدوديتونه، چې د اوزون پوړ اغېزمنوي او د تېزابي باران يا اقليم بدلون د په ګوته کولو په موخه د ګلخانه يي ګازونو د سوداګرۍ خپرونې. د هوا د ککړوونکو د مشخص کوونې او ډلبندي کوونې په ګډون تنظيمي هڅې د منښت وړ ګلخانه يي ګازونو کچو او د اړينو امر يا مناسب کمښت ټیکنالوژيکي وسايلو په برخه کې محدوديتونه تنظيموي.

د اوبو څرنګوالی سمول

د ضايعاتو مديريت سمول

د ضايعاتو مدیريت قوانين لېږد رالېږد (ترانسپورت)، درملنه، زيرمه د نورو ډېرو ډولونو له منځه د ښاري جامدو ضايعاتو، خطرناکو ضايعاتو او ذروي ضايعاتو په ګډون هرډول ضایعاتو له منځه وړنه يا پاکول اداره کوي. د ضايعاتو قوانين په عمومي ډول چاپېريال ته په ايکالوژيکي يا بيولوژيکي ډول د زيان رسوونکو ضايعاتو د ناتنظيم شوې تيت او پرک کوونکې د کمښت يا له منځه وړلو په موخه جوړ شوي دي او هغه قوانين شاملوي چې د د ضايعاتو د نسل د کمولو او د ضايعاتو د دوران ورکوونې د پرمختګ په موخه جوړ شوي دي. تنظيمي هڅې د ضايعاتو د ډولونو معلومول او ډلبندي کول شاملوي او ترانسپورت، درملنه، زېرمه او د له منځه وړنې (پاکولو) طريقې رهبري کوي.

د ککړونکي پاکوونه سمول

د چاپېريالي پاکوالي قوانين له چاپېريالي وسط (منځ) لکه خاورې، رسوبي موادو، سطحې اوبو يا د شاوخوا اوبو نه د ککړتيا يا ککړوونکو له منخه وړنه اداره کوي. د ککړتيا د اداره کولو د قوانينو برعکس، د پاکوونې قوانين د دې لپاره جوړ شوي دي، چې چاپېريالي ککړتيا ته وروسته له حقيقته ځواب ووايي او بالاخره بايد زياتره نه يوازې اړين ځوابي عملونه؛ هغه ډلې هم تعريف کړي چې کېدای شي، د دې ډول عملونو د ذمې وهلو لپاره مسؤل وي. تنظيمي غوښتنې کېدای شي د بېړني ځواب، د باور وړتيا د تخصيص، د ځای يا موقعيت ارزونې، سموونکې پلټنې، ممکنه څېړنې، سموونکې يا علاجي عمل، له سموونکي عمل نه وړاندې څارنه او د ځای يا موقعيت بيا کارونې لپاره اصول شامل کړي.

کيمياوي خونديتوب سمول

د کيمياوي خونديتوب قوانين په انساني فعاليتونو کې د کيمياوي توکو په ځانګړي ډول په معاصرو صنعتي کاريالونو کې د انسان په واسطه د جوړو شوو کيمياوي توکو کارونه اداره کوي. د رسنۍ متمايل چاپېريالي قوانينو برعکس (لکه: د هوا او اوبو د څرنګوالي قوانين)، د کيمياوي کنټرول قوانين په خپله د بالقوه ککړوونکو د اداره کولو غوښتنه کوي. تنظيمي هڅې د مصرفوونکي په توليداتو کې (لکه: په پلاستيکي بوتلونو کې Bisphenol A) د خاصو کيمياوي ترکيبوونکو منع کول شاملوي او حشره وژونکي درمل (pesticides) تنظميوي.

