چارلوټ پرکينز ګيلمن
چارلوټ پرکينز ګيلمن چې کورنی نوم يې پرکينز دی او د خپل لومړي واده يعنې چارلوټ پرکينز سټيټسن “Charlotte Perkins Stetson” په نوم هم يادېږي، د ژوند موده يې (۱۸۶۰ز کال، جولای، ۳ مه څخه د ۱۹۳۵ ز کال، اګسټ تر ۱۷ می نېټې پورې) وه. نوموړې يوه امريکايۍ انسان پلوې، ناول ليکونکې، ليکواله، تدريس کوونکې، د ټولنيز سمون ګټندويه او د انسان د نسل سمون غوښتونکې وه. هغه يو ايتوپيايی فيمينيسټ يا د ښځو حقونو د برابرۍ پلوې وه او د خپلې نا زړښت پالو مفاهيمو او د ژوند ډول له امله د فيمينيسټانو د راتلونکو نسلونو لپاره يې د يو موډل په توګه خدمت وکړ. ګيلمن د ښځو د عزت يا نامتووالي په ملي خونه “National Women’s Hall of Fame” کې ګومارل شوې ده. نن ورځ يې تر ټولو زيات د يادونې وړ کار د «ژيړ ديوالي کاغذ» په نوم د خپل نيمه ژوندليک لنډه کيسه ده، چې نوموړې له زېږون څخه وروسته د يوې سختې رواني ناروغۍ (postpartum psychosis) له زغملو څخه وروسته وليکه. [۱][۲]
چارلوټ پرکينز ګيلمن | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د سينې سرطان |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
د کړنې څانګه | شعر |
لاسليک | |
سمول |
د ژوند لومړي وختونه
سمولګيلمن د ۱۸۶۰ ز کال د جولای پر ۳ مه نېټه د کونيکټيکټ په هارټفورډ “Hartford, Connecticut” کې وزېږېده، چې مور يې ماري پرکينز “Mary Perkins” (چې مخکې يې نوم ماري فېچ وېسټکوت “Mary Fitch Westcott” و) او پلار يې فردريک بيچر پرکينز “Frederic Beecher Perkins” نومېده. ګيلمن د توماس اډي “Thomas Adie” په نوم ځکه يوازې يو ورور درلود، چې ډاکتر يې مور ته لارښوونه کړې وه، چې د بل زېږون له امله ښايي مړه شي او توماس هم يوازې ۱۴ مياشتې عمر درلود. د چارلوټ د ماشومتوب پر مهال يې پلار له هېواده د باندې لاړه او خپله مېرمن او ماشومان يې پرېښودل، چې له امله يې د ګيلمن د ماشومتوب پاتې دوره په بې وسۍ کې تېره شوه. [۱]
دا چې مور يې په يوازې ځان د کورنۍ ملاتړ نه شو کولی، نو ځکه يې ماشومان زياتره وخت د خپل پلار د ترورګانو په شتون کې رالوی شول. د ګېلمن يوه ترور ايزابيلا بيچر هوکر “Isabella Beecher Hooker” نومېده، چې د ښځو د رايې کارونې حق پلوې وه، دويمه ترور يې هرييټ بيچر سټو “Harriet Beecher Stowe” نومېده، چې «د ټام کاکا کوچنی کور:Uncle Tom’s Cabin» نومي کتاب ليکواله وه او درېيمه ترور يې د زده کړو چارو پوهه کترين بيچر “Catherine Beecher” وه.
د چارلوټ پرکينز ګيلمن د ښوونځي دوره لالهانده وه. د څلور کالونو په موده کې يې په اوه بېلابېلو ښوونځيو کې يې ګډون وکړ، چې د ۱۵ کلنۍ په عمر پای ته ورسېده. مور يې له خپلو ماشومانو سره مينه نه درلوده. د دې لپاره چې ماشومان يې له هغه زيان څخه ژغورلي وي لکه څرنګه چې په خپله زيانمنه شوې وه، هغوی يې د پياوړو ملګرتياوو له جوړولو او افسانې له لوستلو څخه منع کړل. د «د چارلوټ پرکينز ګيلمن ژوند :The Living of Charlotte Perkins Gilman» تر سرليک لاندې په خپله ژوند ليک کې ګيلمن وليکل، چې مور يې يوازې هغه وخت ورسره مينه ښکاره کوله، چې فکر به يې کاوه چې ځوانه لور يې ويده ده. که څه هم د ماشومتوب دوره يې له نورو څخه بېله (ګوښه) او بې وزله يوازېتوب کې تېره کړه، مګر په نا اشنا ډول يې ځان هغه ژوند لپاره چمتو کړ، چې په پرله پسې ډول د عمومي کتابتون د کتنتې او په خپله د لرغونو تمدنونو د مطالعې په واسطه مخ پر وړاندې غځېږي. د دې تر څنګ يې له ادب سره د خپل پلار له مينې اغېزمنه شوه او پلار يې کالونه وروسته ورته ياده برخه کې د کتابونو د يو لښتليک په ورکولو سره اړيکه وکړه، چې د نوموړي په فکر د لور لپاره به يې لوستل ارزښتناک وي. [۳][۴]
