طبي تشخیص (چې مخفف یې Dx، Dx یا Ds دی) د موندلو هغه بهیر دی چې کومه ناروغي یا حالت په یوه کس کې نښې څرګندوي. زیاتره وختونه هغه تشخیص ته ویل کېږي چې طبي شرایط یې ضمني وي. د تشخیص لپاره اړین معلومات په عمومي توګه د هغه شخص د طبي تاریخچې او فزیکي معاینې څخه را تولېږي چې د روغتیایي پاملرنې په لټه کې وي. زیاتره د دې بهیر په ترڅ کې یوه یا څو تشخیصي ګړنلارې، لکه طبي معاینات، هم ترسره کېږي. ځینې ​​وختونه له مړینې وروسته تشخیص یو ډول طبي تشخیص ګڼل کېږي.[۱]

تشخیص زیاتره له ستونزو سره مل وي، ځکه چې زیاتره نښې نامشخصې وي او یوازې د روغتیا رسمي او جواز لرونکي متخصصین یې په غاړه اخیستلای شي. د بېلګې په توګه: د پوستکي سوروالی (اېرثما یا د پوست  پړسوب(التهاب) په یوازې توګه د ډېرو اختلالاتو نښه ده او له دې امله روغتیايي متخصص ته نه ښيي چې اختلال په کوم ځای کې دی، نو ځکه بېلوونکی تشخیص چې ګڼ شمېر احتمالي توضیحات په کې پرتله کېږي او توپیر یې ښودل کېږي، باید ترسره شي. په دې کې د بېلابېلو معلوماتو اړيکې ګډون لري چې ورپسې د نمونو پېژندنه او بېلوالی دی. کله نا کله بهیر د یوې نښې یا علامې (یا د څو نښو د ډلې) پرمټ چې د ناروغۍ نښي وي، اسانه کېږي.    

تشخیص له ډاکتر سره د لیدنې د بهیر یوه مهمه برخه ده. د احصایې له نظره، د تشخیص په کړنلاره کې د ډلبندۍ معاینات ګډون لري.  

طبي کارونې سمول

د تشخیصي د بهیر په مفهوم کې تشخیص هغې هڅې ویل کېږي چې د یو کس حالت په جلا او بېلو برخو باندې وېشي چې د درملنې او د ناروغۍ د وړاندوینې په اړه طبي پرېکړو ته اجازه ورکوي. وروسته، تشخیصي نظر اکثراً د ناروغۍ یا بل حالت په ډول بیانېږي، (خو د ناسم تشخیص په حالت کې، د فرد اصلي ناروغي یا حالت د فرد له تشخیص سره یو شان نه دی.)    

د تشخیص کړنلاره ممکن د روغتیا پاملرنې د بېلابېلو متخصصینو، لکه:  ډاکتر فزیوتراپ، د غاښونو ډاکتر، د پښو ډاکتر، د سترګو ډاکټر، نرس متخصص، د روغتیا پاملرنې ساینس پوه یا مرستیال ډاکتر له لوري ترسره شي. په دې مقاله کې د دې کسانو د هرې ډلې لپاره د تشخیص کوونکي کلیمه کارول کېږي.    

د تشخیص په کړنلاره (د دې له لارې لاسته راغلی نظر) کې لزوماً د ناروغیو د علت پېژندنې یا د خوښې حالاتو توضیح تر بحث لاندې نه دي، دا تر بحث لاندې دي چې څه د دې ناروغۍ یا حالت لامل شوي دي. دا ډول توضیح د درملنې د غوره کولو، په سمه توګه د ناروغۍ د وړاندوینې د مشخص کولو یا په راتلونکي کې د ناروغۍ یا حالت د بیاپېښېدنې د مخنیوي لپاره ګټور پاتې کېدای شي.   

لومړنۍ دنده دا ده چې د تشخیصي کړنلارې د ترسره کولو لپاره طبي نښې وموندل شي. دا نښانې دا دي:  

  • له طبیعي حالت څخه د هر ډول انحراف موندل، د بیلګې په توګه: په اناتومي (د انسان د بدن جوړښت)، فزیولوژي (د بدن د کار څرنګوالی)، پتالوژي (هغه څه چې د اناتومي او فزیولوژي په برخه کې د عیب لامل کېدای شي)، ارواپوهنه (فکر او چلند) او د انسان په حیاتي تعادل (هغه میکانیزمونه چې د بدن د سیستمونو انډول ساتي) کې بیان کېږي. د دې نورمونو په مقابل کې له نورمال حالت څخه پوهه او د ناروغ د اوسني حالت سنجش، کولای شي له حیاتي تعادل څخه د ناروغ په ځانګړي انحراف او د انحراف درجې په ټاکلو کې مرسته وکړي، چې په خپل وار سره کولای شي، د نورو تشخیصي بهیرونو د ترسره کولو لپاره د مشخصې کچې په ټاکلو کې مرسته وکړي.  
  • د ناروغ له خوا څرګند شوې شکایت.
  • دا چې یو ناروغ د تشخیص کوونکي په لټه کې دی، په خپله د تشخیصي بهیر ترسره کولو لپاره یوه نښه کېدای شي. د بېلګې په توګه: له ډاکتر سره په لیدنه کې، حتي مخکې له دې چې ناروغ کوم شکایت وړاندې کړي، ډاکتر ممکن د انتظار خونې څخه خپل دفتر ته د ناروغ لارې د  تلو په لیدلو سره د تشخیص بهیر پیل کړی وي.   

