د وینې ګروپ

د وینې ګروپ د وینې داسې ډلبندي یا طبقه‌بندي ده چې د وینې د سرو کرویاتو په سطحه کې د انټي باډي او ارثي انټیجنیک موادو د موجودیت او نه موجودیت له مخې ترسره کېږي. دا انټيجینونه د وینې د ګروپ سیستم ته په کتو سره ښايي پروټینونه، کاربوهایډرېټونه، ګلایکوپروټینونه، یا ګلایکولیپیډونه وي. ځینې دغه انټيجینونه د بېلابېلو نسجونو د حجرو د نورو ډولونو پر سطحه هم موجود دي. د وینې د سرو کرویاتو د سطحي یو شمېر دغه انټيجنونه ښايي له یوه الیل (یا د یوه جين له بدیلې بڼې) څخه سرچینه واخلي او په ټولیز ډول د وینې د ګروپ سیستم جوړ کړي.[۱]

د وینې ګروپونه ارثي دي او د یوه کس د مور او پلار دواړو ونډه یا مشارکت څرګندوي. له ۲۰۲۱ کال راهیسې د وینې د ټرانسفیوژن یا انتقال د نړیوالې ټولنې له‌خوا د انسان د وینې د ګروپ ټول ۴۳ سیستمونه پېژندل شوي دي. د وینې د ګروپ دوه مهم سیستمونه ABO او Rh دي؛ دا سیستمونه د وینې د انتقال د مناسبوالي لپاره د یوه کس د وینې ډول معلوموي (لکه A، B، AB او O، او + یا – یې د RhD حالت څرګندوي).[۲]

د وینې د ګروپ سیستمونه سمول

د وینې د ګروپ ABO سیستم سمول

د وینې د ګروپ ABO سیستم دوه داسې انټيجینونه او دوې داسې انټي باډۍ لري چې د انسان په وینه کې موندل کېږي. دغه دوه انټيجینونهA  انټيجین او B انټيجین دي؛ او دوې انټي باډۍ یې بیاA  انټي باډي او B انټي باډي دي. انټيجینونه د وينې په سرو کرویاتو کې او انټي باډۍ بیا په سيروم (د وینې په مایع یا اوبلنه برخه) کې موجودې دي. د وینې د انټيجین خاصیت ته په کتو سره ټول انسانان په څلورو ګروپونو وېشلی شو. هغه چې انټيجین یې A دی (A ګروپ)، هغه چېB  انټيجین لري (B ګروپ)، هغه چې دواړه یعنې A او B انټیجینونه لري (د AB ګروپ) او هغه کسان چې هېڅ انټيجین نه لري (د O ګروپ) دی. انټي باډۍ له انټيجینونو سره یوځای په لاندې ډول موندل کېږي:

  1. A انټيجین له B انټي باډي سره
  2. B انټيجین له A انټي باډي سره
  3. AB انټيجین پرته له A او B انټي باډي څخه
  4. صفر یا بې اغېزې انټيجین (O ګروپ) له دواړو A او B انټي باډیو سره

د ورته یا مشابه انټيجین او انټي باډي تر منځ د نښلولو یا اګلوټينېشن غبرګون موجود دی (مثلاً؛A  انټيجین A  انټي باډي نښلوي اوB  انټيجین بیاA  انټي باډي نښلوي). په دې توګه، د وینې انتقال (ټرانسفیوژن) تر هغه پورې خوندي ګڼل کېدای شي چې د ترلاسه کوونکي سیروم د ورکوونکي د وینې د کرویاتو د انټيجینونو لپاره انټي باډي ونه لري.

د وینې د ګروپ ABO سیستم د انسان د وینې په انتقال کې د وینې د ګروپ تر ټولو مهم سیستم دی. دA ضد اوB  ضد اړوندې انټي باډۍ معمولاً د امیونوګلوبولین M انټي باډۍ دي چې اختصار یې IgM دی. داسې انګېرل کېږي چې د ABO IgM انټي باډۍ د ژوند په لومړیو کلونو کې د خوړو، باکتریاوو او ویروسونو په څېر چاپېریالي موادو سره د حساسیت له لارې تولیدېږي، که څه هم د وینې د ګروپ د مطابقت قواعد د نویو زیږېدلو ماشومانو لپاره د یوې عملي مادې په توګه پلي کېږي. اصلي اصطلاحات چې کارل لینډسټینر په ۱۹۰۱ کال کې د طبقه بندۍ لپاره کارولي دي هغه A/B/C وو؛ په وروستیو نشریاتو کې  "C"پر "O" بدله شوه. د O ګروپ ډېری وخت په نورو ژبو کې د 0 (صفر، یا بې اغېزې ګروپ) په نامه هم یادېږي.[۳][۴][۵]