د ګيلمن د پېغلتوب زياته موده د روډ ټاپو په پرووېډنس “Providence, Rhode Island” کې تېره شوه. ملګري يې زياتره نارينه وو او هغه وخت يې ځان ته «نرګته» [هغه نجلۍ چې د هلکانو پېښې کوي] ويلو له امله شرمنده نه وه. [۵]
د نوموړې طبيعي هوښيارتيا او د پوهې پراخوالي تل د هغه ښوونکي اغېزمن کړل، چې د نوموړې د بې وسۍ له امله بيا هم ورڅخه نا هيلي وو. د ګيلمن د خوښې مضمون «طبيعي فلسفه» او په ځانګړي ډول هغه څه و، چې وروسته به د فزيک په نوم وپېژندل شي. ګيلمن په ۱۸۷۸ ز کال د اته لس کلنۍ په عمر د خپل ناسوب پلار په مالي مرستې سره د روډ ټاپو د ډيزاين ښوونځي “Rhode Island School of Design” ټولګيو کې شامل شوه او په پای کې يې د سوداګريزو کارتونو د هنرمندې په توګه د ځان ملاتړ وکړ. نوموړې يوه روزونکې وه او نور يې هم وهڅول چې خپل هنري نوښت ته پراختيا ورکړي. هغه يوه انځورګره هم وه. [۶][۷][۸]
ګيلمن د روډ ټاپو د نقشې جوړولو ښوونځي کې د اوسېدنې پر مهال يې نږدې ۱۸۷۹ زکال کې له مارتا لوتر “Martha Luther” سره وکتل او باور کېده، چې ښايي له نوموړي سره په يوه احساساتي اړيکه کې وي. نوموړې له لوتر سره نږدې ملګرتيا په خپل ژوندليک کې داسې بيان کړه: [۹]
موږ د نجلۍ توب د هغو څلورو اوږدو کالونو لپاره يو له بل سره نږدې يو ځای او په زياتېدونکي ډول يو ځای خوښ وو. هغه (زه) تر هغه وخته پورې د بل هر چا په پرتله ورته نږدې او ګرانه وه. دا مينه وه، جنسي غريزه نه وه. ما له مارتا سره بشپړه خوښي وپېژندله. موږ يوازې د يو بل خورا مينه وال نه وو، مګر يو له بل سره مو په خوندور ډول وخت تيري درلوده. - چارلوټ پرکينز ګيلمن، د چارلوټ پرکينز ګيلمن ژوند (۱۹۳۵ز کال)
د دواړو ښځو تر منځ ليکونه د دوی د ګډ ژوند تاريخ له ۱۸۸۳ څخه تر ۱۸۸۹ زکالونو پورې ليکي او د ليکونو، انځورونو او ليکل شويو نسخو په ګډون له ۵۰ څخه زيات ليکونه لري. دوی خپلې اړيکې ته تر هغې دوام ورکړ، چې لوتر په ۱۸۸۱ ز کال له يو سړي سره د واده کولو له امله اړيکه پای ته ورسوله. ګيلمن تر هغې مودې پورې يو ويجاړ او منفور رومان [د مينې يا عشق کيسه] وه، چې له خپل لومړي خاوند سره يې وکتل. [۱۰][۱۱]
بلوغت
سمولګيلمن په ۱۸۸۴ ز کال له هنرمند چارلس والټر سټيټسن “Charles Walter Stetson” سره واده وکړ. نوموړې په لومړيو کې د سټيټسن وړانديز ځکه نه و منلی، چې د يو نري احساس له مخې يې دا چاره د ځان لپاره غوره ونه ګڼله. راتلونکی کال (۱۸۸۵ د مارچ پر ۲۳) يې يوازينۍ ماشومه کترين بيچر سټيتسن “Catherine Beecher Stetson” وزېږېده. چارلوټ پرکينز ګيلمن له زېږون څخه وروسته خورا ژور خفګان (post-partum depression) وګاله. دا هغه دوره وه، چې ښځې په کې بې وسه او عصبي مخلوق ګڼل کېدې، چې د همدې له امله له زېږون څخه وروسته د ښځو له لورې د سختې ناروغۍ ادعاوې ځيني وختونه نه منل کېدې. [۱۲][۱۳]
ګيلمن له خپلې لور کترين سره سويلي کليفورنيا ته لاړه او د “Grace Ellery Channing” په نوم ملګرې سره واوسېده. چارلوټ په ۱۸۸۸ زکال له خپل خاوند څخه بېله شوه، چې دا نولسمې پېړۍ په وروستيو کې يو خورا لږ پېښېدونکی عمل و. دوی په ۱۸۹۴ ز کال په رسمي ډول طلاق واخيست. له طلاق څخه وروسته يې خاوند سټيټسن “Stetson” له چننګ “Channing” سره واده وکړ. په همدې کال چې چارلوټ خپل خاوند پرېښود، له اډيلين ناپ “Adeline Knapp” سره يې وکتل، چې “Delle” نوم ورته اخيستل کېده. سينتيا جی ډاوېس “Synthia J. Davis” د دواړو ښځو د پېچلې اړيکې د درلودلو څرنګوالی بيانوي. نوموړې ليکي چې ګيلمن «بارو درلود چې په “Delle” کې يې د مينې او ژوند د يو ځای کولو لاره چاره او هغه څه موندلي وو، چې له يوې مېرمنې سره د ژوند د