څلوېښت حديثونه

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي چې : څوك هم زما څلويښت داسې حديثونه ياد كړي چې دهغه په ديني چارو كې په كارراشي نو هغه به عالم گڼل كيږي , له شهيدانو سره به راپورته كول كيږي ,دقيامت په ورځ به زه پخپله دهغه دايماندارۍ شاهد يم , او دهغه سفارش به كوم , اوورته ويل كيږي به چې : دجنت له كومې دروازې وغواړي نو جنت ته تلای شې .

  1. الطهور شطر الايمان . (مسلم)
    • ژباړه :پاك صاف گرځيدل نيمايي ايمان دي .
  2. غسل يوم الجمعة واجب على كل محتلم وان يستن وان يمس طيبا . (بخاري)
    • ژباړه :دجُمعې په ورځ لامبل دهر ځوان لپاره اړين دي ,هغه ته ښايي چې غاښونه په مسواك پاك كړي او خوشبويي ولگوي .
  3. الصلوة على وقتها (بخاري )
    • ژباړه :پخپل مهال لمونځ كول (الله تعالى ته ترټولو كارونو غوره دى )
  4. صل الصلوة لوقتها (مسلم)
    • ژباړه : لمونځ په خپل وخت ادا كوه .
  5. الصلوة اذا اتت , والجنازة اذا حضرت ,والايم اذا حضرت لها كفوا . (ترمذي )
    • ژباړه : (پدې دريو كارونو كې هيڅكله ځنډ كول نه دي پكار ) لمونځ چې وخت يې راشي ,جنازه چې مخې ته موجوده وي , او دكونډې نكاح كله چې هغې ته خاوند پيداشي .
  6. يعمل بنفسه فينفع نفسه ويتصدق (بخاري )
    • ژباړه : (په سړي باندې لازمه ده چې) چې دخپلو مټو په زور ځانته گټه ورورسوي او صدقه وركړي .
  7. ما اكل احد طعاما خيرا من ان يأكل من عمله وان النبي الله داود كان يأكل من عمل يده (بخاري )
    • ژباړه : څوك چې دخپلو مټو په زور كار كوي او خوراك برابروي او خوري يې نو تر هغه ښه خوراك نشته ,او دالله تعالى نبي حضرت داود عليه السلام به دخپل لاس گټه خوړله .
  8. من لبس الحرير في الدنيا لم يلبسه في الآخرة (بخاري )
    • ژباړه :څوك چې په نړۍ كې وريښم واغوندي نو هغه ته به دآخيرت په ورځ نه وراغوستل كيږي .
  9. البسوا ثياب البيض فانها اطهر واطيب (ترمذي)
    • ژباړه :سپين كالي اغوندئ ځكه چې هغه خورا ښې او پاكې وي .
  10. من لبس شُهرة في الدنيا البسه الله ثوب مذلة يوم القيامة (ترمذي)
    • ژباړه :كه چا دشُهرت په بڼه كوم كالي واغوستل , نو دقيامت په ورځ به الله تعالى هغه ته دذلت او رُسوايي كالي وراغوندي .
  11. اليد العليا خير من يدالسفلى ,اليد العليا هي المنفقة السفلى هي السائلة (بخاري)
    • ژباړه :پورتنى لاس تر لانديني لاس غوره وي ,پورتنى لاس خرڅ كوونكى او لاندينى لاس بسپنه غوښتونكى وي .
  12. والذي نفسي بيده لان يأخذ احدكم احبله فيحتطب على ظهره خير له من ان يأتي رجلا فيسأله اعطاه او منعه (بخاري )
    • ژباړه : په هغه ذات لوړه دچا په واك كې چې زما روح ده كه يو سړى رسۍ واخلي او دلرگيو بار پخپله شا راوړي دا غوره دى تر هغه چا چې له بل نه بسپنه غواړي نو كه دهغه زړه وغواړي نو وركوي يي او كه يي ونه غواړي نو نه يي وركوي .
  13. لا تسألواالناس شيئا (بخاري )
    • ژباړه :تاسې به له هيچا نه بسپنه نه غواړئ (دادبيعت يو شرط وو ) .
  14. لا يمنع جار جاره ان يغرزخشبه في جداره (بخاري)
    • ژباړه : هيڅ گاونډی دې بل گاونډی د ده په ديوال باندي دلرگي له ښودلو نه منع كوي .
  15. مازال جبريل يوصيني باالجار حتى ظننت انه سيورثه (بخاري)
