څرنګه ځانته ارزښت ورکړو ؟

څرنګه ځان ته ارزښت ورکړو (لنډه کیسه)

له شپو څخه یوه شپه، زده کوونکی د عبادت په حال کې ژړل.

لږ وروسته یې ولیدل چې استاد یې څنګ ته ولاړ دی، نو شاګرد سخت حیران شو!

استاد ترې پوښتنه وکړه: د څه لپاره دومره خواري او ژړا کوي؟

شاګرد ورته وویل: د الله جل جلاله د رحم او د ګناهونو د بخښنې لپاره!

استاد وویل: زه درڅخه پوښتنه کوم او ته جواب راکړه؟

شاګرد: ولې نه محترم استاد.

استاد وویل: که چېرې کور کې چرګان وساتې نو ستا هدف به د هغو له ساتنې څه وي؟

شاګر وویل: دا خو معلومه خبره ده چې د هغو له هګیو او غوښې څخه به ګټه اخلم.

استاد وویل: که چېرې همدغه چرګان تا ته منت او زارۍ وکړي، چې دوی مه ذبحه کوه نو ته به له خپلې پریکړې څخه تیر شې؟

شاګرد وویل: که رښتیا ووایم نو له خپلې پریکړې به تیر نشم.

استاد وویل: اوس که چیرې همدغه چرګه تا ته د سرو زرو هګۍ درکړي نو بیا به هم ته هغه حلالوې؟

شاګرد وویل: نه، هیڅکله هم نه؟ دا معلومه خبره ده چې هګۍ یې له غوښې زیات ارزښت لري.

استاد وویل: نو بیا ته هم تل د خپل الله جل جلاله لپاره همداسې اوسه!

د خپلو ټولو درکړل شویو نعمتونو پواسطه د الله پاک د مخلوق خدمت وکړه تر څو د الله پاک لپاره د ارزښت وړ شې.

تر څو د الله پاک توجه، او د هغه جل جلاله رحمت او مهرباني لاسته راوړې.

الله پاک له تا څخه ژړا نه غواړي،

الله جل جلاله له تا څخه حرکت، وده او با ارزښته کیدل غواړي، نه عذر، ناراحتي او ژړا…

پایله: د انسان د خلقت څخه هدف، له نورو سره مرسته، ګټه رسول، او پرمختګ دی