رومي بانجان

رومي بانجان یا سور بانجان (په لاتین: Solanum lycopersicum) د څو کلن یو زهرلرونکي بوټي دي چی د Solanaceae په کورنۍ اود Solanum په چینس پورې آره لري.په اوس وخت کی دغه بوټي د نړی په بېلا بېلو سیمو کی کرل کېږي.

رومي بانجان
عامه معلومات
عمومي معلومات
taxon (en) ژباړل[۱]
food crop (en) ژباړل Edit the value on ویکي‌ډېټا
د تاکسون حدود
کارول
ډیزاین او جوړونه
جایزې

تاريخ سمول

رومي بانجان په مېکزيک کی د آزټېکيانو لخوا کرل شوي وو. آزټېکيانو رومي بانجان ته ټوماټ ویلی چی په پښتو کی دایروي مېوه معني لري. په ۱۶ پېړی کی اسپانیانو رومي بانجان اروپا ته راوړل. په دی وخت کی رومي بانجانونه ایټاليا ته هم پراج شول. په اوس وخت کی رومي بانچان د جنوبي اروپا په خواړه پېژوندوى کی مهم رول لوبوي.

توصيف سمول

رومي بانجان څو کلن بوټي دي چی معمولا د یو کلن بوټي په توگه کرل کېږي. ټول بوټي پرته له تازو مېوو نه زهرجن دي او د سولانين گلیکوالقالوید مختوي لري. نوموړی بوتي برته له سولانين نه یوشمیرویتامینونه لکه C, B , بېټاکاروټین او لیکوپېن لری.

  1. رومې_بانجان

ایکولوژیکي اړتیاوې: ∙ رومي بانجان ګرمې هوا ته ضرورت لري، په دې مانا چې د ورځې له مخې له °20 تر °25 سانتي ګریډ درجه حرارت او له 15 °څخه تر °17 سانتي ګریډ تودوخه د شپې پرمهال باید وي. د سړې هوا پر وړاندې حساس دي او له °15 درجو څخه لږ حرارت کې یې ګل کول دریږي او له 10 ° درجو څخه لږ حرارت کې یې وده هم دریږي. د وچوبي په مقابل کې هم ناتوان دي.

  1. خاوره:

∙ رومي بانجان دخاورې په مختلفو ډولونو کې کرل کیدای شي، هغه خاورې چې زیات ژوروالی ولري، په نیمایي ډول ریګي )لومي( او ښه نم ایستل شوې خاوره چې لوړو عضوي مواد، او له ۵ څخه تر ۵،۷پي اچ ولري.

  1. کرنیز تناوب:

∙ رومي بانجان له کچالو، توربانجان اویادسولوناسي )Solanaceae ) کورنۍ له ډولونو څخه وروسته ونه کرل شي. او باید له غلو، شوتلو او باقالتو څخه وروسته وکرل شي. ∙ رومي بانجان دې له جوارو، لوبیا او وریجو څخه مخکې وکرل شي.

  1. تخم:

∙ په شنو خونو او ترینچونو کې چې دپلاستیک په واسطه پوښل شوی وي، یا قالبونو، لګنونو، پتنوسونو، ګلدانونو یا هغه لوښو کې چې د کرنې لپاره جوړ شوي دي لومړنۍ کرنه ترسره شي. ۳ ګرامه تخم په یو مترمربع کې کرل کیږي. ∙ نیالۍ باید په کتارونو کې چې له ۹ ، ۰ څخه تر ۴،۱ متره پورې واټن ولري، وکرل شي او د دوو نباتو ترمنځ واټن باید د ۴،۰ څخه تر ۵.۰ مترو پورې کښینول شي.

  1. دکرلو وسایل:

∙ قولبه)یووه(، د هوارولو سامان، رجه د قطارونو دجوړولو لپاره، خاښۍ، یوم او چارۍ ګانې

  1. سرې:

∙ له کرلو دمخه له ۴ څخه تر۸ ټنه پورې کمپوست په یو جریب کې یا له ۶ څخه تر ۱۰ ټنه حیواني کمپوست شوې سره دځمکې دتیارولو پرمهال په خاوره کې اضافه شي او یا هغه کیماوي سره دې وکارول شي چې لاندې ترکیبات لري: نایتروجن)N )لرونکې سره: په جریب کې/16Kg ،فاسفورس)P2O5 )لرونکي سره په جریب کې Kg 7 و پتاشیم لرونکې سره )K2O په جریب کې ۲۶ Kg. ∙ د ودی پر مهال دې له ۱۰ څخه تر ۱۲ کیلو ګرامه نایتروجن لرونکې سره کله چې د رومي بانجان میوه د چارمغز په اندازه شي، وکارول شي. ∙ یادونه: هیڅکله هم کیماوي سره په ځوانو نباتاتو یا کله چې نبات لوند وي، مه شیندی ځکه چې د نبات د سوځیدو سبب کیږي.

  1. اوبه کول:

∙ باید په منظمه توګه اوبول په اونۍ کې یو ځل ترسره شي او یا په ریګ آمیزه خاورو کې درې ځلې په یوه اونۍ کې ترسره شي. په ځانګړي ډول د میوې د نیولو او ګل کولو په مهال اوبول ډیرمهم دي. ∙ لږې اوبه ) د اوبو شیندلو په بڼه ( چې په منظمه توګه ګیاه ته ورکړل شي ښې دي له هغو اوبه کولو چې په یو ځل ګیاه ته ورکړل شي. اوبه کول د سهار په مهال سپارښت کیږي. ∙ لومړنۍ کرنه په پالستیکي تونلونو/شنوخونو کې: هو، وړاندیز کیږي. ∙ په پالستیکې تونلونو کې یا شنو خونو کې کرل : هو، وړاندیز کیږي. کرنه او تکنالوژي

  1. Reference URL: https://parlonssciences.ca/ressources-pedagogiques/documents-dinformation/la-classification-taxonomique-de-la-tomate#:~:text=La%20taxonomie,de%20tomates%20%C3%A0%20elles%20seules..
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  3. You Sheng Chen (۸ اگسټ ۲۰۲۳). "A dataset on inventory and geographical distribution of vascular plants in Xizang, China". Biodiversity Science (په Simplified Chinese ژبه کي) (9): 23188. doi:10.17520/BIODS.2023188. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |date= (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  4. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  5. Reference URL: https://www.nutzpflanzenvielfalt.de/node/25. Retrieved: ۱۸ فبروري ۲۰۱۹.