ځانگړې محکمه، يا اختصاصي محکمه (په انگرېزي: Special Court, special tribunal) په ٢٠١٠م کال کې د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري هغه وخت جوړه شوه، چې د ولسي جرگې په تېرو انتخاباتو کې د پراخو درغليو ادعاوې وشوې. د دې محکمې يوه دنده دا ده چې د دغو درغليو ادعاوې وڅېړي. دې محکمې د ٢٠١١ز کال د جون په ٢٣مه اعلان کړه، چې د تېرې سپټمبر مياشتې د ټاکنو٦٢ وکيلان دې له ولسي جرگې څخه ووځي. په دوى کې ١٤ تنه د مخکېنۍ ولسي جرگې وکيلان دي. پر دغو وکيلانو تور پورې شو، چې په تېرو ټاکنو کې يې په پراخه کچه درغلۍ کړي دي.

د ولسي جرگې ټاکنې

د ولسي جرگې تېرې ټاکنې د وږي يا سنبلې په ٢٧مه وشوې، پايلې يې د لړم په وروستيو کې اعلان شوې.د دې جرگې په ٢٤٩ څوکيو کې ٦٨ سيټونه د ښځو دي. دغو ټاکنو ته څه باندې ٢٥٠٠ کسانو چې څه باندې ٤٠٠ یي ښځې دي.