چارلز جیمز فاکس

چارلز جیمز فاکس
(انګلیسي: Charles James Fox د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز جیمز فاکس
چارلز جیمز فاکس

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۴ جنوري ۱۷۴۹[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 13 سپټمبر 1806 (57 کاله)[۱][۲][۳][۶][۵][۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د لویې بریتانیا پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۸][۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

چارلز جیمز فاکس (۲۴ جنوري ۱۷۴۹- ۱۳ سپټمبر ۱۸۰۶ زکال) د بریتانیا د ویګ ګوند مخکښ سیاستوال و چې د ۱۸ مې پېړۍ له وروستیو څخه یې د ۱۹ مې پېړۍ تر لومړیو پورې د ۳۸ کلونو لپاره د دغه هېواد د پارلمان غړی و. نوموړی د محافظه کاره ځوان سیاستوال ویلیام پیټ کلک مخالف سیال و؛ د هغه پلار هنری فاکس د هالنډ لومړنی بارون او د خپل مهال مخکښ ویګ و او هغه ته په ورته ډول د هغه د سخت سري سیال پیټ د پلار، لومړي چتم ارل ویلیامم پیټ («مشر پیټ») سیال و.

فاکس د عوامو په جرګه کې د یو پیاوړي او فصاحت لرونکي ویناوال په توګه چې بدنام او ګډوډ شخصي ژوند یې درلود په داسې حال کې شهرت وموند چې هغه مهال یې نسبتا محافظه کارانه او په قواعدو برابر لیدلوری درلود. له دې سره د امریکا د خپلواکۍ د جګړې په را رسېدو او د اډمونډ بورک د نفوذ په زیاتوالي سره د فاکس نظریات په تر ټولو راډیکال نظریاتو واوښتل او د هغه په دوره کې یې د بریتانیا تر پارلمان هم لار ومونده.

فاکس د پاچا دریم جورج کلک مخالف شو او هغه یې یو مشتاق ظالم باله. نوموړي له امریکايي وطن پرستانو ملاتړ کاوه او آن د جورج واشنګټن د پوځ د یونیفورم په څېر یې جامې اغوستې.  هغه په ۱۷۸۲ زکال کې د لنډ مهال لپاره د مارکوېس راکینګهام د لومړي وزارت پر مهال د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ خو په ۱۷۸۳ زکال کې یې له خپل پخواني دښمن لارډ نورث سره د ایتلافي حکومت په جوړولو بیا دغه ځایګی خپل کړ. له دې سره پاچا؛ فاکس او نورث دواړه وړاندې له دې چې د واکمنۍ یې یو کال پوره شي له واکه ګوښه کېدو ته اړ کړل او ۲۴ کلن ځوان پیټ یې د هغوی پر ځای وګماره. له دې وروسته فاکس د ۲۲ کلونو لپاره په عوامو جرګه کې د دولت له مخالفو څوکیو څخه د پیټ او دولت پر ضد کار واخیست.

په داسې حال کې چې پیټ له واک سره چندان لیوالتیا نه لرله او د خپل سیاسي ژوند نږدې ټوله برخه یې په اپوزیسیون کې تېره کړه، خو د غلامۍ ضد د یوه مبارز، د فرانسې د انقلاب د ملاتړي او همدارنګه د مذهبي چارو او فردي آزادیو څخه د پارلماني ملاتړ د کلک مدافع په توګه پېژندل کېږي. له خپل روزونکي بورک سره د هغه ملګرتیا او همدارنګه یې پارلماني اعتبار دواړه د فرانسې له انقلابي جګړو څخه د فاکس د ملاتړ قرباني شول، خو له دې سره فاکس د جګړې پر مهال د پیټ پر قوانینو نیوکې کولې او د مذهبي لږکیو او سیاسي راډیکالانو له آزادیو یې ملاتړ کاوه. د ۱۸۰۶ زکال په جنوري میاشت کې د پیټ له مرګ وروسته یې د لنډ مهال لپاره وړاندې له دې چې د ۵۷ کلونو په عمر د ۱۸۰۶ زکال د سپټمبر په ۱۳ ومري د ویلیام ګرنوېل د «استعدادونو په کابینه کې» د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. [۱۰]