د وینې د ګروپ Rh سیستم سمول

د وینې د ګروپ Rh سیستم د انسان د وینې په انتقال کې د وینې د ګروپ دوهم خورا مهم سیستم دی چې اوس مهال ۵۰ انټيجینونه لري. تر ټولو مهم Rh انټيجین د D انټيجن دی، ځکه چې دا د پنځو اصلي Rh انټيجینونو د معافیت د سیستم عکس العمل تحریکوي. د  Dمنفي اشخاصو لپاره دا معموله ده چې د D IgG یا IgM ضد انټي باډي ونه لري، ځکه چې د D ضد انټي باډي معمولاً د چاپېریالي موادو پر وړاندې د حساسیت له لارې نه تولیدېږي. D منفي اشخاص تر یوې حساسې پېښې وروسته د IgG ضد D انټي باډي تولیدولی شي: دا ښايي د امېندوارۍ په جریان کې له جنین څخه د جنین د وینې انتقال یا کله ناکله له D مثبت RBC سره د وینې په لېږد کې وي. په دغو مواردو کې د Rh ناروغۍ رامنځته کېدای شي. د Rh منفي وینې ګروپونه د اسیا په خلکو کې (۰.۳ سلنه) دي چې د اروپا د خلکو (۱۵ سلنه) په پرتله ډېر لږ معمول دي.[۶][۷][۸]

د Rh(D) انټيجین موجودیت یا نه موجودیت د + یا − نښان په مرسته مشخصېږي. د بېلګې په توګه،A−  ګروپ د ABO  د سیستم A ډول دی او د Rh (D) انټيجین نه لري.

کلینیکي اهمیت سمول

د وینې ټرانسفیوژن (انتقال) سمول

د وینې ټرانسفیوژن د هېماټولوژۍ یوه تخصصي څانګه ده چې د وینې د ګروپونو له څېړنې سره تړاو لري. دا د وینې د بانک د کار تر څنګ د وینې د نورو محصولاتو لپاره د انتقال خدمات وړاندې کوي. په ټوله نړۍ کې د وینې محصولات باید د طبي ډاکتر (د جواز لرونکي ډاکتر یا جراح) له‌خوا د درملو په څېر تجویز شي.

د وینې د بانک معمول کار د وینې د ورکوونکو او اخیستونکو د وینې معاینه کول دي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې د وینې هر ترلاسه کوونکي ته د هغه له وینې سره مطابق او د امکان تر کچې خوندي وینه ورکول کېږي. که د وینې یو غیر مطابق واحد د وینې د ورکوونکي او اخیستونکي تر منځ انتقال شي، د هیمولیسس (د وینې د سرو کرویاتو تخریب) په ګډون د شدید هیمولایټیک غبرګون، د پښتورګو د کار پرېښودو، شاک او مړینې احتمال موجود دی. [۹][۱۰]

د نوي زيږېدلي ماشوم هیمولایټیک ناروغۍ سمول

د امېندوارې ښځې جنین ښايي د وینې داسې ډول ولري چې د هغې د وینې له ډول سره توپیر لري. عموماً دا یوه داسې موضوع ده چې که جنین له Rh- لرونکې مور او Rh+ لرونکي پلار څخه وي او جنین د پلار په څېر Rh+ وي، په دغو حالتونو کې مور د ایمیونوګلوبولین جي د وینې ګروپ انټي باډي جوړولی شي. دا هغه وخت پېښېږي چې د جنین د وینې ځینې حجرې د مور د وینې جریان ته ننوځي (مثلاً د زیږون پر مهال د جنین کوچنۍ خونرېزي) یا کله ناکله د درملنې په موخه وینه ترزیق شي. دا ښايي په اوسنیو یا راتلونکو امېندواریو کې د Rh ناروغۍ یا د نوي زیږېدلي ماشوم هیمولایټیک ناروغۍ نور ډولونه رامنځته کړي. کله ناکله دا د جنین لپاره وژونکي وي؛ په دغو حالاتو کې دې ته د جنین هایډروپس یا د جنین پړسوب ویل کېږي. که یوه امېندواره ښځه د D ضد انټي باډي ولري، د جنین د Rh وینې ډول د مور په پلازما کې د جنین د DNA د تحلیل په مرسته معاینه کېدای شي تر څو د Rh ناروغۍ جنین ته د خطر ارزونه وکړي. د شلمې پېړۍ د درملو یو لوی پرمختګ د دې ناروغۍ مخنیوی و چې د D منفي میندو له‌خوا د Rho(D) معافیتي ګلوبولین په نامه له ترزیق کېدونو درملو سره یې دD  ضد انټي باډۍ رامنځته کېدو مخه ونیوله. د وینې له ځینو ګروپونو سره تړلې انټي باډۍ د نوي زیږېدلي ماشوم د شدیدې هیمولایټیک ناروغۍ لامل کېدای شي، نور یوازې د نوي زیږېدلي ماشوم د متوسطې هیمولایټیک ناروغۍ لامل کېږي او ځينې نور هغه نه دي پېژندل شوي چې د نوي زیږېدلي ماشوم د هیمولایټیک ناروغۍ لامل کېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د وینې د سرو کرویاتو مطابقت سمول

