د پښتني عنعنوي او دوديزو رواياتو له مخې د سړبن زوی خر ښبون درې زامن در لودل٠ يو يې کند نو ميده چې دده دريم زوی غری يا غو ريا نو ميده او او لاده يې د غو ر يا خيلو په نا مه سره يا ديږي چې د مو مندو، خليلو، داؤد زو، ز يړ انو او څو کنو قبيلې ددوی او لاده گڼله کيږي٠ د خر ښبون دويم زوی ځمند يا جمند و چې دده د او لادې نه خيشکي، کتاني، اومهمنزي ډير مشهور دي٠ همداراز د خر ښبون دريم زوی کاسی يا کا نسي و چې دغه قبيله به په خپل ځای کې ورو سته و څيړ له شي ٠د ځمند د قبيلې سيمه په پيل کې د کند هار په شا او خوا د ارغستان د غوړې مر غۍ سيمې ته نږدې پر ته وه او د( ٨٠٠-٩٠٠هجري) کلو نو تر مينځ دوی د پشين سيمه چې په هغه و خت کې د پشنگ په نا مه يا ديد له هم تر لا سه کړه٠ ورو سته ځمند يا جمند چې ستر ښاخ يې خيشکی و په د غه ځای کې ډير په تنگ شول٠ د ځمند د قبيلې نه ځيني خلک ملتان ته لاړل او هوري ميشته شول او د خيشکي ښاخ خلک د غز ني له لارې کا بل ته او د کا بل له لارې د غوربند درې ته لاړل او دغه ځای يې د او سيدلو له پاره غوره کړ چې تر او سه پورې يو زيات شمير ځمنداو خيشکي هلته مېشته دي٠

په هغه وخت کې چې مغو لي ظهير الدين محمد بابر کا بل ونيوه او څه موده ورو سته يې پر هند با ندې د ير غل تکل وکړ، نو ځينې خيشکو او ځمندو چې په غور بند کې او سيدل ورته گران ښکاره شول د هندو ستان خواته رهي شول اوډير شمير خيشکي او ځمنددخپلو کو رنيو سره د پيښور له لارې هندو ستان ته وليږ ديدل چې په دغه وخت کې سليم خان ځمند ددغې قبيلې مشر او سردارو[۱] ٠ دوی د لا هورجنوب ختيز ته په هغه ځای کې ميشته شول چې نن د قصور ښار پروت دی او دوی نن ورځ د قصوريه پټا نا نو په نا مه سره يا ديږي٠ په دغه و خت کې له بده مر غه دوی د سليم خان ځمند تر مشرۍ لا ندې د بابر پا چا په لښکرو کې دندې در لودې او په هغه جگړه کې چې د هندو ستان د پښتون واکمن سلطان ابر اهيم لودي او مغولي با بر شاه تر مينځ په پاني پت کې وشوه په هغه وخت کې د ځمند د قبيلې (٧٠٠) تنه ځمند چې د با بر شاه په پوځ کې يې دندې در لودې ووژل شول٠ له همدې کبله و چې بابر او هما يون پر دوی ډيره مهر با ني کو له٠ هغه وخت چې خيشکي او ځمند په قصور کې ميشته شول ،نو د سپره په نوم يو تن بلو څ د خپلې قبيلې له يوې ډلې سره ددوی سيمې ته راته او په لوټ او تا لان به يې لاس پورې کاوه چې ددغو بر يدو نو د مخنيوي له پاره د بټک زي، عارف زي، حسن زي، شا بنزي، کر لا ڼي او سلمهاک چې ددغې قبيلې ښا خو نه دي په بر کلي کې ميشته شول اوددې له پاره چې سپره به له دغې لارې پر دوی ير غلو نه کول نو د غه لاره يې بنده کړه او بيا سپره له دغې لارې نور لوټ او تالان نه شو کو لای٠ همداراز ددغې قبيلې د عزيز زي، جنوزي او ابر اهيم زيو ښا خو نه په لر يا ښکتني کلي کې ميشته شول او پا تې ځمند په مطلق ډول د شمال خو اته پر يو تل٠ تر هغه ورو سته ابر ا هيم زي د جنوزي د ښاخ سره د دښمنۍ له کبله له دغه ځايه وليږ ديدل او د هندو ستان داتر ا پراديش د ايالت دخور جې په باره بستي کې ميشته شول چې نن د خو رجه ښار د پټا نا نو ښاردی٠ همداراز زياتره سلمها کو چې د امچو زيو او حسين زيو سره يې د مقا بلې توان نه درلود د ټانده سيمې ته لاړل او يو شمير يې په قصور کې پا تې شول او د بټک زيو يو شمير هم د کو ر نيو شخړو له کبله په هيرو وال کې ميشته شول٠

د جمند د قبيلې خلک د کند هار په ار غنداب کې چې هلته يو کلی هم د خيشکو په نا مه شته، پشين،دپروان ولا يت د غو ربند ولسوالۍ د تيخان،يخدرې اود سيدانوپه درو، پيښور ، اشنغر، نو ښار، چا رسده،،مو مندو ايجنسۍ،د خيبر دتا ريخي درې تر مينځ، دپا کستان د پنجاب په په قصور ، ټانده اوهير و وال او د هندو ستان د اتر ا پراديش د ايالت په خور جه کې استو گنه لري٠

د ځمند د قبيلې ښا خو نه او څا نگې په لا ندې ډول دي

خيشکي،مهمن زي، عزيززي،بټک زي، سلمهاک، امچوزي، کر لا ڼي، زيړاني،عمرزي، غيبي زي،نکبي زي،زيمل،باجوزي، جميل زي، منصورزي، امچي زي، بټي زي، شور ياني، خلفزي، و ټوزي، جنوزي،شبن زي، عارف زي، ابراهيمزي،اشوزي، شموزي، عمر زي، ملازي، الازي،عيسی زي اونور٠٠٠

دغوربند ولايت د ځمندد قبيلي دخيشکو ښا خو نه دادي : شا هي خيل،ملي خيل، علم خيل، بار خيل، سليمان خيل،خليل خيل او ياروم خيل٠ ځمند په کندهار ښار بامیزو کوڅه کی د زرو کسانو یو غټه کورنۍ لری چی د حاجی غلام نبی ځمند اولاده ګڼل کیږی.

سرچينې سمول

  1. پښتا نه د تاريخ په رڼا کې، دسيد بهاد ر شاه ظفر کا کا خيل، يو نيور سټي بک ايجنسي، پيښور، ١٣٢٦ مخ،١٩٦٢ ع کال

- حيات افغا ني، د ډپټي محمد حيات خان اثر، پښتو ژباړه ٢٤٥- ٢٤٦ او٢٤٧ مخونه

- پښتني قبيلي، دکتور لطيف ياد، ١٠٢- ١٠٣ مخونه د پيښور چاپ

-http://www.khyber.org/pashtotribes/k/kheshki.shtml

-http://en.wikipedia.org/wiki/Kasur