لومړنی ژوند: ۱۷۴۹ – ۱۷۵۸ زکال سمول

فاکس د لندن په ۹م کانډوېټ واټ کې وزېږېد؛ هغه د هالنډ د لومړي بارون هنري فاکس او مېرمن کارولین لنوکس دویم ژوندی پاتی شوی زوی و. مور یې د ریچمونډ د دویم دوک چارلس لنوکس لور وه. هنري فاکس (۱۷۰۵ – ۱۷۷۴ زکال) د رابرت والپول متحد او د مشر پیټ مخالف و چې د ځواکونو د عمومي مدیر په توګه یې پام وړ شتمني ترلاسه کړې وه. د چارلز جیمز فاکس مشر ورور سټیفن (۱۷۴۵ – ۱۷۷۴ زکال) د هالنډ دویم بارون شو او تر ټولو کوچنی ورور یې هنری (۱۷۵۵-۱۸۱۱ زکال) په پوځ کې مخکښ منصبدار و. [۱۱][۱۲][۱۳]

فاکس په خپل پلار ډېر ګران و او هغه یې «بې کچې جذابه، ځیرک او ښکلی» باله او له هغه مهاله چې نوموړی درې کلن و د خوړو په مېز یې له نورو څخه د هغه ګډون ته ډېره ترجیح ورکوله. د خپل زړه سواند پلار پر وړاندې د چارلز د نافرمانیو قصې په افسانو اوښتې. ویل کېږي یو مهال چارلز د خپل پلار د ساعت د ماتولو پرېکړه کړې وه او هغه مهال چې د خپل پلار ساعت یې په ځمکه باندې کلک وویشت هېڅ یې هم ورته وه نه ویل. بل ځل هنري له فاکس سره ژمنه کړې وه چې په خپل ملکیت کې د یو دیوال د نړولو نندارې ته یې بیايي خو کله یې چې ولیدل دغه دیوال له وړاندې نړېدلی، کارکوونکو ته یې دنده ورکړه چې دیوار بېرته ورغوي او بیا یې د چارلز د سترګو په وړاندې بېرته ونړوي. [۱۴][۱۵]

فاکس د ۱۷۶۴ زکال په اکتوبر کې د اکسفورډ هرتفورډ کالج ته لار ومونده او له فراغت واړندې یې هغه ځای پرېښود او د هغه ځای یو شمېر چارې یې بې ځایه بللې او سپکاوی یې ورته کاوه. هغه اروپا ته په څو سفرونو ولاړ او د پاریس په لوی صالون کې په ښه توګه پېژندل کېده، له مخکښو څېرو لکه ولټېر، اډوارډ ګیبون، دوک اورلئان او مارکیوس ډي لفایتي سره یې ولیدل او د دوک د لوزان سره په ګډه د ګڼ شمېر سیالي کوونکو اسونو څښتن شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

لومړنۍ چارې: ۱۷۶۸-۱۷۷۴ زکال سمول

د پارلمان غړیتوب سمول

د ۱۷۶۸ زکال په عمومي ټاکنو کې هنري فاکس د خپل زوی لپاره د میدهورست له ویسټ ساکس ټاکنیزې حوزې څخه د پارلمان یوه څوکۍ وپېرله؛ په داسې حال کې چې لا چارلز ۱۹ کلن نه و او د فني شرایطو له مخې د پارلمان لپاره په شرایطو برابر نه و. فاکس د ۱۷۶۸ زکال او ۱۷۷۴ زکال ترمنځ ۲۵۴ ځله د عوامو په جرګه کې وینا وکړه او ډېر ژر یې د یو عالي ویناوال په توګه شهرت وموند خو لا یې راډیکالي نظریات چې له امله یې شهرت وموند نه و موندلي. له همدې امله هغه په پارلمان کې د خپلو لومړیو کلونو پر مهال د خپلو مخالفینو لپاره په ناغوښتلې توګه په ده باندې د تورونو او ریاکارۍ د تور لګولو لپاره لار برابروله. فاکس چې د ګرافتون او نورث د لومړي وزارتونو ملاتړی و؛ د راډیکال جان ویلکس په تنبیه کولو کې چې د عوامو جرګه یې ننګولې وه پام وړ ونډه لرله. «له همدې امله نوموړي خپل کار د عوامو له اړخه وګړو او د هغو ټاکلو استازو ته په نغوته کولو پیل کړ». له همدې امله هم فاکس او هم یې ورور سټیفن ته د ویلکس د پلویانو له خوا په لندن کې سپکاوی وشو او هغوی یې په خټو وویشتل.[۱۹][۲۰][۲۱]

