اليزابيت بلکویل

اليزابيت بلکویل (۱۸۲۱ فبرورۍ ۳ - ۱۹۱۰، مۍ ۳۱) يوه بریټانوۍ ډاکټر وه، په متحده ايالاتو کې د لومړۍ ښځې په توګه د طبي سند تر لاسه کولو او د عمومي طبي شورا په ثبت کتاب کې یې د لومړنۍ ښځې په توګه د ثبتېدو له امله شهرت پيدا کړ. بلکويل په متحده ايالاتو او انګلستان دواړو کې د ټولنېزې بيدارۍ او اخلاقي سمون په برخه کې مهم نقش درلود او د درملو په اړه د ښځو زده کړو ته د ودې ورکولو په برخه کې مخښکه وه. د هغې دا همکاري د اليزابيت بلکويل په  نښان لمانځل کيږي، دغه نښان هر کال يوې ښځې ته ورکول کيږي چې په طب کې یې د ښځو د ودې په برخه کې د پام وړ مرسته کړې وي.  [۱]

اليزابيت بلکویل (۱۸۲۱ فبرورۍ ۳ - ۱۹۱۰، مۍ ۳۱)

بلکويل په لومړي سر کې د طب په مسلک کې لیوالتيا نه لرله، په ځانګړې ډول وروسته له هغې چې د هغې د ښوونځې ښوونکې د زده کړې د وسيلې په توګه د غويي سترګه راوړه. په همدې اساس په لومړي سر کې د ښوونځي ښوونکې شوه څو خپله کورنۍ وپالي. دغه دنده د په ۱۸۰۰ ز کال کې د يوې ښځې لپاره مناسبه بلل کېده؛ په هر حال، هغې دا دنده د خپل ځان لپاره ډېره ژر نامناسبه وبلله. د بلکويل لېوالتيا په طب کې هغه مهال وځلېده کله چې د هغې يوه ملګرې ناروغه شوه او ويې لېدل که يوې ښځينه ډاکټرې ناروغې ته پاملرنه کړې وای؛ نو هغه به دومره زياته نه ځورېده. بلکويل طبي ښوونځيو ته غوښتنې وړاندې کولې او د خپل جنسيت پر ضد د تعصباتو زغمل يې پيل کړل چې د هغې د مسلکي ژوند تر پايه يې دوام وکړ. د جينيوا له طبي ښوونځي پرته چې اوس د نيويارک دولتي پوهنتون طبي ايالتي پوهنتون په نوم ياديږي، په دې پوهنتون کې نارينه محصلينو د بلکويل د منلو په حق کې رايه ورکړه، نورو ټولو هغو طبي ښوونځيو رد کړه چې دې ورته غوښتنې وړاندې کړې وې. په دې توګه بلکويل لومړۍ ښځه وه چې په متحده ايالاتو کې طبي ښوونځي کې شامله شوه. [۱][۲]

د محرقې تبې په اړه د بلکويل مقاله چې له فراغت وروسته په ۱۸۴۹ ز کال کې په بوفالو طبي ژورنال کې خپره شوه دا لومړۍ طبي مقاله وه چې متحده ايالاتو کې د يوې ښځينه محصلې له خوا خپرېده. دې چارې د انساني رنځونو او د اقتصادي او ټولنيز عدالت په اړه د پياوړي احساس او همفکرۍ انځور وړاندې کړ. طبي ټولنې دغه ليد ښځينه لرليد وباله.[۳]

بلکويل په ۱۸۵۷ ز کال کې له خپلې خور ايميلي بلکويل سره يو ځای د ښځو او ماشومانو لپاره د نيويارک روغتون جوړ کړ او ښځينه مراجعينو ته يې د نجونو د زده کړې په اړه زده کړې ورکولې. د رنځور پالانو په برابرولوو سره يې د امريکا د کورنۍ جګړې پر مهال مهمه دنده ترسره کړه.[۴]

