رابرټ جېمزلي هاوک د AC (د استرالیا ویاړلی نښان چې د غوره خدمتونو او مخکښو لاسته راوړنو په پار استرالیایي ښاریانو ته ورکول کېږي, ژباړن) او GCL (د نوې ګينې د پاپوا فرمان اصلي ویاړلی نښان چې څلور درجې لري، ژباړن) ګټونکی یو استرالیایي سیاستوال چې له ۱۹۸۳ کال څخه تر ۱۹۹۱ کال پورې يې د استرالیا د ۲۳م لومړي وزیر په توګه خدمت کړی او د استرالیا د کاریګر ګوند (ALP) مشر و.

باب هاوک
(انګلیسي: Robert Hawke د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
باب هاوک
باب هاوک

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ ډيسمبر ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
مړینه 16 مې 2019 (90 کاله)[۷][۴][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیدنی [۸]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۹]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
باب هاوک
باب هاوک

هاوک د سویلي استرالیا په بارډرټاون ښار کې زېږېدلی. هغه د لویدیځې استرالیا په پوهنتون کې زده کړې وکړې او د روډز د څېړونکي په توګه یې د پوهنتون په اکسفورډ کالج کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ چې په دغه وخت کې يې د یارډ ال (د څښاکو اوږد ګيلاس چې د ۱.۴ لیتره څښاک د څښلو لپاره کارول کېږي، ژباړن) نړیوال ریکارډ په ۱۱ ثانیو کې مات کړ. هاوک په ۱۹۵۶ کال کې د څېړونکي افیسر په توګه د استرالیا د سوداګرۍ ټولنې له شورا (ACTU) سره یوځای شو.  هغه د ملي ورځنۍ مزودورۍ د قضیې د سلا د مسؤل په توګه راپورته شو، په ۱۹۶۹ کال کې د ACTU رییس وټاکل شو چې هلته یې د خلکو تر منځ لوړ شهرت ترلاسه کړ. په ۱۹۷۳ کال کې د کاریګر ګوند د رییس په توګه منصوب شو.[۱۱][۱۲]

هاوک په ۱۹۸۰ کال کې د ACTU او کاریګر ګوند د رییس په توګه له خپل موقف څخه ګوښه شو تر څو پارلماني ټاکنو د ننه کېدو لپاره خپله اراده اعلان کړي او وروسته بیا د ۱۹۸۰ کال په فېدرال ټاکنو کې د استرالیا د پارلمان غړی (MP) وټاکل شو. درې کاله وروسته له هېڅ کوم مخالفت پرته د بېل هایډون پرځای د استرالیا د کاریګر ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او یوازې د پنځه اونیو په بهیر کې يې د ۱۹۸۳ کال په ټاکنو کې د کاریګر ګوند غوڅې بریا ته ورساوه او د لومړي وزیر په توګه یې لوړه وکړه. هغه کاریګر ګوند درې ځله نور د ۱۹۸۴، ۱۹۸۷ او ۱۹۹۰ کال په ټاکنو کې له بریالیو پایلو سره بریا ته ورساوه چې نوموړی یې د کاریګر ګوند په تاریخ کې په ترټولو بریالي لومړي وزیر بدل کړ.

د هاوک دولت د پام وړ سمونونه رامنځته کړل چې له ډلې ېي لوی اقتصادي سمونونه، د لنډ کېير (یو ټولنیز غیر انتفاعي سازمان چې سیمه‌ییزې رضاکارې ډلې د طبعي چاپېریال په جوړولو کې برخه اخلي، ژباړن) رامنځته کول د مېډیکیېر د نړوالې روغتیایي پاملرنې د طرحې معرفي کول د معاملاتو د قیمتونو او عایداتو تړون دAPEC  (د اسیا - پاسافیک اقتصادي همکاري، ژباړن) رامنځته کول د استرالیایي ډالر معتبرول، له مالې برخې څخه د مقرراتو لرې کول، له کورنیو سره د مرستې طرحه په ۱۹۸۴ کال کې په کار ځای کې له توپیریز چلند څخه د مخنیوي په موخه د جنسیت پر بنسټ د توپیریز چلند قانون تصویبول، د استرالیا د ملي سرود په توګه اډوانس استرالیا فېير اعلانول، د تقاعد او زړبوډۍ د معاش طرحې جوړول، په سویلي قطب کې د معدنونو له ستخراج څخه مخنیوی او د استرالیا د ۱۹۸۶ کال د  قانون پر تصویب څار یادولی شو چې په استرالیا کې یې د بریتانیا ټول پاتې صلاحیتونه له منځه یوړل.[۱۳]

