ځ او ز توپير

ځ او ز يو نه دي، په پښتو ځانګړو تورو کې یو هم ځ دی. د عام تصور خلاف د «ځ» غږ نه یوازې «ز» نه دی چې ددې دواړو ګډول ليکدوديز(املایي او انشایي تېروتنې رامنځته کوي. دغه ستونزه د پښتو له څلور ګونو لهجو څخه په شمال ختیځه هغه کې ډېر لیدل کېږي.

نور ولولئ سمول

ځينې پښتانه، لکه د شمال ختیځې لهجې ويونکي، هغلته چې بايد (ځ) وليکل شي، (ز) ليکي او چېرې چې (ز) ته اړتيا وي، هلته  (ځ) کاږي. د «ځ» پر ځای د «ز» بېلګې: غزېدل، خوزېدل، وزي، زلېدل، زيرک...؛ په ځینو نورو لهجو او بېلګو کې ددې سرچپه هم راځي.

د «ز» پر ځای د «ځ» بېلګي: ځوی، استاځی، ځېږېدل، ځانګو، ځنګول، ځنګېدل، يواځې، ځما، ځموږ، ځګېروی، خورځه، سلېمانځی...

ځینې نور ټکي شته چې سټه یې په «ځ»  ده او د تلفظ بېلګې یې هم په يو لړمنځنيو لهجو، لکه د خروټو، اندړو او وردگو کې موندل کېدلی شي، خو د لږه کيوالي له کبله له آرومعياره غورځي، لکه «ځلمی». اوس تر دې د «زلمي» بڼه عامه شوې او ځکه یې ګړدودي او ليکدودي ارزښت ډېر شوی دی.

د دې لپاره د « يوې- کره پښتو ليکلارې» پر بنسټ د «ځ» کارونځايونه په لاندې ډول لنډيزمومي:

۱- تلل، وتل، راوتل، ننوتل، پرېوتل، پورېوتل، کښېوتل، پرتل او پرانېستل کې «ت» په حال زمانه کې پر ((ځ)) اوړي، په دې ډول: ځم، وځم، راوځم، ننوځم، پرېوځم، پورېوځم، کښېوځم، پرځم، پرانېځم...

خو دا قاعده د ټولو «ت» لرونکو فعلونو لپاره نشي راتلای او «ت» پکې دغه زماني بدلون نه مني، لکه: په «ختل» کې چې «ت» یې د مخکنیو افعالو په توپیر د «ځ» پر ځای پر «ژ» اوړي او «خېژم، خېژي» ترې جوړېږي.

۲- لته چې خپلوانې  ژبې همريښه ټکي په «ج» کاږي، په پښتو کې «ځ» ته اوړي، لکه: ځمکه (هندي جماکه)؛ ځنګل (هندي، فارسي او انګليسي جنګل)؛ گاځره (هندي گاجر)، ځای (جا، جای)؛ ځوان (جوان)؛ ځنبل (جنباندن)؛ ځولۍ (جولی)؛ ځلېدل، ځل، ځلا (جلا)؛ ځلوبۍ (جلبي)؛ ځوږ (جوش). دغسې دي پېنځه، ځيګر، ځنکدن، زنځير يا ځنځير....

دا هم هېرول په کار نه دي چې هره پښتو ځ د فارسي له ج سره هرومرو يومخيزه اېتېمولوجيکي تقابل نه لري او د هغې ځایناستې نشي بلل کېدای، لکه: په نمونځ يا لمونځ کې (چې فارسي بڼه یې «نماز» پر ج نه بلکې پر ز راځي).، همداسې ده ځيرک (فارسي زيرک) ځمکه (زمين)، ورځ یا روځ (روز)....

په ځینو ځایونو کې «ځ» د «د» پروړاندې راځي لکه په «ګرديدن» او «ګرځېدل» کې.

په همدې توګه، «ځواب» هم  له عربي جواب څخه کېدای شي، پښتو له فارسي لارې راخپل کړی اوسي، لکه څنګه چې«خرڅ» له عربي«خرج» څخه ړومبی فارسي«خرچ» او بيا پښتو«خرڅ» شوی دی.

۳- په مکاني لاحقې (suffix) کې د «ځای»، «ځي» له ترکیب سره‌، لکه: دمه ځی، مېله ځای، پخلنځی، دريځ، ختيځ، لوېديځ، مينځ يا منځ، اخځ، چورليځ (محور) او نور.

۴- په لهجوي انتخابونو یاګړدودي ځېلونوکې د «ز» او «ج» پر وړاندې «ځ» کره راځي، لکه: اله- ځاله، ګونجې- ګونځې يا غونځې، جنغوزي- ځنغوزي، جړوبی- ځړوبی، جار- ځار، جګر- ځيګراو نور.

ختيز او لويديز له آره د ختيځ او لويديځ د صفتونو ( ختيځيزاو لويديځيز) لنډيزونه دي او په کارده، ليکوال د دغه ليکدودي توپير خيا ل وساتي. مانا داچې په دغو بېلګو کې لومړنۍ بڼې کره راځي او ختيځ (شرق، مشرق) او لويديځ (غرب، مغرب) د نومونو(nouns)  او ختيز(شرقي، مشرقي) او لويديز (غربي، مغربي) د صفتونو (adjectives) په توگه منل شوي دي، لکه په دې فقرو کې: په ختيځ کې، په منځني ختيځ، ختيځوال او لويديځوال کې، ختيز بنګال، ختيز هېوادونه...

د «ز- ځ»  له لهجوي وارينتونو څخه له نويو ماناوو سره د بېلابېلو کلمود رامنځته کولو په موخه هم ګټه اخېستل شوې ده، لکه: ستونځ (اوج، د غره څوکه) او ستونزه ( مشکل، معضله، پرابلم)، څلوريځه ياڅلوريځ (رباعي) اوڅلوريزه قطعه، چهار پاره.