ملګري په توګه هغې کولی شول د دوديز ناهمجنس واده په پرتله دا ترکيب په خورا اسانۍ سره وساتي». ياده اړيکه په پای کې پای ته ورسېده. له خپل خاوند څخه له بېلتون وروسته چارلوټ له خپلې لور سره د کليفورنيا پاسادينا ته لاړه، چې هلته د د ارام ساحل د ښځو مطبوعاتي ټولنې “Pacific Coast Women’s Press Association”، د ښځې يووالی “Woman’s Alliance”، اقتصادي کلب “Economic Club”، د ايبيل ټولنې “Ebell Society” (چې د ادريين جان ايبيل په نوم نومول شوې وه)، د مور او پلار يعنې والدينو ټولنې “Parents Association” او د ښځو دولتي شورا “State Council of Women” غوندې د ښځو حقونو د برابرۍ او سمون ډول ډول ادارو کې فعاله شوه. د يادونې وړ ده چې نوموړې د پورتنۍ يوې ادارې له لورې خپرېدونکې ورځپاڼې ته د ليکنې او ايډيټ چارې هم پر مخ وړلې. [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
چارلوټ پرکينز ګيلمن په ۱۸۹۴ ز کال خپله لور ختيځ ته ولېږله، چې د هغه له پخواني خاوند او دويمې ښځې سره ژوند وکړي، چې د ګيلمن ملګرې “Grace Ellery Channing” وه. ګېلمن په خپل يادښت کې راپور ورکړ، چې نوموړې د يادې جوړې لپاره ځکه خوښمنه وه، چې د کترين دويمه مور د لومړۍ هغې په څېر [او ښايي] په ځينو برخو کې ورڅخه زياته غوره وه. ګيلمن د پلرنيو حقونو په اړه وده وال نظرونه درلودل او ويې منل، چې «پخواني خاوند يې د [کترين] د ټولنې په ځينو برخو کې حق درلود او په ورته وخت کې کترين هم د خپل پلار د پېژندلو او ورسره د مينې کولو حق درلود». [۱۹][۲۰]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ "Charlotte Perkins Gilman". Encyclopaedia Britannica. Archived from the original on June 23, 2018. نه اخيستل شوی August 21, 2018.
- ↑ "Gilman, Charlotte Perkins". National Women’s Hall of Fame (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-30.
- ↑ Gilman, Living, 10.
- ↑ Denise D. Knight, The Diaries of Charlotte Perkins Gilman, (Charlottesville, VA: University Press of Virginia: 1994) xiv.
- ↑ Polly Wynn Allen, Building Domestic Liberty, (1988) 30.
- ↑ Gilman, Autobiography., 26.
- ↑ Gilman, "Autobiography", Chapter 5
- ↑ Gilman, Autobiography, 29.
- ↑ Kate Bolick, "The Equivocal Legacy of Charlotte Perkins Gilman", (2019).
- ↑ Kate Bolick, "The Equivocal Legacy of Charlotte Perkins Gilman", (2019).
- ↑ "Charlotte Perkins Gilman: The Lost Letters to Martha Luther Lane" (PDF). betweenthecovers.com. Archived from the original (PDF) on February 14, 2020. نه اخيستل شوی February 13, 2020.
- ↑ Gilman, Autobiography, 82.
- ↑ Gilman, Autobiography, 90.
- ↑ "Channing, Grace Ellery, 1862–1937. Papers of Grace Ellery Channing, 1806–1973: A Finding Aid". Harvard University Library. نه اخيستل شوی March 24, 2018.
- ↑ Knight, Diaries, 408.
- ↑ Davis, Cynthia (December 2005). "Love and Economics: Charlotte Perkins Gilman on "The Woman Question"" (PDF). ATQ (The American Transcendental Quarterly). 19 (4): 242–248. Archived from the original (PDF) on August 9, 2017. نه اخيستل شوی November 25, 2018.
- ↑ Harrison, Pat (July 3, 2013). "The Evolution of Charlotte Perkins Gilman". Radcliffe Magazine. Harvard University. Archived from the original on November 25, 2018. نه اخيستل شوی November 25, 2018.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ Knight, Diaries, 525.
- ↑ Knight, Diaries, 163.
- ↑ Knight, Diaries.