د ژوند لومړي کلونه سمول

اليزابيت د ۱۸۲۱ ز کال د فبرورۍ په درېیمه نېټه د انګلستان په بريسټل سيمه کې زېږېدلې وه، د پلار نوم يې سمويل بلکويل ؤ څوک چې د بورې تصفيه کوونکی ؤ، د مور نوم يې هانا بلکويل و. دوه مشران وروڼه او خور يې هر يو انا او ماريان او ټول يې شپږ کوچني وروڼه او خوېندې یې درلودې چې سمويل (له انټونيټ براون سره واده کړی و)، هينري (له لوسي سټون سره واده کړی و)، ايميلي (په متحده ايالاتو کې دویمه ښځه وه چې طبي سند يې تر لاسه کړی و)، سارا ايلين (ليکواله وه) جان او جورج وو. څلور پېغلې خاله ګانې درلودلې چې هغه: باربرا، ان، لوسي او ميري وې، هغوی هم له دوی سره اوسېدې.[۵]

په ۱۸۳۲ ز کال کې دې کورنۍ د انګلستان له بريسټل څخه نيويارک ته وکوچېده، ځکه چې سمويل بلکويل د بورې د تصفیې ځای د ګټې ډېره برخه د اور لګېدو له امله له لاسه ورکړې وه. په نيويارک کې د اليزابيت پلار د غلامي د لغوه کولو په کار کې فعال و. په همدې اساس د دوی د ماښامني خوراک پر مهال به بحث تر ډېره د ښځو حقوقو، غلامي او ماشومانو د کار په څېر موضوعاتو باندې وو. دې خپلواک بحث د ماشوم د پاللو په اړه د هانا او سمويل د چلند څرګندونه کوله. د بېلګې په ډول، د ناوړه چلند له امله د ماشومانو د وهلو پر ځای، بارابرلا بلکويل د هغوی تېروتنې په يو تور کتاب کې ثبت کړې. کله به چې تېروتنې زياتې شوې، ماشومان به د ماښامنۍ پر مهال بامبوټۍ ته شړل کېدل. سمويل بلکويل همدا شان د خپلو کوچنيانو د زده کړې په اړه په خپل چلند کې خپلواک ؤ. سمويل بلکويل د پروټيسټانت مسيحيت د کانګريګيشنل برخې معتقد ؤ او د خپلو ماشومانو په مذهبي او اکاډميکې زده کړې يې پياوړی نفوذ درلود. هغه باور درلود چې د هغه لورګانو په ګډون هر ماشوم ته بايد د دوی د استعدادونو او وړتياوو د غېر محدود پرمختګ لپاره موکه ورکړل شي. دغه لرليد په هغه وخت کې ډېر کم و، ځکه چې ډېرو خلکو باور درلود چې د ښځې ځای کور يا د ښوونځي استادي ده. بلکويل يوازې روزنکې نه لرله، بلکې د خپل فکري پرمختګ لپاره يې شخصي ښوونکي هم لرل. له همدې امله کله چې لویه شوه له کورنۍ پرته له نورو ټولو منزوي وه.[۵][۶]

څو کاله وروسته، دغه کورنۍ نيويارک ته کډه شوه، کورنۍ یې د اوهايو سينسيناټي ته ولاړه. کله چې بلکويل ۱۷ کلنه وه، پلار يې مړ شو، په داسې حال کې چې کورنۍ ته يې ډېرې کمې پيسې پرېښودې.

د زلمیتوب کلونه سمول

د بلکويل مالي حالت سم نه وو. د مالي اړتياوو تر فشار لاندې درې خوېندو انا، مارين او اليزبيت د «ځوانو ښځو لپاره د سينسينياټي انګليسي او فرانسوي اکاډمي» ښوونځی پيل کړ، په دې ښوونځي کې د ټولو نه؛ خو د ډېرو مضامينو په برخه کې زده کړې ورکول کېدې او د لوست، خونو، او خوراک په بدل کې يې ترې پيسې اخیستل کېدې. ښوونځی په خپلو ښوونیزو طريقو کې نوښتي نه وو بلکې د بلکويل خوېندو لپاره يوازې د عايد يوه سرچينه وه. د بلکويل د غلامي د لغوه کولو فعاليتونه په دې کلونو کې له ناکامۍ سره مخ شول چې په اغلب ګومان تر ډېره د همدې اکاډمۍ له امله وو.[۵][۶]