هاوک د ۱۹۹۱ کال په جون کې د استرالیا د خزانه دار پاول کېټېنګ له خوا د مشرتابه له ننګونې سره مخ شو خو هاوک واک خوندي کړای شوی؛ په هر حال کېټينګ ۶ میاشتې وروسته دویمه ننګونه مطرح کړه او په لږ توپیر سره بریالی شو او د لومړي وزیر په توګه د هاوک ځای ناستی شو. ورپسې هاوک له پارلمان څخه تقاعد شو، دواړه سوداګریز کار او یو شمېر خیریه موخې يې وڅارلې تر هغه چې په ۲۰۱۹ کال کې په ۸۹ کلنۍ ومړ. هاوک همدارنګه له خپل ګوند څخه د لومړني، لومړي وزیر او تر رابرټ منزېس او جان هاورډ وروسته د استرالیا درېیم لومړی وزیر دی چې د اوږد مهال خدمت کوونکي لومړي وزیر په توګه پاتې شوی دی. هغه همدارنګه لومړنی لومړی وزیر دی چې په سویلي استرالیا کې زیږېدلی او یوازینی وزیر چې په لویدیځه استرالیا کې رالوی شوی او زده کړې يې کړې. هاوک د استرالیا د لومړیو وزیرانو د تاییدۍ په درجه بندۍ کې په تر ټولو لوړه درجه کې دی چې په ۱۹۸۴ کال کې يې ۷۵ سلنه تاییدي ترلاسه کړې وه. تاریخ پوهانو د هاوک د دولت له خوا رامنځته شوي سمونونه ستایلي او د هغه دولت تر ډېره د استرالیا د اقتصاد د مدرن کولو له امله د امتیاز خاوند دی. هاوک د استرالیا د لومړیو وزیرانو د درجه بندۍ په لومړي سر کې ځای لري.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ سمول

باب هاوک د ۱۹۲۹ کال د ډېسمبر په ۹مه د سویلي استرالیا په بارډر ټاون کې د عیسوي پروتیستانو د کلیسا کشیش ارتور کلیم هاوک (زوکړه ۱۸۹۸ - مړینه ۱۹۸۹) او د هغه د مېرمنې اېدېث ایملي (لي)  (زوکړه ۱۸۷۹ - مړینه ۱۹۷۹) (چې په ایلي مشهوره وه او د ښوونځي ښوونکې وه) د دویم ماشوم په توګه نړۍ ته راغی. د هغه تره البېرت د ۱۹۵۳ او ۱۹۵۹ کلونو تر منځ د لویدیځې استرالیا د کاریګر ګوند لومړی وزیر و. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د هاوک ورور نیل چې له هغه څخه ۷ کاله مشر و، په ۱۷ کلنۍ کې د منېنجایت (د دماغ د پردې التهاب، ژباړن) له امله چې هغه مهال يې هېڅ درملنه نه لرله ومړ. اېلي هاوک د خپل زوی پر برخلیک په پرلپسې ډول نږدې یو عیسوي باور رامنځته کړ او دې له هاوک سره د هغه د مسلکي ژوند په بهیر کې د هغه پر نفس د باور په برخه کې مرسته وکړه. په ۱۵کلنۍ کې به یې د ملګرو ترمنځ غوره کوله او له غیبه به يې داسې ویل چې زه به یوه ورځ د استرالیا لومړی وزیر شم. [۲۷][۲۸]