ان د روانې تشخیصي کړنلارې په بهیر کې، د بلې احتمالي مل ناروغۍ یا حالت لپاره د جلا تشخیصي کړنلارې ترسره کولو ته یوه نښه کېدای شي. دا کېدای شي چې د یوې نښې د ناڅاپي موندنې په پایله کې چې د غوښتل شوي پارامتر سره تړاو نه لري، پېښ شي، همدا شان کېدای شي په یوه جامع ازموینه کې واقع کېدای شي، لکه د راډیولوژیکي څېړلو په مقناطیسي ریزونانس انځور اخیستنه (ام آر آی) یا د وینې معاینې برخې چې کېدای شي ځینې د وینې معاینې هم په کې شاملې وي، خو د دې روان تشخیص سره تړاو ونه لري.

کړنلاره     سمول

هغه عمومي برخې چې د تشخیصي کړنلارې په زیاتره ډول ډول موجودو مېتودونو کې شته دي، هغه دا دي:   

  • د نورو معلوماتو په راټولولو سره د مخکې ورکړل شوو معلوماتو بشپړول، چې ښايي په دې کې د طبي تاریخچې په اړه پوښتنې (احتمالا ناروغ ته د نورو نږدې کسانو څخه هم وي)، فزیکي معاینه او بېلابېل تشخیصي معاینې شاملې وي.[۲]
  • تشخیصي معاینه هره هغه طبي معاینه ده چې د ناروغۍ په تشخیص یا موندلو کې د مرستې لپاره ترسره کېږي. تشخیصي معاینه د دې لپاره هم کارول کېدای شي چې په رامنځته شوې ناروغۍ د اخته کسانو په اړه د د ناروغۍ د وړاند وینې لپاره معلومات چمتو کړي.   

د ځوابونو، موندنو او نورو پایلو پروسس. په دې ساحه کې ښايي د نورو چمتو کوونکو او متخصصینو سره د سلا او مشورو لټه وشي.   

یو شمېر میتودونه او تخنیکونه شته، چې په تشخیصي کړنلاره کې کارول کېدای شي، لکه: د بېلوونکي تشخیص ترسره کول یا د طبي الګورېتمونو تعقیبول. په حقیقت کې په تشخیصي کړنلاره کې ممکن د ډېرو میتودونو اجزاوې شاملې وي.   [۳]

بېلوونکی تشخیص    سمول

د بېلوونکي تشخیص مېتود د امکان تر حده د ډېرو ممکنه ټاکل شوو ناروغیو یا حالاتو د موندلو پر بنسټ دی، چې احتمالا د نښو لامل کېدای شي او ورپسې د حذف بهیر یا لږترلږه د نورو طبي معاینو او د نورو بهیرونو له لارې  د هغو ثبوتونو ورکول دي، چې احتمال یې ډېر یا لږ دی، موخه یې دا ده چې هغه نقطې ته ورسیږي چې یوازې د یوې ممکنه ناروغۍ یا حالت احتمالي پاتې شي. وروستۍ پایله هم ښايي د احتمالي حالاتو یو لېست چې د احتمال یا شدت په ترتیب سره درجه بندي شوی، پاتې شي. دا ډول لېست اکثراً د کمپیوټر په مرسته د تشخیصي سیسټمونو له خوا جوړېږي.     [۴]

د دې مېتود په واسطه د تشخیص وروستی نظر لږ یا ډېر د حذف له لارې تشخیص ګڼل کېږي، حتی که د یوې واحدې احتمالي ناروغۍ یا حالت لامل نه کېږي، کولای شي لږترلږه ژوند ګواښونکی حالات رد کړي.  

ترهغه چې چمتو کوونکی له اوسني حالت څخه مطمئن وي، نورې طبي معاینې، لکه: د طبي انځور اخیستنه، په پرله پسې ډول ترسره یا ترتیب کېږي، ترڅو تشخیص تصدیق یا رد کړي، همدارنګه د ناروغ وضعیت مستند کړي او د ناروغ په طبي تاریخچه کې وروستۍ پېښې ولیکي.   

که د دې بهیر په اوږدو کې د انتظار خلاف موندنې وشوې، نو لومړنۍ فرضیه ښايي ونه منل شي او چمتو کوونکی بیا باید نورې فرضیې په پام کې ونیسي.   

سرچينې سمول

  1. See List of medical abbreviations: D for variants.
  2. Thompson, C. & Dowding, C. (2009) Essential Decision Making and Clinical Judgement for Nurses.
  3. Langlois, John P. (2002). "Making a Diagnosis". In Mengel, Mark B.; Holleman, Warren L.; Fields, Scott A. (المحررون). Fundamentals of Clinical Practice (الطبعة 2nd). New York, N.Y.: Kluwer Academic/Plenum Publishers. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-306-46692-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wadhwa, R. R.; Park, D. Y.; Natowicz, M. R. (2018). "The accuracy of computer‐based diagnostic tools for the identification of concurrent genetic disorders". American Journal of Medical Genetics Part A. 176 (12): 2704–09. doi:10.1002/ajmg.a.40651. PMID 30475443. S2CID 53758271. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)