چارلېس، د ويلز شهزاده

چارلېس، د ويلز شهزاده (چارلېس فيليپ ارتور جورج، د ۱۰۴۸ز کال د نومبر په څوارلسمه زېږېدلی) د ملکې دويمې الزابت د مشر زوی په توګه د بریتانيې د تخت څرګند وارث دی. هغه له ۱۹۵۲ز کال راهيسې څرګند وارث او د کارنوال ډوک او د روتسي ډوک دی، نوموړی د بریتانيې په تاريخ کې تر ټولو مشراو د اوږدې مودې لپاره د څرګند وارث په توګه کار کوي. هغه د اوږدې مودې لپاره د ويلز شهزاده دی چې دا منصب يې د ۱۹۵۸ز کال د جولای له مياشتې خپل کړی دی. د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په نهمه نېټه د هغه د پلار شهزاده فيليپ تر مرګ وروسته، چارلېس د ايډنبرګ د ډوک د وارث لقب هم خپل کړ.[۱][۲][۳]

چارلېس د پاچا شپږم جورج او ملکې الزابت لومړی لمسی دی چې د بکنګهم په ماڼۍ کې زېږېدلی دی. هغه په چيم او ګوردونسټن په ښوونځيو کې زده کړې کړې، د هغه پلار هم په ماشومتوب کې دې دواړو ښوونځيو ته تللی و. هغه وروسته د استراليا په ويکټوريا کې د جيلانګ ګرامر ښوونځي د تمبرټاپ په برخه کې يو کال تېر کړ. له کمبريج پوهنتون نه په فنونو کې د لېسانس سند له تر لاسه کولو وروسته، چارلېس له ۱۹۷۱ ز نه تر ۱۹۷۶ز کال پورې په شاهي هوايي ځواکونو او شاهي سمندري ځواکونو کې خدمت وکړ. په ۱۹۸۱ز کال کې هغه له ليډي ډيانا سپنسر سره واده وکړ، له هغې نه دوه زامن لري: وليام او هري. په ۱۹۹۶ ز کال کې، د دواړو له خوا له واده دباندې اړيکو له خپرېدو وروسته، د دواړو تر منځ طلاق رامنځ ته شو. له دې يو کال وروسته ډيانا په پاريس کې د موټر د ټکر له امله مړه شوه. په ۲۰۰۵ز کال کې، چارلېس د اوږدې مودې ملګرې کاميلا پارکر بولز سره واده وکړ.

د ويلز د شهزاده په توګه، چارلېس د ملکې په استازيتوب رسمي دندې تر سره کوي. هغه په ۱۹۷۶ز کال کې د « The Prince's Trust» بنسټ کېښود، د شهزاده خيريه چارو مالي ملاتړ کوي، له څلور سوو نه د زیاتو نورو خيريه او نورو سازمانونو ملاتړ کوونکی رئيس يا غړی دی. د ژوند چاپيريال د ماهر په توګه، چارلېس په څرګند ډول د طبيعي کروندګرۍ او اقليم د بدلون په اړه څرګندونې کړې دي، له همدې امله هغه د چاپيريال ساتنې د ډلو له خوا جايزې او پېژندنه تر لاسه کړې ده. غه له هوميوپيتي نه د ځای ناستي درملنې په توګه ملاتړ کوي چې د ډېرو نېوکو لاندې راغلې ده. په ټولنه کې د معمارۍ د ونډې او له تاریخي ودانيو نه د ساتنې په اړه د هغه اندونه د بریتانوي معمارانو او پر جوړښتونو د نيوکه کوونکو له خوا د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. له ۱۹۹۳ز راهيسې، چارلېس د معمارۍ فن سره د خپلې لېوالتيا پر بنسټ، هغه د «پاونډبري» په نوم د يوه نوي تجربوي ښار په جوړولو کار وکړ. هغه په خپله هم کتابونه لیکلي، يا يې له بل چا سره په ګډه کتابونه ليکلي دي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ژوند لومړي کلونه، کورنۍ او زده کړه

سمول

چارلېس د ۱۹۴۸ز کال د نومبر په څوارلسمه نېټه د پکنګهم په ماڼۍ کې د خپل مورني نیکه شپږم جورج د واکمنۍ پر مهال زېږېدلی دی، نوموړی د اډنبرګ د دوشس شهزادګۍ الزابت او د ايډنبرګ د ډوک فيليپ لومړی بچی و. هغه ته د ۱۹۴۸ز کال د دسمبر په پنځلسمه نېټه د کانتربري د ستر مذهبي مشر جفري فيشر له خوا مذهبي غسل ورکړل شو. د هغه د نیکه مرګ او په ۱۹۵۲ز کال کې د ملکې په توګه د دويمې الزابت پر واک کېناستل، چارلېس د څرګند وارث په توګه وګرځاوه. د پاچا د مشر زوی په توګه، هغه په طبيعي ډول د کورنوال د ډوک، روتسي د ډوک، ايرل کريک، د رونفرو بارون، د ايسليس د مالک او د سکاټلينډ د ستر مهتمم لقبونه تر لاسه کړي دي. چارلېس د ۱۹۵۳ز کال د جون په دويمه نېټه، په ويسټ منسټر ايبي کې د خپلې مور د تاجپوشۍ مراسمو کې ګډون کړی و. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