    • ژباړه :دگاونډي په هكله ماته جبرائيل دومره وينا وكړه چې آن گمان مې وكړچې گاونډی به زما وارث (ميراث خور) كړي .
  16. والله لايؤمن والله لايؤمن قيل ومن يا رسول الله !قال الذي لايأمن جاره بوائقه (بخاري)
    • ژباړه : په خدای سوگند هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى , په خدای لوړه هغه سړى ايمان درلودونكى نه دى ورڅخه وپوښتل شول چې څوك اى رسول الله ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل : هغه څوك چې دهغه له ضررونو څخه دهغه گاونډي بې غمه نه وي .
  17. من كان يؤمن بالله واليوم الآخرفلا يؤذجاره (بخاري)
    • ژباړه :څوك چې په خدای او دآخيرت په ورځ ايمان لري نو هغه دې گاونډي ته ربړ يا تكليف نه رسوي .
  18. لا تحقرن جارة لجارتها ولو فرسن شاة (بخاري)
    • ژباړه :هيڅ يوه گاونډۍ ښځه دې خپلې بلې گاونډۍ ته د وُزې دپښې په ډالۍ كولو كې نه شرميږي .
  19. اذا طبخت مرقة فاكثر ماءها وتعاهد جيرانك (مسلم )
    • ژباړه :كله چې ته شوروا پخه كړې نو اوبه يې ډيرې كړه او دخپل گاونډي خيال ساته .
  20. يأتي على الناس زمان لايبالي المرء مااخذ منه ا من الحلال ام من الحرام (بخاري)
    • ژباړه :په خلكو باندې داسې زمانه هم راتلونكې ده چې سړى به هيڅ فكر نه كوي چې داشى ده ته له روا لاري لاس ته ورغلى كه له حرامې لاري.
  21. ان الله طيب لايقبل الله الا الطيب ,وان الله امر المؤمنين بما امر به المرسلين فقال يايهاالرسل كلوا من الطيبات واعملوا صالحا وقال تعالى يايها الذين آمنوا كلوا من الطيبات ما رزقناكم ثم ذكر الرجل يطيل السفر اشعث اغبر يمد يديه الى السماءيا رب يا رب ومطعمه حرام و ملبسه حرام وغذي بالحرام فانى يستجاب لذلك (مسلم )
    • ژباړه :الله تعالى سپيڅلى دى اوسپيڅلتيا خوښوي ,الله تعالى مسلمانانو ته هم دهغه څه حكم كړى دكوم څه حكم چې يې رسولانو ته كړى وو ,الله تعالى فرمايلي : اى رسولانو پاك شيان خورئ او ښه عملونه كوئ ,او فرمايلي يې دي : اى مسلمانانو :هغه څه چې مونږ تاسې ته دركړي له هغوی نه حلال شيان خورئ ,له هغه وروسته رسول الله صلى الله عليه وسلم ديوه داسې چا ذكر وكړ چې لوی سفر كوي ,پريشان حاله وي ,په گرد لړلي دواړه لاسونه داسمان لور ته پورته كوي او وايي اى پالونكي ! اى پالونكي ! ليكن دهغه خوراك ,څښاك ,لباس او غذا هرڅه حرام وي , نو دهغه دعا به خاوري قبوله شي ؟
  22. من تصدق بعدل تمرة من كسب طيب ولا يقبل الله الاالطيب فان الله يتقبلها بيمينه ثم يربيها لصاحبها كما يربي احدكم فلوه حتى تكون مثل الجبل (بخاري)
    • ژباړه :څوك چې له حلالې گټې ديوې خُرما په پرتله صدقه وركړي او الله تعالى خو حلال قبلوي , او خدای جل جلاله هغه صدقه پخپل ښي لاس قبلوي ,او دمال دڅښتن لپاره يې داسې پالي لكه له تاسې نه چې څوك سخوندر پالي تر دې چې (خدای جل جلاله دهغې صدقې اجر ) دغره برابركړي .
  23. طلب كسب الحلال فريضة بعد الفريضة (شعب الايمان )
    • ژباړه : (له نورو ) فرايضو وروسته دحلال رزق لټه فرض ده .
  24. رباط يوم في سبيل الله خير من الدنيا وما عليها (بخاري)
    • ژباړه :دخدای جل جلاله په لاره كې يوه شپه پهره داري كول تر ټولې نړۍ او دهغې له ټولو سامانونو نه غوره دي .