  • د وینې دAB  ګروپ لرونکي کسان د خپلې وینې د سرو کرویاتو پر سطحه د A او B انټيجینونه لري او د وینې پلازما یې د A یا B انټيجین پر وړاندې هېڅ انټي باډي نه لري. له همدې امله یو کس چې د وینې ګروپ یې AB وي، له هر ګروپ څخه وینه ترلاسه کولی شي (خو غوره ده چې له AB ګروپ څخه یې واخلي) او له AB ګروپ پرته بل کوم ته وینه نه شي ورکولی. دا ګروپ د عمومي ترلاسه کوونکي ګروپ په توګه پېژندل کېږي.
  • د وینېA ګروپ لرونکي کسان د خپلې وینې د سرو کرویاتو پر سطحه A انټيجین لري او د وینې سیروم د B انټيجن پر وړاندې د IgM انټي باډي لري. ځکه نو د A ګروپ لرونکی کس یوازې له A یا O ګروپ کسانو څخه وینه ترلاسه کولی شي (خو غوره ده چې له A ګروپ څخه یې واخلي) اوA  یا AB ګروپ لرونکو کسانو ته وینه ورکولی شي.
  • د وینې B ګروپ لرونکي کسان د خپلې وینې د سرو کرویاتو پر سطحه B انټيجین لري او د وينې سيروم د A انټيجن پر وړاندې د IgM انټي باډي لري. ځکه نو د B ګروپ یو کس یوازې له B یا O ګروپونو څخه وینه ترلاسه کولی شي (خو غوره ده چې له B ګروپ څخه یې واخلي) او B یا AB ګروپ لرونکو کسانو ته وینه ورکولی شي.
  • د وینې د O ګروپ (یا په ځینو هېوادونو کې د وینې صفر ګروپ) لرونکي کسان د خپلې وینې د سرو کرویاتو پر سطحه A یا B انټيجینونه نه لري او د وینې سیروم د IgM A ضد او د B ضد انټي باډۍ لري. ځکه نو د O ګروپ یو کس یوازې له O ګروپ لرونکي کس څخه وینه ترلاسه کولی شي، خو د هر ABO وینې ګروپ اشخاصو ته وینه ورکولی شي. که چېرې یو ناروغ د وینې عاجلې اخیستنې ته اړتیا ولري او د ترلاسه کوونکي د وینې پروسس کولو وخت د زیانمنوونکي ځنډ لامل شي، ناروغ ته O منفي وینه هم ورکول کېدای شي. دا چې دا ګروپ له هر چا سره مطابقت لري، نو O منفي وینه تر ډېرې کچې پورې کارول کېږي چې تل له کمښت سره مخ وي.[۱۶]

د پلازما مطابقت سمول

د وینې د پلازما مطابقت د وینې د سرو کرویاتو د مطابقت برعکس دی. د AB پلازما ډول نه د A ضد او نه د B ضد انټي باډي لري او د وینې د هر ګروپ اشخاصو ته ورکول کېدای شي؛ خو د AB ډول ناروغان یوازې د AB پلازما ډول ترلاسه کولی شي. د O ډول دواړه انټي باډۍ لري، نو د O د وینې ګروپ خلک د وینې له هر ګروپ څخه پلازما ترلاسه کولی شي، خو د O پلازما یوازې د O ډول اخیستونکي کارولی شي.[۱۷]

تاریخچه سمول

د وینې ګروپونه د لومړي ځل لپاره اتریشي ډاکتر «کارل لینډسټینر» کشف کړل چې د ویانا پوهنتون (اوس د ویانا طبي پوهنتون) په پتالوژي - اناتومیک انستېتیوت کې یې کار کاوه. ده په ۱۹۰۰ کال کې ومونده چې د بېلابېلو خلکو وینې سیروم (د وینې مایع یا اوبلنه برخه) په ټېسټ ټیوبونو کې د مخلوط کېدو په صورت کې له یو بل سره سرېښېږي او نه یوازې دا بلکې د ځینو انسانانو وینه هم د څارویو له وینې سره سرېښېږي.[۱۸][۱۹][۲۰]