لکه چې هغه مهال د لوړې طبقې د ماشومانو لپاره دا دود و، د کاترين پيبلیف په نوم يوه پالونکې مېرمنې د پنځه کلنۍ او اته کلنۍ تر منځ موده کې د هغه د زده کړې مسئولیت په غاړه واخيست. په ۱۹۵۵ز کال کې د بکنګهم ماڼۍ اعلان وکړ، چې چارلېس د دې پر ځای چې شخصي ښوونکی ولري، ښوونځي ته به ځي، په دې ډول هغه لومړی څرګند وارث دی چې په دې ډول زده کړه تر لاسه کوي. د ۱۹۵۶ز کال د نومبر په اوومه نېته، چارلېس د لويديځ لندن په هيل هاوس ښوونځي کې ټولګي ته تګ پيل کړ. هغه د ښوونځي د بنسټ اېښودونکي او سرښوونکي ستوارټ تاونند نه ترجيحي چلند نه تر لاسه کاوه، چا چې ملکې ته سپارښتنه کړې وه چې چارلېس ته په فوټبال کې روزنه ورکړي، ځکه چې د فوټبال په ډګر کې هلکانو هېڅکله او د هېچا په وړاندې درناوی نه کاوه. چارلېس له دې وروسته د هغه پلار دوه پخوانيو ښوونځيو ته ولاړ، له ۱۹۵۸ز کال نه د انګلستان په برکشاير کې د چيم چمتووالي ښوونځی، له دې وروسته د سکاټلينډ په شمال ختيځ کې د ګورډونسټن ښوونځی، چې هلته يې د ۱۹۶۲ز کال د اپريل په مياشت کې ټولګي ته تګ پيل کړ. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

که څه هم ګوردونسټن چې د خپلو سختو درسي پروګرامونو له امله شهرت لري، د معلوماتو پر بنسټ چارلېس دا ښوونځی «کلديتز په زندان کې» بللی و، خو هغه وورسته د ګورډونسټون ستاينه وکړه او ويې ويل چې: «ماته يې د خپل ځان  او زما د وړتياوو او نيمګړتياوو په اړه ډېر څه رازده کړل. ماته يې راوښودل چې ګواښونه ومنم او نوښتونه په لاس کې و اخلم». د ۱۹۷۵ز کال په يوه ملکه کې هغه وويل چې: هغه خوشحاله دی چې ګورډونسټون ښوونځی ته تللی دی او دا چې د هغه ځای سختوالی له مبالغې ډک و. هغه په ۱۹۶۶ز کال کې د استراليا په ويکټوريا کې د جيلاانګ ګرامر ښوونځي د تمبرټاپ په برخه کې دوه پړاوه تېر کړل، پر دې مهال هغه د تاریخ له ښوونکي، مايکل کالينز پرس سره يو ځای د ښوونځي په يو سفر کې د پاپا نوي ګيني نه لیدنه وکړه. په ۱۹۷۳ز کال کې، په ټيمبرټاپ کې خپل تېر کړی وخت د خپلې زده کړې د ټولې مودې تر ټولو خوندوره برخه وبلله. ګورډونسټون ته له بيا راستنېدو سره سم، د خپل په پيروۍ سره چارلېس د هلکانو په مشر بدل شو. هغه په ۱۹۶۷ز کال کې د شپږ GCE O-levels او په تاريخ او فرانسوي کې د دوه A-levels سره، په ترتيب سره د B  او C درجو په تر لاسه کولو سره پرېښود. چارلېس د خپلو لومړيو زده کړو په اړه وروسته وويل: «ما له ښوونځي دومره خوند نه دی اخیستی، څومره مې چې بايد اخیستی وای، خو دا يوازې له دې امله و چې ، زه له بل هر ځای نه په کور کې خوشحاله يم».[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