  25. ابني هذا سيدولعل الله ان يصلح به بين فئتين من المسلمين (بخاري)
    • ژباړه :زما دا ځوی (حسن رضي الله عنه ) سردار دى , ليرې نه ده چې لوی خدای د ده په لاس دمسلمانانو ددوو لويو غورډلو تر منځ سوله راولي .
  26. اماطة الاذى عن الطريق (بخاري)
    • ژباړه : (دايمان تر ټولو وړه درجه) له لارې نه دربړوونكو څيزونو لرې كول دي .
  27. ادومه وان قل (بخاري)
    • ژباړه : (دخدای جل جلاله ) په نزد هغه كار ترټولو ډير غوره دى چې لږ وي خو تل وي .
  28. مه عليكم بما تطيقونفو الله لايمل الله حتى تملوا وكان احب الدين اليه ما داوم عليه صاحبه (بخاري)
    • ژباړه : پر تاسې اړينه ده چې له خپل ځواك سره سم كار وكړئ , په الله تعالى لوړه ده چې خدای جل جلاله نه ستړى كيږي( (داجر په وركولو كې) تر څو تاسې ستړي نه شئ .
  29. قل آمنت با الله ثم استقم (مسلم )
    • ژباړه : ووايه چې ما په خدای ايمان راوړى او بيا (پخپله دې خبرې ) ټينگ اوسيږه .
  30. ماانا عليه واصحابي (حاكم)
    • ژباړه: (جنتي ) هغه دى چې زما او زما دملگرو په لاره عمل كوي .
  31. من فارق الجماعة شِبرا فقد خلع ربقة الاسلام من عنقه (ابوداود)
    • ژباړه : څوك چې ديوې لويشتې په پرتله له خپلي ټولۍ نه جلا شي نو گواكې هغه له خپلې غاړې نه داسلام كړۍ لرې كړه .
  32. انه سيكون هنات وهنات فمن اراد ان يفرق امر هذه الامة وهي جميع فاضربوه باالسيف كائنا من كان (مسلم)
    • ژباړه : ډير نژدې به شر او فساد جوړ شي نو كه څوك وغواړي چې پدې امت كې جلالوالى راولي حال دا چې امت سره يوځای وي نو هغه ووژنئ كه هغه هر څوك وي .
  33. ولا تحاسدوا .
    • ژباړه : او پخپل منځ كې كينه مه سره كوئ .
  34. دب اليكم داءالامم قبلكم الحسدوالبغضاء هي الحالقة لا اقول تحلقوا الشعر ولكن تحلقواالدين (ترمذي)
    • ژباړه : په تاسې كې به هغه ناروغي راشي كومه چې په پخوانيو خلكو كې وه , يعنې كينه او بغض ,دا خرييونكي ده , زه دا نه وايم چې هغه ويښتان خريي بلكه هغه دين له منځه وړي .
  35. اياكم والحسد فان الحسد يأكل الحسنات كما تأكل النار الحطب (ابو داود)
    • ژباړه : له كينې نه ډډه وكړئ ,ځكه چې كينه نيكي داسې خوري لكه اور چې لرگي خوري .
  36. الكبائر الاشراك باالله وعقوق الوالدين (بخاري )
    • ژباړه :لويې لويې گناوې دادي : له الله تعالى سره شريك نيول ,او دمور پلار نافرماني كول .
  37. ولا تعقن والديك وان امراك ان تخرج من اهلك ومالك (مسند احمد)
    • ژباړه :او دخپل مور پلار دامر سرغړونه مه كوئ كه څه هم هغه تاسې ته ووايي چې له خپل اهل او عيال او شتمنۍ نه لرې شه .
  38. من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري)
    • ژباړه : كه څوك دعمرزياتوالى اودرزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيگڼې كوي .
  39. لا تنزل الرحمة على قوم فيهم قاطع رحم (شعب الايمان )
    • ژباړه : په هغه قوم رحمت نه راښكته كيږي په چا كې چې خپلوي پريښودونكى موجودوي .
  40. لا يدخل الجنة منان ولاعاق ولامدمن خمر (نسائي)
    • ژباړه : احسان باروونكى ,او دمور پلار نافرماني كوونكى , او شراب څښونكى دا درې واړه به جنت ته نه ځي .