د سرچينې د دوام وړتيا سمول

چاپېريالي ارزونه د يوه پلان، کړنلارې، خپرونې يا د مطلوب عمل پرلور د تګ په موخه له پرېکړې نه مخکې د ريښتينې پروژې د چاپېريالي پايلو ارزونه ده. په دې برخه کې د « environmental impact assessment» [د چاپېريالي اغېزې ارزونه] اصطلاح په عادي ډول هغه وخت کارول کېږي، چې د اشخاصو يا شرکتونو له خوا د رښتيني پروژو په برخه کې تطبيقېږي او د «strategic environmental assessment» [ستراتيژيک چاپېريالي ارزونه] اصطلاح هغو کړنلارو، پلانونو او خپرونو په برخه کې عملي کېږي، چې زياتره د دولت د ارګانونو له خوا وړانديز شوې وي. دا د چاپېريالي مديريت يوه وسيله ده، چې د پروژي د تاييد او پرېکړې نيونې يوه برخه تشکيلوي. چاپېريالي ارزونې، د عامه ګډون او پرېکړې نيونې د مستند په پام کې نيولو سره کېدای شي، د اداري کړنلارو د اصولو په واسطه اداره شوي وي.

د اوبو سرچينې سمول

د اوبو د سرچينو قوانين د ځمکې د سطحې او شاوخوا اوبو په ګډون، د اوبو د سرچينو ملکيت او کارونه اداره کوي. تنظيمې برخې کېدای شي، د اوبو ساتنه، د کارونې محدوديتونه او د ملکيت نظامونه شامل کړي.

منرالي سرچينې سمول

د منرالي سرچينو قوانين، د منرالي سرچينو د مالکيت او (څوک په کې کار کولی شي) په ګډون اووه بنسټيزې مقالې رانغاړي. د کان کېندونکو د روغتيا او خونديتوب او د کان کيندنې د چاپېريالي اغېزې په پام کې نيولو سره، د بېلابېلو قوانينو په واسطه کان کيندنه اغېزمنه شوې ده.

ځنګل سرچينې سمول

د ځنګلاتو قوانين په جوړو شوو ځنګلي ځمکو کې په زيات عام ډول د ځنګلاتو مديريت او د چارتراش حاصلاتو ته په پام سره فعاليتونه اداره کوي. د ځنګلاتو قوانين د عامه ځنګلي سرچينو لپاره د مديريت کړنلارې (لکه: ګڼ کارونه او دوام لرونکی حاصل) تصويبوي. د ځنګل مديريت د خصوصي او دولتي تر منځ وېشل شوی دی، چې عامه ځنګلونه د دولت خپلواکه شتني ده. د ځنګلونو قوانين په اوس وخت کې د نړيوالې چارې په توګه په نظر کې نيول کېږي.

حکومتي استازولۍ په عمومي ډول د عامه ځنګلي ځمکو په اړه د ځنګلاتو د قوانينو د پلان کولو او عملي کولو مسؤل دي او کېدای شي، د ځنګل په نوښت، پلان جوړونه، ساتنه او د لرګيو د پلور له پامه غورځونه کې داخل وي. د ځنګلونو قوانين د تطبيق د سيمې پر ټولنيزه او اقتصادي برخه باندې هم تکيه کوي. د علمي ځنګل پوهنې د مديريت وده د وېش پر سمې اندازې او د ځمکې په يوه ټاکل شوې ټوټه يا برخه کې د لرګيو د حجم، د ونو منظمو پرې کوونو او د معيار له مخې يې پر ځای د نورو کېندلو او په پاملرنې سره د کوچني کښت د کرنې (کوچنيو ځنګونو د جوړولو هڅې) د منظمو کتارونو پر بنسټ دي، چې په ټاکلو وختونو کې لرې کېدلی (درمند کېدلی) شي.

سرچینې سمول

  1. Phillipe Sands (2003) Principles of International Environmental Law. 2nd Edition. p. xxi Available at [۱] Accessed 19 February, 2020
  2. Aldred's Case (1610) 9 Co Rep 57b; (1610) 77 ER 816
  3. R v Stephens (1866) LR 1 QB 702
  4. Rylands v Fletcher [1868] UKHL 1