چارلېس د دويم ځل لپاره هغه مهال شاهي دود مات کړ،کله چې هغه د A پړاو له بشپړولو نه وروسته د بریتانيې وسله والو ځواکونو ته د ورتګ پر ځای نېغ په نېغه پوهنتون ته ولاړ. د ۱۹۶۷ز کال په اکتوبر کې، هغه د کمبريج په ترينيټي کالج کې ومنل شو، چېرې چې هغه د Tripos لومړۍ برخه کې لرغون پېژندنه او انسان پېژندنې علوم ولوستل، په دويمه برخه کې يې تاریخ ته زده کړې بدلې کړې. د دويم کال په اوږدو کې چارلېس د ولز د ابريستويټ  کالج پوهنتون ته ولاړ او د يوې دورې لپاره يې د ويلز تاریخ او ژبه ولوستل. نوموړی د ۱۹۷۰ز کال د جون په دروېشتمه نېټه له کمبريج پوهنتون نه د ۲:۲ درجې په حاصلولو سره د لېسانس سند تر لاسه کړ، په دې سره هغه لومړی څرګند د بریتانيې وارث و، چې د پوهنتون سند تر لاسه کوي. د ۱۹۷۵ز کال د اګست په دويمه نېټه، هغه ته د کمبريج له خوا په فنونو کې د ماسترۍ سند (MA Cantab) ورکړل شو. په کمبريج کې د فنونو ماستري د زده کړې د بشپړېدو سند نه دی، بلکې يوه علمي رتبه ده.[۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ويلز شهزاده

سمول

د ۱۹۵۸ز کال د جولای په شپږوېشتمه نېټه چارلېس د ويلز د شهزاده او چستر د ارل په توګه وټاکل شو، که څه هم د ۱۹۶۹ز کال د جولای تر لومړې نېټې پورې تر هغه وخته نوموړی ته دا منصب ونه سپارل شو، تر څو چې د هغه مور د کرنارفون په کلا کې د يو لړ مراسمو پر مهال چې په تلويزيون خپاره شول، تاج د هغه په سر کېښود. نوموړي په ۱۹۷۰ز کال کې د مشرانو په مجلس کې خپله چوکۍ اشغال کړه او د ۱۹۷۴ز کال د جون په مياشت کې يې لومړۍ وينا وکړه. چارلېس له اډوارډ اووم ( ۱۸۸۴ز) نه وروسته، لومړی شاهي کس و چې د مجلس له غولي نه يې وينا وکړه. نوموړی دويم ځل وينا په ۱۹۷۵ز کال کې وکړه.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچینې

سمول
  1. "Prince Charles becomes longest-serving heir apparent". BBC News. 20 April 2011. Archived from the original on 18 July 2015. نه اخيستل شوی 30 November 2011.
  2. Bryan, Nicola. "Prince Charles is longest-serving Prince of Wales". BBC News. Archived from the original on 9 September 2017. نه اخيستل شوی 9 September 2017.
  3. "HRH The Duke of Edinburgh". College of Arms. 9 April 2021.
  4. Rourke, Matt (28 January 2007). "Prince Charles to receive environmental award in NYC". USA Today. Archived from the original on 25 September 2013. نه اخيستل شوی 19 April 2013.
  5. Alderson, Andrew (14 March 2009). "Prince Charles given 'friend of the forest' award". The Daily Telegraph. Archived from the original on 1 October 2013. نه اخيستل شوی 11 May 2013.
  6. Lange, Stefan (29 April 2009). "Prince Charles collects award in Germany". The Guardian. Archived from the original on 22 October 2013. نه اخيستل شوی 11 May 2013.
  7. "2012 Lifetime Achievement Award Winner – HRH The Prince of Wales". greenawards.com. Archived from the original on 3 October 2013. نه اخيستل شوی 7 August 2013.
  8. Weissmann, Gerald (September 2006). "Homeopathy: Holmes, Hogwarts, and the Prince of Wales". The FASEB Journal. 20 (11): 1755–1758. doi:10.1096/fj.06-0901ufm. PMID 16940145. S2CID 9305843.
  9. Brady, Brian (21 July 2013). "He's at it again: Prince Charles accused of lobbying Health Secretary over homeopathy". The Independent. Archived from the original on 8 December 2015. نه اخيستل شوی 28 November 2015.
  10. "Profession reacts to Prince Charles' 10 design principles". architectsjournal.co.uk. 22 December 2014. Archived from the original on 3 December 2018. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
  11. Forgey, Benjamin (22 February 1990). "Prince Charles, Architecture's Royal pain". The Washington Post. Archived from the original on 29 April 2020. نه اخيستل شوی 3 December 2018.
  12. "How the Poundbury project became a model for innovation". Financial Times. Archived from the original on 29 April 2020. نه اخيستل شوی 12 July 2018.
  13. کينډۍ:London Gazette
  14. "50 facts about the Queens Coronation". www.royal.uk. Archived from the original on 7 February 2021. نه اخيستل شوی 3 January 2019.
  15. Brandreth 2007، م. 127.
  16. Brandreth 2007، م. 120.
  17. "Growing Up Royal". Time. 25 April 1988. Archived from the original on 31 March 2005. نه اخيستل شوی 4 June 2009.
  18. About the Prince of Wales Archived 9 May 2016 at the Wayback Machine. royal.uk - 26 December 2018
  19. "Lieutenant Colonel H. Stuart Townend". The Times. London. 30 October 2002. Archived from the original on 22 June 2018. نه اخيستل شوی 29 May 2009.
  20. "HRH The Prince of Wales". Debrett's. Archived from the original on 4 July 2012. نه اخيستل شوی 27 August 2012.
  21. About the Prince of Wales Archived 9 May 2016 at the Wayback Machine. royal.uk - 26 December 2018
  22. About the Prince of Wales Archived 9 May 2016 at the Wayback Machine. royal.uk - 26 December 2018
  23. Brandreth 2007، م. 139.
  24. "HRH The Prince of Wales". Debrett's. Archived from the original on 4 July 2012. نه اخيستل شوی 27 August 2012.
  25. "Colditz in kilts? Charles loved it, says old school as Gordonstoun hits back at The Crown". The Telegraph. 10 December 2017. Archived from the original on 20 June 2018. نه اخيستل شوی 13 December 2017.
  26. "The Prince of Wales – Education". Prince of Wales. Archived from the original on 13 November 2012. نه اخيستل شوی 8 December 2012.
  27. "The New Boy at Timbertop". The Australian Women's Weekly. Vol. 33, no. 37. Australia. 9 February 1966. p. 7. Archived from the original on 1 April 2021. نه اخيستل شوی 13 January 2018 – via National Library of Australia.
  28. "Timbertop - Prince Charles Australia" (Video with audio, 1 min 28 secs). British Pathé. 1966. Archived from the original on 11 March 2021. نه اخيستل شوی 12 January 2018 – via YouTube.
  29. "Prince had happy time at Timbertop". The Canberra Times. Vol. 47, no. 13, 346. Australian Capital Territory, Australia. 31 January 1973. p. 11. Archived from the original on 1 April 2021. نه اخيستل شوی 13 January 2018 – via National Library of Australia.
  30. "Colditz in kilts? Charles loved it, says old school as Gordonstoun hits back at The Crown". The Telegraph. 10 December 2017. Archived from the original on 20 June 2018. نه اخيستل شوی 13 December 2017.
  31. "HRH The Prince of Wales". Debrett's. Archived from the original on 4 July 2012. نه اخيستل شوی 27 August 2012.
  32. "The Prince of Wales – Education". Prince of Wales. Archived from the original on 13 November 2012. نه اخيستل شوی 8 December 2012.
  33. "HRH The Prince of Wales". Prince of Wales (په انګليسي). نه اخيستل شوی 15 May 2021.
  34. Brandreth 2007، م. 151.
  35. "The Prince of Wales – Education". Prince of Wales. Archived from the original on 13 November 2012. نه اخيستل شوی 8 December 2012.
  36. کينډۍ:London Gazette
  37. "The Prince of Wales – Previous Princes of Wales". Prince of Wales. Archived from the original on 11 October 2008. نه اخيستل شوی 12 October 2008.
  38. "The Prince of Wales – Investiture". Prince of Wales. Archived from the original on 20 October 2008. نه اخيستل شوی 12 October 2008.
  39. "H.R.H. The Prince of Wales Introduced". Hansard. 11 February 1970. HL Deb vol 307 c871. Archived from the original on 19 October 2020. نه اخيستل شوی 16 October 2019.
  40. "The Prince of Wales – Biography". Prince of Wales. Archived from the original on 9 November 2012. نه اخيستل شوی 12 October 2008.
  41. "Sport and Leisure". Hansard. 13 June 1974. HL Deb vol 352 cc624–630. Archived from the original on 18 October 2020. نه اخيستل شوی 16 October 2019.
  42. Alvin Shuster (14 June 1974). "Prince Charles Speaks in Lords". The New York Times. Archived from the original on 29 April 2020. نه اخيستل شوی 12 June 2018.
  43. "Voluntary Service in the Community". Hansard. 25 June 1975. HL Deb vol 361 cc1418–1423. Archived from the original on 27 July 2020. نه اخيستل شوی 16 October 2019.
  44. "The Prince's Trust". The Prince's Charities. Archived from the original on 21 September 2008. نه اخيستل شوی 12 October 2008.
  45. Ferretti, Fred (18 June 1981). "Prince Charles pays a quick visit to city". The New York Times. Archived from the original on 29 April 2020. نه اخيستل شوی 22 August 2013.
  46. Daley, Paul (9 November 2015). "Long to reign over Aus? Prince Charles and Australia go way back". The Guardian. Archived from the original on 13 June 2018. نه اخيستل شوی 13 June 2018.
  47. David Murray (24 November 2009). "Next governor-general could be Prince Harry, William". The Australian. Archived from the original on 29 April 2020. نه اخيستل شوی 12 June 2018.