ټولنه او کلتور سمول

د ختیځې اسیا په هېوادونو کې (په ځانګړي ډول په جاپان او سوېلي کوریا) کې یو مشهور نیمه علمي باور موجود دی چې د یوه کس د وینې ABO ګروپ د هغه شخصیت، کرکټر او له نورو سره مطابقت اټکلوي. څېړونکي وايي چې د وینې ګروپ د شخصیت د طبقه‌بندۍ لپاره هېڅ علمي اساس نه لري. څېړنو د "شخصیت او د وینې د ګروپ" تر منځ کومه مهمه اړیکه نه ده موندلې، له همدې امله دا تیوري منسوخه ده او دا پایله په لاس راکوي چې شخصیت د وینې له ګروپ سره هېڅ کومه اړیکه نه لري.[۲۱][۲۲]

سرچينې سمول

  1. Maton, Anthea; Jean Hopkins; Charles William McLaughlin; Susan Johnson; Maryanna Quon Warner; David LaHart; Jill D. Wright (1993). Human Biology and Health. Englewood Cliffs NJ: Prentice Hall. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-13-981176-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Red Cell Immunogenetics and Blood Group Terminology". International Society of Blood Transfusion. 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۱ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Position statement: Red blood cell transfusion in newborn infants". Canadian Pediatric Society. April 14, 2014. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۱۸ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Schmidt, P; Okroi, M (2001), "Also sprach Landsteiner – Blood Group 'O' or Blood Group 'NULL'", Infus Ther Transfus Med, 28 (4): 206–8, doi:10.1159/000050239, S2CID 57677644 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Your blood – a textbook about blood and blood donation" (PDF). د کتاب پاڼې 63. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر June 26, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Rh血型的由來". Hospital.kingnet.com.tw. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اگسټ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Moise KJ (July 2008). "Management of rhesus alloimmunization in pregnancy". Obstetrics and Gynecology. 112 (1): 164–76. doi:10.1097/AOG.0b013e31817d453c. PMID 18591322. S2CID 1997656. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Talaro, Kathleen P. (2005). Foundations in microbiology (الطبعة 5th). New York: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 510–1. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-111203-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Bruce, MG (May 2002). "BCF – Members – Chairman's Annual Report". The Blood Care Foundation. د اصلي آرشيف څخه پر April 10, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۰۸. As Rhesus Negative blood is rare amongst local nationals, this Agreement will be of particular value to Rhesus Negative expatriates and travellers الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Nickel RG; Willadsen SA; Freidhoff LR; et al. (August 1999). "Determination of Duffy genotypes in three populations of African descent using PCR and sequence-specific oligonucleotides". Human Immunology. 60 (8): 738–42. doi:10.1016/S0198-8859(99)00039-7. PMID 10439320. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Freeborn, Donna. "Hemolytic Disease of the Newborn (HDN)". University of Rochester Medical Center. مؤرشف من الأصل في ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ نومبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. E.A. Letsky; I. Leck; J.M. Bowman (2000). "Chapter 12: Rhesus and other haemolytic diseases". Antenatal & neonatal screening (الطبعة 2nd). Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-262826-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Daniels G, Finning K, Martin P, Summers J (September 2006). "Fetal blood group genotyping: present and future". Annals of the New York Academy of Sciences. 1075 (1): 88–95. Bibcode:2006NYASA1075...88D. doi:10.1196/annals.1368.011. PMID 17108196. S2CID 23230655. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Use of Anti-D Immunoglobulin for Rh Prophylaxis". Royal College of Obstetricians and Gynaecologists. May 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 30, 2008 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Pregnancy – routine anti-D prophylaxis for D-negative women". NICE. May 2002. مؤرشف من الأصل في ۰۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. American Association of Blood Banks (24 April 2014), "Five Things Physicians and Patients Should Question", Choosing Wisely: an initiative of the ABIM Foundation, American Association of Blood Banks, د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۴ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة), which cites
  17. "Blood Component ABO Compatibility Chart Red Blood Cells and Plasma". Blood Bank Labsite. University of Michigan. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ جون ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Landsteiner K (1900). "Zur Kenntnis der antifermentativen, lytischen und agglutinierenden Wirkungen des Blutserums und der Lymphe". Zentralblatt für Bakteriologie, Parasitenkunde und Infektionskrankheiten. 27: 357–362. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Landsteiner, Karl (1961) [1901]. "On Agglutination of Normal Human Blood". Transfusion. 1 (1): 5–8. doi:10.1111/j.1537-2995.1961.tb00005.x. PMID 13758692. S2CID 40158397Originally published in German in Wiener Klinische Wochenschrift, 46, 1132–1134 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Farhud, D.D.; Zarif Yeganeh, M. (2013). "A brief history of human blood groups". Iranian Journal of Public Health. 42 (1): 1–6. PMC 3595629. PMID 23514954. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 2009-02-01 باندې). Despite scientific debunking, in Japan you are what your blood type is. MediResource Inc.
  22. Nuwer, Rachel. "You are what you bleed: In Japan and other east Asian countries some believe blood type dictates personality". Scientific American. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جنوري ۲۰۱۲. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)