دارنگ انسانى صفتونه شامل وو دکومو په برکت چې دوى ددنيا دټولو قامونونه بريالى او توريالى وو هم دغه وخت کښې دکفر اوشرک په سيلو اوسيلابونو کښې الله تعالى دخپل رحمت رڼا ښکاره کړه اودنيا ته ئې خپل اخرى نبى حضرت محمد(ص) راوليږلو .

زمونږ خوږ نبى (ص) په ۹ ربيع الاول مطابق ۲۰ اپريل ۵۷۱ کښې پيداشوے ؤ عبدالمطلب په دوى دمحمد صلى الله عليه وسلم نامه کيښوده دعربو دعلم دود دستور مطابق دماشومتوب په زمانه کښې حضور (ص) دمکې نه يوې بانډې ته په دې غرض وليږلے شو چې دبيديا ژوند ددوى په راتلونکى ژوند کښې دارې کار ورکړى ولې چې عربو به خپل ماشومان دمکې ژوندسره د اشناکولودپاره په ورکوټوالى کښې دښار نه بهر ليږل .

ددې يوه فائده خوداوه چې د دوى ژبه به ډيره صحيح اوفصيح شوه بله دا چې دبيديا ژوند به د داسې ماشومانو ذهنونه پراخه کړل په کوم کال چې حضور پاک (ص) زيږيدلے ؤ په دغه کال دقبيله هوازن يوڅوښځې مکې ته دماشومانو بوتللو دپاره راغلې وې چې په هغوى کښې يوه يتيمه حليمه سعديه وه داهغه خوش بخته بى بى وه چې دچابرخه کښې چې دحضور (ص) غوندې ماشوم ورسيدو.

دحضور پاک(ص) عمر چې دشپږو کالوشو نو موربىبى ئې وفات شوه دې نه پس دحضور(ص) دپالنې ذمه وارى عبدالمطلب واخسته ولې چې پلار ئې دوړاندې نه وفات شوے ؤ خودبده مرغه چې کله زمونږ زړۀ سواندے نبى (ص) داتوکالو شو نودنيکه سيورے ئې هم دسره پورته شو دمرگ په وخت کښې عبدالمطلب خپل زوى ابوطالب ته داسپارښتنه وکړه چې داماشوم ستا په حواله دے اوته به ئې دښې بدې غور کوې هغوى دافرض تراخره پورې ډير په مينه سرته ورسولو دوى به حضور پاک (ص) سره ډيره مينه کوله او ددوى (ص) په مقابله کښې به ئې دخپلو زامنوکم خيال ساتلو .

دهلکوالى زمانه کښې به رسول (ص) گډې بزې څرولې عربوکښې داکار سپک نۀ گڼلے کيدو بلکې د لويو خلقو اولاد به گډې څرولې دصبراو تنظيم لوئى درس پروت دے اودحضور پاک (ص) دپاره خوځکه داخبره ضرورى وه چې ددوى په ذمه راتلونکى ژوند کښې د دواړو جهانو مشرى ليکلے شوې وه اودکلهم انسانيت دپيشوا په حيثيت د دوى (ص) دورکوټوالى نه داتربيت بې کچه ضرورى ؤ .

ابوطالب به تجارت کولو اوپه دې کښې به هغوى دمکې نه بهر شام ته تگ راتگ کولو کله چې د دوو کونو سردار(ص) دديارلسو کالو شو نو خپل ترۀ ئې يو وار دوى دځان سره شام ته په سفر کښې ملگرے کړو هرکله چې ابوطالب بقرې ته ورسيدو نو هلته يو عيسائى چې نوم ئې بحيره عالم ؤ عالم دوى ته ووئيل چې داماشوم دځان سره مۀ گرځوه دے به راتلونکى وخت کښې دډيرې لوړې مرتبې خاوند وى هسې نه څه نقصان درپيښ شى تاسو چې راتلئ ماستاسو په سر دوريځې غړوسکے ليدلے ؤ چې په دۀ ئې سيورے کړے ؤ نو زۀ ورسيدم چې داهغه ځوان دے چې دچاذکرچې په اسمانى کتابونو کښې راغلے دے .

درسول پاک (ص) عادتونه ورکوټوالى نه ډير دستائنې وړ وو اوچې کله دوى(ص)