بلکويل د ۱۸۳۸ز کال په ډيسمبر مياشت کې د مسيحي پادريانو کلیسا ته ولاړه، په ډېر باور د هغې د خور انا د اغېز له امله او په دې ډول د سانټ پال د پادريانو د کليسا فعاله غړې شوه. په هر حال، په ۱۸۳۹ ز کال کې سنسنياټي ته د ويليم هينري چننګ را رسېدو د هغې ذهنيت بدل کړ. چننګ د يووالي یو جذاب وزیر ؤ چې بلکويل ته يې د ترانسَندِنتالیزم (استعلاګرايي) نظریه وښوده، چې هغه بيا د يوځای والي کليسا ته مخه کړه. په پایله کې د سينسينياټي ټولنې له محافظه کاره غبرګون سره مخ شو، او له امله یې اکاډمۍ خپل ډېر زده کوونکي له لاسه ورکړل او په ۱۸۴۲ ز کال کې وتړل شوه. له هغې وروسته بلکويل بيا زده کوونکو ته خصوصي تدریس پيل کړ.[۵]

د چننګ را رسېدو په زده کړه او سمون کې د بلکويل لېوالتيا نوې کړه. هغې په خپله پر فکري پرمختګ کار وکړ چې هنر يې لوست، بېلا بېلو درسونو ته به حاضرېده، لنډې کېسې به يې لېکلې او د ټولو مذهبونو (کويکر، ميلاريټ، يهوديت) بېلا بېلو خدماتو کې به يې برخه اخیسته. د ۱۸۴۰ کال په لومړيو کې، هغې په خپلو يادښتونو او ليکونو کې د ښځو د حقوقو په اړه يادونې پيل کړې او ۱۸۴۰ ز کال کې يې د هاريسن په سياسي مبارزو کې برخه واخیسته. [۵]

په ۱۸۴۴ز کال کې بلکویل د خپلې خور انا په مرسته، په هينډرسن کينټا کې ښوونکې شوه چې په يوه کال کې يې ۱۰۰۰ امريکايي ډالر ورکول. سره له دې چې هغه له خپل ټولګي سره خوشحاله وه خو بيا هم د استوګنځي او ښوونځي د کور له کمښت سره مخ وه. هغه چې دا يې ډېره ځورولې وه دا وو چې هغه په لومړي ځل له واقعي غلامي سره مخ وه. «څومره چې پر ما خلک مهربانه وو، خو د عدالت احساس په پرله پسې ډول ځورولم او د لومړي سمستر په پای ته رسېدو سره ما استعفاء ورکړه." نيم کال وروسته هغه بېرته سينسنياټي ته راستنه شوه په دې هیله چې خپل ژوند په ارامه تېر کړي.[۷][۸]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Boyd, Julia (2013). The Excellent Doctor Blackwell: The Life of the First Woman Physician. Thistle Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781909609785. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Krasner, Barbara (2018). "Elizabeth Blackwell: Doctor". Cobblestone. 39: 20 – عبر EBSCO Collection. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Sanes, Samuel (1944). "Elizabth Blackwell: Her First Medical Publication". Bulletin of the History of Medicine. 16 (1): 83–88. JSTOR 44440963. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Elizabeth Blackwell, M.D., Consulting Physician, New Hospital For Women". The British Medical Journal. 1 (2581): 1523–1524. 1910. doi:10.1136/bmj.1.2581.1523-b. JSTOR 25291104. S2CID 220006798. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ ۵٫۴ Sahli, Nancy Ann (1982). Elizabeth Blackwell, M.D., (1871–1910): A Biography. New York: Arno Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-405-14106-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Elizabeth Blackwell, Diary, 19–21 December 1838 (Blackwell Family Papers, Library of Congress).
  7. Blackwell, Elizabeth (1895). Pioneer Work in Opening the Medical Profession to Women: Autobiographical Sketches. London and New York: Longmans, Green, and Co. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Blackwell, Elizabeth, and Millicent Garrett Fawcett. Pioneer Work in Opening the Medical Profession to Women. London: J. M. Dent & Sons, 1914. Print.