د ۱۷۷۰ او ۱۷۷۴ زکال ترمنځ په سیاسي چاپېریال کې د فاکس هیله بخښونکی فعالیت له ستونزو سره مخ شو. نوموړی د ۱۷۷۰ زکال په فبروري میاشت کې د لارډ نورث له خوا د سمندریز ځواک په پلاوي کې وټاکل شو، خو د همدغې میاشتې په ۱۵ مه نېټه د واده له سلطنتي قانون سره د شدید مخالفت له امله چې مفاداتو یې د هغه والدینو د واده مشروعیت تر پوښتنې لاندې راووست استعفا ورکړه. د ۱۷۷۲ زکال د ډسمبر په ۲۸ مه نورث هغه د خزانه دارۍ د مدیره پلاوي د غړي په توګه وټاکه. د ۱۷۷۴ زکال په فبروري میاشت کې فاکس دغه ځایګی هم پرېښود هغه هم د پارلماني بحثونو اړوند د سپکاوي کوونکو نشراتو او د هغو د عمومي ویش اړوند د دولت د ضعیف چلن له امله. د دغو ټولو پېښو لامل ارلدوم ته د هالنډ د باروني له ارتقا څخه د لارډ نورث د ډډه کولو له امله د هغوی د کورنۍ کرکې رامنځته کېدل و.  خو دغه واقعیت ته چې دغسې ځوان دې وکولای شي په ښکاره توګه له لومړي وزارت سره دومره ساده چلن وکړي په محکمه کې پام وشو. د فاکس د شرارت څخه ډک خصوصي چلن له امله دریم جورج هم قضاوت وکړ چې نه شي کولای په فاکس باندې یو څه ته د جدي پام په برخه کې باور وکړي. [۱۹]

له ۱۷۷۴ زکال وروسته فاکس د اډمونډ بورک تر اغېز لاندې د خپل سیاسي ځایګي بیاکتنې ته په داسې حال کې پام وکړ چې په امریکا کې کې هم یو شمېر چارې د پېښېدو په حال کې وې – هغه چې د راتلونکي لرونکي ځوان ویګ په لټه کې و او د هغه لارښود شو. هغه له نسبتا غیرایډیالوژیکي کورنۍ محوره سیاست څخه د راکینګهام ویګ ګوند ته مخه کړه. [۱۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118684353  — د نشر نېټه: ۲۸ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12396188s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6xk8ktw — subject named as: Charles James Fox — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1274 — subject named as: Charles James Fox — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/fox-charles-james — subject named as: Charles James Fox — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  6. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/21989376 — subject named as: Charles James Fox — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p7994.htm#i79936 — subject named as: Rt. Hon. Charles James Fox — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  8. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12396188s — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  9. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jo20201064773 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  10. Mitchell 1992, p. 264
  11. Powell 1996
  12. Reid 1969, pp. 7–8
  13. Mitchell 2007
  14. Reid 1969, p. 10
  15. Mitchell 1992, p. 4
  16. Mitchell 1992, p. 8
  17. The Macaronis and Dandies of Macaroni Downs
  18. Reid 1969, p. 16
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ ۱۹٫۲ Mitchell 2007
  20. Rudé 1962, p. 162
  21. Reid 1969, p. 26