ځمکواکي
فيوډاليزم (په انگرېزي: feudalism) د منځنيو پيړيو سياسي او اقتصادي مضمون تشكيلوي او داسې يې تعريفوو: د فيوډال(ځمكه وال) كامل تسلط دى په ځمکه او ناقص تسلط دى په بزگر. فيوډالي نظام د څلورمې او پنځمې ميلادي پيړۍ نه وروسته ورو ورو په اروپا كې وده وكړه. د انگلستان د صنعتي انقلاب پورې دې نظام دوام وكړ، ترڅو د فرانسې لوى انقلاب (اوښتون) دې نظام ته په اروپا كې خاتمه وركړه. فیوډالي څه شي دي ؟؟ فیوډالي لفظ له فیو څخه اخیستل شوي دي، دا د ځمکې يؤ ډؤل سیستم و . چې ذکر یې د منځنیو پيړیو په کتابونو کې شوېدي، په فرانسوي ژبه کې دا لفظ فیوډيالیټی شو ، ددې څخه دا فېف وېل کیده . د ځمکوالئ د قوانینو مشهور کتاب د دفیف اړوند قوانین نومیږي . د دې کتاب راټولونکې د میلان د ښار یؤ اسېدونکې و . په دې کتاب کې د فیف په اړه ټول قوانین ، رواجونه ، روایتونه او نور ډېر څه پکې لیکل شوي وه .په دې کتاب کې د ځمکې د ورکړې پيل ، د ځمکې چا ته ورکول ، د ځمکې ضبتول او نور ډېر مهم وسایل پکې شامل و. کله چې رومي امپراتوري له زوال سره مخ شوه ، نو په نتیجه کې یې د لویو ځمکو د خاوندانو په اختیاراتو کې زیاتوالئ راغئ . او په دې ګډه وډه زمانه کې بزګر د لویو خلکو په لاس کې پناه واخیسته ، دغه پناه په دې شرط ورکول کېده ، چې د خپلې ځمکې ټول ملکیت به د دوي په لاس کې ورکوي ،