هاوک په اولس کلنۍ کې هم‌هغه عمر چې ورور یې نيل په‌کې مړ شوی و د خپل پانټر موترسایکل د چلولو پر مهال ډېر سخت ټکر وکړ چې د څو ورځو لپاره يې حالت ډېر خراب و. دغې مرګ ته نږدې تجربې د هغه د کتلېست په توګه عمل وکړ او هغه يې له خپلو وړتیاوو او استعدادونو څخه د اعظمي ګټې اخیستلو په لور بوتله او پرې يې نښود چې وړتیاوې يې عبث شي. هغه په ۱۹۴۷ کال کې په ۱۸ کلنۍ کې د کاريګر له ګوند سره یوځای شو. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

زده‌کړې او لومړنۍ دنده سمول

هاوک د وېسټ ليډروېل په ښوونځي، د پرېټ په مدرن ښوونځي او د لويديځې استرالیا په پوهنتون کې زده‌کړې وکړې او په ۱۹۵۲ کال کې يې د هنر او حقوقو په برخه لیسانس سندونه ترلاسه کړل. هغه په هم‌هغه کال کې د پوهنتون د صنفي ټولنې رییس هم و. په ورپسې کال يې د اکسفورډ پوهنتون په کالج کې د ګډون لپاره د روډز بورسیه ترلاسه کړه چېرته چې هغه د هنر، فلسفې، سیاست او اقتصاد (PPE) په برخه کې خپلې د لیسانس کچې زده‌کړې پيل کړې. د هغه پام ډېر زر دې خبرې ته ورواوښت چې دی په ورته تحصیلي برخه کې بوخت دی چې له مخکې يې په لويديځه استرالیا کې دا برخې پوښلې وې او ځان يې د ادبیاتو څانګې ته بدل کړ. هغه خپله پای‌لیکنه/ تيزس په استرالیا کې د ثابتې ورځنۍ مزودورۍ پر تعینولو ولیکه او د ۱۹۵۶ کال په جنوري کې يې په بریالۍ توګه دفاع کړ. [۳۳][۳۴][۳۵]

د زده‌کړو په برخه کې د هغه لاسته‌راوړنې د بیر/وربشو د ابو کمزوري الکولي څښاک د څښلو د نړیوال ریکارډ له ثبتولو سره پای ته ورسېدې. هغه 2+12  شاهي پیالې (۱.۴ لیتره) -چې له یو یارډ اېل سره برابره ده- په ۱۱ ثانیو کې د یو سیکانس له لوښي څخه د کالج د جريمې په توګه وڅښلې. هاوک په خپلو خاطراتو کې داسې وړاندیز کوي چې ښايي دې شهکار تر بل هر څه ډېر د هغه له سیاسي بریالیتوب سره مرسته کړې وي. ځکه د الکولي څښاک دې پیاوړي کلتور هغه د رايي ورکوونکو تر منځ ډېر محبوب کړ.  [۳۶][۳۷][۳۸]

هاوک په ۱۹۵۶ کال د دوکتورا کچې د لوړو زده‌کړو لپاره په کانبرا کې د استرالیا له ملي پوهنتون څخه د حقوقو پوهنځۍ په قضا څانګه کې د زده‌کړو بورس ترلاسه کړ. هاوک ANU (د استرالیا ملي پوهنتون) ته تر لارې موندنې لږ وروسته د پوهنتون په شورا کې د زده‌کړيالانو استازی شو. یو کال وروسته هاوک ته د ACTU  د ریاست وړاندیز وشو تر څو د هارولډ سوټر چې ACTU  منشي و ځای‌ناستی او يو څېړونکی افسر شي. دا وړاندیز په ANU کې د هاوک د ښوونکي اېچ. پي. براون له‌خوا وړاندې شو، چې د څو کلونو لپاره يې دACTU  د ملي معاشاتو د قضیو په برخه کې همکاري کړې وه. هاوک پرېکړه وکړه چې خپلې د دوکتورا کچې زده‌کړې پرېږدي او دا وړاندیز ومني او له خپلې مېرمنې هزل سره مېلبون ته کډه شي. [۳۹][۴۰]

سرچينې سمول


[1] دا په اکسفورډ پوهنتون کې یو دود دی چې، یو کس د ټولنیزو ادابو د ماتولو له امله د الوکلې څښاک یوه پياله یا یوه برخه د جریمې په توګه څښي، ژباړن

  1. پیوستون : 101479384X  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w68c9vmx — subject named as: Bob Hawke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hawke-robert-bob-james-lee — subject named as: Robert (»Bob«) James Lee Hawke
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12308871m — subject named as: Robert James Lee Hawke — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/54552 — subject named as: Robert James Lee Hawke — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000016021 — subject named as: Robert L. Hawke — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. https://www.abc.net.au/news/2019-05-16/bob-hawke-dies-former-australian-prime-minister-and-labor-leader/6562902
  8. https://www.smh.com.au/politics/federal/labor-legend-bob-hawke-dies-aged-89-20190516-p51o89.html
  9. پیوستون : 101479384X  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12308871m — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Bob Hawke (1994). The Hawke Memoirs. Heinemann. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-434-31391-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Media Man Australia: The Online Home of Greg Tingle, Journalist & TV Presenter". Mediaman.com.au. 3 December 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Australia Act (Commencement) Order 1986" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 20 May 2008 باندې). The biggest hammering in history. The Sydney Morning Herald.
  15. "Hawke PM thrived on love of his people". The Australian. 18 May 2019. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Woolford, Don (16 May 2019). "Bob Hawke was Labor's greatest winner". The Canberra Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Barnes, Terry (17 May 2019). "Mr Shorten, we knew Bob Hawke..." The Spectator. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Prime ministers' rank and file". The Age. 18 December 2004. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Strangio, Paul (2 August 2021). "Who were Australia's best prime ministers? We asked the experts". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Strangio, Paul (2013). "Evaluating Prime-Ministerial Performance: The Australian Experience". In Strangio, Paul; 't Hart, Paul; Walter, James (المحررون). Understanding Prime-Ministerial Performance: Comparative Perspectives. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-966642-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Ranking Australia's prime ministers". The Sydney Morning Herald. 25 June 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اگسټ ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Carroll, Brian (17 May 2019). Australia's Prime Ministers: From Barton to Howard. Rosenberg Publishing Pty, Limited. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781877058226 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  23. (په 24 December 1989 باندې). Bob Hawke mourns his father's death.
  24. (په 10 September 1979 باندې). Hawke's mother.
  25. D'Alpuget, Blanche (1982), Robert J. Hawke: A biography, Melbourne: Schwartz, د کتاب پاڼې 2, د کتاب نړيواله کره شمېره 0867530014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په 16 May 2019 باندې). Legendary former prime minister Bob Hawke dead at 89. News.com.au.
  27. Davidson, G., et al. (1998), p. 302
  28. (په 14 March 1983 باندې). Australia: Hawke Swoops into Power, Time/CNN, 14 March 1983.
  29. D'Alpuget, Blanche (1982). Robert .J. Hawke: A biography, p. 31. Schwartz, Melbourne. کينډۍ:ISBN.
  30. "Australia's Prime Ministers: Robert Hawke". National Archives of Australia. 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۲ سپټمبر ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ اپرېل ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Hurst, J., (1983), p.18
  32. Hawke, Bob (1994), p.19
  33. "Bob Hawke qualifies for cheap coffee on campus | University News : The University of Western Australia". News.uwa.edu.au. 27 March 2014. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Hawke, Bob (1994), p.24
  35. Hawke, Bob (1994), p. 28
  36. Hawke, Bob (1994), p. 28
  37. Bob Hawke (1994). The Hawke Memoirs. Heinemann. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-434-31391-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Media Man Australia: The Online Home of Greg Tingle, Journalist & TV Presenter". Mediaman.com.au. 3 December 2003. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ مې ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Hurst, J., (1983), p.25
  40. Hurst, J., (1983), p. 26